د رخشانې رسنۍ خبریالان
مینا او خاوند یې د ورځني ژوند د ټولو بوختیاو سره سره، هره ورځ په درې پړاونو کې خپلې لوڼې له پټو ښوونځیو یوه هغه ته بیايي، درې ساعته انتظار باسي تر څو یې درسونه پای ته ورسېږي او بېرته کور ته وګرځي. «ډېره سخته ده، خو که مې لونې خوښې نه وي، هوساینه به څه کړو؟»
۴۲ کلنه مینا وايي، د ښوونځیو په تړل کېدو سره یې دوه لوڼې یو کال په کور کېناستې او منزوي شوې. مینا و ویل، دغه وضعیت یې دې او خاوند ته د منلو نه وو: «په میاشتو میاشتو وګرځېدو تر څو یو ښوونځی پیدا کړو. کله مې چې لوڼو بیا کتاب او قلم په لاس کې واخیست، دومره خوشحاله شوو چې له ځان سره مو و ویل، هر کار چې اړتیا یې وي تر سره کوو یې.»
طالبان د پټو او تر ځمکې لاندې زده کړو سره تر یوه بریده سخت چلند کوي. هر کله چې د دې مرکزونو له شتونه خبر شي. هغه تړي او په ځینو ځایونو کې یې د هغو مسوولین هم نیولي دي.
په دې راپور کې لږ تر لږه له لسو تنو سرچینو او کورنیو سره مرکې شوې دي. هغه کسان، چې نجونو د زده کړو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو څخه د خپلې «غلې مبارزې» خبرې کوي. هغوی وايي، کورنۍ د خپلو لوڼو د زده کړو د دوام لپاره، کډوالۍ، د ځمکې او شتمنۍ پلور، د پټو ښوونیزو مرکزونو موندنې، خصوصي ښوونکو ګمارنې او عاطفي او رواني ملاتړ ته مخه کړې ده.
طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د ښځو د ژوند په اړه د ګڼ شمېر پرلپسې فرمانونو په صادرولو سره زیات محدودیتونه لګولي دي. له شپږم ټولګي پورته زده کړې څخه د نجونو راګرځول د طالبانو له لومړنیو اقداماتو څخه وو.
هغه پرېکړه، چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، له زده کړو د ۲.۲ میلیونه نجونو په محرومیت تمامه شوې ده.
او اوس مهال پټ، آنلاین ښوونځي او دیني مدرسې د زده کړو لپاره د نجونو په لاس کې یوازیني انتخابونه دي.
د مینا او خاوند اندېښنه یې اندېښنه یې دا وه، چې که لوڼې یې یوازې د باندې ووځي، ښايي ونیول شي. د همدې لپاره هغوی تصمیم ونیو، چې خپلې لوڼې تر ښوونځي پورې بوزي او بېرته یې راولي. «یوه ورځ مې کشره لور رنګ الوتې کور ته راغله، ویل یې د امربالمعروف کسانو یې مخه نیولې وه او خبرداری یې ورکړ، چې نور یوازې را ونوځي، که مسوولیت به یې په خپله غاړه وي، اړ شو، چې موږ خپله لوڼې ښوونځي ته ورسوو.»
د مینا لوڼې اوس په یوه پټ ښوونځي کې په لسم، یوولسم او دولسم ټولګي کې زده کړې کوي. مینا او خاوند یې کابو درې کاله کېږي، چې هره ورځ د سهار له اتو د مازیګر تر څلور بجو پورې په وار سره خپلې لوڼې یوه یوه ښوونځي ته ورسوي.
د طالب ځواکونو له خوا د واټونو څخه د نجونو نیول د هغوی د جامو په ګډون په بېلا بېلو پلمو، د خلکو لپاره یوه جدي اندېښنه ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) دوشنبې د چنګاښ ۳۰ مه په خپل اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، طالبانو د روانې میلادي میاشتې له ۱۶ مې تر ۱۹ مې نېټې پورې کابل کې ګڼ شمېر ښځې او نجونې د حجاب نه مراعت کولو په دلیل نیولې دي.
د مینا ۵۷ کلن مېړه خپل کور ته په نېږدې بازار کې لاسي توکي پلوري. ناصر وايي: «خپله ونه توانېدم چې زده کړې وکړم. خو لوڼې مې باید تحصیل وکړي. ښايي اوس مهال لار آسانه نه وي، خو تل یوه لار شتون لري. هره سختي پر ځان اخلم تر څو یوه ورځ د اولادونو په وړاندې سرټیټی نه وم.»
ناصر وايي، خوښی دی، چې د خپلو لوڼو زړه کې د زده کړو هیله ژوندی وساتي. «یو تن په کنایه کې و ویل، په ځای د دې چې نیمه ورځ دې ضایع کړې، ټوله ورځ کار وکړه، چې د خلکو پور ورکړې. د دې خبرې اورېدل ډېر راته ګران وو، خو خوښ یم، چې اولادونو ته مې سر ټیټ نه دی.»
له سرپل ولایت څخه یوه ۵۳ کلنه مور ګل شاه وايي، خپلې ټولې ګاڼې یې وپلورلې او خپله کرنیزه ځمکه یې ګرو کړه، تر څو یې لور د زده کړو لپاره ایران ته ولېږي. «لور مې د سترګو په وړاندې ورو ورو مړاوې کېده. د شپې به یې ژړل، جامې یې څیرلې. نور مې د دې حالت لیدل نه شوای زغملای. اړ شوم، څه مې چې درلودل ګرو کړم، طلاوې او ان د مور ګاڼې مې وپلورلې.»
ګل شاه د څلورو زامنو او یوې لور مور ده. خاوند یې درې کاله وړاندې له لاسه ورکړی دی او په یوازې ځان د ژوند دروند پېټۍ او د اولادونو لویول ورتر غاړي دي.
د ګل شاه ۲۸ کلنه لور اوس د ایران په یوه دولتي پوهنتون کې د حقوقو په څانګه کې زده کړې کوي. خیاطي، ټغر اوبدل، ګلدوزي او نور لاسي هنرونه، په دې دوه کلونو کې د ګل شاه د ګتې سرچینې وې، چې په هغې سره یې د لور مالي ملاتړ کړی دی. «ځینې وخت د ملا له درده او یا هم له ستړیا وایم، نور خیاطي نه کوم، خو بیا ځان ته وایم، د لور زده کړې او پوهنتون به څنګه شي؟ غواړم لور مې ماسټري هم وکړي. که اړتیا شوه خپل کور هم پلورم.»
یا ۳۵ کله راحله چې ویې ویل، یوازې د لور د زده کړې په خاطر یې د بامیان ولایت له ورس ولسوالۍ کابل ته کډه کړې ده. «نه مې غوښتل، چې لور مې زما په برخلیک اخته شي. څو اوونۍ مخکې مې یې پلار ته زارۍ وکړې تر څو راضي شي او اوس د خدای شکر دی، چې دواړې لوڼې مې ښوونځی لولي.»
راحله دا مهال د کابل په یوه غریب مېشتې سیمه کې په سختۍ سره ژوند کوي. په هغه کور کې، چې کوټې یې د استوګنې د ځای په پرتله تر ډېره ډېران ته ورته دي. د راحلې ۲۰ کلنه او ۲۴ کلنه لونې اوس په یوه پټ ښوونځي کې زده کوونکې دي. «کله کله یې پلار د بېکارۍ له امله غوسه شي چې ولې مې اړ کړو چې کابل ته راشي. خو کله چې وینې لوڼې یې په مینه درس لولي، ټولې سختۍ یې له یاده وځي.»
د ۲۰ کلنې مدینې کورنۍ هم ستایوونکې کیسه لري. مدینه په نهم ټولګي کې وه، چې طالبانو ښوونځي وتړل. ۲۳ کلنه خور یې کابو یو کال وروسته د طالبانو له لوري پوهنتون ته له تګ څخه راوګرځول شوه. هغه د بلخ پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوونځۍ د دویم کال زده کړیاله وه.
خو د مدینې پلار پرېنښود چې لوڼې یې ناهیلې شي. د مدینې په وینا، پلار یې د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې خپله ځمکه وپلورله او د دې مشره خور یې د زده کړو لپاره ایران ته ولېږله او خپله اوس انګلیسي ژبه لولي.
مدینې و ویل: «پلار مې د خور لپاره بورسیه واخیسته او هغه یې په خپلو شخصي پیسو ایران ته ولېږله تر څو زده کړې ته دوام ورکړي او دا مهال په ایران کې کمپیوټر ساینس لولي چې دویم کال یې دی… پلار مې لکه غر زموږ تر شاه ولاړ دی.»
د مزارشریف ښار اوسېدونکې ۲۰ کلنې نازنین رخشانې رسنۍ ته ویلي دي، پلار یې دوکاندار دی او ګټه یې کمه ده، خو په دې کمه ګټه یې هم د دوی لپاره په کور کې خصوصي ښوونکی ګمارلی دی.
نازنین د ښوونځي په یوولسم ټولګي کې وه، چې طالبان راغلل. «کابو یو کال کېږي، چې انګلیسي لولم، درې میاشتې وروسته که د خدای خوښه وه، د ټافل ازموینه ورکوم.»
۵۲ کلنه ګلشن دوه کاله وړاندې د دې لپاره چې لور یې زده کړې وکولای شي، ایران ته کډه وکړه. د ګلشن او خاوند لپاره یې دا لومړی ځل وو چې یوه بهرني هېواد ته کډوال شي.
د ۱۳ کلنې لور د برخلیک لپاره یې یوه سخته پرېکړه، چې یوازې شپږم ټولګی یې پای ته رسولی او نور اجازه نه ورکول کېده، چې ښوونځي ته لاړه شي. «په بامیانو کې مو خپل د استوګنې کور په درې لکه (درې سوه زره) افغانیو په ګروۍ ورکړ، تر څو پیسې برابرې کړو، د پاسپورټ، وېزې او یوه اندازه نورې پیسې چې وکولی شو ایران کې کور پرې کرایه کړو.
ګلشن او خاوند یې دواړو کار کاوه او لور یې ښوونځي ته تله. دوی اړ وو چې د ښوونځي، د وېزې د نوي کولو او ورځني ژوند لپاره پیسې او لګښتونه برابر کاندي.
سختې ورځې، خو د دې خوښۍ سره چې لور یې زده کړې کوي. خو دې وضعیت یوازې یو کال دوام وکړ. د ګلشن لوري له ښوونځي و ایستل شوه. د ګلشن په وینا هر چېرته چې لاړه دا ځواب یې تر لاسه کړ. «پردي وګړي په دې هېواد کې ځای نه لري، هغوی باید و ایستل شي. تاسو زموږ هېواد په ډېران بدل کړی دی.»
د ګلشن خاوند او د فرشتې پلار ۵۶ کلن عین الله چې اوس بېرته خپل پلرني ټاټوبي د بامیان ولایت مرکز ته راګرځېدلی وايي: «موږ یوازې د دې لپاره چې فرشته له زده کړو وروسته پاتې او ناهیلې نه شي ایران ته لاړو، خو هلته مو داسې څه ولیدل، چې له ژونده یې زره راتور کړ.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) چهارشنبې د سلواغې ۲۲ م د «ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو» نړیوالې ورځې سره سم و ویل، له ښوونځیو د نجونو محرومیت د افغانستان د راتلونکې دردوونکی او تت انځور وړاندې کوي.
خو د طالبانو غوږونه له دې ټول نیوکو او اندېښنو سره روږدي نه دي.
بي بي ماه لوستې نه ده. د ښځې او نر د حقونو له مفاهیم یې څه نه دي لوستي، خو د ژوند تجربو ورزده کړې، هغه څه چې پر دې تېر شوي عادلانه نه وو. همدا تجربه د دې لامل شوه، چې په خپل ټول توان سره د خپلو ماشومانو د زده کړې تمرکز ته وهڅېږي.
۴۹ کلنه بي بي ماه د ډوډۍ پخولو له لارې خپلې درې لوڼې د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره یوه خصوصي ښوونځي ته لېږي. هغه د بدخشان د فیض آباد ښار اوسېدونکې، د څلورو اولادونو مور او د کورنۍ سرپرسته ده.
بي بي ماه د خپلو لوڼو په مرسته هر سهار شاوخوا ۲۵ ډوډۍ بازار ته وړي او د سړک په غاړه یې پلوري. «د میاشتې ۱۵۰۰ افغانۍ زما د اولادونو د کورسونو فیس کېږي، هره خواري چې کاږم، په همدې خاطر ده. لونې مې له لوست سره ډېره مینه لري. د خدای بښلي پلار یې هم همدا هیله وه.»
۱۴ کلنه ساره د بي بي ماه کشرۍ لور ده. هغې و ویل، هیله یې درلوده، چې ښوونکې شي. د بي بي ماه نورې لونې ۲۱ کلنه مریم او ۱۹ کلنه سیمه دي. مریم په نهم او سمیه په اووم ټولګي کې وې، چې طالبانو د ښوونځیو دروازې وتړلې.
مریم و ویل: «هیله مې وه انجینره شم، اوس هم همدا هیله لرم. تمه ده، چې یوه ورځ طالبان نه وي او موږ وکولی شو بېرته خپلو زده کړو او تحصیل ته دوام ورکړو.»
مریم خپلې مور ته د کورنۍ د ملا د تیر په سترګه ګوري او وايي، مور یې په دې کلونو کې د پلار تشه ورډکه کړې ده.
۲۵ کلنه شادابه د دې درې خویندو ښوونکې ده. شادابې د بدخشان پوهنتون د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګه لوستې. هغه په پټه نجونو ته زده کړې ورکوي. «درې واړه ډېرې هڅاندې دي. زه زیاتې زده کوونکې لرم، خو دغه ډېرې هڅې کوي.»







