آزاده تران
په [مستعار] نوم ناهید تلاش یو له هغه زرګونو نجونو ده، چې د خپلي کلي نجونو ته د یو پټ ښوونځي په جوړولو سره د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې ولاړه ده. د دې په وینا، دا خطر یې «پر تیارې د رڼا د بریا» لپاره پر ځای منلی دی.
د ناهید پټ او کورنۍ ښوونځی اوس مهال پنځوس زده کوونکې نجونې لري، چې ټولې یې له شپږم ټولګي پورته او د طالبانو په امر په کور کېنول شوې دي.
ناهید ویلي: «ټولې کورنۍ غواړي لوڼې یې باید مېړه وکړي، نجونو هم له منلو او ځان وژنې پرته بله چاره نه درلوده. ما د داسې وضعیت په لیدو له ځانه پوښته کوله، زه د دې (نجونو) د ژغورلو لپاره څه کار کولی شم؟»
همدا پوښتنه د افغانستان د یوه مرکزي ولایت په یوه لرې پراته کلي کې د یوه پټ کورني ښوونځي په جوړېدو تمامه شوه: «سره له دې چې هېڅوک مې تر څنګ نه وو، خو ټول خطر مې په تشو لاسونو پر ځان ومانه.»
د ۲۳ کلنې ناهید ژوند هم د طالبانو د محدودیتونو قرباني شوی دی. هغه ښوونځی پای ته رسولی او په پوهنتون کې د اقتصاد څانګې ته منل شوې وه، چې طالبانو افغانستان ولکه کړ.
د طالبانو د واکمنۍ په لومړي کال ښوونځي ته له شپږم ټولګي پورته نجونو پر تګ بندیز د دې ډلې له لومړنیو اقداماتو څخه وو، په دې پسې د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په ۲۸ مه نېټه، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یوه امر په صادرولو سره ښځې او نجونې تر بیا خبرتیا پورې پوهنتون ته هم له تګ څخه راوګرځولې.
د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان (یونسکو) او د دې سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي دي، چې په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه ځوانې نجونې له زده کړو بې برخې دي.
ناهید د طالبانو په واکمنېدو سره پوهنتون ته د تګ او په خپل کلي کې د ولیبال ټیم غړیتوب له لاسه ورکړ او د هغې پر ځای واده کولو او کډوالۍ ته اړ شوه.
ناهید و ویل: «کله به مې چې د خپلو هیلو په اړه ویل، ایراني نجونو به راته ویل ته څومره پر ځان غره یې، راغلې یې چې زموږ په هېواد کې نوکري کوې او بیا ځان باسواده بولې او ځان لپاره خوبونه او موخې هم لرې. ما به د کار پر سر ژړل او ویل به مې، خدایه زه خو داسې څوک وم، چې باید پوهنتون مې لوستای، نه دا چې دلته راشم او کار وکړم.»
ناهید د طالبانو له وېرې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې افغانستان پرېښود او یو له هغه کسانو وه، چې په ۱۴۰۳ کال کې د ایران له خوا د کډوالو د پراخه ایستنې په طرحه کې بېرته خپل ټاټوبي ته ستنه شوه.
د دې په وینا، په هغه تازه تجربو سره، چې د ګډوالۍ پر مهال یې تر لاسه کړې وې. «د طالبانو راتګ او د پوهنتون تړل کېدل او له بل لوري د کډوالۍ سختیو، داسې عقدې پر زړه ورته ایښې وې، چې د دې لامل شول دوه برابره هڅې وکړم. باوری وکړۍ د غرمې ډوډې مې سمه نه خوړله، انګلیسي مې زده کړه او همدارنګه په ټولو ستړیاو سربېره چې له ورځنیو کارونو مې درلوده، د شپې له خوا مې د بیان فن په انلاین توګه ولوست.»
«ان ستا سره خبرې کول هم خطرناکې دي، همکاري کول خو پرېږده»
ناهید چې له کډوالۍ راستنه شوه، ټاټوبی یې لږ تر لږه د نجونو لپاره هغسې نه وو، هغه د دې بدلونونو په اړه و ویل: «ومې لیدل هغه نجونې چې یو وخت زما ملګرې وې، په زور او له خپلو خوښو پرته یې واده شوې وې. یو شمېر نورې هم په اجباري توګه اړ شوې وې، چې د کور له کارونو او واده کولو څخه د تېښتې په پار علمیه حوزې «دیني مدرسې» ته تللې. ټولو کورنیو او نجونو د شور او شوق انګېزه له لاسه ورکړې وه.»
په افغانستان کې د جبري ودونو ستونزه د بشري حقونو د بنسټونو لپاره یوه جدي اندېښنه ده.
د بشري حقونو مرکز د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په ۹ مه په یوه راپور کې ویلي دي، له زده کړو محرومې کړای شوې ۷۰ سلنه نجونې په زور او کم عمرۍ کې واده کولو ته اړ شوې دي.
له دې سره تر څنګ د طالبانو مشر تازه د دې ډلې د محکمو لپاره جزايي اصول نامه توشېح کړې ده. د دې سند د منځپانګې غیر رسمي توشېح او خپرېدو د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالې ټولنې تر منځ پراخې اندېښنې راپورته کړې دي، له دې جملې دا اندېښنه چې دغه اقدام، د کورني تاوتریخوالي زیاتېدو، اجباري ودونو او د عاملانو خوندیتوب ته لار هوارې کړې ده.
ناهید د سږ کال په پسرلي کې د خپل کور یوه وړه کوټه، د نجونو لپاره د زده کړو په پټ ښوونځي بدله کړې.
هغه په دې ځای کې د نجونو لپاره د بیان فن، د ښوونځي مضمونونه او د انګلیسي ژبې زده کړه په وړیا توګه ښيي.
د ناهید لپاره د «کورني ښوونځي» جوړول په افغانستان کې د طالبانو له لوري د زرګونه ممنوع کارونو په څېر له وېرې، ننګونې او قربانۍ تش نه وو. «راته ویل یې ستا سره ان خبرې کول خطرناکې دي، څه دا چې همکاري درسره وکړو.»
د ناهید نغوته له طالبانو وېرې ته ده. دا ډله د ښځو د پټو زده کړو مخالفه ده. په ځینو مواردو کې چې طالبان د پټو ښوونځیو له شتون نه خبر شوي، هغه یې تړلي دي.
د آنلاین زده کړو تر څنګ، په افغانستان کې پټې زده کړې، د طالبانو په مخالفت کې که څه هم کوچینی خو ځواکمن اقدام دی. د پټ فعالیت له امله د دې ډول ښوونځیو شمېرې په لاس کې نشته، خو رخشانه رسنۍ لږ تر لږه د ډېرو پټو ښوونځیو او ښوونیزو ځایونو څخه خبره ده، چې نجونو ته زده کړې ورکوي.
د ناهید لپاره دا کار آسانه نه وو، تر ټولو ستر خنډ له طالبانو د خلکو وېرېدل وو.
هغې ویلي، په وار وار د خلکو د کورونو تر دروازو ورغلې او کورنۍ یې قانع کړې، چې خپلې لوڼې ښوونځي ته ورولېږي یا د هغوی له اجباري واده کولو څخه ډډه وکړي.
ناهید د داسې نجونو کیسې کوي، چې د پټ ښوونځي په جوړېدو سره یې له اجباري واده د خلاصون لپاره پلمه پیدا کړې ده. «باور وکړی هر سهار به وختي نېږدې کورونو ته پلې ورتلم او هغه چې لرې وو، د خپل خاوند سره په موټرسایکل تلم، د نجونو میندو او پلرونو ته به مې زارۍ کولې، چې خپلو لوڼو ته اجازه ورکړي، چې راشي او درس ولولي، هره ستونزه او ګواښ چې وي، خپله ورته ولاړه یم.»
نوموړې ویلي، د نجونو د زده کړې په اړه د کورنیو ناهیلۍ مخ پر زیاتېدو دي. د ناهید په اند تر ټولو ستر خطر همدا دی: «له ټولو کورنیو سره مې، چې په ټولیز ډول ۳۰ کورنۍ کېږي، په حضوري بڼه او د زنګ (اړیکې) له لارې خبرې وکړې، چې خپلې لوڼې پرېږدي، چې درس ورکړم. خو ټولو کورنیو یو ډول بد ګمان کاوه، چې ګواکي زه له هغوی ناوړه ګټه اخلم او لوڼې یې لار ورکې کوم.»
د دې ښوونځي او د هغه د کار په اړه ډېری جزیات د هغو د کار د خوندیتوب په پار په دې راپور کې نه دي راوړل شوي.
خو د نجونو د وضعیت په اړه د ناهید کیسې ترخې دي. هغه وايي، ډېری نجونې په کم عمر کې د اجباري واده له خطر سره مخ دي: «د بېلګې په توګه د یوې کورنۍ مور او پلار ویل (څوک) له کورني ښوونځي څخه د سواد یا سند خاوند شوی، چې زموږ لوڼې به شي؟ پرېږده، چې مېړه وکړي او په خپل بخت شي.»
یا د بېلګې په توګه دوه ۱۳ او ۱۵ کلنې زده کړیالانې، چې دواړه د بدل په واده ورکړل شوې وې، ټاکل شوې وه، چې د سږ کال په پسرلي کې یې واده وکړي. «پلرونو یې ویل، چې له لوڼو یې لرې شم، چې هغه لار ورکې (بې لارې) کوم. تر دې چې نجونې مې وهڅولې، چې له واده سره مخالفت وکړي. اوس یې واده ځنډېدلی دی. اوس دواړه نجونې مدرسې ته د تګ پر ځای زما په کورني ښوونځي کې په اووم ټولګي کې زده کړه کوي، دواړو پرېکړه کړې، چې هېڅ کله به اجباري واده ته غاړه کېنږدي.»
ناهید وايي، په کلي کې یې چې نفوس یې هم دومره زیات نه دی، دا ډول زیاتې کیسې وینې او اوري.
بل کار چې ناهید یې تر سره کوي، د نجونو لپاره د لا ښې زده کړې زمینه برابرول دي. لکه د انلاین زده کړې لپاره زمینه برابرول. د بېلګې په توګه هغه د «افغانستان لپاره د زده کړې پل» یو له همکارانو ده.
هغه آنلاین ښوونځی چې بنسټ اېښودونکې یې ډاکتر شکردخت جعفري ده، هغه پېژندل شوې نوښتګره او فزیک پوه، چې تر اوسه پورې یې څو معتبرې نړیوالې جایزې تر لاسه کړې دي. هغه په ۱۳۹۸ کال کې وتوانېده، چې په انګلستان کې د سرطان راډیوتراپي څخه د وړانګو ثبتولو لپاره د «ډوز سنجوونکې» وسیله ثبت کړي، چې د سرطان د درملنې په برخه کې لویه لاس ته راوړنه وه.
ناهید د دې پوښتنې په ځواک کې چې آیا نه وېرېږي او له دې کاره ستړې شوې که نه، و ویل: «د یوې نجلۍ باسواده کېدل، د یوې کورنۍ د باسواده کېدو سره برابره ده. زه چې په دې لار کې څومره هڅې وکړم کمې دي او هېڅ کله د ستړیا احساس نه کوم.»







