زېبا بلخي
د مزارشریف په یوه څنډه کې د خپل کور په یوه کوچینۍ او تته رڼا لرونکې کوټه کې یې ورځې د خیاطۍ د ماشین تر شا ماښام کېږي. هغه په یوازې ځان د پڼځه کسیزې کورنۍ لګښتونه پر غاړه لري. خو وايي، ان د هغه پیسو او ګټې چې د سختو او درندو کارونو له ترسره کولو یې لاس ته راوړي واک هم نه لري.
دا د معلولیت لرونکې ۲۶ کلنې مریم ژوندی دی. خو دا د نورو جسمي معلولو نجونو ګډه تجربه هم ده، چې په دې راپور کې ورسره خبرې اترې شوې دي. دوی د زده کړې او کار فرصتونو ته د لاسرسي دوه برابره محدودیت او په کور او ټولنه کې زیاتېدونکي تبعیض ته نغوته کړې ده.
په دې راپور کې نومونه مستعار راوړل شوي دي.
مریم له مور زادۍ د پښې په برخه کې معلولیت لري. درې کاله وړاندې یې د خیاطۍ مسلک زده کړی دی. «هر څومره کار چې وکړم، پیسې مې رانه پلار مور په زور اخلي، یوه روپۍ هم نه راپېرږدي. وايي ته څه مصرف لرې. ۲۴ ساعته په کور کې یې.»
مریم وايي، اوس د کورنۍ کابو ټول لګښت د دې پر غاړه دی، د مریم پلار د مخکني حکومت له پاشل کېدو وړاندې په یوه دولتي بنسټ کې ساتونکی وو. هغه د طالبانو په واکمنېدو سره کار له لاسه ورکړ او د واک پر غاړه یې د لاسي توکو پلورل شروع کړل. «له کله چې زه کار کوم پلار مې د کار لپاره هېڅ د باندې نه ځي. وايي لور مې ښه ګټه لري، څه کوم چې تر ماښاما نا حقه په سړکونو وګرځم.»
مریم ساده او د ښځو محفلي جامې ګنډي، وړاندیزونه تر ډېره د ګاونډ له ښځو اخلي او میاشتنۍ ګټه یې هم له ۹ تر ۱۲ زره افغانۍ ده.
مریم د ښوونځي په یوولسم ټولګي کې وه، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې وتړلې. هغې پرېکړه وکړه، چې د خیاطۍ مسلک زده کړي.
په افغانستان کې ډېری نجونو له زده کړو تر محرومیت وروسته نورو مسلکونو زده کولو ته مخه کړې ده. خو د معلولیت لرونکو ښځو لپاره ان دا فرصت هم دومره ساده نه دی برابر.
مریم و ویل: «هرې کارخانې ته به چې ورتلم، لیدل یې چې معلوله یم ویل به یې ته نه شي کولی، موږ داسې زده کوونکي ته اړتیا لرو، چې ژر کار وکړي، خو ته ناروغه یې او دا وړتیا نه لرې.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه (UN Women)سږ کال د معلولیت لرونکو افرادو د نړیوالې ورځې سره هممهاله ویلي، افغان معلوله ښځې او نجونې له سختو ننګونو او «نه پاملرنې» سره مخ دي.
د مریم تجربه دا رسوي، چې هغه تر ډېره له پامه غورځول شوې ده. «ډېر ځلې رد شوم تر دې چې زموږ د یوه ګاونډي ښځه په یوه کارخانه کې زما لپاره واسطه شوه او زه یې ورسره ونیولم. هلته هېڅ معلوله نجلۍ نه وه، ډېری خوارۍ مې وایستې، کله به یې په رشخند راته کتل او کله به یې هم رحم او زړه سوځېده.»
مریم له اتو میاشتو وروسته له کارخانې و ایستل شوه. نو خیاطي یې نېږدې زده کړې وه. مریم پیسې پور کړې او د ګنډلو یو دویم لاس ماشین یې وپېرا او د کور په یوه خونه کې یې خیاطي پیل کړه.
مریم په وار وار دا درک کړې وه، چې د کورنۍ په اوږو بار ده، خو هغه نن د کورنۍ دسترخوان له ډوډۍ ډک کړی دی. «له مې چې خیاطي زده کړه، په کور کې چا باور نه کولو، چې زه دې عاید ولرم.»
خو د مریم په وینا، هغه اوس هم د یوه جسمي معلولیت لرونکي کس په توګه د هډوکي سوځوونکي تبعیض سره مخ ده. په هغه پیسو کې چې ګټي یې هېڅ ډول واک نه لري. «هر مشتري چې د جامو ګنډلو پیسې راوړي او بېرته ولاړ شي، پلار مې زر کوټې ته راشي او وايي هغه پيسې راکړه.»
۱۹ کلنه فرشته یوه بله نجلۍ ده، چې پر چپ لاس معلوله ده. هغې تر لسم ټولګي زده کړې کړې دي.
فرشتې هم له ښوونځي تر محرومیت وروسته د خیاطۍ مسلک ته مخه کړه او د ماشومانو د خوب توکي ګنډي. لکه د ماشومانو توشکه او بالښت. ګټه یې هر میاشت تر اتو زرو افغانیو پورې هم رسېږي، خو خپله هېڅ حق نه لري. «کورنۍ مو په هغه پیسو چلېږي، چې زه یې ګټم، خو خپله پرې هېڅ ډول واک نه لرم.»
د فرشتې پلار روزانه ګر دی او کله کله په ډېره خوارۍ سره کار تر لاسه کوي. هغه هم وايي، کور کې یې ټولنیزې او له تبعیض څخه ډکې کتنې تجربه کوي. «ټول ماته د یوه اضافي بار په توګه ګوري.»
د فرشتې مشره خور په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده، خو د فرشتې پر عکس هغه کولی شي تصمیم ونیسي، چې خپله ګټه یا عاید څه ډول او چېرته ولګوي.
فرشته وايي: «زما یوه لاس د زېږون له ورځې وده ونه کړه او کار نه ورکوي. هره ورځ درک کوم چې هېڅوک ما ته د یوه خپلواک کس په توګه نه ګوري. تل احساسوم چې د خپل ورو او خویندونو چې مشران دي، په پرتله په کورنۍ کې هم ارزښت لرم. هېڅوک له ما دا تمه نه لري، چې بریالی شم.»
فرشتې هم په ډېره خوارۍ او واسطې سره فرصت پیدا کړی، چې خیاطۍ په یوه کارخونه کې دغه مسلک زده کړي. «په لومړی ورځ استاد راته ویل نه غواړم زده دې مات کړم. ځکه په یوه لاس خیاطي نه کېږي، خو په کارخونه کې دې راسره نیسم تر څو خپله دا حقیقت درک کړې او ځان خوشی کړې. تل به ټولو زما لور ته کتل چې په یوه لاس څه ډول کار کوم. خو وتوانېدم او خپله وړتیا مې ټولو ته وښوده.»
د رهیاب نوښت بنسټ هم د معلولیت لرونکو کسانو د حقوقي او ټولنیز وضعیت په اړه یوه څېړنه کې ویلي، واک ته د طالبانو تر بیا رسېدو وروسته، د هغوی د بشري حقونو وضعیت د پام وړ مخ په خرابېدو دی.
د دې پلټنې پر بنسټ، اساسي خدماتو له هغې جملې، زده کړې، روغتیايي خدماتو، کار او عدالت ته د معلولیت لرونکو کسانو لاسرسی خوار ډېر محدود دی.
کلونو جګړو په افغانستان کې ګڼ شمېر معلول کسان تر شا پرېښي دي. په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د مخکني راپور له مخې، له یو میلیون زیات کسان له معلولیت کړېږي او د معلولیت لرونکو کسانو لس سلنه کسان هغه دي، چې په جګړو کې ټپیان شوي دي.
لکه ۲۹ کلنه محبوبه چې په ۱۳۸۱ کال د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د راکټ د یوې مرمۍ د لګېدو له آمله یې ښۍ پښه له لاسه ورکړې ده.
هغه هم په ټولنه او کور کې له تبعیض څخه شکایت لري. «زما د کورنۍ له نظره زه یوه معلوله یم، چې تل مرستې ته اړتیا لرم.»
محبوبه دوه کاله کېږي، چې ګلدوزي او خیاطي کوي. ټوله ګټه یې په کورنۍ لګول کېږي. «د میاشتې شاوخوا ۱۰ زره افغانۍ ګټه لرم. خو بیا هم څوک ما ته ارزښت نه راکوي… زه په هغه پیسو کې، چې ګټم یې هېڅ برخه نه لرم.»







