جاوید تاشه
بلاروسي لیکواله او د ۲۰۵ کال د ادبیاتو د نوبل جایزې ګټوونکې سوتلانا آلکسیویچ، چې آثار یې په شفاهي او د جګړې په مستنداتو ولاړ دي، د «جګړه ښځینه څېره نه لري» کتاب لري. هغه په دې آثر کې په دویمه نړیواله جګړه کې، د پخواني شوروي د پوځ د ښځو د ژوند کیسې کوي. د «جګړه ښځینه څېره نه لري» کتاب کې یوازې د جګړې تاریخ نه، بلکې په نرواکې نړۍ کې د ښځو له مقاومت، کړاو، غم او اندېښنو د انکار تاریخ هم دی. په ټولو جګړو کې لومړنۍ ریښتینې قربانیانې او مبارزینې ښځې دي. د آلکسیویچ کتاب هم یوازې د یوه غږ په وړاندې او په جګړه کې د ښځو د شتون د تایید په اړه دی. هغه حضور چې تاریخ پوهانو په دوامداره توګه رد کړی دی.
په ټوله نړۍ کې د ښځو د ستومانه کوونکې او دوامداره مبارزې او د نړیوال نظم تر بدلون وروسته، اوس خپله جګړه او د جګړې کړنلاره هم بدله شوې ده. له افغانستان څه تر ایران او … پورې ښځې د کلتوري، هویتي، رسنیز، سړکونو او کور کې جګړو په لومړۍ کرښه کې یو نه منل کېدونکی رول لوبوي او دا باید و ویل شي، چې نن ورځ جګړه ښځینه بڼه لري، دلته زه باید روښانه کړم، چې له «جګړې» مې موخه د نارینه وو هغه ورانول او تاوتریخوالی نه دی، چې مېرمن آلکسیویچ د شوروي پوځ د ښځینه تېلګرافچیانو، پخلی کوونکو او کنډونکو له خبرو څخه بیانوي، هغه جګړه، چې «جګړه ښځینه بڼه نه لري» کتاب یې په اړه خبرې کوي، د یو تاوتریخوالي او نارینه فکر محصول دی، چې د ویجاړۍ او لوټمارۍ لپاره لیواله دی. دلته زما مطلب «جګړه ښځینه بڼه لري» څخه بله جګړه ده، د پایښت جګړه، د انساني ژوند جګړه، د زده کړې د حق جګړه، د کار د حق جګړه، د جنسیت جګړه او د آرام ساه اخیستلو د حق جګړه. دا جګړه د آزادۍ او د انسان د ژوند د غوښتنې جګړه ده، نه د ترهګرۍ او ویجاړۍ په لور جګړه.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل له شرموونکي سقوط او د نیمه تړلي جمهوري نظام له ړنګېدو او په افغانستان کې د تیارو او حماقت له واکمنۍ وروسته، زړورو، پوهو او بې نومه ښځو د مذهبي، قومي، کلتوري او جنسیتي ظلمونو په وړاندې د ریښتینې مبارزې مشري په غاړه واخیسته. په دې تېرو پنځو کلونو کې دوی زنداني او په تر ټولو سخت ډول وځپل شوې، له خپل تر ټولو لومړي انساني حق زده کړې او کار څخه محرومې کړای شوې، خو د مبارزې له ډګر څخه شاه ته نه شوې. هره ورځ د بلې په پرتله ډېرې تخلیقي او زړورې میدان ته راستنې شوې. په کور د ننه او له هېواده بهر، افغان ښځې د هنر، ادبیاتو، فلیم، موسیقۍ، انځورګرۍ، خیاطۍ او … په مرسته د خپلواکۍ لپاره د مبارزې ډګر ته راووتې. دا نرم مقاومت، تاوتریخوالۍ په پوهې او تیارې د رڼا په هنر سره ننګوي.
افغان ښځې یوازې د جګړې نندارچیانې نه دي، هغوی له ټپونو او ماتېدنو او په یوه خبره کې خپله جګړه دي. جګړې د افغان ښځو په روح او نړۍ کې رسوب کړی دی. دوی په بېلا بېلو بڼو کې جګړه کړې ده: د پایښت لپاره، د هویت لپاره، د خبرو کولو او د لیدلو د حق لپاره. اوس دوی جګړه د بدن، کور مینې، کار او زده کړې او… د حق له زاویې بیانوي، هغه کیسې، چې په رسمي تاریخ کې لږ منعکس شوې دي او اوس ښځو د دې زاړه او دودیز سیستم په وړاندې بغاوت کړی دی.
د نن ورځې د افغان جګړې اتلان هغه ښځینه شاعرانې دي، چې د کلمو په مرسته د ظلم پر وړاندې درېدلې، د یوې مېرمنې غمجنه سندره چې د تیارو او ظلم پر وړاندې د عدالت لپاره غږ پورته کوي. د یوې مېرمنې له خوا لارښود شوی فلم، چې د خراب او مړاوي پلارواکۍ سیستم پر مخ وهي، د بامیاني نجلۍ له خوا انځورګري، چې د بامیانو د بودا په پرتله د ژوند ټپونه ډېر ویجاړوونکي کوي. یوه ښځینه هرمنده چې د افغان مېرمنو د بېوزلۍ او ظلم شاهده ده او د نړۍ په موزیمونو او ګالریو کې یې د خپل لاس جوړو ګولیو سره نندارې ته وړاندې کوي، په جاغوري کې یوه ښځه چې د اوبو بند جوړولو لپاره خپله ګاڼه پولري، ښځینه لیکوالانې او څېړونکې، چې د څنډې ته کړای شویو مېرمنو ظلم او ورسره زور زیاتی ثبت او مستندوي، هغه مېرمنې او نجونې، چې په زړورتیا سره د نړۍ په محکمو کې د شاتګ او ښځو ضد نظام پر وړاندې شاهدي ورکوي، هغه ښوونکې چې په پټه د خپلو کورونو په آلماریو کې پوهه خپروي، یوه نجلۍ، چې د خپل کور په زېرزمینۍ کې تمرین کوي تر څو په نړیوال ډګر کې ظلم وځپي او ویې وهي، په دایکنډي کې یوه ښځه، چې د سړک جوړولو او د طبعیت او تعصب د دېوال ماتولو لپاره خپلې د جامو ګنډلو پیسې ورکوي، داسې بې ځایه شوې ښځې شته، چې په نورو ژبو کې د خپلو لیدنو او د خپل تریخ او تیاره تېر په اړه غږ پورته کوي او داسې نه ماتېدونکې ښځې شته، چې د وطن ناوړه ټپونه ګنډي تر څو په وینو لړلي ګلونه په وچو دښتو کې وغوړوي، هو په افغانستان کې ریښتینې جنګیالۍ ښځې دي. دوی په تیارو کې د انسانیت او خپلواکۍ په لټه په لاسونو کې څراغونه نیولي او د هنر او ادب په مرسته، دوی بیا تاریخ لیکي.
د هرې افغان ښځې ژوند یو کتاب او غمجن فلم او جګړه ده، چې هېڅکله درک او لیدل شوی نه ده. جګړه یې په کتو، غږونو، شعرونو او ګلدوزیو کې کښل شوې. د جګړې د لېونتوب او پراخې کچې د پوهېدو لپاره د جګړې موزیمونو ته د تګ پر ځای، راځی د افغان مېرمنو کیسو او هنر ته درناوی وکړو او د دوی کارونه او کیسې ولولو، تر څو پوه شو، چې ولې د یوې افغان ښځې مخ مات او مقاومت، ویجاړتیا او بیارغونه، مینه او کرکه منعکسوي. دا یوازې د ژوند او خپلواکۍ لپاره د مینې د جنګیالي په مخ کې ممکنه ده، یو ټپي خو نه ماتېدونکی مخ، دا سخت زړور، هوښیار او ښکلي جنګیالي د خپلواکۍ د معیارونو او د ژوند ښوونکې دي او په پای کې تکراروم، جګړه ښځینه څېره لري او په افغانستان کې ریښتینې جنګیالۍ ښځې دي.
یادونه: دا لیکنه کومه سیاسي یا علمي بیانیه نه ده، بلکې د افغان ښځو د مبارزې لپاره درناوی او په ورته وخت له ټولو ښځو بنښه غوښتل دي، چې زما له خبرو یا چلند څخه یې ټپ خوړلی دی. زه د همغه سولېدلي دید روزل شوی یم او اعتراف کوم، چې په ژوند کې ډېر په ورانو تللی یم. د ظلم د ورځو د پای او رڼا ورځو په هیله!







