زحل آزاد
د دې په خپله وینا، ټولې بدبختۍ یې څوارلس کاله وړاندې پیل شوې. د ۱۳۹۰ کال په لومړیو کې، هغه مهال چې یوازې دوولس کلنه وه او د ښوونځي په پنځم ټولګي کې یې زده کړې کولې، ورور یې د تره له لور سره د مینې په تړون تېښته وکړه. پلار یې د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره داسې لار وټاکله، چې ډېره ساده خو په ورته وخت خورا بې رحمه ټاکنه وه: په بدو کې د حمیدې ورکړه.
حمیده هغه ورځې ترخې بولي: «ماښام مهال مې تره او څو نور نارینه زموږ کور ته راغلل. ویل یې ورور مې د ده لور تښتولې او د دوی آبرو یې وړې ده. تر ساعتونو خبرو اترو وروسته پرېکړه وشوه، چې ما د خپل تره زوی ته، چې ټول پوهېدل نشه يي دی، ورکړي تر څو دعوا خلاصه شي.»
ځان د «حمیدې» په مستعار نوم راپېژني، ۲۶ کلنه ده او وايي دوه ځلې له داسې سړیو سره واده ته اړ ویستل شوې، چې دواړه نشه یان وو او له دې پرېکړو یوه یې هم خپله نه وه، هغه ټاکنې، چې کلونه کېږي ژوند یې د تاوتریخوالي او لوږې ارټ ته اچولی دی.
د نجونو په «بدو کې ورکول» په افغانستان کې یوه دود او ریښه لرونکې پدیده ده. هغه دود چې اختلاف د حل لپاره نجلۍ له خپلې خوښې پرته د مقابل لور کورنۍ ته ورکوي.
حمیده له همدې سلګونو نجونو څخه یوه ده، چې د دې ډول ناوړه دود قرباني شوه.
حمیده وايي، دې او د تره زوی یې له کوژدې درې کاله وروسته واده وکړ. له هغه کس سره چې په نشه يي توکو روږدی وو: «کله به یې چې نشه يي توکي وڅکول، ښه وو، لږ و ډېر کار یې کاوه او د خوړو لپاره یې دوډۍ راوړله. خو کله به یې چې توکي تمام شول، دونیا به یې راباندې قیامت کړه. وهلم ټکولم یې او ویل یې: زر پیسې پیدا کړه تر څو مواد پرې واخلم.»
په لاس یې د سوځېدو نښې راوښودلې، دوام یې ورکړ: «کوم ځل مې چې خبره نه منله، سوری کړی سیخ به یې زما په لاسونو او ورنو راکېښود او ویل یې، چې نور مې له امره سرغړونه ونه کړم. دوه کاله خورا سخت تېر شول او یوه ورځ یې هم شکنجه کولو خالي نه وه.»
حیمده وايي، یو ځل یې د خاوند د پرلپسې تاوتریخوالي له امله دوه میاشتنۍ جنین هم له لاسه ورکړی دی: «یوه ورځ یې زما تر مخ نشه يي توکي وهل، بوی او دوی یې ډېر بد راولګېده او طاقت مې ونشوای کولای، ولاړم تر څو یې مخنیوی وکړم، چې په ګاز ډبې یې راباندې وار وکړ، په ملا یې و وهلم او بې هوښه شوم. کله چې په خود شوم، روغتون کې وم او ماشوم مې نه وو.»
د حمیدې د اوسېدو ځای د هغې په غوښتنه په دې راپور کې نه دی راوړل شوی.
حمیدې له خپل لومړني مېړه سره تر دوه کاله ژوندل کولو وروسته بالاخره طلاق واخیست.
په افغانستان کې د طلاق یو اصلي لامل په نشه يي توکو د نارینه وو روږدېدل او کورنۍ تاوتریخوالی دی.
له طلاق دوه کاله وروسته د حمیدې پلار هغه د ۲۵۰ زره افغانیو په بدل کې له دې یوه ډېر مشر سړي ته واده کړه، هغه سړی چې د لاس په برخه کې معلول دی او وروسته روښانه شوه، چې په نشه يي توکو هم روږدی دی.
هغه بیان چې حمیده یې کوی دردونکی دی: «وايي اضافي ډوډۍ خوړونکې یې، خلک په موږ خاندي، چې لور یې طلاق اخیستی، دا عیب دی، چې ښځه دې په کور ناسته وي. زما خوښۍ او غم هېچا ته ارزښت نه درلود. اول ځل د خپل ورور په خاطر سزا راکړل شوه او دویم ځل هم د خلکو د خبرو په خاطر.»
د حمیدې دویم مېړه د افغانستان د مخکنیو امنیتي ځواکونو غړی وو او له طالبانو سره جګړه کې یې یو لاس پرې شوی وو. په ۲۰۲۱ د اګست ۱۵ مه د کابل له سقوط مخکې د هغې زوند د مېړه پر تقاعد تېرېد او په ټولو کمیو او ستونز یې دوام درلود.
خو نسبي هوساینې زیات دوام ونه کړ. د حمیدې په وینا: «د واده په لومړیو کلونو کې لږ څه آرامه وه، د طالبانو لومړی کال وو چې خبره شوم معتاد دی او وهل ټکول پیل شول. نیمه شپه به یې له کوره و ایستلم، کنځاوې کول خو بېخي یوه عادي خبره وه.»
حمیدې ویلي څو ځلې یې د ځان وژنې اقدام کړی او هر ځل د ګاونډیانو او کورنۍ په مرسته ژوغول شوې. «یو ځل مې د موږکو دواه وخوړه. فکر مې کاوه، چې نور نه ژغورل کېږم، خو ګاونډیان خبر شول او زه یې روغتون ته یوړوم. فکر مې کاوه، چې د بدبختیو څخه به خلاصه شم، خو بیا هم ژوندی پاتې شوم او په غذاب کې ژوند کوم.»
حیمده دا مهال په یوه خصوصي ښوونځي کې د صفاکارې او آشپزې په توګه کار کوي او هره میاشت پنځه زره افغانۍ مزدوري اخلي. هغه وايي ان همدا لږ ګټه یې هم د خاوند د نشه يي توکو په پېرلو لګول کېږي.
حمیده خپل پنځه کلن زوی ته په نغوتې زیاتوي: «کله چې زما له وهلو ټکولو ستړی شي، په ماشوم مې غوسه خالي کوي. یو ځل یې هغه تر ستوني نیولی او لږ پاتې وه، چې زما د سترګو په وړاندې ژوند له لاسه ورکړي. کله چې مواد نه وررسېږي، کور په دوز بدلېږي.»
هغه له دې وېرېږي، چې ښايي پر ماشوم یې کوم څه ونه شي.
د حیمدې کیسه د افغانستان د زرګونو ښځو یو له ترخو او تکراري کیسو څخه ده، هغه ښخې، چې د ناعادلانه دودونو، کورني تاوتریخوالي او د نرواکو پرېکړو قرباني کېږي.
ډېری د هغو د ژوند له ټاکلو محرومې دي، غږ یې نه اورېدل کېږي او د ټولنیزو او اقتصادي محدودیتونو کړاو په خپلو اوږو یوازې وړي. «هېڅوک مې تر شا نشته، هېڅوک. له بې پنایۍ پرته له سوځېدو او جوړجاړي پرته بله چاره نه لرم.»
شونډې یې له وچوالي چاودلې وې. وايي: «ګولی مې وخوړې مړه نه شوم، د موږکانو دوا مې وخوړه بیا هم ژوندی پاتې شوم، مرګ هم له ما په تېښته دی.»







