غزال محمدي
د هرات ښار په لرغونې کلا کې، چې د اختیارالدین کلا په نوم پېژندل کېږي، د نهو هراتي نجونو یوه ډله چې له سره تر پښو په تورو جامو پوښلې په انځورګرۍ بوختې دي. دوی په ډېر تمرکز او دقت سره د کمالد الدین بهزاد په سبک د کاغذ پر مخ نازک انځورونه اچوي.
د رنګ پلټونه، د اکرولیک درې اصلي رنګونه، قلم او مشوانۍ د دغو نجونو کارتوکي دي.
د طالبانو په بیا واکمنېدو او نجونو لپاره د زده کړو د فرصتونو نشتوالي سره، هرات کې نجونو د کمال الدین بهزاد د ځانګړي سبک د هنر انځورګرۍ ته مخه کړې ده.
سرچینې وايي، د کماالدین د انځورګرۍ هنري سبک ته د هراتي نجونو لېوالتیا د پام وړ وده موندلې ده او هغوی د دې څو سوه کلن هنري سبک د ژوندي ساتلو سره مرسته کوي.
د کمال الدین بهزاد د انځورګرۍ سبک د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۱۸ مه په نوي ډیلي کې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کتلوري سازمان (یونسکو) په شلمه غونډه کې د یونسکو د غیر ملموس کلتوري میراث په لېست کې د افغانستان د کتلوري میراث په توګه ثبت شو.
د دې بنسټ په اعلامیه کې دا هنر د انځورګرۍ «یوه نازکه، سمبولیکه او دقیقه» طریقه بلل شوې چې د تاریخ او ادب په انځورولو کې یې بنسټیز رول لوبولی دی. «د دې هنر اصلي موخه دا ده، چې ټولنې د کلتور، تاریخ او ادب له هغه عناصرو سره روږدي کړي، چې د دوی د ټولنو د تېرو وختونو پوهه او بصیرت منعکسوي.»
کمال الدین بهزاد هروي د نهمې او لسمې هجري پېړۍ یو مشهور انځورګر د نړۍ د نقاشۍ په هنر کې یو له خورا مشهورو شخصیتونو څخه دی. هغه د نقاشۍ په برخه کې یو ځانګړی سبک لري، چې خیالي او واقعیتي توزان په کې نغښتی دی.
د «نایکو» ګالرۍ مسووله ۲۵ کلنه سمیه اسماعیل زاده وايي، د دې خبر په اورېدو سره، چې د بهزاد د نقاشۍ سبک د جهان د کتلوري میراثونو په لېست کې راغلی له خوښۍ په جامو کې نه ځاییده.
یا نرګس عظیمي چې شپږ کاله کېږي په انځورګرۍ بوخت ده وايي: «ډېر مثبت احساس لرم، ځکه دا هنر نړیوال شوی دی.»
د نایکو ګالرۍ اصلي کار د هغې د مسوولې په وینا، د افغانستان د اصلي هنرورونو په ځانګړې توګه د بهزاد د انځورګرۍ سبک ساتنه او دودول دي.
سمیې ویلي دي: «دا مهال له ۱۵۰ زیاتې هنر زده کوونکې په بېلا بېلو برخو کې په کار بوختې دي، چې له هغې ډلې یې ۳۴ تنه ترې د انځورګرۍ په برخه کې په کار بوختې دي.»
په دې هنر زده کوونکو کې د بېلا بېلو عمرونو نجونې، لکه هغه چې له ښوونځي پاتې دي، زده کړیالانې چې پوهنتونونه یې په نیمايي کې پاتې شوي او د پوهنتون څخه فارغان چې د طالبانو د محدودیتونو له امله اړ شوې، چې د هنر زدکولو ته تازه لار ورپرانیزي شاملې دي.
لکه د ۱۸ کلنې فادیه امیني په څېر د بهزاد سبک د انځورګرۍ زده کوونکې چې وايي: «د دې دلیل چې ما دا هنر انتخاب کړ دا وو، چې دا هنر یو خیال اچوونکی او ښکلی هنر دی، هغه هنر چې موږ ته اړتیا لري او هغه کسانو ته اړتیا لري، چې غواړو دغه هنر ته پراختیا ورکړو.»
فادیه د طالبانو د محدودیتونو له امله نور د دې فرصت نه لري، چې پوهنتون ته لاړه شي. خو وايي پرېکړه یې کړې چې د بهزاد د سبک په انځورګرۍ کې یوه ستره هنرواله شي. «په دې لار کې موږ ملاتړ ته اړتیا لرو، د خلکو او حضوري نندارتونونو ملاتړ ته او دا چې زموږ له کاره هرکلی وشي.»
د طالبانو ډلې لکه په نورو حوزو د هنر د حوزې په برخه کې هم محدودیتونه لګولي دي. له هغې جملې یې د انسان او څاروي انځور ایستل حرام او ممنوع کړي دي. او په دې سر د مینیاتورانو په وینا د انسان یا څاروي د څېرې ایستل چې د بهزاد د سبک اساسي عناصر دي، د هنرمندانو په وړاندې خنډ رامنځ ته کړی دی.
په افغانستان کې د هنر د فعالانو اندېښنه دا ده، چې د افغانستان د نن ورځې هنر د بلې هرې دورې په پرتله زیات سره ګواښ، سانسور، ممنوعیت، محدودیت او له منځه تلو سره مخ دی.
د هرات پوهنتون پخوانی استاد او مینیاتوریست نوید مشعوف چې دا مهال په المان کې ژوند کوي، یو له هغه کسانو دی، چې د بهزاد سبک د انځورګرۍ هنر په اړه یې د اطلاعاتو راټولولو، مستندکولو او دوسیې جوړولو برخه کې یې رول درلود، تر څو دا هنر په یونسکو کې ثبت شي.
