آزاده تران
د «افغانستان لپاره د زده کړو پُل» ښوونیز بنسټ وايي، په تېر یوه کال کې، په افغانستان کې لږ تر لږه اووه زره هغه نجونو چې له زده کړو محرومې دي، د نړیوال سند تر لاسه کولو په موخه د دې بنسټ په ازموینو کې ګډون کړی دی.
د افغانستان لپاره د زده کړو پُل(Education Bridge For Afghanistan) په برېتانیا کې مېشت یو غیرانتفاعي او وړیا انلاین پروګرام دی، چې کابو میاشت وړاندې یې رسمي فعالیت یو کلن شو.
د دې بنسټ مشره ډاکتر شکردخت جعفري ده، پېژندل شوې مخترع او فزیک پوهه، چې تر اوسه پورې یې څو نړیوالې جایزې تر لاسه کړې دي. هغه په ۱۳۹۸ کال کې وتوانېده، چې د سرطان راډیوتراپي څخه د وړانګو ثبتولو لپاره د «ډوزیمیټر» وسیله په انګلستان کې ثبت کړي، چې د سرطان د درملنې په برخه کې یوه لویه لاس ته راوڼه وه.
مېرمن جعفري چې اوس یې د خپل تمرکز یوه برخه په افغانستان کې د ماشومانو په ځانګړې توګه له زده کړو د محرومو نجونو لپاره ځانګړې کړې، رخشانې رسنۍ ته ویلي: «دې بنسټ، په افغانستان کې د زده کړو څخه د محرومو نجونو لپاره د آنلاین ارزونې سیستم په جوړلو سره، د نړیوالو اسنادو تر لاسه کولو لپاره لاره هواره کړې ده او همدارنګه په افغانستان کې د دې بنسټ جوړول، له زده کړو د محرومو نجونو لباره له مرګه د حقیقي ژوند ته د بېرته ستنېدو لاره هم ګرځېدلې ده.»
وروسته له هغې، چې طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، له شپږم ټولګي پورته نجونو باندې یې زده کړې بندې کړې.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په وینا، په کال ۲۰۲۵ میلادي کې له څه باندې څلورو کلونو په تېرېدو سره، له ۲.۲ میلیونه زیاتې ځوانې نجونې په افغانستان کې له زده کړو محرومې شوې دي.
اوس مهال په افغانستان کې د ځینو نجونو لاسرسی آنلاین پتو زده کړو پورې تړلی دی.
د افغانستان لپاره د زده کړو پُل بنسټ چاواکي وايي، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې شاوخوا ۳۰ زره زده کوونکو په دې بنسټ کې د ازونې دورې تر سره کولو لپاره نوم لیکنه کړې، چې ۹۷ سلنه د هغو نجونې دي.
«د افغانستان لپاره د زده کړو پُل» څه ډول کار کوي؟
دغه بنسټ په کال ۲۰۲۴ کې په خپل لومړي ګام کې، د افغانستان له دنننه ښوونیزو سرچینو په همکارۍ، ښوونیز پروګرامونه په لار واچول.
رخشانې رسنۍ په افغانستان کې د دې همکاره بسټونو نومونه، د امنیتي ننګونو له امله په دې رپور کې نه راوړي.
د ډاکتر شکردخت جعفري په وینا، دا بنسټ د منلو ډېره ساده کړنلاره لري. غوښتوونکی زده کړیال، د نوم لیکنې لپاره د دې بنسټ د وېب پاڼې له لارې غوښتنلیک ورکوي، داخلې څانګه چې په بانفز «Banfes» پېژندل شوې، د غوښتونکي وړتیا ارزوي.
په بل ګام کې ښوونیز مواد د زده کوونکي په واک کې ورکوي. د مېرمن جعفري په وینا: «موږ د زده کړې پل بنسټ کې، لکه د ټولو انلاین ښوونځیو په شان، زده کوونکو ته زده کړې په انلاین توګه نه وړاندې کوو، بلکې ښوونیز مواد له وړاندې چمتو شوي او د زده کړو پل بنسټ اړوند پلټفارومو کې شتون لري. زده کوونکی د دې موادو په ډاونلوډلو سره هغه په خپله زده کوي او په خپله خوښه ټولګي کې د ازموینې لباره چمتوالی نیسي.»
کوم توپیر چې شتون لري، هغه په وروستیو ګامونو کې دي. د ښوونیزو دورو تر تېرولو وروسته، زده کوونکو ته نړیوالې شهادت نامې د ازموینې د بورډ «The Learning Mashine یا TLM » له خوا ورکول کېږي.
د «TLM» سازمان یو برېتانیايي بنسټ دی، چې د برېتانیا د ښوونیزو سټنډرډونو سره سم، ښوونیز، ډیجیټلي او مسلکي اسناد صادروي.
د ډاکتر شکردخت جعفري په وینا، د «د افغانستان لپاره د زده کړو پل» بنسټ هم د افغانستان د ښوونیز نصاب سره سم یوه شهادت نامه زده کوونکي ته ورکوي.
