زېبا بلخي
نوریې د روان کال د مرغومي په ۲۹ مه په ځان وژنې لاس پورې کړ. هغې هڅه وکړه، چې ژوند ته د پای ټکی کېږدي، خو کورنۍ یې په موقع متوجه شوه او هغه یې روغتون ته ورسوله. نوریه ژوندۍ پاتې شوه، خو ولې ځانوژنه، د نوریې ځواب لنډ دی: «له دې ډول ژوند نه مرګ ښه دی.»
نوریه په سرپل ولایت کې د یوې ۱۶ کلنې نجلۍ مستعار نوم دی. له نوریې سره مې د یوې ځايي سرچینې په همغږۍ خبرې اترې وکړې.
دغه سرچینه چې غوښتل یې په دې راپور کې یې نوم پټ پاتې شي د نوریې د ځان وژنې اقدام په پخلي سره وايي، دا ۱۶ کلنه نجلۍ د طالبانو له یوه غړي سره د اجباري نکاح له ګواښ سره مخ ده.
نوریه وايي، د طالبانو یو ۴۱ کلن غړی، سره له دې، چې بله ښځه هم لري، غواړي دا په زور له ده سره واده ته چمتو کړي. د نوریې په وینا، پلار یې د پیسو په بدل او ګواښ سره دې واده ته راضي شوی دی: «دې طالب زما پلار ته ویلي، که زما نامزادي زما له کوژدن سره فسخ نه کړي او ده ته یې ورنه کړي، بیا یې په زور کوي، دا چې طالب دی نو څوک له ده سره مخالفت هم نه شي کولی.»
دا په داسې حال ده، چې نوریه له تېرو پنځو کلونو راهیسې له یوه بل سره نامزاد ده.
د امنیتي ننګونو له آمله د دې موضوع کره جزیات په دې راپور کې نه راوړل کېږي. رخشانې رسنۍ هم د دې طالب غړي په اړه زیات جزیات، چې د طالبانو په حکومت کې څه دنده لري نه دي تر لاسه کړي.
د طالبانو د افرادو له لوري له ښځو او نجونو سره په زور ودونه، له پخوا مخینه لري. تر اوسه د دې ډول ودونو ګڼې بېلګې په رسنیو کې خپرې شوې دي.
یو پېښه د سږ کال د وږي په ۲۵ مه سرپل کې ځايي سرچینو ویلي وو، په دې ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندان او د امربالمعروف رییس یوه نجلۍ د خپلې ډلې یوه غړي ته په زور واده کړه او هغه یې هلمند ته یووړه.
یا دا چې د الهه په نوم د یوې ۲۴ کلنې نجلۍ ګڼې ویډیوګانې، چې ادعا یې کوله د کابل پوهنتون د طب پوهنځۍ زده کړیاله وه، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مخکني ویاند سعید خوستي له خوا ونیول شوه، وروسته جنسي تېری پرې وشو او بیا یې په زور ځان ته نکاح کړه.
له هغه وخته، چې طالبانو واک تر لاسه کړ، د جنسي تېري، جبري ودونو او د دې ډلې د چارواکو له خوا له ځوانو نجونو سره د دویم واده کولو ګڼ راپورونه ورکړل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، طالبانو یوه کم عمره ۱۸ کلنه نجلۍ، له اجباري واده سره د مخالفت له امله نیولې او زنداني کړې ده.
په دې راپور کې، چې د یکشنبې د سلواغې ۱۹ مه خپور شوی او د چمتو کېدو موده یې د ۲۰۲۵ له اکتوبره تر دسمبر پورې ده، راغلي، دا نجلۍ د طالبانو په یوه ولایتي زندان کې بندي ده.
نوریه هم وايي، د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په میاشت کې د طالبانو دغه غړۍ د دې د غوښتنې لپاره ورغلی وو. سره له دې، چې د طالبانو دغه غړی خبر دی، چې نوریه ګوژدن لري، خو پلار یې تر فشار لاندې راوستی، تر څو د نوریې مخکینۍ نامزادي فسخه کړي.
په ۱۱ کلنۍ کې اجباري واده
«فکر کوم زه انسان نه یم، ځکه په ژوند کې هېڅ حق نه لرم، یوازې ننداره یې کوم، چې ژوند مې څه ډول کېږي او پلار مې په چا خرڅوي.» نوریه د دې خبرو په کولو سره غواړي وښيي، چې ژوند یې آن د طالبانو څخه واړاندې هم قرباني شوی دی.
نوریه پنځه کاله وړاندې هغه مهال چې ۱۱ کلنه وه، د شپږ لکه افغانیو په بدل کې د پلار خپلوانو کې یوه کس ته ورکړل شوه.
نوریې رخشانې رسنۍ ته ویلي، هغه مهال دې واده ته اړ شوه، چې لا هم د واده په مانا نه پوهېده او د مخالفت کولو توان یې نه درلود.
د معلوماتو پر اساس د نوریې ګوژدن په تېرو پنځو کلونو کې له شپږسوه زره افغانیو څخه یوازې دوه سوه زره افغانۍ د نوریې پلار ته ورکړې دي.
نوریه وايي، ګوژدن یې د نورو پیسو د ورکولو توان نه لري.
د پلار له دې کاره د نوریې ستاینه دردونکې ده: «پلار مې وايي، ما لور خوشې نه ده لویه کړې، چې وړیا یې چا ته ورکړم. پلار مې ما خرڅوي او زما د مهر په پیسو ځمکه اخلي. مشره خور مې یې هم همداسې کړه، اوس زما وار دی.»
مهر یا ولور هغه پیسې یا پانګه ده، چې په افغانستان کې یې د زوم کورنۍ د ناوې کورنۍ ته ورکوي. هغه دود چې د بشري حقونو د فعالانو په وینا، چې کله کله له اجباري ودونو او د ښځو د حقونو له سرغړونو سره مل وي.
د ماشومانه او کم عمرونه ودونو په اړه د افغانستان ویاړنه ان د طالبانو له راتګ وړاندې توره ده. د طالبانو په واکمېدو سره دا وضعیت نور هم زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستیو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سږ کال د غبرګولي په ۲۶ مه په یوه راپور کې اعلان کړی، چې د طالبانو محدودیتونه د ماشومانه ودونو د زیاتوالي سبب شوی دی.
د نوریې په وینا، د طالبانو دې غړي د دې پلار ته وړاندیز کړي، چې چمتو دی، شپږ سوه زره افغانۍ ورکړي.
د نوریې له نظره دا موضوع په هغه لوري روانه ده، چې کېدای شي د دې لپاره لا بده شي. ګوژدن یې د پيسو د ورکولو توان نه لري او پلار یې منلې، چې د هغې نامزادي فسخ کړي: «بله چاره مې نه درلوده، پلار مې د دې طالب پرېکړه منلې وه او ټاکل شوې ما دغه طالب ته ورکړي، کله چې له دې پرېکړې خبره شوم، تصمیم مې ونیوه، چې ځان و وژنم، ځکه اجباري ژوند له مرګ سره هېڅ توپیر نه لري.»
سره له دې، چې نوریه له هغې کوژدې چې پنځه کاله وړاندې شوې خوښه نه ده، خو د طالبانو له دې غړي سره د واده خوب هغه لا زیاته اندېښمنه کړې ده.
اوس د نوریې د پلار او کوژدن اصلي بحث پر دې دی، چې نوریې ته باید طلاق ورکړل شي.
په دې منځ کې څوک نه غواړي و ویني، چې نوریه څه غواړي. د همدې لپاره هغه وايي، بې وسه پاتې ده: «چا ته و وایم، له چا مرسته وغواړم او چېرته شکایت وکړم؟ زه نه غواړي نه له خپل کوژدن او نه هم له دې سړۍ سره واده وکړم.»
نوریه په ښکاره ټينکار کوي، چې که اړ شوه له طالب غړي سره نامزاد شي، بیا به په ځانوژنې لاس پورې کړي «له هرې ورځې کړاو کاږلو چې مړه شم ښه ده.»
په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو له امله د ښځو د ځانوژنو د زیاتوالي په اړه اندېښنې د بشري حقونو د فعالینو لپاره یوه جدي اندېښنه ده.
د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ د تېر کال په سپټمبر میاشت کې په یوه مرکه کې ویلي دي، د افغان نجونو تر منځ ځانوژنو د پام وړ زیاتوالی کړی دی.







