د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ناګناه کړې سزا، کابل کې د یوې ۱۶ کلنې نجلۍ د صحرايي محکمې کیسه

28 جنوري 2026
ناګناه کړې سزا، کابل کې د یوې ۱۶ کلنې نجلۍ د صحرايي محکمې کیسه

سمانه [نام مستعار]/ عکس: رسانه‌ی رخشانه

زحل آزاد

دا کیسه د هغې ښځې برخلیک دی، چې ۱۴ کاله وړاندې د یوه  سړي سره د مینې اړیکې په «بې ځایه» تور لومړی د خلکو له خوا په عام محضر کې وګرځول شوه او وروسته د سیمې د خلکو په حضور په جومات کې «محکمه» شوه. د مجلس د خلکو پایله همدا شوه چې هغه او مور یې باید له دې ځایه کډه شي. تره یې هم هغه تر دې ۱۰ کاله مشر سړي ته په زور واده کړه.

د ټولنیز تاوتریخوالي د دې قرباني مور دغه «محکمه» بللې، په داسې حال کې، چې دا ډول کار صحرايي محکمې ګڼل کېږي او د بشري حقونو جدي سرغړونه ده.

هغې روخشانې رسنۍ ته ویلي: «تر څو ژوندی یم هغه ورځ به مې هېره نه شي، لور مې بې دفاع او عاجزه د جومات په کونج کې ناسته وه او خلکو یې په اړه تصمیم نیوه. هېچا ونه ویل، چې ښايي د ګاونډ سړیو غلت برداشت کړی وي، هېچا. ملا و ویل دوه تنه شاهدان لرو او پاتې حاضرو خلکو هم تایید کړه.»

تور څه وو؟ «ویل یې له اوغان [پښتون] هلک سره جوړه (په اړیکه) کې ده.»

دا پېښه د سمانه [په مستعار نوم] نجلۍ ته ورپېښه وه، چې د افغانستان په کومه لرې سیمه کې نه، بلکې پلازمېنه کابل کې اوسېږي. د کابل ښار په یوه بېوزله او څنډې ته سیمه کې، کله چې هلته د ښځو له حقونو د دفاع لسګونه بنسټونه فعال وو.

په نړیواله درجه بندیو کې افغانستان د ښځو د ژوند لپاره تر ټولو ناوړه هېواد باندې پېژندل شوی دی. تاوتریخوالی، محدودیتونه او عدالت ته په نابرابره لاسرسی، زده کړه او کار تل په افغانستان کې د ښځو د ژوند په وړاندې خنډ دی، چې د طالبانو په واکمنېدو سره لا بد شوی دی.

د امریکا د جورج ټاون پوهنتون د «ښځې، سوله او امنیت» موسسې کابو میاشت وړاندې په یوه راپور کې اعلان وکړ، چې افغانستان د نړۍ د ۱۸۱ هېوادونو تر منځ، د ښځو لپاره تر ټولو ډېر بد هېواد دی.

د دې برخلیک د اورېدو په موخه د سږ کال په ساړه ژمي کې یوه ورځ د سمانې لیدو ته ورغلم. اوس ۳۰ کلنه او د څلورو اولادونو مور ده.

په داسې حال کې، چې لوښي یې وینځل په لنډه نغوته له ما وغوښتل، چې نېږدې ورته کېنم تر څو د خپل ژوند ترخې شېبې راته و وايي، چې هېڅ وخت یې د هغو په رامنځ ته کېدو کې خپله کوم رول نه درلود.

کیسه څه وه؟

هغه سیمه چې سمانه په کې ژوند کوي، د کابل له بېوزله مېشتو سیمو څخه وه. د سمانې ورځ هم لکه د یادې سیمې د نورو ګڼو ماشومانو په څېر د غالۍ اوبدلو د لرګین چوکاټ تر شا ماښام کېده.

سمانې ته دا کیسه د ۱۳۹۰ کال په پسرلي کې ورپېښه شوه، سمانه هغه مهال ۱۶ کلنه وه. هغه د پسرلي په یوه نسبتآ ګرمه ورځ کې، د غالۍ اوبدلو له دارنه کاري ساعت وروسته له کوره ووته، تر څو له نېږدې دوکان څخه یوه څه کور ته واخلي.

د دې په وینا، کله یې چې له دوکان څخه پل د باندې کېښود، د ګاونډ دوه سړیو یې مخه ونیوه. د هغې شېبې جزیات تر یوې کچې د سمانې په یاد پاتې دي: «په غوسه یې و ویل، څه کوې او بې شرمې؟ د مور بدنامې لورې، زموږ په سیمه کې لونډبازي کوې؟»

« له وېرې لړزېدم او ژبه مې بنده شوې وه. کله یې چې کنځاوې تمامې شوې، یوه کلکه تر لاس ورکش کړم او لرې ان تر کوره یې کش کړم. نارې یې وهلې: ای خلکو! دا بې حیا نجلۍ له اوغان (پښتون) هلک سره جوړه ده. زه مخکې تر مخکې روانه وم.»

سمانه په دې ډول ۲۰ دقیقې د خلکو په وړاندې وګرځول شوه. د نندارچیانو غبرګونونه یې لږ او ډېر په ذهن کې پاتې دي: «ځینو خلکو لعنت راباندې ویلو، ځینو خندل او ځینو مې هم پر حال خواشني څرګندوله.»

د سمانې په وینا، په هغه سیمه کې چې دا اوسېږي، زیاتې پښتنې کورنۍ هم مېشتې وې او هغه دوکان هم په هغه وخت کې زموږ کور ته نېږدې یوازینۍ هټۍ وه: «تر هغې ورځې له سره نه پوهېدم، چې هټۍوال پښتون دی نه هزاره.»

په افغانستان کې تر ډېره ان له خپل قوم د باندې واده کول هم د زغمولو وړ نه دی، څه دا چې دا کار له واده بهر اړیکې په کچه کې وي.

د هغې یوه بېلګه هم د دوه بامیاني یو پر بل زړه بایلوونکو پېژندل شویو واده دی، چې له خپل قوم د باندې واده کولو له امله، کابو اته میاشتې له یوې سیمې و بلې او غرونو ته په تېښته وو او د هغوی د مینې کیسه په خولو کې ولوېده، محمد علي هزاره او ذکیه تاجیکه وه.

سمانه وايي، ټول د کلي په جومات کې راغونډ شول: «هغه دوه تنه [نارینه ګاونډیانو] خبرې کولې او ملا ورته غوږ وو. ویل یې په وار وار مو ستا تګ راتګ او دا چې له دوکاندار سره مو ستا خوش نوش لیدلی دی، هېچا ان تره مې له ما ونه پوښتل، چې رښتیا څه دي.»

ویل کېږي د هغې ورځې په غونډه کې تصمیم ونیول شو، چې د سمانې مور دې خپل کور وپلوري او له دې ځایه د کډه وکړي. د سمانې په وینا، تره یې د دې لپاره چې په اصطلاح پر مخ تللې اوبه یې راټولې کړي، یوازې دوه ورځې وروسته، هغه له دې ۱۰ کاله مشر سړي ته چې جسمي معلولیت یې هم درلود واده کړه.

سمانې ویلي دي: «نه مې ژړلای شوای او نه مې د شکایت حق درلود. د هغوی له نظره ما جرم کړی وو او هغه سزا  چې راکول کېده، حق مې وو.»

سمانې او مور یې یوازې ژوند کاوه. د سمانې مور د کور سرپرسته وه او خاوند یې مخکې مړ شوی وو.

رخشانه رسنۍ وتوانېده، چې د دې پېښې له یوه لیدونکي سره هم خبرې وکړي. هغه سړی چې اوس ۶۲ کلن دی او په هغه وخت کې یې د سمانې دغو په ګاونډ کې ژوند کاوه.

په دې راپور کې هغه د احمد په مستعار نوم یادېږدي. احمد و ویل: «نېږدې ماښام وو چې په کوڅه کې نارې سورې جوړې شوې، ټولو ویل د پلاني لور یې له يوه پښتون هلک سره نیولې ده او د جومات لور ته تلل. زما هم سودا شوه، ورګډ شوم او ولاړم.»

هغه جزیات چې د احمد په یاد پاتې دي دا دي: «ملا د سمانې له تره وغوښتل، چې تر هر څه وړاندې پېښې ته رسېدنه وکړي که نه خلک به خپله اقدام وکړي. یوه ویل که ضمیره کډه ونه کړي، کور یې ورسوځي. یوه ویل شتون یې بسته «ټوله» کوڅه او سیمه فاسدوی. مور او لور ته یو ځل هم د خبرو کولو وخت ورنه کړل شو. اخر هم رایه پر دې شوه، چې هغه بېچاره ښځه له دې ځایه ولاړه شي.»

د احمد په وینا، په دې سیمه کې د ښځو په ځانګړې توګه د بې سرپرسته ښځو په وړاندې تعصبونه، دودیزه باورونه او بدکتو له مخکې شتون درلود او لا هم پر ځای دي.

ان له طالبانو وړاندې په افغانستان کې د کورنیو سرپرستو ښځو سخت ژوند درلود. د بېلګې په توګه له بېوزلۍ، ټولنیزو ځوروونکو کتو او سختو لاس او پښو نیوونکو قوانینو سره لاس او ګرېوان کېدل.

د طالبانو په واکمنېدو سره په افغانستان کې د ښځو په ځانګړې توګه د کورنیو د سرپرستو ښځو وضعیت لا بد شوی دی.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د سږ کال په چنګاښ میاشت کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې له هرو دریو دوه کورنۍ، چې سرپرستې یې ښځې دي، د خوړو برابرولو توان نه لري.

په [مستعار نوم] ۵۴ کلنه ضمیره د سمانې مور ده. هغه ۱۴ کاله وړاندې ځوانه ښځه وه، چې له خپلو څلورو لوڼو سره یې په یوازې سر ژوند کاوه.

په دې اړه نور ولولئ...

هلمند کې ماین چاودنو د یوه ماشوم ژوند واخیست

کونړ کې یو ماشومه نجلۍ په بې رحمه ډول وژل شوې

هغه وايي، لور یې د ناروا تور قرباني شوه، چې اړه شوه کلونه لکه یوه ګناه ګاره ژوند وکړي.

نوموړې د کورنیو د سرپرسته ښځو په وړاندې د ټولنیز ځوروونکي دود په تړاو و ویل: «دا چې نارینه مې پر سر نه درلود، ډېرې خبرې مې اورېدې، ښځو به خپل منځ کې ویل، که زموږ له کوڅې ولاړه نه شي، زموږ نارینه به بې لارې کړي، نارینه وو یې هم ویل، هغه کور چې نارینه په کې نه وي، فاحشه خانه دی.»

د سمانې لپاره د خپلې مور د هغې ورځې انځور چې د جومات په کونج کې د نارینه وو تر بدو کتو لاندې ناسته وه، لا هم له منځه نه دی تللی. په ژړا وايي، په هغه ورځ جومات له نارینه وو ډک وو او له هر لوري سترګې د هغې پر خوا کېږې وې. غږونه یې سم نه اورېدل او یوازینۍ انځور چې د سترګو په وړاندې یې پاتې دی، د مور ژړېدونکې څېره یې ده.

د سمانې مور ادعا کوي، له یوه هغه کسانو چې د دې لور یې تر هټۍ پورې څارلې وه، ځو ځلې یې له دې هم د غیراخلاقي کار کولو غوښتنه کړې وه. «د ګاونډ نارینه څو ځلې مستقیم او غیرمستقم له ما وغوښتل، چې صیغه ورسره وکړم. ان د یوه ګاونډي ښځه یې زما کور ته رالېږلې وه، تر څو یې وړاندیز ومنم.»

۱۴ کاله کېږي چې هم لاهم د سمانې په اړه اندونه د یوې ګناه ګارې په شان دي. خپلوانو یې ورسره اړیکې پرې کړې دي: «هېڅ ځای ته نه شم تلای، ان د مور کره، په یوه اختر کې مې پرېکړه وکړه، چې لاړه شم او خویندې مې و وینم، خواښې مې راته ویل، چې بیا لونډ بازي کوې؟»

د سمانې د ژوند کیسه د هغو ډېرو زیاتو پېښو یادونه کوي، چې په افغانستان کې رامنځ ته شوې او له ښځو یې قرباني اخیستې ده. لکه په کابل ښار کې د قهرېدلو سړیانو په لاس د فرخندې ملکزاده ناوړه قتل، چې ادعا یې کوله هغې قران کریم سوځولی دی.

سمانې هم رخشانې رسنۍ ته ویلي، په هغه ورځ چې سړیو دا جومات ته بوتله، اندېښمنه وه، چې هملته ونه وژل شي:«ځکه هېچا ونه پوښتل، چې رښتیا څه وو؟»

اړوندې لیکنې

مشهد کې د محصلو افغان نجونو اعتراض: د ایران بسیج ځواکونو څو تنې نیولې
خبر

مشهد کې د محصلو افغان نجونو اعتراض: د ایران بسیج ځواکونو څو تنې نیولې

13 جون 2026
طالبانو هرات کې د بې پولې ډاکترانو سازمان یوه ښځینه ډاکتره نیولې
خبر

طالبانو هرات کې د بې پولې ډاکترانو سازمان یوه ښځینه ډاکتره نیولې

13 جون 2026
د ماشومتوب واده قرباني ۱۴ لکنه نجلۍ: که طالبانو ښوونخی نه وای تړلی، دا «توره» ورځ به مې درلودای
دسته‌بندی نشده

د ماشومتوب واده قرباني ۱۴ لکنه نجلۍ: که طالبانو ښوونخی نه وای تړلی، دا «توره» ورځ به مې درلودای

13 جون 2026
هرات کې د خلکو د دوامداره ځپلو  راپور، د نیونو دوام، د تلېفونونو کتل او د استوګنې په سیمو کې د طالبانو پراخ نظامي حضور
دسته‌بندی نشده

هرات کې د خلکو د دوامداره ځپلو  راپور، د نیونو دوام، د تلېفونونو کتل او د استوګنې په سیمو کې د طالبانو پراخ نظامي حضور

12 جون 2026
معترضو ښځو هرات کې د ښځو په نیونه تهران کې د افغان سفارت مخې ته اعتراض وکړ
خبر

معترضو ښځو هرات کې د ښځو په نیونه تهران کې د افغان سفارت مخې ته اعتراض وکړ

11 جون 2026
کابل ښار کې یوه موټر درې نجونې لاندې او ټپیانې کړې
خبر

کابل ښار کې یوه موټر درې نجونې لاندې او ټپیانې کړې

11 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه