حوا جوادي
له ډېری عادتونو او اخلاقي ځانګړنو سره مبارزه کول تر هغې چې د زغم وړ شوي نه وي آسانه کار نه دی. د عادي عادتونو او چلندونو اصلي ستونزه دا ده، چې د رادبره کېدو پر مهال سملاسي او له سنجولو او اورزونې پرته ترسره کېږي. انسانان تر ډېره د خپلو عادي چلندونو په اړه تر څو چې جدي پایلې ونه لري، فکر نه کوي او د دې چلندونو ګټه او تاوان نه سنجوي.
د سویسي ارواپوه کارل یونګ (Carl Jung) له نظره دا چې عادتونه تکرارېدونکې نمونې لري، نو له سنجش پرته او په غیر ارادي ډول دوام پیدا کوي. انسانان په ډېری مواردو کې ښايي په کلي صورت دا درک کړي، چې عادتونه یې مثبت نه دي او ښايي به اوږد مهال یا لنډ مهال کې زیان راوړونکې پایلې ولري، خو دا چې له هغو سره روږدي شوي، چمتو نه دي چې پرېږدي.
د هغه له انده عادتونه ساده او لوېدلې چارې نه دي، د عادتونو ریښې زموږ بې شعورۍ ته ورګرځي. دا چې انسانان خپلې بې شعوره چارې سملاسي او له وړاندې ټاکل شوې په پام کې نیسي، حاضر نه دی، چې د هغې په اړه جدي زغم وکړي او پایلې یې ته یې تغیر ورکړي.
له همدې امله ځینې وخت انسانان چمتو دي، چې ځان ته ضربه ورکړي او ځان ته زیان ورسوي، خو دې ته چمتو نه دي، چې خپل عادتونه پرېږدي.
د یونګ به باور د ښکاره د عادتونو او چلندونو د بدلولو لار دا ده، چې هغه وپېژنو، فکر پرې وکړو او ریښې يې ومومو. کله چې عادتونه تر فکر لاندې ونیسۍ او د هغو د ریښې جوړونې په اړه فکر وکړۍ، نو عادتونه له ځانه څرګند، مخکې له مخکې ټاکل شوي او نه بدلېدونکي څخه په رضاکارانه، کنټرول وړ او بدلون وړ موضوعاتو باندې بدلېږي.
په دې کار سره کولی شو د وخت په تېرېدو سره د ناخوښه، ناواړه او زیان رسوونکي چلند ځانګړنو څخه خلاص او خوښې، نیکې او ګټه راوړونکې ځانګړنې پياوړې او ښې کړو.
دا دلیل چې تحصیل کړي او لوستي کسان پر خپل چلند واک لري او کولی شي هغه کابو کړي، همدا د سنجونې او ارزونې قدرت دی. هغوی د خپلې ارادې او پوهاوي په پیاوړتیا سره د خپلو چلندونو د هغو په اړه فکر کوي، سنجوي یې، سپړي یې او له دې لارې توانېږي، هغه څه چې نه یې خوښوي، بدلون ورکړي.
عادي خلک تر ډېره د هغو شرایطو له امله چې دوی په کې ځانونه پیدا کوي دا ډول جرئت نه لري او په پایله کې دوی د خپلو عادتونو بندیان پاتې کېږي او چلندونه د خپلو ګټو یا زیانونو لپاره نه تر سره کوي، بلکې د منل شوې او تکرار شوې نمونې سره سم عمل کوي. دوی د خپلو چلندونو ریښې نه سپړي او ډېری وخت تکراري یا د چلند نمونه د سموونې لپاره بسندویه توجیې ګڼي.
هغه څه چې په کلي ډول دلته ویل شوي، د افغانانو تر منځ د ښځې ځپنې د عادت په اړه هم رښتیا دي. د دې پر ځای چې د فکر، ایډیولوژۍ او عقیدې د سیستم پایله وي، د افغانستان د خلکو تر منځ د «ښځې ځپلو» غالب اړخ په ډله ییزو او انفرادي عادوتونو کې ریښې لري، چې په دوامداره توګه په ټولنه کې په بېلا بېلو بڼو تکرار شوي او دوام لري. ډېری خلک د «ښځې ځپل» او ښځو سره د کرکې چلند په بڼه، په حقیقت کې د تېرو چلندونو بېلګې تکراروي او بیا تولیدوي، پرته له دې چې د دوی د چلند طبیعت او محتوا او هغه پایلې چې دا یې راوړي په جدي توګه په پام کې ونیسي.
البته مذهب او له دین او دیني پوهو څخه دودیزه او تنګ نظره برداشتونه د دې وضعیت له سختوالي سره مرسته کوي. ډېری خلک د ښځو ضد مذهبي لارښوونو هرکلی کوي، ځکه چې دا لارښوونې د دوی سره مرسته کوي، چې خپل زاړه او دودیز عادتونه پیاوړې کړي او په دې توګه د دوی د چلندونو د سموالي په اړه ډاډ تر لاسه کړي. په عادي شرایطو کې خلک نه خوښوي، چې د خپل تجربه او منل شوي ژوند نمونو سموالی تر پوښتنې لاندې راوړلي او هغه بدل کړي.
د ښځې ځپلو درسونه له دوی سره مرسته کوي هغه څه نور هم تایید کړي، چې دوی ورسره روږدي او ورسره هوسا دي او تر هغه حده چې امکان ولري، خپل ذهنونه او ژوند د ښخو په وړاندې د تاوتریخوالي چلندونو د بدلولو په ستونزو کې ښکېل نه کړي. مذهبي تعلیمات په حقیقت کې د ټولنې په شعور باندې د تایید او توجیه کولو غلط پرته اچوي، په دې توګه د ټولنې له سترګو څخه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي بد صورت، اعتراض کوونکی او غیر انساني محتوا پتوي او پټ ساتي. دا د پوهې دا ډول انعطاف د ټولنې د انعکاس، انتخاب، ارزونې او عقلانیت ځواک په جدي توګه کمزوری کوي. د فکر او انعکاس ځواک کمزوري کولو سره، افراد او ټولنه د خپلو کړنو او چلندونو له ریښو سره نه روږدی کېږي او په دې توګه د هغو تکرار او دوام ته دوام ورکوي.
د ښځې ځپلو باورونو جدول
لکه څرنګه چې یونګ د عادتونو په اړه په کلي صورت ویلي، د ښخو په وړاندې د ناوړه چلند څخه د خلاصون لار دا ده، چې دوی د فکر او پوهاوي په موضوع بدل کړو او د دې پر ځای چې دوی په ساده ډول ونیسو، د دوی ریښې په ځان کې ومومو. دا ریښې موندنه تر هر څه ډېره اړینه ده، په ځانګړې توګه په افغانستان کې چې د ښځو په وړاندې د ناوړه چلندونو څخه ډک دی، تر څو هغه لار بدله کړو چې موږ یې د ښځو په اړه ګورو او د ښځو په وړاندې د ناوړه چلند مخه ونیسو.
د عادتونو له منځه وړل او تحلیلول له موږ سره مرسته کوي، چې د چلند سموالی و ارزوو، نه د هغو تکرارونو او نمونو پر بنسټ چې له تېرو وختونو څخه موږ ته راغلي دي، بلکې د چلند د اصلي منطق په پوهېدو او د هغې محتوا د هغه زیان یا ګټې په پام کې نیولو سره ارزونه کوو چې دایې راوړي.
تر ټولو سمه او ساده خبره دا ده، چې د چلندونو او عادتونو د تکرار پر ځای یو داسې جدول جوړ کړو، چې د ښځو ضد عقایدو او چلندونو په کې لېست شوي وي. دا اقدام له موږ سره مرسته کوي، چې په لومړي قدم کې پوه شو د ښځو ځپلو باورونه تر کومې کچې زموږ په ذهنونو کې راټول شوي او بیا دا چې دا باورونه موږ د ښځو ځپلو کومو چلندونو ته لارښود کوي.
د ښځو ځپلو باورونه او چلندونه البته د هغه شدت او تاوتریخوالي له پلوه چې په کې شتون لري، یو ډول نه دي، ځینې باورونه خورا سخت او د ډېر تاوتریوخوالي چلند لامل کېږي. خو ځینې بیا ډېر سخت نه دي، مګر بیا هم د ښځو ځپلو محتوا لري او داسې چلندونو ته لار هواروي، چې په پای کې ښځو ته زیان رسوي.
له همدې امله د هر افغان وګړي لپاره که هغه نارینه وی یا ښځینه، نجلۍ وي یا هلک، لومړی باید پوه شي، چې دوی کوم د ښځو ځپلو کوم باورونه لري، دوی باید هغه په یوه نسبتآ ساده کیفیتي جدول کې تنظیم کړي. لاندې جدول د دې ډول یوه بېلګه ده.
| د ښځې ځپلو باورونه | شدید | منځني | کمزوري |
| د ښځې واک باید له نارینه سره وي | د نارینه له اجازې پرته حق نه لري له کوره ووځي | په اجازې سره کولی د څه شي اخیستلو ته ولاړه شي | د نارینه په اجازه کولی شي یوازې سفر وکړي |
| ښځه نه باید ناسمې جامې ولري | د ښځې بدن باید له سره تر پښو پوښلی وي | اړتیا نشته چې ښځه ټوله پوښلې وي، خو ټکری باید ولري | ښځه کولی شي ټکری ونه لري، خو له غاړې ښکته باید په مناسب ډول پوښل شوې وي |
| ښځه حق نه لري، چې له پردیو سره خبرې وکړي | اصلآ نباید له نامحرم سره خبرې وکړي | کولی شي په آزاد چاپېریال کې له پردیو سره خبرې وکړي خو حق نه لري، چې لاس ورکړي | کولی شي له پردیو سره په غونډو او محفلونو کې خبرې وکړي، خو مچي کول او غېږ په غېږه کېدای نه شي |
| ښځه حق نه لري، چې د پردیو پر وړاندې ځان وښيي | ښځه باید د پردیو د سترګو په وړاندې په حجاب کې وي | ښځه کولی شي په کورنیو او دوستانه راټولېدنو کې خپلواکه وي | ښځه کولی شي په دوستانه راټولېدنو کې وناڅي، خو حق نه لري، چې هر ځای نڅا وکړي |
| د خور/ لور د واده واک د پلار/ ورور دی | پلار یا ورور باید پرېکړه وکړي، چې خور یا لور چا ته واده کړي | خور او لور کولی شي ځان ته مېړه پیدا کړي، خو وروستۍ تصمیم د کورنۍ سره دی | خور یا لور کولی شي په خپل زړه مېړه وکړي، خو نه شي کولی کوم لونډ ولري او له هغه سره کوروالی وکړي |
| ښځه حق نه لري، چې زده کړې وکړي | ښځه اصلآ باید درس ونه وايي | ښځه کولی شي زده کړې ولري، خو لازم نه ده چې پوهنتون ته لاړه شي | ښځه کولی شي پوهنتون ته لاړه شي، خو باید ټاکل شوې څانګې وټاکي |
| ښځه د کار حق نه لري | ښځه اصلآ باید په هېڅ صورت له کوره بهر کار ونه کړي | ښځه کولی شي د خپل خاوند په شخصي تجارت کې کار وکړي | ښځه کولی شي له کوره د باندې کار وکړي، خو د خپلې ګټې خاونده نه ده، ګټه باید له خاوند یا د کورنۍ له بل نارینه سره وي او ویې لګوي |
په راتلونکې برخه کې به د ښځې ځپوونکو چلندونو په جدول رڼا واچول شي، هغه چلندونه کې چې د ښځو ځپلو له همدې باورونو یې سرچینه اخیستې. د باورونو او چلندونو د بېلګیزه جدول تر تنظیمولو وروسته به، د هغو د بدلون د کړنلارو څرنګوالی وڅېړو.