مېرمن جعفري ویلي دي: «ښوونیز مواد په وړو برخو وېښل شوي دي، چې د هغې د یوې برخې له لوستلو وروسته، په هره اوونۍ کې له زده کوونکي ازموینه په انلاین توګه او د اړتیا په صورت کې په حضوري توګه اخیستل کېږي.»
حضوري ازموینه عمومآ د هغه زده کوونکو لپاره ده، چې انټرنېټ ته لاسرسی نه لري او دا ازموینه په افغانستان کې د نننه د فعالو ښوونیزو بنسټونو په رضاکاره همکارۍ اخیستل کېږي.
د ډاکتر شکردخت جعفري په وینا، په اصل کې د زده کوونکو لپاره ښوونه وړیا ده. خو د ازموینو د اخیستو او اړیکو نیولو لپاره اضافي لګښت ته اړتیا شته، چې زده کوونکی باید هغه پرې کړي: «په افغانستان کې له زده کړو محرومې نجونې سل افغانۍ او د هلکانو لپاره له اووم تر نهم ټولګي پورې ۲ زره او پنځوس افغانۍ، د لسم نه تر دولسم ټولګي هلکانو لپاره ۳ زره او څلور سوه او پنځوس افغانۍ، د ګړندیو دورو لپاره ۴ زره او پنځه سوه افغانۍ، د ۲ مې نړیوالۍ ګړندۍ کچې لپاره ۲ زره او پنځوس افغانۍ، د عالي ۲ مې نړیوالې کچې لپاره ۴ زره او پنځه سوه افغانۍ، د انګلیسي ژبې لپاره ۱۳ سوه افغانۍ د یوه کال لپاره، د زده کوونکو له خوا ورکول کېږي.»
د دې ښوونیز بنسټ د چارواکو په وینا، د زده کوونکو لپاره بل ګام دا دی، چې د ۷۰ سلنه نومرو اخیستو په صورت کې، هغوی د نړیوالو ښوونیزو کچو په ازموینو کې داخلېږي، چې په کې پرمختللي ښوونځي او د پوهنتون څخه مخکې زده کړې شاملې دي، چې په مرسته یې زده کوونکي کولی شي، د افغانستان څخه د باندې هېوادونو کې روسونه تر لاسه کړي.
انټرنېټ په افغانستان کې د انلاین زده کړې په وړاندې یو لوی خنډ دی، د هېواد په ډېری برخو کې زده کوونکي یا انټرنېټ ته لاسرسی نه لري، یا یې بیه لوړه ده او یا اصلآ برېښنا نشته ده.
خو لکه څنګه چې وو د ښوونیزو فعالانو په اند، آنلاین زده کړې په افغانستان کې د نجونو لپاره د زده کړې د دوام لپاره یوازیني لار ګڼل کېږي.
داسې ښکاري، چې د انټرنېټ مسله د شکردخت جعفري په څېر خلکو لپاره هم اندېښنه ده، څه موده وړاندې هغې په خپل لینکدین حساب کې یو لیک ولیکه، چې له ایلان ماسک څخه یې وغوښتل، چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې لپاره د سټار لېنک له لارې وړیا انټرنېت برابر کاندي.
ښاغلي ماسک هم دې لیک ته ځواب ورکړ او د شکردخت جعفري څخه یې په افغانستان کې د نجونو د ملاتړ له امله مننه وکړه، ویې ویل د سټار لېنک انټرنېټ پوښښ په افغانستان کې فعال دی او باید د هغې وسیله واخیستل شي.
بله اندېښنه په افغانستان کې د انټرنېټ کاروونکو باندې د طالبانو محدودیتونه دي. د روان کال د سپټمبر په ۲۷ مه، طالبانو د خپل مشر په امر په ټول افغانستان کې د فایبر نوري انټرنټ پرې کړ او دې دوه ورځې بندښت د مخابراتي شبکو خدماتو ته هم پراخه ګډوډي ورجوړه کړه.
د ۴۸ ساعته انټرنېټ بندښت د ښځو لپاره ډېرې دندې او ښوونیز فرصتونه په بشپړه توګه ګډوډ کړل، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په انټرنېټ پورې تړلي دي.
د دې ټولو اندېښنو سره سره، مېرمن جعفري په دې باور ده، چې آنلاین زده کړه اوس مهال په افغانستان کې د نجونو لپاره یو فرصت دی.
د شکردخت جعفري په وینا، د افغانستان لپاره د زده کړې پل بنسټ کې دوی د افغانستان د ښوونیز نصاب تر څنګ د زده کوونکو سره، د دوی د شخصي او ان روحي ودې لپاره هم مرسته کوي: «زما همکارانو او ما د زده کړو پل کې هڅه کړې، چې زده کوونکو ته ښوونیز مواد د لاسرسي وړ کړو، تر څو دوی په داسې ډول زده کړه وکړي، چې دوی ته اجازه ورکړي، چې په راتلونکې کې نړیوال ژوند وکړي. دا ده، چې دوی کولی شي زده کړه وکړي، کار وکړي او په هر هېواد کې ژوند وکړي.»
رخشانې رسنۍ هم له یو شمېر زده کوونکو سره خبرې اترې کړې دي. دوی ترخې کیسې بیان کړې دي.

عکس: صفحه فیسبوک شکر دخت جعفری
د هیلو پل
لکه په (مستعار نوم) ۱۹ کلنه نصیبه چې وايي، د زده کړو پل بنسټ د سیستم له هغې سره مرسته وکړه، تر څو د ځان وژنې فکرونه له سره وباسي.
هغې ویلي دي: «کله چې په لسم ټولګي کې وم، ښوونځي وتړل شول، ما له خپلې کورنۍ سره په یوه لرې پراته کلي کې ژوند کاوه. دا چې هلته نور درس نه وو، پروسږ کال (تېر کال) له خپلې کورنۍ سره کابل ته کډه راوکړه. تر څو دلته په کورسونو کې درس و وایم، خو په خواشینۍ سره، چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو نجونې د بې حجابۍ له امله نیولې. د دې ګواښ له امله مې پلار اجازه رانکړه، چې درس و وایم. وروسته له دې، چې کورس ته نه تلم، ټولې کورنۍ مې ویل، چې باید واده وکړم. همدا د دې لامل شو، چې ټولې لارې تړلې و وینم او فکر مې کاوه، چې ځان وژنه تر ټولو غوره لار ده.»
د طالبانو د محدودیتونو له امله په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ځان وژنې په اړه اندېښنې زیاتې دي.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رایچارد بنټ څه موده وړاندې په یوه مرکه کې ویلي دي. ځان ځورونه له هغې جملې ځان وژنه او د ځان وژنې په اړه فکر کولو د افغان نجونو تر منځ د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.
هغه راپور هم چې رخشانې رسنۍ د ۱۴۰۳ کال د لړم په ۲۲ مه له کورنیو سره د مرکو له لارې خپور کړی دی، په کې په افغانستان کې د نجونو د ځان وژنې په اړه د کورنیو اندېښنې په کې زیاتې وې.
نصیبې ویلي، هغه مهال چې زده کړو ته یې لاسرسی نه درلود، په خفګان اخته وه، ځان یې ګوښې ته کړی وو. هغه د سږ کال په اوړي کې وتوانېده، چې د افغانستان لپاره د زده کړو پل بنسټ د آنلاین دوريي زده کړو ته لار پیدا کړي: «له هغه وخته چې کولی شم درس ولولم. روحي حالت مې خورا ښه شوی دی او خپله ډېره انرژي په زده کړو تېروم او له اجباري واده او بې سواده پاتې کېدو لرې خپلې روښانه راتلونکې باندې باوري شوې یم. زه ټولو نجونو ته توصیه کوم، چې له دې فرصته ګټه واخلي.»
په (مستعار نوم) ۲۲ کلنه بهار د دایکنډي ولایت اوسېدونکې او د دې آنلاین ښوونځي د کړندۍ دورې د څانګې زده کوونکې ده. هغې ویلي، د طالبانو په واکمنېدو سره له پوهنتون څخه پاتې او دا اجباري واده ته اړ شوه.
بهار ویلي دي: «کله چې پوهنتون وتړل شو، د کورنۍ په غوښتنه مې واده وکړ او دا د دې لامل شوی وو، چې زه خپګان ته ولاړه شم او ځان ګوښی کړم. تل به مې په یوازې ځان ژړل، خو د خپل خاوند په ملاړ د زده کړو پل بنسټ ته مې نوم لیکنه وکړه. اوس مهال د دې بنسټ د ګړندۍ دورې د زده کړو په حال کې یم، او نړیوالو پوهنتونو ته د لار موندلو لپاره په چمتوالي بوخته یم. د زده کړې پل زما لپاره د هیلو پل دی.»
شکردخت جعفري رخشانې رسنۍ ته ویلي دي، هغې د افغانستان له نجونو ډېر پیغامونه تر لاسه کړي دي، چې د دې پروګرام په مرسته یې باید ژوند ته تمې پیدا کړې دي.
ډاکتر شکردخت جعفري وايي، د دوی شعار دا دی، چې «د افغانستان لپاره د زده کړو پل» باید په افغانستان کې له زده کړو د پاتې نجونو لپاره د هغوی د هيلو پل وي: «که چېرته موږ خپلو وړتیاوو ته پراختیا ورکړو، په کومه کچه چې موږ لوړتیا پیدا کوو، په همغه کچه زموږ د ژوند ځای پراخه کېږي. له یوه کلي په یوه ښار، له یوه ښار په یوه هېواد او په همدې ډول ټوله نړۍ زموږ وطن کېږي. نور راځۍ دغه محدودیتونه چې اوس رامنځ ته شوي دي، د خپلو فردي مهارتونو د لویولو او پراختیا ورکولو باندې مات کړو او ټوله نړۍ خپل هېواد وګرځوو.»







