رابعه محمدي
کابو پنځه کاله مخکې، کله چې طالبانو واک تر لاسه کړ، زه د ښوونځي پنځم ټولګي کې وم. د اوړي رخصتۍ وې، چې طالبانو اعلان وکړ، له شپږو ټولګي پورته نجونې دې تر «امرثاني» پورې په کورونو پاتې شي. دا تمه مې، چې د ښوونځي دوره به پای ته ورسوم، له لاسه ورکړه. د طالبانو د پالیسۍ سره وتوانېدم، چې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي ته لاړه شم.
خو له هڅو لاس په سر نه شوم، له هغې وروسته مې په پټه د طالبانو له سترګو لرې خپلو درسونو ته دوام ورکړ او تر نهم ټولګي پورې ورسېدم، چې بیا مې ښوونځي ته د تګ لار پر مخ وتړل شوه.
هره ورځ به ښوونځي او ښونیز مرکز ته په پټه تلم او ورځ به مې له ټولګیوالو او ښوونکو سره په خوښۍ تېرېده.
د ښوونځي مضمونونه مې لوستل، انګلیسي ژبه مې زده کوله.
دا ځل یوازې د ښوونځي بندښت نه و، بلکې د طالب ځواکونو له خوا د نیولو وېره هم ورسره مل وه. د ۲۰۲۵ کال د جولای میاشتې نوولسمه ورځ وه، زموږ سیمې ته خبر راورسېده، چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له واټه نجونې نیسي.
دې خبر زموږ د کورنۍ په منځ کې خورا زیاته وېره پیدا کړه. پلار مې ویل نور نه باید له کوره ووځم. ما هڅه کوله پلار ته قناعت ورکړم، چې له ځانه ساتنه کوم او باید په پټه توګه خپلو درسونو ته دوام ورکړم. خو پلار مې د طالبانو د قوانینو له وېرې زه په بشپړه توګه محدوده کړم. دې محدودیت ۱۲ ورځې دوام درلود. په دې ۱۲ ورځو کې ژوند راته بې مانا شوی وو. دوولس ورځې، چې هره ورځ یې لکه کال داسې تېرېده او هر ساعت یې لکه له کوره دې باندې په سړه هوا کې پاتې کېدل داسې وو.
دوولس ورځې شوې وې تازه هوا مې نه تر سپږمو کېده او احساس مې کاوه، چې ساه مې په سینه کې بنده شوې وه. دوولس ورځې وې چې خوړو خوند نه درلود او له شونډو مې مسکا لرې شوې وه او هره ورځ به مې د کور په کونج کې بې غږه ژړل.
هیله مې کوله، کاش دا یو خوب وي، کاش یو خوب لیدل وي، خو دې واقعیت درلود. ما نه شوای کولای د ښوونځي په څوکیو کېنم او زده کړه وکړم.
هره ورځ به چې سهار له خوبه راپورته کېدم، سترګې او غوږونه به مې د پلار لور ته وو او انتظار وم، چې ما ته و وايي، ته کولی شي خپلو درسونو ته دوام ورکړې. خو هر څومره چې انتظار پاتې کېدم دا نه راپېښده، ژړل مې او دا مې له ځانه پوښتل، ایا نجلۍ والی کوم جرم دی؟ زموږ ګناه څه ده، چې دا ډول زنداني شوو؟
ښايي باور مو ونه شي، د طالبانو محدودیتونو او زما پلار د «غزت» ساتلو وېرې، ژوند داسې راته سخت کړ، چې ځان په داسې نړۍ کې ومومم، چې له هوساینې تشه ده، چېرې چې ژوند نور زما لپاره مانا نه لري.
دا ستخته ده، چې زه و وایم، نور د ژوند د دوام لپاره هېڅ دلیل نه لرم. زه باید د خپل پلار د ابرو او عزت ساتونکې وم او پلار مې د طالبانو د قوانینو له وېرې، فکر کوي، یوازې د کور څلور دېوالونه کولی شي له ما ساتنه وکړي.
سره له دې، چې زه شپاړس کلنه یم او احساس کوم چې لویه شوې یم، خو د ژوند مانا مې ونه مونده. نن ورځ نور نه شم کولی له ژونده کوم تعریف ولرم. د ژوند سختیو مې په ذهن خورا لوړ فشار راوستی. له طالبه وېرې، د کورنۍ او پلار له ابرو وېرې.
زه نور له کوره د وتلو لپاره فرصت نه لرم. نور مې زړه ښوونځي ته د تګ لپاره ټوپونه نه وهي. نور نه غواړم څه واورم.
نن ورځ زموږ په سیمه کې ټول ځایونه له ښځو او نجونو تش دي. نه په ځان کې د نجونو لپاره د ښوونځي فضا لري، نه ښځې کولی شي په آزاده توګه بازار ته لاړې شي. موږ په یوه داسې هېواد کې یو، چې نجونې نور د خپل غږ پورته کولو حق نه لري.
دا ستونزې زما په ستوني کې لکه یوه غوټه داسې دي، خو قلم مې پورته کړی، تر څو هغه ولیکم او له تاسو سره یې هم شریک کړم، تر چې خپل او زما د همځولو له نه ویل شویو درودونو راپور درکړم، له دې حقیقته، چې نور هېڅوک زموږ غږ نه اوري.







