زحل آزاد
د فبرورۍ څوارلسمه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مینانونو د ورځې په توګه لمانځل کېږي. خو په افغانستان کې لږ تر لږه له تېرو څلورو کلونو راپدېخوا، دغه ورځ له وېرې او وحشت سره مل ده. د فارسي ژبې نوموتي شاعر شاملو ویلي وو، مینه باید د کور په آرامۍ کې پټه کړو» او دا داسې ده، لکه نن چې د کابل د میناونو حال دی.
د طالبانو په واکمنېدو سره، کابل نور هغه ښار نه دی، چې د ولنټاین ورځې په درشل کې به یې د ګلانو دوکانونه مخې په سرو ګلونو پوښل کېدې او کافې به یې په دغه ورځ له ځوانانو ډکې وې، اوس ان د دې ساده خبرې ویل «چې مینه درسره لرم» هم کولی شي سرخوږی درته پیدا کړي.
طالبان د ولنټایت ورځې په څېر مناسباتو د لمانځلو مخالفت کوي، که څه هم دوی په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په تېرو کلونو کې د دې ورځې د لمانځلو د مخنیوي راپورونه ورکړل شوي وو.
په لسګونو خبري پېښو کې چې د طالبانو له لوري په عام محضر کې د ښځو او نارینه وو د دورو وهلو څخه خپاره شوي، د تورونو یوه برخه دا وه، چې دغو کسانو «نامشروع» اړیکې درلودې. دا په دې مانا ده، چې د طالبانو له نظره د نجلۍ او هلک تر منځ له واده بهر اړیکه جرم او ممنوع ده.
خو له دې سره سره، مینې په بشپړه توګه له کوڅو کډه نه ده کړې. د ځینو دوکانونو د نیم بندو دروازو تر شا، په نامعلومو کڅورو او په ټولنیزو رسنیو کې په شخصي پیغامونو کې هڅې روانې دي، چې دا ورځ ژوندۍ وساتل شي. په کابل کې د مینانونو یا ولنټاین ورځ اوس د پخوا په څېر په هغه جوش او ولولو سره نه لمانځل کېږي، بلکې په کوچینو او پټو لارو لمانځل کېږي.
د کابل اوسېدونکې ۲۷ کلنه تمنا وايي، سږ کال یې د خپل مین لپاره د مینانو د ورځې ډالې په انلاین توګه سپارښتنه کړې ده: «د ورلنټاین څخه درې ورځې وړاندې مې یوې ګل فروشۍ ته، چې د واټسپ شمېره یې راسره وه، پیغام مې ورکړ. راته ویل یې هره وخت چې وغواړې بسته به آدرس ته درورسوم.»
د هغې په اند د داسې یوې ډلې تر سیوري لاندې ژوند، چې د مخالف جنس سره اړیکه نبښوونکې ګناه بولي، نه یوازې سخته، بلکې وحشتناکه ده. خو به دې سره هم ټينګار کوي: «هېڅوک نه شي کولی د مینې کولو او مینې تر لاسه کولو وړتیا له چا واخلي.»
د تمنا ملګری چې نه غواړي نوم یې واخلي د تېر کال د مینې یوه خاطره بیانوي: «د زړه او معدې د درد په پلمه هغه روغتون ته ورغلم، چې تمنا په کې کار کاوه، په یوې نخسې او زرګونه جعلي دردونو سره یواې د څو ثانیو لپاره د هغې تر څنګ د درېدو لپاره. په هغه ورځ ټول وخت په روغتون کې پاتې شوم، کله چې رخصت شوه، په تشو کوڅو کې یو د بل تر څنګ تر کوره راغلو.» هغه ټینکار کوي: «یوازې د ولنټاین ورځ نه ده، هر وخت مې چې زړه تنګ شي، د دیدن لپاره یې یوه پلمه پیدا کوم. په خالي کوڅو کې یې تر لاسه نیسم او ښکلوم یې. په هغه ښار کې چې له هرې څنډې یې وحشت ورېږي، مینه زموږ د زړونو یوازینۍ خوښي ده.»
کابل کې ډېری کافې او هوټلونه د طالبانو له لوري د نارینه وو او ښځینه وو په څانګو بېل کړای شوي دي. د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه تل په ښار کې ګزمې کوي او د ولنټاین په ورځ دغه ګزمې نورې هم زیاتېږي. له دې ټولو محدودیتونو سره سره تمنا او د هغې مین له یو بل سره د یو ځایوالي لپاره د شېبو په لټه کې دي، ان که هغه شېبې پتې او په بېړه تېرېږي.»
