د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښځو په اړه د پوهاوی کمپاین (لومړۍ برخه)

۱۳ كب ۱۴۰۴
د ښځو په اړه د پوهاوی کمپاین (لومړۍ برخه)

AFP via Getty Images

حوا جوادي

د مارچ میاشت تر ډېره د ښځو په اړه د پوهاوی میاشت ګڼل کېږي، په ځانګړې توګه د دې میاشتې لومړۍ لس ورځې. له ۱۹۲۱ کال راهیسې، کله چې د مارچ اتمه په عمده توګه په سوسیالیستي هېوادونو کې د ښځو د ورځې په توګه وټاکل شوه او بیا په ۱۹۷۷ کې ملګرو ملتونو دا ورځ د «ښځو د نړیوالې ورځې» په توګه په رسمیت وپېژندله، هر کال په ټوله نړۍ کې د ښځو اړوند یو لړ پېښې، کمپاینونه او غوندې تر سره کېږي.

که څه هم دا کمپاینونه، غونډې او پېښې د ښځو په اړه د پوهاوي خپرولو په برخه کې مهمې دي، خو هغه پېچلي وضعیت ته په پام سره چې ښځې په نړیواله کچه ورسره مخ دي او هغه خنډونه چې د ښځو د پوهاوي په وړاندې شتون لري، دا پروګرامونه نه شي کولی په بنسټیز ډول په ټولنیزو سیستمونو کې نابرابري او د ښځو په اړه د ټولنې په کچه ناپوهي بدله کړي.

له دې امله دا چې اوس په مارچ کې یو، ښه ده، چې د ښځو په اړه د پوهاوي کمپیان برخه کې یو څو ټکي په پام کې ونیسو:

له وړاندې د ښځځپنې انګېرنې

له وړاندې انګېرنې د انسانۍ چلندونو بنسټیز بنسټونه دي، په ټولنیز چلند کې دا انګېرنې تر ډېره د ټولنیز کولو د منل شویو پروسو له لارې د انسان عقل ته لار مومي او بیا د انسان چلند د ځان څرګند، ډاډمن او بې پوښتنې اصولو په توګه تنظیموي او لارښودی کوي یې.

د ټولنو د تاریخي- کلتوري شرایطو پورې اړوند هغه انګېرنې چې د ټولنیز کولو په پروسه کې د خلکو ذهنونو ته ننوځي توپیر لري. په یوه لوېدیځه ټولنه کې، چې تر ډېره سیکولر کلتوري او ټولنیز سیستمونه لري، ارزښتونه لکه د جنسیت برابري، عدم تشدد، د قانون د ننه ژوند کول او انفرادي ګټو ته لومړیتوب ورکول، یا انفرادیت، په ټولنه کې د ټاکلو او منل شویو اصولو په توګه لیدل کېږي.

دغه اصول ښايي د تحقق په ځای کې ونه توانېږي، چې په بشپړه توګه د انسانانو چلندونه کابو کړي، خو له وړاندې فرض کړای شويو بنسټيزو انګېرونو په توګه یې په ټولنه کې داسې درځونه او سوري لري، چې څوک د دوی د تعقیب یا د دې انګېرنو د سموالي په اړه دلیل نه وايي.

د بېلګې په توګه، یو څوک ښايي په کور ، په شخصي اړیکو یا ان په عامه ځای کې له ښځو سره ناوړه چلند او تاوتریخوالی وکړي، خو هغه نه شي کولی د دې ادعا کولو سره خپل ناوړه چلند او تاوتریخوالی توجیه کړي، چې ښځې ټېټې دي او لږ انساني ارزښت او عزت لري. دا ډول توجیه د هېچا لپاره د منلو وړ نه ده، ځکه چې دا د نارینه وو او ښځو تر منځ د انساني برابرۍ اصل تر پوښتنې لاندې راولي.

په دودیزه او مذهبي ټولنو په ځانګړې په اسلامي تولنو او تر ټولو مهم په افغانستان کې دا له وړاندې انګېرنې په بشپړه توګه متفاوتې دي. د ټولنیز کولو په بهیر  افراد هغه ارزښتونه او اصول زده کوي، چې ټول یې ګډ دي، هغه پر نارینه وو د ښځو لوړاوی او تسلط دی. په ډېری مواردو کې دا اصول ښکاره او څرګند دي، کورنۍ، سیاستوال، ښوونځي او ان د پوهنتون استادان د دې اصولو څخه د دوی د چلند لپاره د توجیه په توګه د کارولو څخه ډډه نه کوي.

د بېلګې په توګه، په ډېری مواردو کې کله چې د اقتصادي مسلو او واک اړیکو خبره راځي، ښځو ته د ګډون فرصت او زمینه نه ورکول کېږي، ګواکي، چې دا مسلې د خطرناکو او ګواښ اخیستونکو پرېکړو غوښتونکې دي او په بشپړه توګه د نارینه وو مسلې ګڼل کېږي. کله چې د کورنۍ یوه ښځینه غړې غواړي خپله برخه واخلي، ډېری وختونه منع کېږي او ورته ویل کېږي: «د ښځو یې په دې کار څه کار!» یا «دې کار ته د ښځو عقل نه رسېږي.» یا نورې ورته کلیشې.

له دې ور ها خوا د عمل په مقام کې هم په کورني نظام کې تل د ژوند اصلي فرصتونه او د چارو تصمیم جوړونې نارینه ګڼل کېږي او ښخې تر ډېره د سلاکارې په توګه کولی شي د پرېکړې کولو پروسه کې رول ولوبوي. په همدې ترتیب په چاپېریال کې عاطفي چلندونه هم د نارینه وو او ښځو په تړاو په بشپړه توګه جلا دي. د کورنۍ په عاطفي مناسباتو کې هم نجونې او ښځې د هلکانو او سړیو په پرتله ټیټ ځای لري او تل له هلکانو وروسته د مهر او محبت سره مخ کېږي.

هغه رولیزه بېلګې چې په کورني نظام کې شتون لري، له هغې جملې دا چې نارینه دې د باندې کار وکړي او د کور په پاک والي، خوړو پخولو، کالیو وینځولو او ښکلا پورې اړوند چارې د ښځو په غاړه دي، نور بې بنسټه اصول دي، چې د افرادو شعور ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د ټولنیز کولو په پروسه کې ننوځي او په دې توګه د دوی انفرادي او ټولنیز چلند اغېزمنوي او په حقیقت کې د دوی د خوی او چلند د ځانګړتیاو یوه نه بدلېدونکې برخه ګرځي.

د فردي او ټولنیزو چلندونو په اړه د دې انګېرونو اغېز په داسې توګه دی، چې د نارینه وو او ښځو تر منځ نابرابري په خپل سرې توګه او پرته له دې چې په ټولنه کې منظمې هڅې ورته وشي او د ژوند په ټولو اړخونو کې رامنځ ته کېږي. نه یوازې نارینه بلکې ښځې هم د نارینه وو او ښځو تر منځ د نابرابرۍ پر بنسټ اړیکو جړولو کې برخه اخلي، ځکه چې د دوی د ټولنیز کېدو په بهیر کې دوی دا هم منلې ده، چې د ښځو حیثیت د نارینه وو سره برابر نه دی او دوی باید په ټیټ مقام کې وي او دا ذهنیت د دوی د په غیر شعوري جوړښت کې نفوذ کړی او ځان یې په کې ځای کړی دی.

په کورني سیستم کې د نجونو ډېری ځای غوښتنې د میندو له خوا کابو کېږي، میندې خپلې لوڼې نه پرېږدي، چې په ټولنه کې د مخکې ټاکل شویو رولونو له حدودو او چوکاټونو ها خوا ګام پورته کړي او په کور کې د واک او شتمنۍ اړیکو پورې اړوند مسلو کې مداخله وکړي او برخه واخلي. میندې خپلو زامنو ته ډېر لومړیتوب ورکوي، له دوی سره ډېر احساساتي مینه لري او د نجونو او ښځو د غوښتنو نه مخکې خپلې هیلې او غوښتنې پوره کوي.

په کورنۍ کې د نارینه وو محوریت

په افغانستان کې د کورني سیستم په جوړښت کې، نارینه د کورنۍ اصلي مرکز دی او ټول پرلپسې مراتب، ارزښتونه او اړیکې د نارینه وو شاوخوا څرخي. نارینه پرېکړې کوي، ځواک او شتمني لري او نور ته امر کوي، چې څه وکړي. ښځې په دې ډول چارو کې یا په هېڅ ډول شتون نه لري یا خورا ځندې ته کړای شوی او بې اهمیته شتون لري. په تر ټولو ناوړه حالت کې نارینه حق لري چې له ښځو سره څه چې وغواړي وکړي، وهي یې او ان له کوره یې وشړي او له خپلو ټولو ملکیتونو او حقونو یې بې برخې کړي.

ښايي په ډېری کورنیو کې ښځو او نجونو ته اهمیت ورکړل شي او له هغوی سره د درناوي ډک چلند وشي او غوښتونو ته یې ارزښت ورکړل شي. خو دا شی نه شي بدلولی، ځکه چې د دوی عزت او برابر بشري حقونه منلو پرته د دوی درناوی د ښځو حیثیت نه بدلوي. ښځې لا هم څندې ته کړای شوې او تابع مخلوق ګنل کېږي، چې د نارینه وو له خوا په غوره توګه د درناوي سره چلند کېږي. وروستۍ پرېکړه، وروستی ځواک او د ژوند نبض لا هم د نارینه وو په لاس کې دی.

د پوهاوي په جوړښت کې د ښځځپوونکو ارزښتونو ناستی

په دې اړه نور ولولئ...

د ښځو په اړه د پوهاوي کمپاین، د مبارزې تدریجي کړنلاره (وروستۍ برخه)

«یو څو دورې دې نه وژني» د تاوتریخوالي قرباني مېرمنې له خوا د طلاق ردول

هغه اولادونه چې په داسې چاپېریال کې رالوېږي، په غیر ارادي ډول ښځې او نارینه په برابر ډول نه ویني. دوی فکر کوي، چې ښځې ټيټ مخلوق دی او له همدې امله، د نارینه وو سره د مساوي حقونو وړ نه دي. دا انګېرنه د دوی د شعور په جوړښت کې کاږل شوې او بیا د انفرادي او ټولنیز ژوند لپاره د دوی ټوله لار په دې بنسټ جوړېږي.

دا ډول خلک ښايي وروسته د زده کړې، ټولنیز کېدو او غوره رولونو لیدلو له آمله د ښځو په اړه خپل اندونه او څنګه چې دوی ورسره لږ چلند کوي یا ان که دوی په لېبرال ټولنو کې ژوند کوي، نو باید له ښځو سره په مخالف ډول چلند وکړ. په هر صورت، د ښځو ضد آثار په آسانۍ سره د دوی له ذهنونو او رواني او د دوی چلندونو څخه له منځه نه ځي. په سختو حالاتو کې دوی په ناپوهۍ سره په دې زېرمه شویو انګېرونو عمل کوي او احتمال لري، چې د خپل ژوند تر پایه پورې د ښځو په وړاندې خپل بدکاته پرېږدي.

په لوېدیځو ټولنو کې د افغانانو تر منځ د کورني تاوتریخوالي ډېری برخه په همدې وضعیت کې ریښې لري. هغه سړي او ښخې چې په افغانستان کې زېږېدلي او هملته ستر شوي، ډېری وختونه د ناوړه چلند بېلګو سره روږدي او عادت شوي دي. دوی نه شي کولی دا عادتونه او د چلند بېلګې په شپه کې له منځه یوسي. ډېری خلک نه غواړي، چې د دوی د ناوړه ذهني انګېرونو په اړه پوښتنه وکړي، ان په لوېدیځ کې. دوی اړ دي، چې د لوېدیځ قوانینو ته غاړه کېږي، خو  په عمل او ورځني ژوند کې دوی خپل د ښځو ضد او پلرني چلندونه تر هغه بریده ساتي، چې امکان ولري.

دې انګېرنو او د دوی د سموالي او غلطۍ په اړه د شعوري نظر پرته، په ساده ډول په لوېدیځو ټولنو کې ژوند کول د ښځو په اړه پر انسان نظر اغېېزه نه کوي. که چېرې انګېرنې د شعور په جوړښت کې پتې پاتې شي او د بیا کتنې او پېژندلو تابع نه وي، دوی بدلون نه کوي او په چلندونو اغېزه کوي. په پایله کې د ښځو غیر برابر نظر د قانون له ساحې او کنټرول څخه د باندې دوام لري او له یو نسل نه و بل نسل ته لېږدول کېږي.

په راتلونکو برخو کې به د دې مسلې د اړخونو او نورو بنسټیزو ټکو په اړه، چې د جنسیت پر بنسټ ټولنیزه نابرابري رامنځ ته کوي خبرې وکړو.

اړوندې لیکنې

د ښځو کیسې، د افسانې د زړه درد اورېدل
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، د افسانې د زړه درد اورېدل

۲۱ كب ۱۴۰۴
د ښځو په اړه د پوهاوي کمپاین، د ښځې ځپلو چلندونو جدول (څلورمه برخه)
دسته‌بندی نشده

د ښځو په اړه د پوهاوي کمپاین، د ښځې ځپلو چلندونو جدول (څلورمه برخه)

۲۰ كب ۱۴۰۴
د برېتانیا د ښځو چارو او برابرۍ مرستیاله: د طالبانو جزايي اصول نامه کورنی تاوتریخوالی مشروع کوي
خبر

د برېتانیا د ښځو چارو او برابرۍ مرستیاله: د طالبانو جزايي اصول نامه کورنی تاوتریخوالی مشروع کوي

۲۰ كب ۱۴۰۴
افغانستان کې د مارچ اتمه، د خوښۍ نه، د کړاونو د یادولو ورځ
دسته‌بندی نشده

افغانستان کې د مارچ اتمه، د خوښۍ نه، د کړاونو د یادولو ورځ

۱۹ كب ۱۴۰۴
ګانیون: پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه د ټولو خلکو لپاره زیان راوړونکي دي
خبر

ګانیون: پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه د ټولو خلکو لپاره زیان راوړونکي دي

۱۹ كب ۱۴۰۴
سیما سمر: له زده کړو د افغان نجونو منع کول هغوی جبري ودونو ته اړباسي
خبر

سیما سمر: له زده کړو د افغان نجونو منع کول هغوی جبري ودونو ته اړباسي

۱۹ كب ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه