حوا جوادي
کله چې د شعور په جوړښت کې د ښځو ځپوونکو ارزښتونو په اړه خبرې کوو، یعنې دا عناصر زموږ د رواني او بې شعورۍ په تل داسې ننوتي او ځای شوي، چې په غیر اردي ډول زموږ چلند اغېزمنوي او زموږ کړنې او عمل په یوه ځانګړي لوري کشوي، خو په پای کې ټول ښايي د ښځې ځپلو تومنه په ځان کې ولري.
په دې پورې تړلې، چې دا ارزښتونه زموږ په روان کې څومره زېرمه شوي او موږ څومره د هغو ارزښتونو سره مخ شوي یو، چې د ژوند په مختلفو پړاونو کې د دوی سره مخالفت کوو او د چاپېریال شرایط چې موږ ته د دې ارزښتونو د څرګندېدو امکان چمتو کوي، زموږ د چلند ډول به توپير ولري. هغه څوک چې په یوه تړلې کلیوالي ټولنو کې لوی شوي او د ځواکمنو قبیلوي جوړښتونو تر اغېز لاندې به اړین نه وي، چې د هغه چا په څېر چلند وکړي، چې په ښاري ژوند او یوه لوستې کورنۍ کې را لوری شوی وي.
په ښاري ژوند او یوې کورنۍ کې چې ټول غړي یې لوستي وي، ښځو ته په بېلا بېلو نظرونو کتل کېږي او دا توپیر د هغو ښځو ځپلو ارزښتونو ډول او ماهیت هم اغېزمنوي، چې زموږ په لاشعورۍ کې زېرمه شوي دي. په یوه ښځځپوونکې ټولنه کې خلک د کور څخه د باندې د نورو ښځو د ځپلو له بېلګو او جوړښتونو سره مخ کېږي او د نړۍ په اړه د دوی لید د درې بېلګو او جوړښتونو له امله بدلېږي.
ټولنه خپل ارزښتونه نه یوازې په یوه کچه، بلکې په بېلا بېلو کچو او لارو په افرادو کې د ننه کوي، له کورني نظام نیولې تر ښوونځي، بازر، ټولنیزو ډلو او ټولنو پورې چې رامنځ ته کېږي او په مختلفو بڼو فعالیت کوي.
ان هغه کسان هم چې په کورني چاپېریال کې پر انساني ژوند ولاړو ارزښتونو سره ژوند کوي، خو کله چې د باندې وځي، دوی د جنسي هویت پر بنسټ د ټولنې د غړو له بېلا بېلو نظرونو سره مخ کېږي. دا نظرونه او ارزښتونه په اخر کې د دوی په چلند اغېز کوي. په ډېرو مواردو کې افراد دا انګېرنې او ارزښتونه له بهر څخه کور او کورنۍ ته لېږدوي، په دې توګه په کوچینو او وړو چلندي چاپېریالانو کې د دې ارزښتونو د ډېرښت سره مرسته کوي.
افغانستان د یوې داسې ټولې سمبول دی، چې په کې د ښځو سره کرکه د ژوند واکمنه نمونه ده او د ښځو سره نابرابر چلند ان د ډېری ښځو له خوا طبیعي ګنل کېږي. کله چې موږ وایو نابرابري، نو اړینه نه ده، چې په لویه سیاسي او اقتصادي کچه کې نابرابري مانا ولري. زموږ مطلب په مختلفو ټولنیزو کچو کې د ښځو په اړه د نابرابره لید ډول دی او تر ټولو مهمه کچه د کورنۍ ادار ده، چې په کې هلکان او نجونې په مساوي ډول نه لیدل کېږي. د واکمن بېلګو له مخې نارینه د کورني سیستم مرکز دی او دا مرکز د کورنۍ د ښځینه غړو له نظره طبیعي ګڼل کېږي.
د ښځو او نارینه وو تر منځ د نابرابرۍ طبیعي کول هغه سخت بنسټ دی، چې په نورو کچو کې د هر ډول نابرابرۍ ریښې لري. په هر صورت د دې نابرابرۍ کچه له یوې کورنۍ، له یوه چاپېریاله او له یوه وضعیت څخه بل ته توپیر لري. په بدترین حالت کې نارینه د ښځو مالک ګڼل کېږي او حق لري، چې له ښځو سره هغه ډول چلند چلند وکړي، لکه څنګه چې دوی وغواړي. د ښخو په وړاندې فزیکي تاوتریخوالی، ظلم، سپکاوی او رټل طبیعي ښکاري. په غوره حالت کې ښځې ښايي د فزیکي تاوتریخوالي سره مخ نه شي، د زده کړې، کار او ان په پرېکړه کولو کې د ګډون حق ولري، خو بیا هم په کور او کورنۍ کې د دویم لاس رول او تابع مقام څخه برخمنې دي.
د انګېرنو سره مبارزه
د انګېرنو د روښانه کول او دا چې دوی څه ډول په اشخاصو کې نفوذ کوي او د هغوی پر چلندونو د اغېز تحلیل څه دی، دا ده، چې پوه شو موږ ټول د هغو رجحاناتو سره مخ شوي یوو چې په بېلا بېلو لارو کې نابرابري، تبعیض او د ښځو ځپل په موږ کې د ننه ځای کړي دي. په ټولنیزو تعاملاتو کې د چلند ډېره برخه د مخامخ تعاملاتو له کوچینو کچو څخه د ټولنې تر لویې کچې پورې د دې انګېرنو څخه اغېزمنه ده، د ښځو ځپلو دغو انګېرونو زموږ د ننه او په لاشعوري ډول رسوب کړی دی او هره شېبه کړنلارو او چلندونو ته لار ښيي.
اوس چې موږ په مارچ میاشت کې یو له خورا مهمو کارونو چې کولی یې شو د دې انګېرنو په اړه انعکاس دی، یو ډول روښتانتیا او د ځان انعکاس تر څو وګورو چې زموږ د ننه کوم ارزښتونه زېرمه شوي او دا ارزښتونه زموږ په چلند او نظرونو څومره اغېزه کوي، وروسته وګورو چې څنګه د کومو چینلونو له لارې او د ژوند په کوم پړاو کې دا ارزښتونه او انګېرنې موږ ته ننوتلې دي.
آیا زه ښځه ځپوونکی یم؟
د دې لپاره چې موږ په لاشعورۍ کې د دې انګېرنو ژورو ته ورسېږو، موږ باید له ځانه سخت، څرګند او بربنډه پوښتنې وکړه. «آیا زه د ښځې ځپوونکی یم؟»، «آیا زه ښخې ناقص العقله موجودات ګڼم؟»، «آیا زما له نظره ښځې له برابرو انساني ارزښتونو برخمنې نه دي؟»، « آیا دا ما ځوروي چې ښځې د نارینه وو سره د برابرو حقونو لپاره مبارزه کوي؟»
او وروسته دغه پوښتې په بېلا بېلو چوکاټونو کې له ځانه وپوښتو، دا چې: «د نړۍ په اړه زما نظر څومره مردانه دی؟»، «آیا نارینه د ښځو په پرتله ډېر وړ انسانان دي؟»، «آیا زما په نظر نارینه د سنجولو، تصمیم نیونې او عمل ښه ځواک لري؟»، «آیا نارینه باید په هر حالت کې کورنۍ مدیریت او کنټرول کړي؟» او «آیا زما له نظره په ټولنه کې د نارینه وو واکمني سم کار دی او باید دغه وضعیت تل پاتی وي او ښځې باید په ټولنه کې واکمني ونه کړي؟»
دا ډول ښکاره پوښتې زیاتې دي، چې باید وپوښتل شي، هر څومره چې پوښتنې ښکاره وي، دېری کسان د خپلو فکري انګېرنو سره پېژندګولي پیدا کوي او له دې لارې د خپل کړو وړو او غبرګونونو په اړه ډېر پوهاوی پیدا کولی شي. په خپل ذات کې له انګېرنو پوهېدا او د هغو اغېز له افرادو سره مرسته کوي، تر څو له هغه څه چې رامنځ ته کېږي سم درک پیدا کړي او دا په خپله له انګېرنو او د چلندونو او لید له بدلون څخه واټن نیسي.
خو د دې پوښتنو لمن نباید په دې ځای کې راټوله شي. کله چې له ځانه پوښتو «آیا زه ښځه ځپوونکی یم؟» باید د هغې ځواب تحلیل کړو. که چېرته دا پوښتې سمې او په ریښتینې توګه طرحه شي د کابو ډېری افغانانو د اکثریت نارینه وو او ښځو ځواب د ښځو د خپلو منل دي. دا ځپل ښایي د ځینو خلکو په ځانګړې توګه د ښځو په منځ کې ډېر غټ او څرګند نه وي، خو بیا هم په کې نرۍ او تتې کرښې ښکاري.
د ښځو ځپل څه ډول زموږ د پوهې په جوړښت کې ریښه کړې؟
په بل پړاو کې باید دا ځواب تجزیه او تحلیل کړو. «دقیقآ څه وخت د ښځې ځپلو زما په ذهن کې ریښه او نفوذ کړی دی؟». «د ښځې ځپلو تر ټولو مهم ارزښت چې زه پرې باور لرم څه دی؟». «دا ارزښت له کومې لارې او څه ډول زما روان ته د ننه شوی دی؟»، «د کور، ښوونځي کار او دوستانه غونډو چاپېریال د دې باور په رامنځ ته کولو کې کوم رول درلود؟». «آیا که زه په کور، چاپېریل او یا بل ځای کې وای، بیا به مې هم دا ارزښت او په بل پړاو کې د ښځې ځپلو انګیزه له ځانه سره درلوده؟»؟ «ولې هغه چاپېریال چې زه په کې ژوند کوم او لوی شوی یم، ښځینه ځپوونکی دی؟». «آیا اوس چې شرایطو او چاپېریال بدلون کړی بیا هم باید پر همغو ښځې ځپوونکو ارزښتونو او اصولو باور ولرو؟».
د وخت انګېرنې چې کله تر جدي پوښتونو لاندې راشي، بیا ټېک نه شي کولی او د انګېرنو حالت بیا له لاسه ورکوي. ډېری انګېرنې پر غلطو او ناسمو باورونو ولاړې دي. خو له کومه ځایه چې تر پوښتنو لاندې نه دي راغلې، توانېدلې چې دوام وکړي. همدا چې پوښتنې پیل شي انګېرنې له بنسټیزو نا لیدونکو پاړکیو د ځان پوهېدنې او د لوړ درک کچې ته پورته کېږي. پوښتې په اصل کې د انګېرنو ناسم باورونه ښکاره کوي او له دې لارې د انسان روان د هغو له شر څخه آزادوي.
د بېلګې په توګه، کله چې پوهه شو د ښځو په اړه زموږ نظر زموږ د پوهې او له ښځو سره د مخ کېدو پر بنسټ ولاړ نه دی، بلکې د هغو تجربو څخه اغېزمنېږي، چې موږ یې په کور، ښوونیز چاپېریال، کار، ستاتېری او ځان بوختیا کې لرو او دا چاپېریالونه د غلطو باورونو او ارزښتونو څخه ډک دي، نو موږ کولی شو د خپلو انګېرنو له غلط بنسټونه سره هم روږدي شو. دا روږتیا په بل پړاو کې زموږ سره مرسته کوي، چې خپل د ښځو ځپوونکی لېوالتیاو او چلندونو اصلي دلیل وپېژنو او په تدریج سره د هغو په اعتبار او سموالي بیا کتنه وکړو.
نباید له یاده وباسو، چې دا پوښتنې یوازې د نارینه وو لپاره نه دي، ښځې هم باید دا پوښتنې راپورته کړي، ځکه په افغانستان کې ښځې او نارینه په ورته ټولینزو مرکزونو کې لوبېږي او ورته ارزښتونه د دوی په ذهنونو کې ننوځي او په نهایت کې راکښته کېږي. د افغانستان په څېر ټولنو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ګډون خورا طبعي او څرګند دی، البته دا شعوري او سیستماتیک ګډون نه دی، چې د اندازه شوي او هدف لرونکي عمل پایله وي، بلکې په غیر ارادي ډول او د هغو انګېرنو تر اغېز لاندې چې د ټولنیز کولو پروسو په جریان کې د دوی په اندونو او ذهنونو کې ځای شوي دي.
په راتلونو یاداښتونو کې، په افغانستان کې د ښځو د ځپلو په نورو اړخونو رڼا اچول کېږي.







