د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانستان کې د مارچ اتمه، د خوښۍ نه، د کړاونو د یادولو ورځ

۱۹ كب ۱۴۰۴
افغانستان کې د مارچ اتمه، د خوښۍ نه، د کړاونو د یادولو ورځ

زحل آزاد

د مارچ اتمه په ټوله نړۍ کې د ښځو د لاس ته راوړنو او د هغوی په وړاندې د پاتې ننګونو د لمانځلو ورځ ده، خو په افغانستان کې دغه ورځ د هغه ناورین د یادولو ورځ ده، چې ښځې او نجونې هره ورځ ورسره مخ دي. په یوه خبره، د طالبانو له بیا راتګ وروسته د ښځو ډېری لاس ته راوړنې په بشپړه توګه له منځه تللې او زده کړو او لومړنیو خپلواکیو ته د نجونو لاسرسی په بې مخینې توګه له منځه وړل شوی دی.

افغان ښځې او نجونې د پنځم پرلپسې کال لپاره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مارچ اتمې د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې هرکلی کوي، هغه ورځ چې د ډېری هغوی لپاره مخکې له دې چې د خوښۍ سمبول وي، د کړاونو، محرومیتونو او د ورځینو لومړنیو حقونو د تر لاسه کولو لپاره د مبارزې د یادولو ورځ ده.

یو شمېر یې نړیواله ټولنه په ناغېړۍ تورنه وي او وايي، په داسې حال کې، چې له ۲۰ میلیونه زیاتې افغان نجونې او ښځې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي، د هغوی غږونه په تدریج ډول د نړۍ په چوپتیا او نه پاملرنې کې ورک شوي دي.

لکه ۳۶ کلنه سارا چې د افغانستان په یو له شمالي ولایتونو کې ژوند کوي، هغې د طالبانو تر راتګ مخکې «ښځې د افغان ښځو لپاره» (WAW) بنټ کې د سوداي زده کړو څانګې د مسوولې په توګه فعالیت کاوه. اوس یې کار له لاسه ورکړی او نه غواړي، چې د اوسېدونکي کره ځا یې په دې کیسه کې بیان شي.

سارا ویلي دي: «د مارچ د اتمې ما ته د هغه د ناهیلۍ، کړاونو او لوی درد په مانا ده، چې ښځې یې د طالبانو تر سیوري لاندې تجربه کوي. موږ په افغانستان کې تر ټولو ابتدايي انساني حقونو، لکه د زده کړې او کار حق څخه محرومې کړای شوې یو او هغه ښخې چې د دې حقونو د لاس ته راوړلو لپاره یې هڅې کړې، له زندان، سپکاوي او توهین سره مخ شوې دي.»

د هغو نجونو نومونه چې په دې راپور کې ورسره خبرې شوې، د دوی په خپله غوښتنه مستعار راوړل شوي دي.

سارا له زده کړو د نجونو د محرومیت دوام ته په اندېښنې سره وايي، لور یې کولای شوای، سږ کال د پوهنتون په دویم ټولګي کې وای، خو اوس د کور په څلورکونجه دیوالونو کې را ایساره ده. هغې و ویل، هر ځل چې لور ویني داسې احساسوي چې ګڼې د بدن کومه برخه یې سوځي او د دې پروسې د ترخه دوام د پایلو په اړه خبرداری ورکوي. «یوازې د لور د زده کړو موضوع نه یم اندېښمنه کړې، زموږ په سیمه کې طالبانو نوی قانون پلی کړی، چې د هغې پر اساس به هلکان هم اړ شي، په جهادي مدرسو کې شامل شي او د ځانمرګي او چاودنو زده کړې وکړي، په رښتیا وېره لرم، چې زوی مې په همدې بلا اخته نه شي.»

۲۰ کلنه رویا د لسم ټولګي زده کوونکې او د خپل ولایت د بایسکل ځغاستې لوبډلې غړې وه، خو اوس د زده کړو او لوبو له دوام څخه محرومه شوې ده. وايي، د دې لپاره د مارچ اتمه، د ښځو په وړاندې د طالبانو د پنځه کلن ظلم په اړه د نړیوالو د چوپ پاتې کېدو یادونه ده.

هغې و ویل: «د امارچ اتمه د هغو مېرمنو لپاره چې د ټولینزې برابرۍ غوښتونکې وې کوالی شوای ژغورونکې وي، خو نن د ښځو د کړاونو په وړاندې د نړۍ د پنځه کلنې نه پاملرنې پرته بل څه نه دي، پنځه کاله کېږي، چې موږ په افغانستان کې د خپل جنسیت له امله سزاز وینو، خو نړۍ داسې سترګې تړلې، چې ګواکي هېڅ پېښه نه ده رامنځ ته شوې.»

دغه ځوانه نجلۍ د جبري ودونو زیاتوالي ته په اشارې وايي: «زما تر ټولو بده اندېښنه د پلي کېدو په حال کې ده. د ښوونځي د دروان ۹۰ سلنه ټولیګوالې مې، چې عمر یې له ۱۶ تر ۱۷ کلونو زیات نه و، په مېړونو ورکړل شوې او نه غوښتې امیندواره شوې دي. خپله مې د ډېریو په ودونو کې ګډون کړی دی او دا ډېره نارامه وونکې وه.»

پر زده کړو د طالبانو د محدودیتونو په ترڅ کې د ملګرو ملتونو علمي کلتوري او ښوونیز سازمان (یونسکو) او د دې سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي دي، افغانستان کې کابو ۲.۲ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

کره شمېرې شتون نه لري، خو جدي اندېښنه دا ده، چې دېری نجونې له زده کړو د محرومیت په خاطر جبري واده ته اړ کړای شوي دي.

د بشري حقونو مرکز د ۱۴۰۳ کال د سلواغې ۹ مه په یوه راپور کې ویلي دي، له زده کړو محرومې کابو ۷۰ سلنه نجونې تر وخت وړاندې یا ټیټ عمره او اجباري ودونو ته اړ کړای شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) په خپل تازه راپور کې چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه دی ویلي، طالبانو یوه تر ۱۸ کلنۍ کم عمره نجلۍ اجباري واده ته د غاړې نه اېښودلو له امله نیولې او زنداني کړې ده.

د سویل ختیځ افغانستان څخه د ۱۹ کلنې شهلا کیسه د رویا له کیسې ډېر توپیر نه لري. هغه وايي، د مارچ اتمه د هغې ډلې تر واک لاندې، چې دا یې درې ځل د مرګ تر پولې رسولې، د دې خاورې د ښځو تدریجي له منځه وړلو تر یاد پرته بل څه نه ده.

هغه چې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې له ژورو روحی او رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان ده وايي: «مخکې له دې چې د ملا هیبت الله په امر ښوونځي وتړل شي، په ډېره سختۍ مې درس وایه، له لوبو سره مې مینه زیاته وه، ان زموږ د ولایت دودیز چاپېریال هم ونه شوای کولی ما د فوټبال له لوبو راوګرځوي. ومې کولای شوای د خپل ولایت د ټاکل شوې لوبډلې غړې شم، په سیالیو کې ګډون وکړ او یو مقام تر لاسه کړم، هیله منه وه چې لویو او نړیوالو لوبو ته داخله شم، خو د دولت په نسکورېدو سره هر څه راته پای ته ورسېدل او ژوند مې لکه د مارچ اتمه بې مانا شو.»

طالبانو په افغانستان کې د ښځو لوبې بندې کړې دي

شهلا نور وضاحت ورکوي: « له یو لوري د زده کړو او لوبو د فرصتونو اخیستل او له بلې لوري زما د ودولو فشارونه د دې لامل شول، چې درې ځلې په ځان وژنې لاس پورې کړم، خو درې واړه وارې ژوندۍ پاتې شوم، وروستی ځل هم تېر کال د مارچ له اتمې څو ورځې وړاندې وه، چې د تېزابو په خوړلو سره مې غوښتل له دې کړاوه خلاصه شم، خو بریالۍ نه شوم، ډېر زجر مې وکښ، خو ژوندۍ پاتې شوم.»

په دې اړه نور ولولئ...

د جګړې په وړاندې، وطن پالنه، باید په عدالت او اخلاقي ارزښتنو مشروطه وي (درېیمه برخه)

رخشانې رسنۍ د خبریالۍ شلم نړیوال فستیوال کې له افغانستان، نه د راپور ورکولو ستونزو په اړه غونډه جوړه کړه

د شهلا اندېښنه یوازې په تېر پورې محدوده نه ده، بلکې هغه د دې دوام له وضعیت او د نجونو تر منځ د لا زیاتو بحرانو د رامنځ ته کېدو څخه وېره لري. د هغې په وینا: «زه په میاشتو میاشتو له کوره نه یم وتلې او ان داسې وخت هم راغلی، چې یوه اوونۍ له کوټې نه یم وتې، سواد، تشویش، وېره، توتلګي او هغه سختۍ چې ما وزغملې تل مې فکر راګډوډوي او ځانې وژنې ته مې هڅوي، له دې وېره لرم چې ډېری نجونې به زما په برخلیک اخته شي. هر ځل مې چې په خپلو مډوالونو او ستاینلیکونو سترګې لګي، لا مې ځوروي، کېدای شي و وایم، چې د مارچ اتمه زما لپاره یوازې د همدې غمونو د تازه کولو په مانا ده.»

۲۳ کلنه زحل د افغانستان په یو له مرکزي ولایتونو کې ژوند کوي او وايي، د مارچ اتمه نور د دې لپاره هغه پخوانی مانا نه لري، په یوه داسې جغرافیه کې چې ان د ښځې موجودیت په پام کې نه نیول کېږي، هېڅ تاریخ نه شي کولی د نجونو لپاره «ځانګړې ورځ» وي.

هغې ویلي دي: «پنځه کاله کېږي، چې د ښوونځیو پرانستل کېدو ته انتظار یم او هر کاله ځان ته هیله ورکوم، چې ښايي سږ کال نجونې بېرته خپلو درسونو ته وګرځي، خو تر اوسه کومه خبره نشته، یوې ملګرې مې د همدې محرومیتونو له امله خپل ژوند واخیست، نن که ان زموږ تر ټولو ابتدايي حق هم جرم ګڼل کېږي، د مارچ د اتمې لمانځل خو خپل ځای لري! دا ورځ زما لپاره یوازې د دې یادونه کوي، چې زما کړاونه، د میلونونو ښځو کړاونه او د زرګونو نجونو مرګونه، د نړۍ او هغه بنسټونو لپاره چې د بشري حقونو خبرې کوي، هېڅ اهمیت نه لري.»

طالبانو واک ته په بیا راتګ سره تر اوسه پورې د ښځو د محدولو لپاره لسګونه فرمانونه ورکړي دي. د زحل په وینا، د دې ډلې جزايي اصول او مقررې ان د کور د ننه د ښځو خوندیتوب او آرامتیا هم ګواښي.

د طالبانو د جزيي اصول نامې څخه دغه اندېښنې د ښځو د حقونو د فعالانو لپاره هم رنګینې دي.

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ غړو د سږ کال د سلواغې ۱۳ مې د دوشنبې په ورځ، ویلي دې سند، د کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو د پراخېدو او د تاوتریخوالي د عاملینو خوندیتوب زمینه برابره کړې ده.

زحل هم د یوې خپلوانۍ د تجربې په اړه وايي: د خاله خاوندې مې هغه و وهله او له کوره یې وایسته او ویې ویل اوس قانون او دولت زموږ دی، که تا مړه هم کړم حق لرم او وایم به چې نافرماني یې کوله، خاله ته مې یې و ویل، ستا دوران هم تمام شوی که د پښه کږه کېښوده، سزا درکول کېږي.»

د هغې په باور د مارچ اتمه په تېرو څلورو کلونو کې د افغان ښځو لپاره د جشن ورځ نه، بلکې د کړاونو او ترخه برخلیک د یادولو ورځ ده، چې پر میلیونونه ښځو تحمیل شوي دي. زحل ویلي دي: «هڅه کوم چې د مارچې اتمې په نږدېې کېدونکو ورځو کې انټرنټ کم وکاروم. هغه پیغامونه او پروګرامونه چې په دې مناسبت خپرېږي، ما لا غمجنه کوي او یوازې د افغان ښځو پر وضعیت مې د افسوس حس زیاتوي.»

