تمنا تابان
۵۴ کلنې ماهرخ له یوې میاشتې زیاته موده د سړک جوړونې په داوطلبانه پروګرام کې، بېلچه په لاس کې واخیست او د نارینه وو سره یې اوږه په اوږه کار وکړ. د ماهرخ په څېر ډېری مېرمنو دې کار ته مټې رابډوهلې.
ماهرخ وايي: «موږ پوهېږو که دا سړک جوړ شو، نه یوازې موږ به هوسا شو، بلکې زموږ نسلونه نسلونه خلک به هوسا شي، نو دا خپله موږ ته دا انګېزه او امید راکوي.»
کابو اووه میاشتې وړاندې پر پوله د پرتو درې ولایتونو دایکنډي، اروزګان او غزني اوسېدونکو د یوه سړک جوړولو په کار لاس پورې کړ. دا سړک دوه ولایتونه دایکنډي – غزني له یو بله نښلوي او له هغې لارې چې په چوچان او شاکور مشهوره ده تېرېږي، چې د دایکنډي او اروزګان سرحدي سیمو او غزني ولایت خلک په اسانۍ سره کولی شي کابل او غزني ښار ته پرې ورسېږي.
د سړک جوړونې دغه پروګرام د خلکو له خوا په کار اچول شوی، چې کار یې د سیمې اوسېدونکي په خپله خوښه مخ ته وړي او د هغو اړخیز لګښتونه هم د مرستندویه کسانو له خوا ورکول کېږي.
د سیمه ییزه سرچینو د معلوماتو پر اساس، هغه لار چې جوړول یې کار ته اړتیا لري، کابو ۲۰ کیلومتره ده. تر اوسه پورې نېږدې درې میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی او په تېرو شپږو میاشتو کې ۳۰۰ تنو پر هغې کار کړی، چې ۱۰۰ تنه یې ښځې دي.
ماهرخ له دې کار سره د پیستون انګېزې په اړه و ویل: «فعلآ زموږ لار تر کابل او بامیانو پورې خورا لرې او اوږده ده، په ژمي کې ډېری وخت زموږ لارې تړل کېږي او خلاصول یې زموږ له توانه وتل کار دی، موږ هر ځل چې غواړو کابل ته ولاړ شو، له ۲۴ ساعتونو په زیاته موده کې هدف ته نه شو رسېدلی، له بل لوري په ژمي کې کابل او بامیانو ته زموږ لپاره تګ قیامت دی او هر شېبه د لمنځه تلو او مرګ امکان شته.»
ټاکل شوې خلک د دې کوتلو یا پېچومو سختې غرنۍ لارې آسانه کړي. هغوی بریالي شوي، چې د «شاکور» او «پیش غار» په نوم د دوه غرنیو پېچمو کار پای ته ورسوي او یوازې د «چوچان» په نوم یو پېچومی لا هم پاتې دی.
د خلکو دغه اقدام په افغانستان کې په خواله رسنیو ستایل شوی دی. له هغو په خپرېدونکو انځورونو کې ښکاري، چې د نارینه وو تر څنګ د ښځو شتون هم رنګین دی.
هغه انځورونه چې پر خواله رسنیو نه دي خپاره شوي، د دې تر څنګ چې ښځو بېلچې په لاس کې اخیستې او د کار په حال کې دي، یوه تازه واده شوې ناوې هم خپل ګوتمۍ ډالی کوي تر څو د کارکوونکو لپاره لاسماغي پرې واخیستل شي.
د ماهرخ په وینا، دوی په یخ وهلو لاسونو، وچو شونډو او په خاورو لړلو جامو، خو په ګرمو زړونو او زیارکښو لاسونو هڅه کوي، تر څو راتلونکي نسلونه له دې تل پاتي محرومیت څخه خلاص کړي.
هغه کار چې د خلکو په وینا باید په افغانستان کې د وخت دولتونو کلونه وړاندې تر سره کړی وای.
د افغانستان مرکزي سیمې د غرنیو لارو، سړو ژمیو او امکاناتو د کمښت له پلوه د طبعیت په زندان مشهورې دي. خو د ځايي خلکو په وینا، هغوی تر ډېره دا چې د طبیعت زنداني و اوسي، د تبعیض قرباني دي.
هغه کسانو چې د سړک جوړونې دا کمپاین یې په لار اچولی، د اروزګان او دایکنډي په تر ټولو لرې پرتو او محرومو سیمو کې ژوند کوي، چېرې چې د محرومیت واقعي کلمه په لفظي شکل روښانه کېږي.
د دایکنډي ولایت د شهرستان ولسوالۍ اړوند د «چوچان» د کلي اوسېدونکی محمد حسین توحیدی د دې کمپاین له مخکښانو و ویل: «زموږ خلک ډېر محروم او بېوزله دي او کرنه او مالداري هم زموږ په سیمو کې چندان چلښت نه لري، ځکه زموږ سیمې ډېرې سړې دي او کرنه د خلکو د ژوند لپاره بسنه نه کوي.»
