غزال محمدي
د مارچ د اتمې په درشل کې، چې د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده، یوه ډله معترضې ښځې او نجونې، له پراخه ځپنې او د طالبانو د امربالمعروف ځریو له پراخ شتون سره واټونو ته راووتې او د طالبانو ضد شعارونه یې ورکړل.
رخشانه: دغه اعتراضي حرکت چهارشنبې د (مارچ اوله) سهار اووه بجې پر واټونو د یوې ډلې معترضو ښځو او نجونو له خوا «طالبانو ته نه» او د «مارچ اتمه د افغان ښځو د حقونو لپاره مبارزې» په شعارونو سره کابو ۲۰ دقیقې دوام وکړ.
د واټونو پر سر په دې اعتراض کې لږ تر لږه ۲۵ معترضو نجونو، چې د «د افغان ښځو د تاریخ بدلون غورځنګ» پورې تړلې وې، ګډون درلود.
په یوه بله ورته پېښه کې، د نجونو یوه وړه ډله له وړو لیک دړو سره چې پر مخ یې لیکل شوي دي «په افغانستان کې جنسیتي توپير ته پای ورکړی» د مارچ د اتمې په درشل کې واټونو ته راووتې. هغوی په دې شعار سره «چې سنګر مو واټونه او دښمن مو طالبان» د کابل پر واټونو په اعتراض لاس پورې کړ.
په [مستعار نوم] صابره یوې له همدې معترضو نجونو وه. هغې دا مسوولیت درلود، چې اعتراضي لیک دړې تر نجونو ورسوي. «ما شعارونه او جنډې په یوه ټوټه کې پېچلې وې او ورسته مې په پلاستکي کڅوړه کې ولېږدولې تر څو د چا ورته پام نه شي.»
معترضو نجونو اعتراض ځای ته د خوندي رسېدو لپاره ګڼ امنیتي تدابیر په پام کې نیولي وو. د صایقې په وینا، هغوی به وړو ډلو کې په بېلابېلو لارو د اعتراض ځای ته ورسېدې.
هغې و ویل: «ټوله هڅه مو دا وه، چې په احتیاط سره چلند وکړو، موږ په جلا جلا ډلو و وېشل شو او له بېلا بېلو سړکونو او واټونو د اعتراضي په اصلي ځای کې سره راټولې شوو. موږ حجاب او ماسکونه اچولي و او د دې لپاره چې څوک راباندې شک ونه کړي، د اعتراض هېڅ ډول نښه مو له ځان سره ونه لېږدوله.»
دا معترضې نجونې وايي، د مخکنیو اعتراضو له تجربې سره سره، د اعتراضي شعارونو د ورکولو پر مهال د وېرې سره مخ وو: «زړه مې ټکان کاوه او په ذهن کې مې یوازې دا یوه جمله تکراروله- خدای زموږ غږ تر نړیوالو ورسوه او نړیوالو زموږ غږونه واورۍ، چې موږ په څه ډول شرایطو کې ژوند کوو- موږ ټولې پوهېدو چې ښايي ونیول شو، خو چوپتیا تر زندان دردونکی دی.»
صابره په کابل کې ژوند کوي. هغه ادعا کوي، چې د پخواني حکومت په دوران کې یې پلار د طالبانو له لوري و وژل شو او د پلار په مرګ یې له ځان سره ژمنه وکړه «د هغه کسانو چې د دې د پلار او د ډېری نورو افغان نجونو د پلرونو ژوند یې واخیست، غلې پاتې نه شي.»
صابره چې له تېرو دریو کلونو راهیسې د معترضو ښځو له لیکې سره یو ځای شوې وايي، هر ځل چې په اعتراض کې د ګډون لپاره له کوره وځي، مور یې په اندېښنې سر هغه بدرګه کوي: «هر ځل چې خدای پاماني کوم، ښايي وروستی ځل لیدل یې وي. زما تر ټولو لویه اندېښنه نیول او د مور او دوه کوچینو خویندو بې برخلیک توب دی، خو که موږ ولاړې نه شو، نو څوک به د ښځو د حقونو غوښتنې لپاره لاړې شي؟»
صابره باوري ده، چې د ښځو مبارزې نړیواله ټولنه د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خبره کړې ده. «نن ورځ هېڅوک نه شي کولی ادعا وکړي، چې د افغان ښځو او نجونو له وضعیت څخه ناخبره دي، ځکه ټول پوهېږي، چې افغان ښځې د طالبانو د ترهګر نظام تر سیوري لاندې په کوم وضعیت کې ژوند کوي. خو ستاسو چوپتیا ځپلو ته د مشروعیت ورکولو په مانا ده، له خلکو په ځانګړې توګه له ښځو عملي ملاتړ وکړۍ، نه یوازې په بیانیو، بلکې په خپلو ریښتینو اقداماتو سره.»
په [مستعار نوم] زینت یوه بله معترضه نجلۍ ده، چې د مارچ د لومړۍ نېتې په اعتراض کې یې ګډون کړی وايي، په واټ پر اعتراض کې ګډون، د پېژندل کېدو او نیول کېدو وېرې د هغې رواني وضعیت اغېژمن کړی دی. هغې و ویل: «تل دا وېره راسره وي، چې زه او ملګرې مې د طالبانو له لوري ونه نیول شو. وېره مې تل آسانه نه ده، ګواښل، سپکاوی او د نیولو احتمال تل شتون لري. دغه وضعیت زیات رواني فشار ما ته رامنځ ته کړی دی، ځکه شرایط ډېر سخت او د نامطمین دي.»
زینت له تېرو دریو کلونو راهیسې د ښځو غږ اوچتولو لپاره د مبارزو له لیکې سره یو ځای شوې ده. هغه وايي، د طالبانو د څلورنیم کلنې منظمې ځپنې، لکه هغې جملې، نیولو، ګواښلو، وهل ټکولو او ربړونې- پر وړاندې د افغان ښځو او نجونو مبارزې او مقاومت ثابته کړې ده، چې «افغان ښځې هېڅکله حذف او تحمیل ته نه تسلیمېږي.»
زینت زیاته کړه: «ښايي دا مبارزه لا هم وروستۍ پایلې ته نه وي رسېدلې، خو لږ تر ږله توانېدلې، نړیوالو ته وښيي، چې افغان ښځې حذف او تحمیل ته نه تسلیمېږي. دا مقاومت یو ژوند جریان دی او ښايي دوام ولري.»
زینت د اعتراضونو پر دوام د ټینګار تر څنګ باوري ده، چې د اوسنی وضعیت په وړاندې چوپتیا د ظلم د منلو او د هغې د عادي کولو په مانا دی. «چوپتیا له ظلم سره ملګرتیا ده او موږ هغه نجونې نه یو، چې د طالبانو د ظلم او امرونو په وړاندې چوپتیا غوره کړو. هغه کړاو چې دوی یې موږ ته راکوي وزغمو، په داسې حال کې چې د دې ډول ظلم او زجر وړ نه یو.»
پر واټونو د ښځو اعتراضونو ډېر کم تر سترګو کېږي. طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې معترضې ښځې سختې وځپلې. د طالبانو له زندانونو د معترضو ښځو د ربړونې، ناوړه چلند او ځورولو لړزونکي راپورونه شتون لري.
لکه د بښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي دي، معترضې ښځې د طالبانو په زندانونو کې له ربړونې او ناوړه چلند سره مخ دي.
ان د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ په یوه راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو په زندانونو کې پر یو شمېر ښځو او نجونو جنسي تېري او تعرض شوی دی.
د بشري حقونو د څار ډلې په دې وینا سره چې ویلي یې دي، په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته د ښځو د سوله ییزه لاریونونو په وړاندې د طالبانو غبرګون وحشیانه او بې رحمه دی.
په [مستعار نوم] مژده د مارچ په اوله د یوې ډلې نجونو سره واټ ته راوتلې. هغه وايي، کورنۍ یې په واټونو په اعتراضونو کې له ګډون څخه نه ده خبره. خو هغه ولې واټ ته راوتلې؟ «چوپتیا د فشار او سپکاوي تر زیاتولو پرته بله پایله نه لري! هر څومره چې محدودیتونه زیاتېږي، د لارې دوام ته زموږ اراده لا ځواکمنېږي، موږ نه غواړو هغه نسل وو، چې د بې عدالتۍ پر وړاندې چوپ پاتې شو او تپل شوی رنځ له اعتراض پرته ومنو.»
مژده وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت خورا خراب دی. هغه ان خپله د جبري واده تر فشار لاندې ده.
مژده چې له ګواښونو سره سره له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر نن پورې، د طالبانو په وړاندې پر واټونو په لاریونونو او بندو دروازو تر شاه په غونډو کې ګډون لري وايي، د طالبانو له لوري د پېژندنې او نیولو له وېرې سره سره یې په قوي انګېزې پر واټ په وروستي لاریون کې ګډون کړی دی. «د اعتراض تر سره کول معموله له وېرې او روني فشار سره یو ځای وي، له یوې خوا د نیونې وېره او له بلې خوا زموږ د حق د دفاع لپاره قوي انګېزه، چې کله پروګرام پای ته رسېږي، د خپل مسوولیت له سر ته رسولو د خوښۍ احساس کوم، خو وېره بیا هم باقي پاتې کېږي.»
په ورته وخت په هغه ویډیو کې چې د افغان ښځو د تاریخ بدلون غورځنګ له لوري رخشانې رسنۍ ته را استول شوې لیدل کېږي، په داسې حال کې، چې معترضې نجونې د طالبانو ضد شعارونه په لوړ غږ ورکوي، لږ تر لږه اته تنه نارینه لارویان د هغوی له منځه نه تېرېږي.
د رخشانې رسنۍ خبریال له صابرې، مژده او زینت له معترضو ښځو سره د دغه تېرېدونکو نارینه وو د چلند د ډول په اړه پوښتنه کړې. دا نجونې وايي، د ځینو نارینه وو چلند منفي وو.
صابره کیسه کوي: «هغوی موږ ته ویل چې دا څه مزخرفات دي، چې تاسو یې کوۍ، ټول کړی او کورنو ته مو لاړې شی، تر څو د طالبانو له خوا ونه نیول شۍ.»
زینت هم وايي، معترضې نجونې سره له دې، چې پر واټ د لاریون له پایلو خبرې دي، واټونو ته راوتلې او په داسې شرایطو کې تمه لري، چې نارینه یې تر څنګ ودرېږي.
زینت و ویل: «په خواشینۍ سره زموږ ډېری نارینه وطنوال، زموږ د حق غوښتنې په وړاندې ولاړ دي، او د دې پر ځای چې د خپل هېواد د نجونو تر څنګ په مېړانې سره ودرېږي، پر عکس راځي او له ځانه غیراخلاقي او غیرمنطقي چلندونه ښکاره کوي. خو له دې سره سره موږ به د طالبانو د ترهګر نظام تر نسکورېدو پورې له مبارزې لاس په سر نه شو.»
په ورته وخت شنوونکي باوري دي، چې په تېرو څلورنیمو کلونو کې طالبانو د فشار له بېلا بېلو لارو هڅه کړې، چې معترضې نجونې وځپي، خو معترضې نجونې په خپل نوښت او خلاقیت سره د اعتراضونو په کړنلارو کې تر طالبانو یو ګام وړاندې دي او ښودلې یې ده، چې هېڅ اقدام نه شي کولی نړیوالو ته د هغوی د غږ رسولو پر وړاندې خنډ شي.
د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، که څه هم عمومي باور پر دې دیو چې د افغانستان ډېری وګړي د طالبانو له واکمنۍ او د هغو د ښځو ځپونکو سیاستونو سره ستونزه نه لري، خو د ښځو اعتراضونو دغه انځور له خنډ سره مخ کړی او ښيي، چې د عدالت او حقونو لپاره لا هم عمومي غوښتنه ژوندۍ ده.
هغې و ویل: «د افغانستان د ننه د ښځو اعتراضونه د بهرنیو څارونکو لپاره د امید یو ټکی دی، ځکه ښيي، چې د وضعیت د بدلون او حقونو ته د لاسرسي لپاره عمومي غوښتنه لا هم پر خپل ځای ده. ځکه یو بجث شتون لري، چې د افغانستان اکثریت وګړي له طالبانو سره هم نظره دي او افغانستان یو ډېر مذهبي او دودیز هېواد دی او ډېری وګړي د طالبانو د حکومت له ډول او د هغوی له ښځو ځپوونکو سیاسیتونو سره ستونزه نه لري، خو ښځو د خطر په منلو سره دغه کیسې له خنډونو سره مخ کوي.»
همدارنګه مېرمن اکبر ټینګار کوي، د طالبانو تر سخت ګواښ او ځپنې لاندې د ښځو د مبارزو دوام، د دې مبارزو د قوت تر ټولو ستر ټکی دی. هغه نغوته کوي، چې ښځې په خپل نوښت او ابتکار سره د اعتراضونو تر سره کولو په څرنګوالي سره تر طالبانو یو ګام وړاندې دي. «د اعتراضونو دوام د بدلون لپاره د دوی زړورتیا او اراده ښيي او دوی پوهېږي، هغه وضعیت چې دوام لري د زغمولو وړ نه دی او هغه وضعیت چې دوام لري غیرانساني دی او دوی یې باید پر وړاندې ودرېږي.»
د پخواني حکومت د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي، د افغان ښځو له خوا اعتراض او ډلیزه مبارزه نسبتا یوه نوې پدیده ده، چې د پوهاوی د زیاتوالي او د دوی د آزادۍ د احساس د رامنځ ته کېدو په پایله کې رامنځ ته شوې ده.
مېرمن کوفي و ویل: «په تېر کې هم ښځو مبارزه کوله، خو دا مبارزه تر ډېره فردي وه او ډلیز لاریونونه ډېر کم تر سترګو کېدل. اوس نجونو په پوهاوي او د خپلواکۍ په حس سره دغه مبارزه په ډلیزه توګه مخ ته وړي.»
فوزیه کوفي ټینګار کوي، چې طالبان په بېلا بېلو فشارونو سره هڅه کوي، چې نجونې وځپي، خو نجونې نه یوازې ماتې نه شوې، بلکې مدام ځپنه او له غوښتنو یې سترګې پټول د دې لامل شوي، چې احساس کړي نو له لاسه ورکولو لپاره څه نه لري او پر همدې اساس نه شي کولی مصلحت ته مخه کړي.
هغه وايي، د طالبانو تر سختو فشارونو لاندې لا هم پر واټونو لاریونونه ژوندي دي: «طالبان د فشار مختلې لارې کاروي، څوک چې د افغانستان د ننه دي زنداني کېږي، ځینې یې د سیمې د وکیلانو او خپلو کورنیو له خوا ګواښل کېږي او ان کورنۍ هم کولی شي، چې د لوڼو مخالفې و اوسي. موږ لیدل چې زموږ نجونې په ټولو مبارزو کې یوازې پرېښودل شوې… طالبانو په دوامداره ځپلو او د هغوی د ټولو حقونو او خپلواکیو په لمنځه وړلو سره یوه داسې فضا رامنځ ته کړې، چې نجونې احساس کوي، چې نور له لاسه ورکولو لپاره څه نه لري.»
د بشري حقونو فعالان وايي، طالبانو په افغانستان کې جنسیتي توپیر رامنځ ته کړی دی.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شنوونکو د روان کال د (مرغومي ۲۹ مه) د دوشنبې ورځ په جینوا کې په یوه بیان کې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه. «د جنستي توپیري چلند نومول د دې له منځه وړلو او د دې جرمونو د عاملینو د حساب ورکولو لپاره یو اړین ګام دی.»
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ د مارچ اتمې د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي دي، افغان ښځې او نجونې د نړۍ سمبولیک پيوستون نه غواړي، هغوی خپل حقونه غواړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره، د عدالت، برابرۍ او ملاتړ غوښتنه کړې ده.







