آزاده تران
«فکر وکړه طالبان بېرته تللي، زه له پاکستان نه او ته له ایران نه راستنې شوې یو. لاس مې ستا په لاس کې او د کابل پوهنتون واټ مو په نښه کړی دی، کابل بیا ښکلی شوی. «دا د شېرین هزاره» د هیلو وروستۍ ویډیو ده، چې د ټولینزو رسنیو د کاروونکو تر منځ لاس په لاس کېږي.»
خو شېرین خپلې دغه هیلې له ځانه سره خاورو ته یووړې. هغه نجلۍ، چې د خپلو ملګرو تر منځ «په زړورې نجلۍ» پېژندل شوې وه.
د شېرین نېږدې ملګرې فرزانه فرحت رخشانې رسنۍ ته ویلي دي: «شېرین یوه شخصیت لرونکې او مبارزه نجلۍ وه. زما ښه په یاد دي، شرین یو له هغو نجونو وه، چې د تبسم له لاریونونو نیولې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې تر لاریونونو پورې د مبارزې په لومړۍ کرښه او تل په صحنه کې وه.»
شېرین هزاره د سږ کال د سلواغې میاشتې په دولسمه نېټه په استرالیا کې مغزي سکته وکړه او پنځه ورځې وروسته مړه شوه. هغه چې د طالبانو د ګواښونو له امله دې هېواد ته ګډواله شوې وه، د خپلوانو په وینا یې له یو عالم هیلو سره د سلواغې په ۲۵ مه د استرالیا په پرت ښار کې خاورو ته وسپارل شوه.
شېرین هزاره څوک وه؟
د ملګرو په اند یې شېرین هزاره یوه مبارزه وه، چې د تبیعض او نابرابرۍ په وړاندې یې مبارزه کوله.
فرزانې فرحت چې له شېرین سره لږ تر لږه اته کاله ملګري درلوده ویلي دي: «تل یې مبارزه وکړه او هیله یې درلوده، چې په افغانستان کې نر او ښځې له برابرو حقونو برخمن شي، ښځې له هغه بند او بندیتوب څخه چې په دودیزه ټولنه کې واکمن دی وژغورل شي.»
د شېرین هغه انځورونه چې پر خواله رسنیو خپاره شوي، ښي چې هغه یوه په زړه ژوندۍ او خندانه نجلۍ وه. خو هغه څوک لکه فرزانه چې هغه یې له نېږدې پېژندله وايي: «شېرین به پر مجازي فضا تل خندانه او خوشحاله وه، خو هغه غم چې د افغانستان په برخلیک واکمن دی او ښځې د دې تریخ برخلیک سره مخ شوې دي، د شېرین لپاره د زغم وړ نه وو، هغه همدې غمونو له منځه یووړه.»
د شېرین ورور قادر فیاضي هم ورته نظر لري وايي، که څه هم شېرین تل موسکۍ او ارامه بڼه درولوده، خو د ننه یې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو غمونه وړل او دې کار هغه ځوروله: «هغه د ښځو په وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو بندولو او افغانستان کې د هزاره ګانو په وړاندې تبعیض په ژوره توګه ناآرامه کړې وه.»
د شېرین هزاره کورنۍ وايي، هغې مخکې کومه جدي ناروغي نه درلوده.
د شېرین هزاره ۳۴ کلنه خور صدیقه فیاضي له رخشانې رسنۍ سره په مرکه کې و ویل: «د افغانستان او ایران تر منځ د فوتسال سیالي وه. دا چې شېرین د افغان فوتسال لوبډلې سره ډېره مینه درلوده، په وار وار یې د بریا لپاره ورته دعا وکړه، رکه روغه وه. هېڅ ځای یې درد نه کاوه. ډېره خوشحاله هم وه، مازیګر مهال د دې لپاره چې شپې ته ځان چمتو کړي، حمام ته او وروسته خپلې کوټې ته لاړه، مشر ورور مې د شېرین کوټې ته ورغی تر څو د یوه کار په اړه سلا مشوره ورسره وکړي. خو ګوري چې شېرین د کوټې په غولي لوېدلې ده… ډاکترانو په لومړي تشخیص کې ویلي چې مغزي سکته یې کړې ده.»
۲۹ کله شېرین د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې زېږېدلې وه او د اقتصاد په برخه کې یې زده کړې کړې وې.
د شېرین یوه بله نېږدې ملګرې زهرا د شېرین په اړه خپلې خبرې په دې توګه پیلوي: «څومره چې کړاونه ژور وي موسکاوې یې ښکلې وي.»
د زهرا له نظره د شېرین د بیان په اړه یوازې دا خبره هم بسندوی ده چې: «شېرین زړوره وه.»
د شېرین د مشرې خور په وینا، هغوی په ماشومتوب کې پلار له لاسه ورکړی وو. صدیقه وايي، شېرین په بېوزلۍ او سختیو کې رالویه شوه.
د شېرین کارنامه
په افغانستان کې د شېرین د ژوند وروستۍ ورځې د طالبانو له بیا واکمنۍ سره هممهاله دي. هغه ډله چې ښځې یې له عامه ژونده ایستلې او د ښځو د حقونو د فعالانو په وینا، افغانستان کې یې جنسیتي توپیر رامنځ ته کړی دی.
شېرین د طالبانو د بیا واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د نورو سلګونو ښځو په شان د لاریونونو لپاره واټونو ته راووته، د دې په اړه هغه ویډیو چې په خواله رسنیو کې شته، شېرین د لسګونه نجونو په منځ کې د د اعتراضي بیانیې د ویلو په حال کې ده.
په دې بیانیه کې شېرین و ویل: «ښځې د ټولنې نیم وجود دی، هېڅ حکومت حق نه لري، چې ښځې له سیاسي، ټولنیزو، کلتوري فعالتیونو، زده کړو او کار څخه منع کړي.»
طالبانو په افغانستان کې پر واټونو د ښځو لاریونونه او اعتراضونه سخت وځپل. پراخه ربړونه، ناوړه چلند او جنسي ځورونې، د طالبانو په بندخونو کې د بندي شویو معترضو ښځو د تجربو او کیسو یوه برخه ده.
پر سړکونو د لاریونونو تر څپلو وروسته، ښځو په چټکۍ سر د ځمکې لاندې فعالیتونو ته مخه کړه او د لسګونو لاریونونو په بڼه راڅرګندې شوې.
شېرین هزاره هم د «عدالت غوښتوونکو» ښځو د اعتراضي غورځنګ له بنسټ اېښودونکو څخه وه. د ملګرو په وینا یې هغه د افغانستان له سقوط وروسته څو میاشتې په هېواد کې پاتې شوه او مبارزه یې وکړه.
فرزانه فرحت وايي، شېرین د طالبانو په وړاندې د خپلو اعتراضي کارونو له امله د دې ډلې تر څار لاندې وه. «یوه ورځ زه او شېرین د یوه اعتراضي پروګرام د ترسراوي لپاره د معترضو ښځو له ډلې د یوې کور ته ورغلې وو. کله چې طالبان زموږ د اعتراضي پروګرام له جوړېدو خبر شوي وو، او د کور شاوخوا طالب ځواکونه زیات شوي وو موږ ټولو په یوه ډول تېښته وکړه، زه او شېرین هم د کور په لور راغلو. د دې په دلیل چې طالبان مو ورکې کړي، د لارې په اوږدو کې مو څو ځلې خپل ټکري بدل کړل. یعنې په هغه ورځ چې تر کوره راتلو طالبانو په موږ پسې وو. موږ په ډېرې خوراۍ ځان د هغوی له سترګو پټ کړ. شېرین د امنیتي ننګونو له امله اړ شوه، چې افغانستان پرېږدي.»
د هغې د ملګرو په وینا، د شېرین نوم له طالبانو مخکې د جنبش روشنايي او تبسم غورځنګونو په څېر په اعتراضي غورځنګونو کې د هغې د فعال ګډون سره خورا نېږدې تړاو لري.
د تبسم غورځنګ د ۱۳۹۴ کال د لړم په ۲۱ مه په کابل کې د زرګونه اعتراض کوونکو له خوا تر سره شو. دا خوځښت د هغو اوو تنو هزاره وګړو لپاره د عدالت غوښتنې په موخه په لار اچول شوی وو، چې په زابل کې سرونه ترې پرې کړای شوي وو. دا غورځنګ د هغې نجلۍ په نوم نومول شوی چې د پېښې تر ټولو کوچینۍ قرباني وه.
د روښنايۍ غورځنګ هم په ۲۰۱۶ کال کې د ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد لین د مرکزي ولایت بامیان څخه سالنګ لارې ته د اړولو په دلیل په لار اچول شوی وو. هغه څو ورځنی مدني لاریونو چې د ۱۳۹۵ کال د زمري په ۲ مه د کابل په دهمزنګ سیمه کې په دوه لویو خونړیو چاودونو سره، چې لږ تر لږه ۹۰ تنو په کې ژوند بایلود او له ۴۰۰ زیات نور ټپیان شول.
همدارنګه شېرین د ۱۳۹۷ کال د لړم د ۲۱ مې د حق غوښتنې حرکت له غړو څخه وه. دا حق غوښتنه په جاغوري، مالستان او خاص اروزګان ولسوالیو د طالبانو د پراخو بریدونو په پار تر سره شوه. اعتراض کوونکو د جمهوریت د حکومت له لوري د دې ولسوالۍ امنیت ته د نه پاملرنې له امله غونډه جوړه کړه، خو وروسته چې د مخکني حکومت ولسمشر محمد اشرف غني د اعتراض کوونکو غوښتنه ومنله، اعتراضونه پای ته ورسېدل.
خو د اعتراضانو په پای کې، چې د کابل د فواره آب په سیمه کې جوړ شوي وو، چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې یې ۶ تنه و وژل شول او ۲۰ تنه نور ټپیان شول.
شېرین هم د همدې پېښې یو له ټپیانو وه.
د شېرین د خور صدیقې په وینا، هغه د سر، مخ او دواړو لاسو په برخه کې سخت ټپونه لیدلي وو او دوه ورځې په ایمرجنسي روغتون کې بستر وه.
صدیقې ویلي دي: «وروسته له هغې چې شېرین په هوښ راغله، لومړی څه چې پوښتنه یې وکړه، ملګرې یې وې. کله یې چې واورېدل هغوی شهېدانې شوې، بې هوښه شوه. له هغې وروسته به یې تل ژړل او سر به یې درد کاوه. کله چې کابل کې وه، هغه ځای چې دا پرې هوسا کېده تپه شهدا او د روښنايي غورځنګ د شهیدانو او نورو شهیدانو پر قبرونو کېناستل وو.»
صدیقه وايي، خور یې تل اراموونکي درمل کارول.
د کابل له سقوط وروسته هغه میاشتې چې شېرین په افغانستان کې وه، کله ناکله به اړ شوه، چې په پټه په اعتراضي پروګرامونو کې ګډون وکړي. صدیقه وايي، کورنۍ یې د طالبانو د ګواښونو له امله هغې ته ډېره لږ اجازه ورکوله. «وروسته له هغې چې طالبان راغلل، وروڼو او مور مې زیاته اجازه نه ورکوله. خو هغه به پټه د کورس یا د باندې د تللو په پلمه په اعتراضي غونډو کې ګډون کاوه… په یاد مې دي، هغې به د لاریونونو د ترسراوي لپاره په شپو شپو خوب نه کاوه.»
د شېرین تریخ پای
شېرین په ۱۴۰۱ کې د طالبانو د ګواښونو له امله اړ شوه، چې افغانستان پرېږدي، څه کم څلور کاله په پاکستان کې وه. کابو پنځه میاشتې وړاندې استرالیا ته ګډه شوې وه.
کورنۍ یې وايي، هغه د یوه نوي ژوند د جوړلو په هڅه کې وه. د ورځې به یې کار کولو او د شپې یې درس وایه. خو له دې سره هم د صدیقې په وینا، شېرن په وار وار د افغانستان د نجونو د وضعیت په اړه دې ته ژړلي دي. «هغې به تل په افغانستان کې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل یادول… ویل یې د افغانستان د نجونو [برخلیک] به څنګه شي؟ هلته نه درس شته نه خپلواکي.»
د ملګرو او خپلوانو په وینا یې، همدا اندېښنې وي، چې د شېرین په برخه یې یو تریخ پای کړ.
له شېرین په هغه وروستۍ ویډیو کې چې په خواله رسنیو خپره شوې، ښه ترا لیدل کېږي، چې هغه څومره په آزادۍ، رابرۍ او کابل میینه وه.
شېرین په دې ویډیو کې ویلي دي: «لږ هغه لور ته، د کابل پوهنتون ټول زده کوونکي ښکلي شوي دي، د درس ویل یې په سترګو کې څرګندېږي، د ماسټرۍ زده کوونکو مینه تر څېړنې لاندې نیولې ده، له بلې خوا هغه زده کوونکي چې له هېڅ وېرې او ډار پرته خپلو معشوقو ته مینه اعلانوي، دوی نور دا اندېښنه نه لري، چې دوی به سنګسار شي. بل لور ته دشت برچي، د آزاده ګانو دښته، د معرفت لېسه، دا ځل نجونې هم لکه هلکان ښوونځي ته ځي. د واټ بلې غاړې ته لږ کوز د آذر کافې د ټولو پام ځان ته اړولی دی. له سره تر پایه میین او مییینانې ، د داود سرخوش غږ د باندې انګازې کوي. کابل بیا ښکلی شوی دی. لکه ته او زه. لکه افغانستان. د هغې ورځې په هیله.»