هغه ویلي دي، مخکې د خلکو ژوند ایران او پاکستان ته د کار لپاره په کډوالۍ پورې تړلي وو، چې له دې دوه هېوادونو په ډلیزه توګه د کډوالو ایستلو سیاست دا لار هم کابو د خلکو پر مخ تړلې ده.
نوموړي زیاته کړې: «په دې سیمو کې د خلکو، بېوزلي، بې کاري او بېچارګي تر دې کچې ته، چې کابو ۸۰ تر ۹۰ سلنې خلک د خپل عادي ژوند د لګښتونو او خرڅ برابرولو توان نه لري.»
د سیمې دا مخور وايي، خلکو کابو ۸ میاشتې وړاندې د دې سړک د جوړلو عملي کار د غزني، دایکنډي او اروزګان ولایتونو له ګډې پولې د «خواجه نیکپای» له سیمې پیل کړ او تر اوسه پورې یې ۸۰ سلنه کار پای ته رسېدلی دی: «اوس مهال د دې سړک د جوړولو کار تر چوچان کوتل پورې رسېدلی دی. د چوچان کوتل خورا سخت لار ده او د هغه کار په لومړنیو امکانانو لکه، بېچله، کلنګ او جبل سره چې د خلکو په لاس کې دي امکان نه لري، د دې لارې جوړېدل د نن ورځې ماشینرۍ لکه اسکواټور او لوډر ته اړتیا لري، اوس مو حیران پاتې یو، چې دا کار څه ډول مخ ته یووسو.»
د خلکو له نظره که چېرې د چوچان غرنی پېچومی کار نه شي، دا پروژه لکه بې بدنه سر پاتې کېږي. د نوې لارې ګټه دا ده، چې دا کله بشپړه شي، نو خلک به په ژمي کې په واور کې نه بندېږي.
په [مستعار نوم] ۲۵ کلنه زینت یوه بله ښځه ده، چې د دې سړک جوړونې د عملي کار په کمپاین کې یې برخه اخیستې ده. دا چې د هغې لپاره فزیکي کار هېڅکله آسانه نه وو، خو هغې دا ټولې سختۍ په دې هیله په غاړه اخیستې دي: «فکر وکړه که دا سړک جوړ شي زموږ لار به له ۲۴ ساعتونو څخه ۱۰ ساعته ته راکمه شي. مانا دا چې مخکې په ۲۴ ساعتونو کې کابل ته رسېدو اوس به په ۱۰ ساعتونو کې غزني ښار او کابل ته رسېږو او د موږ لپاره تر دې بل ستر نعمت څه کېدای شي. موږ چې کلونه مو د لرې پراته والي کړاو زغملی دی.»
په تېرو څه کمو څلورو کلونو کې د افغانستان په مرکزي تر ډېره په هزاره مېشتو سیمو کې ډېر بنسټیز کارونه لکه، د اوبو بند، ښوونځی او ان د روغتون جوړول د خلکو په مرسته جوړ شوي دي. د ډېری کسانو له انده یو دلیل یې د حکمتونو له لوري د بیارغونې او جوړونې د ارادې نشتون دی.
د چوچان د سیمې یو مخور ۵۲ کلن تقي رحیمي چې هغه هم د دې سړک د جوړلو لپاره د خلکو په همغږي کولو او برابولو کې فعال دی وايي، د «چوچان» غرنی پېچومی چې ۵ کیلومتره اوږد دی وروستی پړاو دی: «د چوچان کوتل یوازې د کاري وسایلو لکه اسکواټور او لوډر د نشتوالي له امله درېدلی دی، کله چې دا ماشینري زموږ د خلکو لاس ته ورشي، د دې کوتل د سړک کار به هم پیل شي.»
ښاغلی رحیمي په دې کمپیاین کې د ښځو د ګډون په اړه وايي، د هغوی رول تر نارینه وو زیات دی. «د سیمې ښځې د دې تر څنګ چې د کارکوونکو لپاره خواړه او چای برابروي، نیمه ورځ یې د سیمې له نارینه وو سره اوږه په اوږه بېلچه او کلنګ په لاس کار کړی دی.»
د دې سړک کار دا مهال د ژمي په رارسېدو سره درېدلی دی. سږ کال هم خلک اړ دي، چې له همدې ستونزو او سختیو سره مبارزه وکړي. خو دې ته هیله مند دي، چې سږ کال یې وروستی کار وي.
د سیمې د هر وګړي سره چې خبرې وشي، سترګې یې د هغه کسانو مهربانه لاسونو ته دي، چې کولی شي له مالي پلوه له دې کمپیان سره مرسته وکړي.
د خلکو د اټکل له مخې، د سړک جوړونې د دې پروژې پای ته رسول، کابو پنځه میلیونه نورو افغانیو لګښت ته اړتیا لري.
ښاغلی رحیمي چې دا مهال عمرخوړلی دی او په همدې عمر بېلچه په لاس کې اخلي او وايي: «که وتوانېږو د دې سړک کار د خلکو او مرستندویه کسانو پر مټ بشپړ کړو، له دې نړۍ به بل ارمان په زړه نه وړم.»