د زحل، رویا او شهلا په څېر ګڼو ښځو له رخشانې رسنۍ سره په خبرو اترو کې د مارچ اتمه د یوې داسې نېټې په توګه یادوي، چې د ښځو د لاس ته راوړنو د لمانځلو سمبول نه وي، بلکې د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو د محرومیت، کړاو او مبارزې د کلونو یادونه کوي.

له کابله هم یوه ۲۶ کلنه زده کوونکې نجلۍ فریبا د دې ورځې په اړه ورته نیوکه لري او وايي، د مارچ اتمه ورته په جنترۍ کې له یوې نېټې پرته بل څه نه ده.

د هغې په وینا په داسې حال کې، چې پر خواله رسنیو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د افغان ښخو سره د خواخوږۍ پیغامونه او جملې خپرېږي، خو دغه پیغامونو په عمل کې د هغو نجونو په ژوند چې کلونه کېږي د ښوونځیو او پوهنتونو پرانستل کېدو ته سترګې په لاره دي، هېڅ بدلون نه دی راوستی. «پنځه کاله مو له لرې د ترحم او زړه سوي پرته بل څه نه دي لیدلي، وچې تشې مبارکیانې، خواخوږۍ چې هېڅ درد یې نه دی راکم کړی او له دې نفرت کوو. زموږ لپاره هره ورځ کېدای شي د ښځې ورځ وي، فرض کړه یوه ورځ یوه ښځه له دې ټولو ګواښونو او محدودیتونو سره د کار لپاره د کوره روځي او ټول خطرونه پر ځان اخلي، د هغې لپاره همغه ورځ د ښځې ورځ ده. یوه نجلۍ چې په وېره کې د کابل له وحشته ډکو کوڅو کې قدم وهي او د زده کړو لپاره بهر وځي، همغه ورځ ورته د ښځې ورځ ده او د مارچ اتمې ته اړتیا نه لرو.»

اړوندې لیکنې

ترانس ښځه- د نړۍ د فالوس مدارۍ په وړاندې بغاوت
دسته‌بندی نشده

ترانس ښځه- د نړۍ د فالوس مدارۍ په وړاندې بغاوت

۳۰ وری ۱۴۰۵
جوزجان کې له تاوتریخوالي، تبعیض او سپکاوي د ټکسي چلوونکې ښځې کیسه
دسته‌بندی نشده

جوزجان کې له تاوتریخوالي، تبعیض او سپکاوي د ټکسي چلوونکې ښځې کیسه

۲۹ وری ۱۴۰۵
د جګړې په وړاندې، د فاشېزم لويي په دروغو، وینو او جرمونو ولاړه ده (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

د جګړې په وړاندې، د فاشېزم لويي په دروغو، وینو او جرمونو ولاړه ده (دویمه برخه)

۲۸ وری ۱۴۰۵
معترضې ښځې: هرات کې په شیعه ملکي وګړو برید، د مذهبي ډلو سیستماتیک په نښه کول دي
خبر

معترضې ښځې: هرات کې په شیعه ملکي وګړو برید، د مذهبي ډلو سیستماتیک په نښه کول دي

۲۷ وری ۱۴۰۵
د جګړې په وړاندې، د تاوتریخوالي ضد ادبیاتو په اړه څه پوهېږو؟ (لومړۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

د جګړې په وړاندې، د تاوتریخوالي ضد ادبیاتو په اړه څه پوهېږو؟ (لومړۍ برخه)

۲۷ وری ۱۴۰۵
د ملګرو ملتونو راپور: د نجونو په زده کړو د بندیز دوام د کم عمره ودونو خطرونه زیاتوي
خبر

د ملګرو ملتونو راپور: د نجونو په زده کړو د بندیز دوام د کم عمره ودونو خطرونه زیاتوي

۲۶ وری ۱۴۰۵

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه