حوا جوادي
په تېره برخه کې نغوته وشوه، چې د ښځو ځپلو سره مبارزه په هر ځای په ځانګړې توګه په افغانستان کې، د دې لپاره اړینه ده، چې زموږ په باورونو او چلندونو کې د هغې څرګندونه وپېژندل شي او په اړه یې پوه شو. د دې کار لپاره مهمه دا ده، چې لومړی دا باورونه او چلندونه پیدا کړو او له موندولو وروسته هغه و ارزوو او ریښې یې وپېژنو.
د ښځو د ځپلو د باورونو او چلندونو موندل له موږ سره مرسته کوي، چې هغه له لاشعورۍ څخه د پېژندنې او لیدلو کچې ته راولو او له دې لارې د هغو د بیا غور او بیاکتنې لپاره یوه لار پیدا کړو.
د دې مقالې په درېیمه برخه کې، یو شمېر ښځې ځپوونکي باورونه، چې ښايي په لاشعوري ډول له یوه نسله وبل ته لېږدول شوي وي او افراد دغه باورونه له ځانه سره لېږدوي، په جدول کې لېست شوي وو. البته د افغانستان د کلتور او ټولنې په جوړښت کې ژورو او سختو ښځې ځپوونکو جوړښتونو ته په پام د دې باورونو لمن په دې جدول سره نه رالنډېږي.
جدول یوازې د دې بېلګه ده، چې افراد څنګه کولی شي د ځان لپاره یو لېست برابر کړي، تر څو خپل ښځې ځپوونکي باورونه او د دې باورونو شدت او کمزورتیا وپېژني.
په دې برخه کې د ښځو ځپلو چلندونه تنظیمېږي. دا جدول هم لکه د مخکني جدول په څېر یوازې یوه بېلګه ده. افراد کولی شي له دې جدوله د بېلګې په توګه ګټه واخلي، خو په هېڅ وجه د هغو په محدودو بېلګو بسنه ونه کړي. په ټولنه کې د ښځو ځپوونکي چلندونه په دومره کچه زیات دي، چې په یوه ساده جدول کې په هېڅ وجه نه راټولېږي. په هر صورت جدول له موږ سره مرسته کوي، تر څو پوه شو، چې د بېلګې په توګه ۲۴ ساعته، یوه اوونۍ، یوه میاشت او په یوه کال کې مو په څومره شمېر ښخې ځپوونکي چلندونه او اقدامات تر سره کړي دي. له دې پوهېږو، چې د افغانستان په ټولنه کې نابرابري څومره ژوره او پراخه ده او موږ څه ډول د هغې په دوام او پراختیا کې برخه اخلو.
دلته د یوه کال په اوږدو کې د ښځو ځپلو جدول یوه بېلګه تنظیم شوې ده.
| د ښځو ځپوونکو چلندونو ډول | بېلګې | زیات | منځنی | لږ | |
| جسمي تاوتریخوالی | آیا خپله مېرمن، لور، خور یا مور مو وهلې ده؟ | هو هر وخت چې زړه مې وغواړي وهم یې | په یوه کال کې مې څو ځلې ډبولې | په ټول کال کې مې لږ تر لږه یو ځل لاس پرې پورته کړی | |
| خوله وهل او د خبرو تاوتریخوالی | آیا په خپله مېرمن، لور، خور یا مور مو | ډېری وخت چې یو کار یې په سمه توګه نه دی درسره کړی چیغې مې پرې وهلې | هره میاشت څو ځلې دا پېښه شوې | په یوه کال ک یو یا دوه ځلې پېښه شوې | |
| آیا خپلې مېرمنې، لور، خور یا مور ته مو ښکنځلې کړې؟ | مور ته نه، خو ښځې ته مې زیاتې کنځاوې کړې دي | په خپل لاس کې مې نه دي، هره میاشت مې څو ځلې مېرمنې ته کنځاوې کړې | هر وخت نه، خو د کال په اوږدو کې مې څو ځلې مېرمنې ته کنځاوې کړې | ||
| آیا د چا مور او خور مو ښکنځلې؟ | ټول یې کوي، زه یې هم زیاتې کوم | په هره میاشت کې څو ځلې | په یوه کال کې یوازې څو ځلې، هغه هم هغه وخت چې ډېر ناآرامه وم | ||
| آزار او ځورونه | آیا پر کومه ښځه مې برید کړی؟ | په تېر یوه کال کې یو یا دوه ځلې | زړه مې غواړي خو له قانون نه وېرېږم | په تېر کې مې کړی، خو په تېر یوه کال کې کومه پېښه نه ده رامنځ ته شوې | |
| پر ښځو مې ملندې وهلې او هغه مې ملکیت بللې؟ | ډېر او احساس کوم چې حق یې وو | هر وخت نه، خو هره میاشت یو یا څو ځلې پېښېږي | اوس چې ګوم په تېر یوه کال کې مې څو ځلې ملنډې پرې وهلې | ||
| آیا ښځې سره مې زور وهلی؟ | په ټول کې ښځې له ما وېرېږي؟ | څو ځلې چې کله کار نه ترسره کوي، یا مې خبره نه اوري؟ | څو ځلې مې په تېر کال کې زور ورسره کړی | ||
| په ډېجیټل فضا کې تاوتریخوالی خشونت در فضای دیجیتال | آیا په خوله رسنیو کې مې ښځې ته کنځاوې کړې؟ | ډېر وخت مې یا ښځې ته کنځاوې کړې او یا مې د بل چا خور او مور ښکنځلې | هر وخت چې خواله رسنۍ پرانیزم، هغه ښځې چې ضرري چلند لري کنځاوې مې ورته کوم | د تېر کال په اوږدو کې ډېرې خو لږ یې څو ځلې پېښه شوې | |
| آیا د ښځو تر پوست لاندې مې منفي کمنټ کړی؟ | ډېری وخت د هغو ښځو تر پوسټ لاندې، چې نه مې خوښېږي | د مشخصو کسانو تر پوسټ لاندې، چې نه مې خوښېږي | یو یا دوه ځلې د دې لپاره چې پوسټونه او چلندونه یې زیان رسوونکي وو. | ||
| آیا ښځو ته مو ځوروونکي پیغامونه لېږلي؟ | زیات په ځانګړې توګه هغه نجونو ته چې خوښېږي مې. | هر وخت نه، خو یو شمېر ته مې لېږلي دي | یو یا ۲ ځلې مې په زیان رسوونکي منځپانګې سره لېږلي دي |
یقیننآ په افغانستان کې د ښځو ځپوونکو چلندونو جدول خورا لوړ او پراخه دی. دا هغه بېلګې دي، چې افغانان کولی شي له ځانه یې وپوښتي او وروسته یې لېست کړي، باید په یاد ولرو چې ښځې ځپل یوازې تر نارینه وو پورې نه محدودېږي، ټولنیز جوړښتونه په داسې ډول دي، چې د افغانستان ښځې هم په بېلا بېلو کچو او درجو کې په ښځو ځپلو باور لري او دا باور، د هغوی په چلندونو او ژوند کې عملي کېږي.
پر دې اساس، لکه څنګه چې نارینه د ښځو ځپوونکو چلندونو جدول ته اړتیا لري، ښځې هم باید ورته جدول جوړ کړي. دا جدول له ښځو سره مرسته کوي تر څو وګوري، چې دوی هم په ټولنه کې د تبعیض او نابرابرۍ په رامنځ ته کولو کې رول درلود او خپله برخه یې تر سره کړې.
د ښځو ځپوونکو باورونو او چلندونو بیا کتنه
وروسته له هغې، چې د ښځو ځپلو چلندونو جدول چمتو او د هغو بېلګې را وایستل شي، هغه وخت دا زمینه برابرېږي، چې د دې چلندونو ریښې وڅېړو او د هغو پایلې هم وارزوو. د انسان د پوهاوي او درک جوړښتونه په داسې ډول دي، چې په محضې ریښې کتلو یې د انسان فکر د ارزونې او بیا کتنې لور ته کاږل کېږي.
د بېلګې په توګه، کله چې د چلندونو جدول ته متوجه کېږو، چې له ښځې سره مو فزیکي تاوتریخوالی کړی، باید د دغه چلند ریښې وڅېړو. ولې او د کوم حق پر اساس مو خپله مېرمن وهلې ډبولې؟ کله چې دې پوښتنې ته د باورنو جدول تر څنګ ځای ورکړو، متوجه کېږو، چې دا له تاوتریخوالي ډک چلند په باورونو کې ریښه لري، چې د هغې پر اساس «نارینه حق لري، ښځې و وهي.»
په دې پړاو کې باید دا باور، چې «نارینه حق لري ښځې و وهي» تر پوښتنې لاندې راولو. «ولې نارینه حق لري، ښځې و وهي؟» د دې حق د مشروعیت سرچینه له کومه ځایه ده؟ له دین نه ده؟ په ټولنه کې د شته کلتور او رواج له مخې ده؟ یا زما په خپل شخصي درک او پوه کې ریښه لري؟
کله چې دا سوال په افغانستان کې وپوښتل شي، تر ډېره لیدل کېږي، چې دا باور په افغانستان کې پر ښځو د نارینه وو د ښه والي په انګېرنه کې ریښه لري، کوم چې په دودیز ډول او د عامو چلندونو د بېلګو په بڼه چې د ټولنیز کولو پروسو له لارې له یوه نسل نه بلنسل ته لېږدول کېږي. ځکه دا باور په خپله په یوه انګېرنه کې ریښه لري، چې د انسان د وجود په بې شعورۍ کې پټ دی او د هېچا له خوا نه دی پوښتل شوی.
چا نه دي پوښتلي، چې ولې نارینه باید تر نورو غوره مخلوق وګڼل شي؟ چا پوښتنه نه ده کړې، چې ولې د نارینه وو حقونه د ښځو په پرتله زیات دي؟ چا نه دي پوښتلي، چې ولې نارینه او ښځې نباید سره برابر وي؟ چا نه دي پوښتلي، چې آیا ښځه او نارینه دواړه انسانان نه دي؟ ولې یو شمېر انسانان د جنسي هویت له مخې، زیات حق او حقوق ولري او بله ډله له دې حق او حقونو محرومه وي؟
دودیزه ټولنه هغه ټولنه ده، چې تر ډېره د هغې ارزښتونه، پرته له دې چې وسنجول شي او تر پوښتنې لاندې راوستل شي، په ټولنه کې منل کېږي. دا چې د ارزښتونو تر پوښتنې لاندې راوستل دروند لګښت له ځان سره لري او ټولنه د هغو په وړاندې له تاوتریخوالي ډک غبرګون ښيي، ډېر کم خلک ځان ته دا جرآت ورکوي، چې منل شوي ارزښتونه، تر پوښتنې لاندې ونیسي.
د ارزښتونو په اړه د پوښتنې ممنوعیت د دې لامل کېږي، چې هغه له شور ماشوم او غږ اوچتولو پرته په غلې توګه په ټولنه کې پراخه شي، د ټولنې د غړو شخصیتونه جوړ کړي او په پای کې د هغوی چلندونه تر اغېز لاندې راولي.
افغانستان له دې پلوه، د یوې دودیزه ټولنې یوه لوړه بېلګه ده، په شدت سره یوه محافظه کاره ټولنه، چې خپلو غړو ته اجازه نه ورکوي، چې واکمن اصول او ارزښتونه تر پوښتنې لاندې راولي. دغه وضعیت نه یوازې په کلیو، بلکې، په ښارونو او ان کورنیو او هغه کسانو کې، چې له افغانستان نه بهر کډوال شوي، په بېلا بېلو شدیدو او کمزور کچو شتون لري.
اوس چې ټول ټولنیز بنسټونه د یوې داسې ډلې په ولکه کې دي، چې په سیستماتیک ډول له ټولنې د ښځو د لمنځه وړلو او په کور د کېناستو په لټه کې ده، نو د دې پوښتنو راپورته کول خورا ستونزمن شوي دي.
په هر صورت کله چې د چلندونو ریښه وپېژندل شي، نو د چلندونو او باورونو د بیا کتنې لپاره زمینه پيدا کېږي. کله چې متوجه شو، چې د نارینه وو سره د ښځو د نابربرۍ باور په واقعیت کې نه دی، بلکې په هغو ارزښتونو کې دی، چې موږ ته د ټولنیز کولو پروسو له لارې لېږدول شوي، نو هغه مهال د پیدا شویو چلندونو او باورونو د تدریجي بدلون او بیا کتنې لپاره زمینه برابرېږي. په دې پورې تړلې، چې په کومو ټولنیزو – کلتوري شرایطو کې باید قرار ولرو، چې وکولی شو د چلندونو او باورونو په بیا کتنې سره، د هغو د بدلون لپاره بنسټیز ګامونه پورته کړو.
دوام لري…







