ریحانه جلیلي
زه ریحانه یم، څوارلس کلنه نجلۍ، چې طالبانو ترې د زده کړې، خپلواکۍ او یوه عادي ژوند حق اخیستی دی. څلور کاله کېږي د سلګونه زره نورو نجونو په شان زموږ غلی کړای شوی دی. خو په یقین سره ویلای شم، چې لا هم په موږ کې هیلې ژوندۍ دي.
په افغانستان کې د ښځو او نجونو سخت له کړاوه ډک ژوند موږ ته رازده کړې، چې هیله کوچینۍ کېدای شي، خو د هغې ځواب بې پایه دی، ژوند موږ ته دا را زده کړې، چې ان کله د ښوونځي دروازې تړلې وي او سړکونه له محدودیتونو ډک وي، موږ بیا هم مبارزه نه پرېږدو.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان نجونو د ژوندۍ سختۍ بیانول آسانه نه دي، هره ورځ چې له کوره وځو موږ له ډېرې وېرې او محدودیتونو سره مخ یو. له داسې کتو سره چې وايي تاسې باید دلته ونه اوسۍ، د هغو قوانیو سره چې وايي، تاسو زده کړه نه شی کولی یا هغه غږ چې تل موږ نفې کوي.
دا هېڅ مبالغه نه ده، چې و وایو، که چېرې ښځې او نجونې د افغانستان پرته بل چېرې داسې ژوند تجربه کړي، نو شاید دوی به تسلیم شي، البته دا زما د زړه له کومي هیله ده، چې په ځمکه کې هېڅ انسان د افغان نجونو په څېر برخلیک باندې اخته نه شي.
خو غواړم و وایم، افغان نجونې نن ورځ هره یوه په یوه ډل د مقاومت او مبارزې په حال کې دي. پټو ښوونځیو ته تګ، انلاین زده کړو ته ناسته او د یوه تازه هنر زده کړه، ان موږ خاندو، لا هم خوبونه وینو او لا هم هیلې لرو.
کله کله ورځې تیاره وي، کله تر سترګو کېږي، چې زموږ ټول امیدونه د محدودیتونو په دوړو او غبار کې پټ ورک شوي دي. کله فکر کوو، آیا په رښتیا کولی شو نړۍ ته تغیر ورکړو؟ خو وروسته یوه بله وړه نجلۍ وینو چې هڅه کوي یو څه زده کړي، یوه بله نجلۍ وینو چې خاندي، یوه نجلۍ وینو چې خوبونه او هیلې لري او دا یې غوښتنه ده، چې بیا زده کړې وکړي، زموږ امید بې پایه دی.
موږ افغان نجونو زده کړې، چې زړورتیا د وېرې د نشتوالي په مانا نه ده، مېړانه یعنې ګام پورته کول ان که وېره هم شتون ولري. شجاعت یعنې درېدل، کله چې ټول غواړي موږ ماتې کړي. غیرت یعنې دا پر ځان باور کول، په خپل داخلي ځواک باورل کول، په دې حقیقت باور کول، چې موږ د زده کړې، خوب او ژوند کولو وړ یو.
دا کوچینۍ یادښت مې په دې دلیل ولیکه چې غواړم و وایم، زموږ لیکل یوازې ساتېری نه دی، یوه مبارزه ده، هر حرف چې ما ویلی، زما د زړه باور او قوت دی. په هغې ایمان لرو. دا خبرې زموږ د ژوند حقیقت ښکاره کوي.
ټولو افغان نجونو ته وایم: تاسو ارزښت لرونکې یۍ، تاسو ځواکمنې یۍ. تاسو کولی شي نړۍ ته بدلون ورکړی ان که کوچینی هم وي. ان که له محدودیتونو ډک چاپېریال هم وي. ستاسو هر ګام، ستاسو فکر، ستاسو خبرې ځواک لري، چې کولی شي یوه څپه جوړه کړي. کولی شي روښنايي رامنځ ته کړي، کولی شي امید بښوونکي وي.
هغه څه چې ما و ویل، د زرګونه نورو نجونو غږ دی، چې لا هم نه دي توانېدلې خبرې وکړي. زه باور لرم، داسې ورځ رارسېدونکې ده، چې هېڅ نجلۍ چوپ پاتې کېدو ته اړ نه شي. موږ له طالبه پرته راتلونکې او روښنايۍ ته لا هم امیدواره یو. داسې ورځ ښايي راورسي، چې ټولې نجونۍ خپلواکه نړۍ ولري. داسې ورځ رارسېدونکې ده، چې ټول وتوانېږي، خپلې هیلې وپالي او هېڅ وېره یې په وړاندې خنډ نه شي.







