د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

په کورنیو کې د ښځو او نجونو پر ژوند د طالبانو د دیني مدرسو اغېز

25 فبروري 2026
په کورنیو کې د ښځو او نجونو پر ژوند د طالبانو د دیني مدرسو اغېز

Getty images

زیبا بلخي


«پوهنتون هم د نارینه وو او هم د ښځو لپاره د ګناه ځای دی، ځکه نارینه د ښځو په لیدو ګناهګارېږي او ښځې خو خپله د فساد سرچینه ده. دا یوازې زما خبرې نه دي، لوی لوی علما همدا خبره کوي.» دا د یو ۱۶ کلن ځوان خبرې دي، چې خپلو خویندو ته یې کوي، یو ځوان چې یو کال او اته میاشتې کېږي د طالبانو یوې دینې مدرسې ته ورځي.

حسین د فیض آباد ښار د دشت شهدا ښار اوسېدونکی دی، مخکې له دې، چې ښوونځۍ پرېږدي او د طالبانو دیني مدرسې ته ورشي، د ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکی وو. د حسین ۲۱ کلنه خور وايي، د ورور چلند یې بشپړ بدلون کړی، په ځانګړې توګه د کور له ښځو سره.

د مریم په وینا، هغه غوسناک شوی دی او ډېری وخت له ښځو، ان له مور او خویندو سره له خبرو کولو ډډه کوي.

د حسین ۴۰ کلنه مور چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، د خپل زوی د راتلونکې په اړه سخته اندېښمنه ده. «وېرېږم که کومه ورځ زه نه وم، له خویندو سره به څه ډول چلند وکړي او څومره سختګیري به پرې وکړي.»

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د مدرسو جوړلو ته پراختیا ورکړې ده. د شمېرو له مخې، دغې ډلې په همدې موده کې د دیني زده کړو ۲۲ زره او ۹۷۲ مرکزونه جوړ کړي دي.

دغو مدرسو ته د ماشومانو له ورتګ او د طالبانو د افراطیت او بنسټ پالنې د خطر په اړه لویه اندېښنه شتون لري، طالبانو خپل دیني مرکزونه «جهادي ښوونځي» بولي.

په یوه څېړنه کې، چې تېرکال په فبرورۍ کې د افغانستان د بشري حقونو مرکز له خوا خپره شوې ویل شوي، د طالبانو جهادي ښوونځیو د ځوانانو به ذهنونو خطرناکه اغېزه کړې ده.
د بشري حقونو دې بنسټ ویلي، طالب ډله هڅه کوي د دې مذهبي ښوونځیو د شمېر په زیاتولو سره خپل اډیولوژیک واک پیاوړی کړي.

د مور او خور په وینا یې حسین هم د جومات د ملا له خوا دې مدرسې ته جذب شوی دی. «پلار مې یوه ورځ د جمعې له لمانځه وروسته راغی او ویې ویل حسین یوې دیني مدرسې ته لېږم، چې زموږ د اخرت درد او درمل شي.»
مریم چې یوازې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې وکړې او د طالبانو د محدودیتونو له امله ونه توانېده پوهنتون ته لاړه شي، په وار وار یې له وروره اورېدلي: «ښه شول چې طالبانو پوهنتونونه وتړل، پوهنتون د فسق او فساد ځای دی.»

حسین په یوه اوه کسیزه کورنۍ کې ژوند کوي. کورنۍ یې وايي، هغه وړاندې یو ټولنیز ځوان وو او دا بدلون له یوه کاله په کمه موده چې په حسین کې رامنځ ته شوي دي. «که مېلمانه رشي، مثلآ د تره یا د ماما لوڼې، حسین له کوټې وځي او تر څو چې مېلمانه نه وي تللي، د ننه نه راځي.»

د حسین مور او خور د هغې د زده کړې د مدرسې په اړه جزیات نه لري، دا چې نوم یې څه دی او څومره زده کوونکي لري. خو ټاکل شوې، چې حسین به هلته اووه کاله زده کړه کوي تر څو د لیسانس برابر تحصیلي سند تر لاسه کړي.

په دیني مدرسو کې تر ډېره مذهبي کتابونه چې په عربي ژبه لیکل شوي لوستل کېږي. چې فقه، قراني علوم او حدیث په کې شامل دي.

د حسین بله خور ۱۸ کلنه شمسیه وايي، په دې ډول ځینو مدرسو کې زده کوونکو ته مستقیم او یا په غیر مستقیم ډول ويل کېږي، چې ښځې «ناقص العقل» دي. «له کله چې مدرسې ته ځیي، ډېره بې احترامي کوي، کله هم مور ته وايي، څه واغوندي او څه وانغوندي. موږ ته هم ځینې وخت په سختۍ اجازه راکوي، چې واده یا بازار ته لاړې شو او پلار مې هم څه نه ورته وايي.»

شمسیه د ښوونځي په اتم ټولګي کې وه، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې. هغه وايي هیله یې درلوده چې ډاکتره شي.

د ملګرو ملتونو د ۷۹ مې عمومي اسامبلې د درېیمې کمېتې لپاره د افغانستان د پلاوی سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، د طالبانو دیني مدرسې به په افغانستان کې افراطیت پیاوړی کړي.

د سرپل ولایت څخه یوه بله نجلۍ د طالبانو په یوه مذهبي مدرسه کې د خپل ورور د زده کړو وروسته تجربې په اړه ویلي: «راته وایی نجلۍ زده کړې څه کوي، باید د کور کارونه یې زده وي.»

هغه صفیه ده. ۱۲ کلنه او د سرپل ولایت د «بغاوي» کلي اوسېدونکې. صفیه د ښوونځي په څلورم ټولګي کې وه، چې د کال په پیل سره یې د وروڼو د مخالفت له امله نور ونه شوای کولی ښوونځي ته لاړه شي.

صفیه ماشومه ده، خو هغه خبرې چې دې ته ویل کېږي ورته د پوهېدو وړ نه دي. «وروڼه مې وايي، ته لویه شوې یې دیګ او کاسه زده کړه، سبا یا بل سبا د خاوند کور ته ورځې، که د کور کار دې نه وي زده بیا په موږ پسې بد وايي.»

طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تګ څخه راوګرځولې.

د ملګرو ملتونو عملي، کلتوري او ښوونیز سازمان (یونسکو) او د دې سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د سلواغې ۴ مه د شنبې په ورځ د زده کړې نړیوالې ورځې سره سم و ویل، په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې دي.

صفیې د مور په ټينګار تر یوخ وخت ښوونځي ته دوام ورکړ. خو په پای کې دواړه ونه توانېدې، چې د کورنۍ د نارینه وو سیالانې شي: «یوه ورځ چې لاړ او له ښوونځي بېرته راغلم، ورور مې یوه کلکه څپېړه په مخ راکړه، چې درته ومې ویل ښوونځي ته مځه ولې لاړې.»

د سرپل ولایت اوسېدونکی ۱۳ کلن امیده، صفیې ته ورته تجربه لري. هغه تېر کال د ورور د مخالفت له امله ښوونځي ته له تګه پاتې شوه. په څلورم ټولګي کې وه، چې ورور یې یوازې تصمیم ونیو، چې هغه نور ښوونځي ته لاړه نه شي. «ته لویه نجلۍ شوې یې، همدمره ښوونځي ته تګ بس دی. د نجلۍ لپاره همدا چې لوستل او لیکل وکړای شي بس ده. پېغله شوې نور بده چې دومره ډېره له کوره ووځې.»

امیده او مور یې هم ونه توانېدې، چې د ورور په وړاندې، چې اوس سرپل کې د طالبانو په یوه دیني مدرسه کې زده کړې کوي ودرېږي.

د امیدې مور د خپل لور د خبرو په پخلي سره وايي، مشر زوی یې ۲۷ کلن دی. ۴۷ کلنه ماه جبین وايي، دوه نیم کاله کېږي، چې زوی یې د طالبانو یوې دیني مدرسې ته ورځي. «زوی مې بېخي بل ډول شوی، دونیم کاله کېږي، چې د طالبانو په همدې تبلیغاتو کې کډون کوي، مدرسې ته ځي او ملګري یې هم طالبان دي، د همغوی سره د شپې ناست وي، خوی، چلند او فکر یې بشپړ بدل شوی دی.»

هغه وايي، خاوند یې مړ شوی او اوس یې زوی د کورنۍ سرپرست دی. «پر خویندو یې ډېر سختګیري کوي، لونې مې لا ۱۵ کلنې شوې نه دي، د همد د ظلم له لاسه چادرۍ په سروي، هر وخت ورته وايي، نامحرمه مو مخونه ونه ویني ګناه ده. سینګارکړې د باندې لاړې نه شۍ ګناه لري.»
۳۱ کلنه رویا د سرپل په یوه روغتون کې کار کوي، له رخشانې رسنۍ سره یې په خبرو کې و ویل، خوږ یې سږ کال په پنځم ټولګي کې وه، چې د پلار په مخالفت ښوونځي ته له تګ څخه پاتې شوه.

رویا وايي، پلار یې مخکې ښوونځي ته د لوڼو له تګ سره هېڅ ستونزه نه درلوده. «زموږ په کور کې ټول نیمه زده کړې لري. ما خپله انستېتیوت لوستی او فعلا نرسه یم، بله خور مې له ۱۲ام ټولګي وتلې ده، خو کوچینۍ خور مې پلار د ښوونځي له پنځم ټولګي و ایستله.»

د رویا په وینا، پلار یې چې د منځني عمر لرونکی دی، د ۱۴۰۳ کاله له منځ راهیسې د طالبانو یوې دیني مدرسې ته تګ راتګ لري.

رویا و ویل: «اول مې ورور د طالبانو تبلیغ ته ورتلو، وروسته یې مدرسې ته تګ پیل کړ، ورو ورر یې زما پلار هم همدې لارې ته وهڅاوه، اوس دواړه دومره غیرتي شوي، چې ښوونځي ته د یوې وړې نجلۍ تګ هم ګناه بولي.»

نوموړې همدارنګه زیاته کړه: «زه کله کله د خپل خاوند سره د هغوی کور ته ورځم، زما خاوند ته هم وايي، تر څومره بېغیرته یې چې ښځه دې د باندې کار وکړي. له سهاره تر ماښامه په کار کې له نامحرمو سره وي.»

دا وايي، هغوی یې خاوند هڅوي، چې کار ته د رویا د تګ مخنیوی وکړي. مثلآ په وار وار یې د هغې خاوند ته ویلي: «دندې ته د ښځې تګ ګناه لري، بیا د دې ښځې همدومره ګناه ستا تر غاړې کېږي.»
د رویا په وینا، ورسته له هغې، چې ورور یې خور له ښوونځي راوګرځوله، خور یې په سختې ناآمیدۍ او خفګان اخته شوې ده.

رویا و ویل: «له خور سره مې د ورور چلند تغیر کړی دی، ورور مې یوازې امر کوي او د خور چلند مې څاري، په داسې حال کې، چې مخکې یې یو له بله ساتېری، ټوکې ټکالې او د زده خواله درلودل. خو دا چې په مدرسه کې ورته ویل شوي که ښځه ګناه وکړي یا به غلطه لار روانه وي، د کورنۍ نارینه هم مسوول دی او په اخرت کې د کورنۍ له نارینه هم حساب اخستل کېږي. په همدې خاطر زما ورو ځان د خپلې خور د لارښوونې مسوول ګني.»

رویا چې د طالبانو تر راتګ مخکې د ښوونځي او پوهنتون لوستلو فرصت تر لاسه کړی وو، اوس دې ته په اندېښنه کې ده، چې کورنیو نظرونه به د طالبانو نظرونو څخه نور هم اغېزمن شي. «یو خو د دوی (طالبانو) مدرسې دومره ډېرې شوې او دین یې هم په دغه مدرسو کې دا معرفي کړی، چې ښځه یوازې د کور لپاره پیدا شوې او نور هېڅ حق نه لري.»

په سرپل کې د طالبانو د مدرسو د شمېر کره معلومات په لاس کې نشته.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز د تېر کال په څېړنه کې راغلي، طالبانو په هر ولایت کې یوه لویه «جهادي مدرسه» جوړه کړې او د ولسوالیو په مرکزونو کې یې هم په زیاتو امکاناتو جهادي مدرسې جوړې کړې دي.

په ورته وخت د ښځو د حقونو فعالان وايي، د طالبانو مذهبي مدرسې په سیستماتیک ډول د هغه نظرونو د بیا تولید او پیاوړي کولو په لټه کې دي، چې په کور کې د ښځو رول محدودوي.

د ښځو د حقونو فعاله فاطمه بهزاد وايي، طالب ډله له کم عمره ماشومانو په ځانګړې توګه هلکانو ته په مدرسو کې وزده کوي، چې د ښځو تحصیل او ټولنیز حضور یو غیر ضروري او ناسم کار دي.

هغه و ویل: «د مدرسو له جوړلو د طالبانو موخه همدا ده، تر څو د خلکو ذهنیت بدلون وکړي، چې ښځه نه باید زده کړه وکړي، کار وکړي او یا په ټولنه کې حضور ولري. کله چې په مدرسو کې دغه خبرې د ملانو له خولې ویل کېږي، په دودیز سیمو کې خلک پر ملانو ډېره عقیده لري، ځکه د خلکو د زده کړو او د دین په اړه د دوی د پلټې کچه ټیټه ده، نارینه له کومې پوښتې پرته دغه افکار مني، چې په خواشینۍ سره لومړني قربانیان نجونې دي.»

د طالبانو له راتګ وروسته د کورنیو د نارینه وو د ذهنیت بدلون یوازې په سرپل ولایت پورې نه خلاصه کېږي. د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکې ۲۶ کلنه مهریه وايي، تر څو کلونو مخکې یې ژوند خپله عادي لار درلوده او کورنۍ یې د هغې له زده کړې او کار سره هېڅ مخالفت نه درلود.

په دې اړه نور ولولئ...

«بې حجاب: د طالبانو په وړاندې یوه خپلواکه ښځه» کتاب، د تاوتریخوالي له ایرو د رنځ او راپورته کېدو کیسه

ډیلي مېل: طالبانو یوه ښځینه نظامي زنداني او په وحشتناکه ډول ربړولې

د هغې په وینا، که څه هم پلار یې دودیز لیدلوری درلود، خو اجازه یې ورکړې وه، چې له کوره د باندې فعالیت ولري. مهریه وايي، د طالبانو له راتګ وروسته یې د کورنۍ د نارینه وو په ځانګړې توګه د پلار ذهنیت په تدریج سره بدلون کړی، هغه بدلون چې د تګ راتګ له محدودیته پیل او د باندې د کار پر نه کولو راوڅرخېده.

مهریه و ویل: «زه د ښوونې او روزنې پوهنځۍ څخه فارغه شوم، یو کال د مزارشریف ښار په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې وم. د پنځم او شپږم ټولګي زده کوونکو ته مې درس ورکاوه، خو کابو شپږ میاشتې وړاندې یې دندې ته زما د تګ مخنیوی وکړ.»

که څه هم د مهریې پلار په رسمي ډول د طالبانو دیني مدرسې ته نه ورځي، خو تل د طالبانو په مذهبي پروګرامونو کې ګډون کوي او دوه ۱۶ او ۱۳ کلن زامن یې هم په دیني مدرسه کې اچولي دي.

په افغانستان کې ښخې او نجونې په رسمي ډول یوازې دیني مدرسو ته د تګ اجازه لري.

رخشانه رسنۍ وتوانېده، د یوې ښځې له خپلوانو سره، چې په دې وروستیو کې په هرت کې د طالبانو په یوه مذهبي مدرسه کې زده کوونکې شوې ده، مرکه وکړي، هغه وايي د هغې د خاله چلند په بشپړ ډول بدل شوی دی.

هغه ښځه چې اوس د طالبانو د دیني مدرسې زده کوونکې ده، تر دوه کلونو مخکې (سینګاروونکې) آرایشګر ګره وه، خو نور آریشګري ګناه بولي. «وايي ښځه باید بشپړ حجاب ولري، د ښځې مخ عورت دی او باید ونه لیدل شي او سینګار ونه کړي، ځکه کله چې سینګار کوي او ټولنې ته ځي، نارینه هغه ویني او ګناه ورته حسابېږي.»
سودابه وايي، خاله یې اوس هغوی په وار وار د جامو اغوستلو او چلند په اړه ځپلې. مثلآ هغوی ته وايي، په نوکانو رنګ مه وهۍ او مصنوعي نوکان مه اېږدۍ.
له سودابې مې وپوښتل کله چې د هغې غوښتنې ونه منۍ، ځواب یې څه وي؟ «وايي ګناه لري او ګناهګاره شوې.»

یادونه، د سرچینو د امنیتي ننګونو له امله، ځینې جزیات په دې راپور کې سانسور کړای شوي دي، او نومونه هم مستعار ټاکل شوي.

اړوندې لیکنې

ناپېژانده وسله والو جوزجان کې یوه ښځه او څلور ماشومان وژلي دي
خبر

ناپېژانده وسله والو جوزجان کې یوه ښځه او څلور ماشومان وژلي دي

15 مې 2026
خندا مې هېره کړې
دسته‌بندی نشده

خندا مې هېره کړې

15 مې 2026
یک زن در بادغیس بر اثر شلیک ناخواسته پسرش جان باخت
خبر

بادغیس کې یوه ښځه د خپل زوی په غیر قصدي ډزو وژل شوې

15 مې 2026
د بلخ «دشت شادیان» تفرېح ځایه د طالبانو له خوا د ښځو د سپکاوي، توهین او ترټنې ترخې تجربې
دسته‌بندی نشده

د بلخ «دشت شادیان» تفرېح ځایه د طالبانو له خوا د ښځو د سپکاوي، توهین او ترټنې ترخې تجربې

14 مې 2026
طالبانو هرات کې یوه ځوانه ښځه نیولې ده
خبر

طالبانو هرات کې یوه ځوانه ښځه نیولې ده

13 مې 2026
د طالبانو له بنده د ځوانۍ نجلۍ کیسه: «که زما په زړه وای همدلته مې په مرمیو ویشتې»
دسته‌بندی نشده

د طالبانو له بنده د ځوانۍ نجلۍ کیسه: «که زما په زړه وای همدلته مې په مرمیو ویشتې»

13 مې 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه