زحل آزاد
په دې ورځو کې د طالبانو سره د مخ کېدو د وېرې ترڅنګ کابل کې یوې بلې وېرې هم ریښې غځولې دي: وسله وال غله په رڼا ورځ په کورونو غدۍ اچوي او لارویان په لارو او کوڅو کې څاري او لوټي.
وروستۍ اوونۍ ناامنیو او وسله والو غلاوو، یو ځل بیا د کابل اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
په دې راپور کې نومونه مستعار راغلي دي.
۲۸ کلنه مېریم کابو اوونۍ وړاندې د کابل لوېدیځ کې له یوې صرافۍ څخه تر وتلو وروسته، د وسله والو غلو موخه وګرځېده. هغه وايي، له صرافۍ لا څو ګامه نه وه لرې شوې چې غلو یې لار بنده او د وسلې په ګواښولو سره یې ټولې نغذې پيسې او ورسره تلېفون ترې واخیست او له سیمې ولاړل.
مریم چې د کابل د ۱۸ مې ناحیې اوسېدونکې ده، هغه ورځ د هغو پیسو تر لاسه کولو په موخه صرافۍ ته تللې وه، چې خاوند یې له بهر نه ورته را استولې وې: «د صرافۍ څخه تر وتلو لس پنځلس دقیقې وروسته، کله چې کوڅې ته د ننه شوم درې کسان چې مخونه یې پټ وو، مخې ته مې ودرېدل. د یوه په لاس کې تومانچه وه. دومره وېرېدلې وو چې چیغې مې نه شوای کولای.»
دا پېښې د سلواغې ۲۱ مه د ورځې مخکې له یوولسو بجو، د کابل لوېدیځ د دشت برچي ټانګ تېل سیمه کې رامنځ ته شوې ده. غلو له هغې ۵۶ زره افغانۍ، تلېفون او پاسپورټ ترې وړي دي.
مریم چې له واده یې دوه کاله تېرېږي وايي، ټاکل شوې وه په دې پيسو، یوه ګاوندي هېواد ته د کورنۍ د تګ لپاره د وېزې په طی مراحلو ولګوي.
هغې زیاته کړه: «همغه کس چې تومانچه یې لاس کې وه مخامخ راته ولاړ وو او دو تنه نور مې دواړو اړخونو ته. مخونه یې په دسمالونو پټ وو، افغانۍ جامې یې پر تن وې او سمې فارسي خبرې یې نه شوای کولای. د سترګو په رپ کې یې پیسې، تلېفون چې په څو دېرش زره مې اخیستی وو او پاسپورټ رانه واخیستل او لاړل.»
د مریم په وینا، له پېښې د څو ورځو په تېرېدو لا هم له کوره نه ده وتلې او له غلو سره له بیا مخ کېدو وېره لري. «که څه اخلم، ګاوندي ته پيسې ورکوم چې راته رایې وړي. نور نه آرام ژوند راپاتې او نه هوسا فکر. ان طلا مې چې درلوده، مور ته مې سپارلې چې ویې ساتي.»
له دې پېښې اته ورځې وړاندې وسله وال کسان د زلفا کور ته د ننه کېږي او څه چې لري له ځانه سر یې وړي.
۳۸ کلنه زلفا له دوه ماشومانو سره د کابل ښار په ۱۳ مه ناحیه کې ژوند کوي. هغه وايي، د سلواغې ۱۳ مه د شپې کابو دولس بجې څو تنو وسله والو پر کور یرغل وروړی او ۳ زره افغانۍ چې د کور د کرایې او ورځني لګښت لپاره یې ایښې وې، ترې یووړې.
هغه د غلو د ننه کېدو شېبه څه داسې بیانوي: «تل د شپې تر ناوخته پورې ویښه وم او مرۍ ګنډم، په هغه شپه هم بیداره وم چې انګړ کې مې غږ واورېده. غوښتل مې وګورم چې څه خبره ده، د دهلیز دروازې ته له رسېدو وړاندې دوه تنه کور ته د ننه شول.
دواړو مخ پټي او وسلې یې درلودې. یوه زما او د اولادونو په سر ټوپک ونیوه او ل یې کور وپلاټه. «ویل یې که پیسې او طلا را نه کړې، ډز کوم. قسم مې وکړو چې څه نه لرم، خو په لغتو او سوکانو یې وهلم او مشر زوی مې یې په څپېړو واهه تر څو و وايي، چې پیسې چېرې دي. په پای کې یې زما د ژمي ټوله خواري درې زره افغانۍ یووړې.»
۵۲ کلنه مسکا چې د کابل لوېدیځ په یوه ښارګوټي کې اوسېږي هم له خپل پارتمان څخه د غلا کیسې په اړه وايي، غلو په یوه شپه کې د څو کورونو څخه، طلا، پیسې، او نورې شتمنۍ لوټ کړې.
هغه وايي: سهار چې پاڅېدو ومو لیدل، چې کور مو ګډوډ دی، المارۍ او صندوقه خلاص کړای شوي، نه پیسې پاتې نه طلا، چیغې مو وکړې د ګاونډي کره ورغلو، خو ګورو چې هغوی هم د پاشل شویو توکو تر منځ حیران ولاړ دي.
دا پېښه د سلواغې په ۱۲ مه رامنځ ته شوې. د امنیتي ننګونو له امله د پېښې دقیق ځای له راپور څخه لرې کړای شوی دی.
د مسکا په وینا، غلو ترې سلګونه زره نغدې افغانۍ او طلا غلا کړه: «اویا زره نغدې افغانۍ، چې د بچیانو د کلونو خوارۍ بچت وو او زما خپلې او لوڼو طلاوې، چې کابو دوه لکه او پنځوس زره افغانۍ مو اخیستې وې ټول یووړل.»
ذبیح الله مجاهد مخکې اعلان کړی وو، چې د دوی امنیتي ځواکونو په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې «پراخ چاڼیز عملیات» په لار اچولي او یو شمېر کسان، چې په غلاو، انسان تښتوونو او نورو جرایمو کې یې لاس درلود نیولي دي.
له بل لوري طالب چارواکو په وار وار په خبري ناستو او رسمي اعلامیو کې ټینګار کړي، چې د دوی واک ته په بیا رسېدو سره په په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټينګ شوی او د جرمونو کچه د پام وړ راټیټه او کمه شوې ده.
خو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پلازمېنې په ځانګړې توګه د ښار په لوېدیځ کې د کوڅو او کورونو واقعیت بل تصویر وړاندې کوي. د هغوی په وینا، د شپې غلاوې او پر واټونو تاوتریخوالی سخت ډېر شوی دی.
د کابل ښار یو اوسېدونکی وايي: «یوه ورځ د خلکو دوکانونه وهي، یوه ورځ کورنه او یوه ورځ هم جېبونه، همدا څو ورځې وړاندې ماښام مهال چې کله کور ته تلم دوه تنو مې لار ونیوله او ویل یې څه چې لرې رایې کړه، نېکمرغه وم چې کوڅه خالي نه وه، که نه اوس به د کوټې په کونج کې ټپي پروت وای.»
۲۷ کلن رازق او د دشت برچي د چهار راه شهدا اوسېدونکی هم د ناامنیو له زیاتېدو شکایت کوي. هغه وايي د سلواغې په لسمه یې د خوراکي توکو هټۍ د غلا هدف شوه: «سهار چې راغلم د دوکان کلپ مات او دروازه نیمه خلاصه وه. حوزې ته مې خبر ورکړ، څو تنه راغلل، کمرې یې وکتلې او د غلو نښه یې پیدا نه کړه. د لاسي بتۍ په رڼا سره یې د کمرې مخه نیولې وه.»
د رازق په وینا، له هټۍ یې کابو شل زره نغدې افغانۍ، څو کڅوړې وریجې او د غوړیو ډبې غلا شوې وې. هغه و ویل: «له وېرې د شپې په دوکان کې پرېوزم.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی حسین هم د لارې د نیول کېدو پر مهال په چاقو ټپي شوی دي. هغه و ویل: «غرمه مهال د یوه ملګري کور ته تلم، چې دوه تنو د چاقو پر مټ مخه راته ونیوله، مقاومت مې وکړ خو په ورانه او مټ کې یې په چاقو ووهلم، یو څه پیسې او یو تلېفون چې نوی مې اخیستی وو واخیستل او وتښتېدل. هر څومره چیغې مې چې وکړې څوک نه وو.»
دا پېښه د روان کال د مرغومي میاشتې په وروستیو کې د کابل لوېدیځ ته د وليعصر ښارګوتي په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
خو طالبان د وسله والو او پر واټونو د غلاو کره شمېرې نه رسنیزې کوي. ډېری جرمونه هم د خلکو د ناهیلۍ له امله چې رسېدنه ورته نه کېږي، د دې ډلې په امنیتي بنسټونو کې نه ثبتېږي.
د حسین په وینا: «حوزې ته چې لاړ شو څه ګټه ده؟ یوازې له دې څانګې هغه څانګې ته دې لالهانده کوي او بس. تېر کال مې د یوه ملګري موټر سایکل غلا شو خو تر نن پورې خبر ترې نشته.»
د کابل ښار د دیارلسمې ناحییې یو تن اوسېدونکی د «طالبانو د مسوولو بنسټونو د نه پاملرنې» په نیوکې سره وايي، د دې سیمې خلک اړ شول، چې د غلاو د مخنیوي لپاره خپله لاس په کار شي.
هغه چې نه غوښتل راپور کې یې نوم راشي، رخشانې رسنۍ ته و ویل: «د څه مودې وړاندې غلاوو په تړاو حوزې ته ورغلم، موږ ته یې و ویل، چې تاسو خپله باید له دولت سره همکارۍ وکړۍ تر څو غله ونیول شي. خلک څه ډول همکارۍ وکړي؟ هغه پېښه چې رامنځ ته شوې په همغه وخت مو خبر ورکړی، خو دوی په ځنډ رارسېږي او یا هم موضوع ته ارزښت نه ورکوي. د سیمې د خلکو د جیېب له پیسو مو چوکیدار ونیوه، چې د شپې پیره داري وکړي.»
کابل کې یو ټولنیز فعال او د پوهنتون استاد د خپل هویت خوندي ساتلو سره وايي، یو لامل چې زیانمن شوي کسان د طالبانو امنیتي بنسټونو ته مراجعه نه کوي، هغه د طالبانو پر دې بنسټونو د خلکو بې باوري ده.
د پوهنتون دې استاد ویلي: «کله چې شکایت او تعقیب نه شي، د جرمونو د زیاتېدو او تکرار خپله برابرېږي.»







