د افغانستان د ښځو د حقونو څار ډلې اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې تېر میلادي کال ۴۱۱ ځلې د ښځو له حقونو تایید شوې سرغړونې ثبت شوې دي.
هغه شمېرې چې د دې بنسټ د چارواکو په وینا، د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي او یوازې د واقعیتونو یوه برخه ښيي.
د افغان ښځو څارډلې په ترکیه کې مېشتې «آرسا» ټولنې په مرسته شنبې د (سلواغې ۲۵ مه) د «حاشیې تر محرومیت پورې» سرلیک لاندې یوه غونډه وکړه او خپل کلنی راپور یې وړاندې کړ.
دغه پروګرام د ترکیې قیصریه ښار کې د ترکیې او افغانستان د پوهنتون د یو شمېر استادانو، مدني فعالانو او بشري حقونو د مدافعانو په ګډون جوړ شوی وو.
د افغانستان د ښځو حقونو څار ډلې د ۲۰۲۵ کال په راپور کې راغلي، چې محدودیتونه نور یوازې ټولنیز نه دي، بلکې د رسمي سیاستونو او جوړښتونو په چوکاټ کې له عمومي ژوند څخه د ښځو په تدریجي حذف راڅرخېدلي دي.
د راپور موندنې ښيي چې په تېر کال کې د ښځو د قصدي وژنو ۷۶ پېښې، په عامه ځایونو کې په دورو وهلو ۱۳۰ پېښې، د سختو وهلو ډبولو، خپل سرو نیونو او اجباري ورکېدنې ۷۲ پېښې د ځان وژنې ۳۲ پېښې چې په مرګ تمامې شوې او د طالبانو اړوند اشخاصو له خوا د مستقیم تاوتریخوالي ۲۹۶ پېښې ثبت شوې دي.
راپور ښيي چې د ښځو د حقونو د سرغړونې تر ټولو ډېرې پېښې په کابل، ننګرهار او کندهار کې ثبت شوې دي.
د افغان ښځو د حقونو د څار ډلې مشرې ډاکترې ذاکره حکمت له رخشانې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، دا شمېره احتمالآ له اصلي شمېرې څخه ټيټه ده.
د هغې په وینا، په افغانستان کې محدودیتونه، خپلواکو رسنیو ته د لاسرسي نشتوالی، د وېرې موجوده فضا او دودیز کورني باورونه، په دې مانا دي، چې ډېری پېښې هېڅکله نه ثبتېږي.
د مېرمن حکمت په وینا، دا معلومات د هېواد د ننه او بهر د افغان ښځو د حقونو د څار ادارې د ځېړنیزو ټیمونو د کار پایله ده، کوم چې د بېلا بېلو سرچینو د څو پړاوه کتنو او ارزونو وروسته ثبت او تایید شوي دي.
همدارنګه هغې ټينګار کړی، چې د ثبت شویو پېښو له دوه پر دریو ډېره برخه له ۱۸ تر ۳۴ کلنو ښځو اړوند دي. ډاکتر حکمت و ویل: «هغه ځوانې ښځې او نجونې چې د طالبانو له بیا راتګ وړاندې یې زده کړې کړې او د پوهې کچه یې لوړه ده، تر ډېره له ځپنې سره مخ کېږي، ځکه هغوی د بې عدالتۍ په وړاندې اعتراض کوي.»
په دې راپور کې د افغان ښځو اوسنی وضعیت «جنسیتي توپیر» یاد شوی دی. د ښځو حقونو د څار ډلې مشره په دې اړه وايي، هڅې روانې دي، چې دا وضعیت په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شي او اړونده لاسوندونه د نړیوالو بنسټونو په واک کې ورکړل شي.
ډاکتر حکمت له نړیوالې ټولنې غواړي له تش په نوم دریځ نیونو وړاندې تېر شي او عملي اقدام وکړي. «موږ نور یوازې اعلامیې او خواشیني ښودل نه غواړو، سیاسي فشارونه باید زیات شي او د ښځو سره د تاوتریخوالي عادي کول او طالبانو ته د مشروعیت ورکولو باید مخنیوی وشي.»
ډاکتر حکمت د افغانستان د راتلونکي کال په اړه خبرداری ورکړ زیاته یې کړه: «که اوسنی وضعیت دوام وکړي، په راتلونکو لسو کلونو کې به هېڅ یوه نجلۍ نه له پوهنتونه او نه له لېسې فارغه شي او نه به هم ښځینه ډاکترته ولرو، پوه خلک به کډوالۍ ته اړ شي او ښځې به په بشپړه توګه له ټولنې حذف شي.»







