د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بنټ ویلي، د طالبانو حکومت د افغان وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په وړاندې یو پراخ او سیستماتیک برید پیل کړی دی.
رخشانه: دغه راپور نن (پنشنبې د کب ۷ مه) په «افغانستان کې روغتیا ته د ښځو او نجونو د لاسرسي حق» تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۱ مه غونډه کې وړاندې شوی دی.
بنټ په خپل راپور کې لیکلي، په افغانستان کې ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ تبعیض، ظلم او تسلط یو بنسټیز سیستم سره مخ دي، چې د ژوند په ټولو برخو کې نفوذ لري.
نوموړي د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې لیکلي، دا محدودیتونه او دا نظام د بشریت په وړاندې جرمونو بېلګه ده.
هغه ویلي، افغانستان کې روغتیايي وضعیت له پخوا د جوړښتي او ژورو محرومیتونو تر اغېز لاندې وو، خو د طالبانو په راتګ سره دغه ستونزه نوره هم سخته شوې او په دې برخه کې نوي خنډونه رامنځ ته شوي، چې ورسره روغتیايي نظام ته د ښځو او نجونو لاسرسی او د خپل بدن او روغتیا په اړه د هغوی خپلواکه تصمیم نیونه یې سخته محدوده کړې او روغتیا لپاره د ښځو حق یې مات کړی دی.
بنټ د نړیوالو مرستو کمېدو ته په اشارې وايي، دې اقدام ژغورونکی اقدام کمزوری کړی او «له پخوا تر فشار لاندې روغتیايي نظام» یې لا سولولی دی.
هغه خبرداری ورکړی، چې د ښځو او نجونو لپاره د نړیوالې بودیجې کموالي، یو ځپوونکی چوکاټ په روغتیايي ناروین بدل کړی او میلیونونه وګړي یې له روغتیايي څار څخه محروم کړي دي. بنټ ویلي، د دې محدودیتونو سره سره، روغتیايي څانګه یو له هغو ګوتو په شمار حوزو څخه ده، چې ښځې لا هم کولی شي په کې کار وکړي.
نوموړي یادونه کړې، چې د نړیوالې ټولنې له بېړني او بنسټیزه اقدام پرته، افغانستان له یوې اندېښمنوونکې لارې سره مخ دی، چې بېړنۍ پایلې به یې ګڼې او اوږد مهالې وي.
بنټ په خپل راپور کې لیکلي، د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو تبعیضي سیاستونه نه یوازې د هغوی حقونه ماتوي، بلکې د افغانستان د روغتیايي نظام دوام هم له ګواښ سره مخ کوي، هغه پایلې چې نسلونه به یې احساس کړي.
دی وايي، جنسیت او جنسیتي نابرابري په افغانستان کې د ښځو او نجونو د روغتیا ټاکلو له مهمو عواملو څخه دي. د پلارواکۍ نورمونه، د جنسیت کلیشه یي ډولونه او د قدرت غیر برابرو اړیکو د روغتیا پورې اړوند پرېکړې کولو کې مرکزي رول لوبولی دی او دا یې ټاکلې ده، چې ښځې او نجونې په کومو شرایطو کې خدماتو ته لاسرسی موندلی شي.
د بنټ په وینا، واک ته د طالبانو له بیا راستانېدو سره، دغې ډلې د نارینه وو د جنسیت پر بنسټ آیډیالوژیکي نظام پلی کړی، چې موخه یې د ښځو د حقونو او ادارې څخه انکار کول دي.
بنټ د دې وضعیت د دوام په اړه خبرداری ورکړی ویلي یې دي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یو ټولنیز ځپوونکی نظام د عادي کېدو په حال کې دی، چې په هغې کې د ښځو او نجونو خپلواکي په تدریج سره له منځه ځي. هغه وايي، د دې وضعیت عادي کول به پر جسمي، رواني روغتیا، د درملنې اړوند هڅو او ان ښځو او نجونو پر پایښت اغېز ولري.
دی وايي، افغان ټولنه د پلارواکۍ په جوړښتونو ولاړه ده، چې په هغې کې د کورنۍ نارینه د تصمیم نیونې اصلي واک په لاس کې لري او دا وضعیت به د طالبانو له محدودیتونو سره یو ځای د ښځو پر کار او په نارینه وو پورې د هغوی اقتصادي اړتیا نوره هم زیاته کړي. پېغلې نجونې او ځوانې ښځې د عمر، کورني مقام او اطاعت مننوونکو تمو له دوه ګونو محدودیتونو سره مخ دي.
د بنټ په وینا، د افغانستان په دودیزه او نارواکې ټولنه کې، د جنسیت، د امیندوارۍ مخنیوی او د زېږون په اړه د پرېکړې کولو په اړه بحث کول ان د کورنۍ د غړو تر منځ هم ممنوع دي. په ډېری ټولنو کې دا نامناسب ګڼل کېږي، چې ښځې دې نارینه روغتیايي کارکوونکو له خوا معاینه یا یې درملنه وشي.
هغه زیاته کړې، د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې، خورا ظالمانه او شاته تګلارې هغه ټولنیز، اقتصادي او سیاسي شرایط په جدي توګه محدود کړي، چې د ښځو او نجونو لپاره روغتیايي خدماتو ته لاسرسی او خپلواکۍ تمرین کولو لپاره اړین دي.
بنټ له شپږم ټولګی پورته نجونو د زده کړې بندیز ته په اشارې وايي، دا محدودیت د ماشومتوب او کم عمره واده په څېر پېښو د زیاتوالي لامل شوی، چې جدي روغتیايي پایلې لري.