۲۹ کلن جلیل کیسه کوي: «څرنګه چې د ولنټاین په ورځ ګزمې زیاتېږي، له هغې یوه ورځ وړاندې یا وروسته ډالۍ وړم، مخکې داسې وه، چې هوټل ته به تلو یا به مو چکر واهه، خو اوس له وېرې ان فکر یې هم نه کوو. که وغواړم چې ډالۍ ورکړم، په خالي کوڅو کې چې د طالبانو حضور په کې کم دی وعده ږدو او یوازې څو دقیقې قدم وهو.»
هغه زیاتوي: «یوازې طالبان نه دي، خلک هم ډېر حساس شوي دي، وېرېږو چې څوک مو ونه ویني او خبر یې نه کړي.»
۲۶ کلنه زرغونه هم چې کابل کې ژوند کوي، تل به یې د مینانو ورځ ځانګړې بلله وايي: «تېر کال مې د ولنټاین ورځ له خپل مین سره یو ځای د خپلوانو په یوه کور کې ولمانځله، سږ کال مې هم د انلاین لارې د کیک او ډالۍ وړاندیز ورکړی تر څو یې په کور د ننه ولمانځو، ښايي خندوونکې وي، خو موږ په داسې ځای کې ژوند کوو، چې مینه کول بد کار ګڼل کېږي او مینتوب جرم دی.»
د دې ټولو پاملرنو تر څنګ داسې زړور ځوانان هم شته، چې په عام محضر کې خپل احساسات بیانوي. هغوی لاس په لاس په واټونو ګرځي او دا پر ځان نه راوړي، چې تر څار لاندې دي.
۲۸ کلن شبیر وايي: «احساسات داسې څه نه دي، چې ته وکولی شي پټ یې کړې، یا یې په لرلو وشرمېږي. ما او ګوژدنې مې په وار وار د پل سرخ په سړکونو لاس په لاس قدم وهلی او هېڅ کله مو شرم نه دی کړی.»
خو له دې سره یوه ترخه خاطره وايي: «څو شپې وړاندې له کاره راتلو او شعر مې ورته ویلو، پل سوخته ته نېږدې، طالبانو زموږ مخه ونیوله او په څپېړه یې پر مخ و وهلم. ویل یې دموکراسي مو روانه کړې؟ عینکې مې یې ماتې کړې.» هغه په غرېو سره دوام ورکوي: «هغه څپېړه د دې لامل شوه، چې له هوډمن شم. د ولنټاین لپاره پروګرام لرم، شهر نو ته ځو، خواړه خورو او ډالۍ ورته اخلم.»
ولنټاین ته نېږدې کېدونکو ورځو کې د کابل هټۍ وال هم له خپلو ځانګړو ننګونو سره مخ دي. هغوی اړ دي، چې خپلو پېرودونکو ته د ډالیو رسول لپاره پټې لارې پیدا کړي.
په کابل کې یو هټۍ وال ۳۹ کلن احمد ولي وايي: «سږ کال ډېری وړاندیزونه انلاین وو، پېرودونکي غواړي، ډالې له سترګو لرې په لرې ځایونو کې تر لاسه کړي. تشو کوڅو یا د کورونو تر شا. دا ورځې زموږ لپاره هم سختې دي، خو غواړو ځوانان تل خوښ وي.»
احمد ولي، چې له یوه کال راهیسې یې انلاین کسب او کار په لار اچولی، د ولنټاین له ورځې یوه اوونۍ مخکې د لسګونو وړاندیزو خبر ورکوي وايي، ډېر وړاندیزونه د ولنټاین له ورځې وړاندې یا وروسته ځنډول شوي دي.
۳۱ کلن نصیر ګل پلورونکی دی: «ډالۍ چمتو کوو او به ګدام کې یې اېږدو. کله چې مشتري راشي، ورته وایو یو څو دقیقې صفر وکړه تر څو سفارش درته راوړو. څه وکړو، اړ یو چې د [طالبانو] له سترګو لرې خپل کار وکړو.»
کابل کې یو بل هټۍ وال ضیا رخشانې رسنۍ ته ویلي: «پېرودونکي له وېرې جرئت نه شي کولی، چې مستقمی ګلان یا ډالۍ واخلي. په موټرسایکل وړاندیزونه تر ځایه رسو. په ټول کال کې یوازې ولنټاین دی، چې زموږ روزي ورسره پراخېږي. له دې محدودیتونو وروسته کار سخت شوی دی، خو باید یوه لار پیدا کړو.»
د فشارونو او محدودیتونو تر منځ مینه لا هم د کابل ښار تر پوستکي لاندې ژوندۍ ده. ځوانان او هټۍ وال هر یو تر خپل توانه هڅه کوي، چې د چوپتیا او محرومیت په پناه ځای کې د خوښۍ او مینې شېبې رامنځ ته کړي. ان که دا خوښۍ لنډمهاله او د طالبانو تر وېرې او د وحشت تر سیوري لاندې وي.