ښاغلی مشعوف د هنر په اړه د طالبانو نظر له کینه ډګ ګڼي. «د انسانانو او څارویو څېرې او مجسمې د میناتوریو اصلي عناصر دي او د دوی له منځه وړلو سره د دې هنر یوه بنسټیزه برخه له پامه غورځول کېږي.»
په ورته وخت ښاغلي مشعوف له رخشانۍ رسنۍ سره په خبرو اترو کې و ویل، د بهزاد سبک اوس د معاصر تاریخ د ثبت او د طالبانو په وړاندي د مقاومت یو روایت شوی، چې په هغې کې د نجونو رول ډېر ښکاره دی.
ښاغلی مشعوف وايي، دې هنر ته د نجونو پاملرنې اهمیت په دې کچه زیات دی چې ویل کېږي، هغوی پرېنښوده چې دغه هنر زیان و ویني. «تاسو د هغه تاریخ کیسه کوونکې یاست چې نړۍ یې درک کوي، چې په ۲۱ مه پېړۍ کې خلک د خپلو خرابو فکرونو سره حتی په کوچیني شي سره هم د ګناه کولو او خطر احساس کوي.»
د هرات ښار په بله څنډه کې لږ تر لږه ۵۰ نجونې د بهزاد سره د نقاشۍ هنر زده کوي، هغه نجونې او ښځې، چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۴۵ کلونو پورې دي.
د دې هنرۍ ګالرۍ د ښځو د برخې مشره وايي: «ل ۲۰۲۱ کال راهیسې د هنر په ټولګیو کې د نجونو لېوالتیا زیاته شوې او نجونو د نقاشۍ، انځورګرۍ، روښانتیا او نورو هنري برخو ته مخ کړې ده.»
د خوندیتوب په پار د دې هنري کارخونې او د هغې مسوولانو نومونه په دې راپور کې نه دی راوړل شوي.
د دې مرکز یوې ځوانې ښځینه زده کوونکې و ویل: زما له نظره نقاشي د ځوانو نجونو لپاره یو نوی فرصت دی.»

عگس: رسانهی رخشانه
«موږ ملاتړ ته اړتیا لرو»
د نقاشۍ د یوه اثر جوړول ښايي د یوې میاشتې او یوه کال تر منځ وخت ونیسي، په دې سره هنر زده کوونکې نجونې وايي، کاري محدودیتونو، د زده کړې د امکاناتو او درسي موادو کمښت او د آثارو د پلور لپاره د مناسب بازار نشتوالی د دې نجونو پر وړاندې یو له خنډونو څخه دي.
بهزاد سبک د نقاشۍ یوې زده کوونکې مدینه مشتاق ویلي :« زه او ملګرې مې، چې ټول په دې سبک کې کار کوو [تمه مو ده] چې زموږ تابلوګانې په نړیوالو نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شي.»
یو استاد چې له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې د نقاشۍ د زده کړو په برخه کې په هرات کې فعال دی، وايي، ان د افغانستان په تر ټولو تیاره دوره کې هم د دې اندېښنه نه لري، چې هنر به وچوالي ته ورسېږي: «د هرات، افغانستان او ان له افغانستان په بهر کچه د بهزاد له سبک څخه په تقلید او بېلګې اخیستو سره په دې برخه کې کار کوي، تر څو وکولی شي د بهزاد د سبک لپاره لارویان و واوسي او د بهزاد مکتب بیا ژوندي کوونکو واوسو.»
۲۵ کلنه هنرمنده فوزیه احمدي، چې په یوه سیمه ییز ښوونیز مرکز کې یې د انځورګرۍ ټولګی پرانستی له ۹ تر۱۱ کلنو نجونو ته زده کړه ورکوي.
هغې و ویل: «د نجونو لېوالتیا او شوق زما تر انتظار پورته وو، د دوی لېوالتیا زه حیرانه کړې یم، درسونه ډېر ژر یادوي او غواړي لا ډېر څه زده کړي.»
هغه باوری ده، چې هنر کولی شي نړیوالو ته د دې نجونو د غږ رسولو کې ځواکمن توکی و اوسي: «د هنر زده کړه د نجونو او هلکانو تر منځ توپیر نه راولي، ځکه هنر د ټولو کړاونو او ښکلاګانو لپاره یو ځواکمن غږ دی.»
طالبانو په افغانستان کې په هنري اړخونو کې ډېر محدودیتونه لګولي دي. مثلا، طالبان موسقي حرامه بولي او هغه یې په افغانستان کې ممنوع کړې او په وار وار یې سازونه نیولي او له منځه یې وړي دي.
همدارنګه طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړي کال د کابل د ښکلو هنرونو پونځۍ کې په ډېرو بدلونونو لاس پورې کړ، له هغې جملې یې د موسقۍ برخې دروازه وتړله او د دې پوهنځۍ له صحن او چاپېریال څحه یې مجسمې ټولې کړې، لکه د مور مجسمه چې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ په صحن کې وه، لومړی یې توره وپوښله او وروسته یې دغه هنري اثر له پوهنځۍ څخه ورک کړ.
ښاغلی مشعوف باوري دی، چې د انځورګرۍ هنر کولی شي له دې محدودیتونو روغ رمټ ووځي. «میناتوري دومره پراخ او معنوي ده، چې که موږ په څېرو او مرغۍ هم کار ونه کړو، دا سمه ده، چې موږ د میناتورۍ یوه لویه برخه له لاسه ورکوو، خو بیا هم د بدلون او تحول وړتیا لري.»







