د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښځو په اړه د پوهاوي کمپاین، د مبارزې تدریجي کړنلاره (وروستۍ برخه)

۲۲ كب ۱۴۰۴
د ښځو په اړه د پوهاوي کمپاین، د مبارزې تدریجي کړنلاره (وروستۍ برخه)

Oriane Zerah via AP Photos

حوا جوادي

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ او «پر جنستي توپیر» ولاړ نظام له جوړېدو کابو پنځه کاله په تېرېدو دي. په دې موده کې د طالبانو ښځې ځپوونکو او د دې ډلې د مشر ملا هیبت الله د ښځو ضد فرمانونو  سره سم، د ښځو مبارزې هم په کور د ننه او بهر کې په بېلا بېلو ډولو دوام لري. دې مبارزو په ځینو برخو کې څرګندې لاس ته راوڼې درلودې، له هغې جملې د جرمونو ضد نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر ملا هیبت الله او د دې ډلې د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر.

خو په دې سره نه یوازې د افغانستان د ننه وضعیت د ښځو په ګټه بدلون ونه کړه، بلکې د ښځو سیستمایتکې ځپنې تازه اړخونه پیدا کړي دي. په داسې وضعیت کې ډېری پوښتي، چې ولې د ښځو مبارزې پایلې لرونکې نه دي؟ آیا هغه مبارزې چې په عملي بدلونونو تمامې نه شي ارزښت لري؟ ولې دې مبارزو ونه شوای کولی، د طالبانو په ښځو ځپوونکو اقداماتو کې لږ بدلون رامنځ ته نه کړي.

د دې پوښتنو د ځواب څېړنې لپاره کولی شوو، له بېلا بېلو زاویو هغو ته وګورو. خو که موږ په واقعیت او د شته واقعیت سره په پرتلې او د هغو شرایطو په چوکاټ کې، چې نړیوال لوی نظم اداره کوي وګورو، د افغان ښځو مبارزې یو له هغو روښانه مبارزو څخه دي، چې په افغانستان کې د عدالت غوښتې په تاریخ کې تر سره شوې او په نړیواله کچه د خورا ګټورو مبارزو څخه ګڼل کېږي. د دې واقعیت د پوهېدو لپاره، مهمه ده، چې څو ټکي په پام کې ونیسو:

لومړی- په افغانستان کې د ښځو ځپلو ژوروالی او پراختیا

په افغانستان کې د ښځو ځپل په نورو ټولو ټولونو کې د شته ښځې ځپنې په پرتله بنسټیز توپیر لري. د پرګنو ماهیت، کلیوالي ژوند او په مذهبي ښوودنو کې د ښځو ضد ښوودنو سره د هغې یو ځای کېدل، د یو  داسې کلتور او ټولنې په رامنځ ته کېدو تمام شوي، چې په کې د ښځو ځپنې ارزښتونه د هغوی د ټولو بنسټیزو ادارو او جوړښتونو ژور ته ننوتلي دي.

له کورنیو او ښوونیزو بنسټونو نیولې تر کوڅې، بازار او د ژوند تر عمومي حوزو پورې، په بله وینا، د ښځو ځپلو باران له وره او دېوال او ټولو ځایونو ورېږي. دا وضعیت د دې لامل شوی، چې ټولنه د ښځو ځپلو او تبعیض په وړاندې حساسیت له لاسه ورکړي او په ساده توګه د شته نابرابریو په وړاندې ګام پورته نه کړي.

د ښځو د ځپلو په وړاندې د ټولنې د زغم لوړه کچه د دې لامل شوې، چې ان ډېری ښځې د نرواکه ارزښتونو د ځای پر ځای کېدو او د شته ګواښونو او پوهاوي د نه شتون په دلیل، د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره ګام پورته نه کړي او له مبارزو سره یو ځای نه شي. ښځو په ځانګړې توګه په کلیوالي سیمو کې په داسې ډول د نارینه وو له ولکې او د ښځو په وړاندې د تبعیض سره روږدې شوې، چې ان هغه یو طبیعي حالت ګڼي. په داسې حال کې، چې اقتصادي کړکېچ او ملا ماتوونکې بې وزلۍ خلک د یوې ګولې ډوډۍ موندلو غم کې بند کړي، ښځې هغو محدودیتونو ته ډېر ارزښت نه ورکوی، چې د دوی په وړاندې شتون لري. د دوی له نظره، محدودیتونه هم بدلون مننونکي نه دي او هم د ژوند یوه طبیعي برخه ده.

دویم- د نارینه وو چوپتیا

سره له دې، چې د افغانستان په ښاري، تحصیل کړې ټولنه او سیاسي او کلتوري څېرو تر منځ د ښځو د غوښتونو او مبارزو، په ځانګړې توګه په مدني، له هغې جملې، د زده کړې ، کار د حق او پراخ سیاسي فعالیت برخو کې د ملاتړ لمن پراخه ده. خو د هغوی د عمل میدان نشتوالی له یوې او له بلې خوا د عدالت غوښتنې لپاره د ارادې نه شتون په دلیل په عملي لحاظ رټ غلي دي. د افغانستان نارینه تر ډېره د طالبانو د سیستماتیکې ښځې ځپنې سره مبارزه، په بشپړه توګه ښځینه کار بولي او له دې امله، په هغوی کې، په دې مبارزه کې د ګډون لپاره هېڅ جدي اراده نه لیدل کېږي.

د سیاسي او کلتوري څېرو له خوا په غونډو کې د ښځو د زده کړې، کار او عمومي برخو کې د شتون په حق ټينګار یوازې هغه اقدام دی، چې نارینه وو د ښځو څخه په دفاع کې ترسره کړی دی، هغه کوچینی اقدام چې نه شي کولی، پر طالبانو د فشار سرچینه و اوسي او نه هم د لوېدیځو دولتونو په پرېکړه کوونکو کړیو کې اغېز ولري او نه هم د بشري حقونو بنسټونو پام ځان ته راواړوي. نه شو کولی و وایی، چې دا اقدامات مخ روڼی او د سیاسي ګټو پر اساس تر سره کېږي. خو کولی شو په ډاګه و وایو، چې د دې غونډو او بیانونو په نشتوالي کې، د شته سیستماتیک تبعیض او جنسیتي توپیر په وړاندې د افغان ښځو مبارزه به بدله نه شي او څه ځانګړی شی له لاسه نه ورکوي.

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د اسلامي نړۍ بې پروايي

که څه هم په ټولو اسلامي ټولنو کې د ښځو وضعیت د افغان ښځو د وضعیت په پرتله خورا ښه دی او سره له دې، کوم انځور چې طالبان په خپلو ښځو ځپوونکو سیاسیتونو له اسلامه وړاندې کوي، ډېر کرکجن او کرغېړن دی، انتظار دا وو، چې که ټول نه، لږ تر لږه یو شمېر اسلامي هېوادونه خو به د افغان ښځو تر څنګ درېږي او د افغانستان د ښځو له حقونو به یې دفاع کوي. د اسلامي همکاریو سازمان په څېر سازمانونه به پرېګنده ګامونه پورته کوي، او طالبان به د جنستیي توپیر د عملي کولو  په خاطر تر فشار لاندې راولي او یا لږ تر لږه د زده کړې او کار د حق لپاره به د ښځو د مبارزو دفاع وکړي.

په دې اړه نور ولولئ...

«هر ځای چې لاړه شې ته مجرم پېژندل کېږي»، کورني تاوتریخوالي او طالبانو بې عدالتۍ کې د بندې حمیرا کیسه

سرچینې: ناپېژانده وسله والو هرات کې د ښځو او ماشومانو په ګډون کابو ۲۵ «شعیه» وګړي ووژل

په عمل کې ولیدل شو، چې هېڅ یو له دغو هېوادونو نه یوازې د ښځو د حقونو د دفاع لپاره کوم ګام پورته نه کړ، بلکې د طالبانو له حکومت سره یې داسې ډول چلند وکړ، لکه څنګه چې په افغانستان کې د «جنسیتي توپیر» یو نظام واکمن دی. د اسلامي ټولنو هېوادونو او بنسټونو په بشپړ ډول په افغانستان کې د «جنسیتي توپیر» په واکمنۍ سترګې پټې کړې او د فشار راوړلو پر ځای یې له طالبانو سره د سیاسي او اقتصادي راکړې ورکړې لار خپله کړه.

د بشري حقونو د ارزښتونو په پرتله د سیاسي پراګماتېزم لومړیتوب

د ښي اړخو غورځنګونو د ودې او په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ واک ته په رسېدو سره، نړیوال نظام ژور بدلون موندلی دی. په دې ترتیب که څه هم د بشري حقونو ارزښتونه او پر لېبرال ارزښتونو ولاړ نظم په بشپړه توګه نه دی څنډې ته شوی، خو هغه ځای او لومړیتوب یې چې په تېر کې درلود، له لاسه ورکړی دی. ډېری هېوادونه اوس هڅه کوي، په هغو مسلو کې پانګونه وکړي، چې نېغ د دوی له ملي ګټو سره تړاو لري، له هغې جملې د کډوالۍ او پولو کنټرولول، د اقتصادي ودې زیاتوالي د ملي امنیت ګواښونو له منځه وړل او د مصنوعي ځیرکتیا ټیکنالوژۍ په ګړندي بازار کې سیالۍ کول.

دې اندېښنو او تشویشنونو د بشري حقونو ارزښتونه تر ډېره څنډې ته کړي او د دې لامل شوي، چې دولتونه خپلې لویې سیاسي ګټې د بشري حقونو د ارزښتونو د دفاع قرباني نه کړي. په همدې دلیل ده، چې په غزه او اوکراین کې د سختو بشري جرمونو سره سره، لوېدیځو هېوادونو له یوې خوا د جرمونو د مخنیوي او د مجرمینو د حساب ورکولو لپاره جدي عملي ګامونه پورته نه کړل او له بلې خوا دا طبیعي وه، چې دا وضیعت به د افغان ښځو د مبارزو په ماهیت، کیفیت او البته لاس ته راوڼو هم اغېز وکړي.

د مبارزې د کړنلارې تدریجي والی

د داسې وضعیت د بدلون لپاره مبارزه چې له یوې خوا د سیاسي ادارې په بشپړه ملاتړ تکیه وي او اوږدې ریښې ولري او له بلې خوا د ټولنې په هر رګ کې غځېدلې وي، په یوه شپه کې او ژر نه بریالۍ کېږي، نه یوازې په افغانستان کې د ښځو مبارزې، بلکې په هر ځای کې د برابرۍ غوښتونکو مبارزې، له هغې جملې په سویلي افریقا کې د جنسیتي توکمپالنې نظام د له منځه وړلو لپاره د تور پوستو وګړو مبارزه، په امریکا کې د توکم جلاوالي racial segregation،  د کارګرو غورځنګونو مبارزه او په لوېدیځو ټولنو کې د فیمینیستانو مبارزې ټولو وخت نیولی او په تدریجي توګه یې پایله ورکړې ده.

د بېلګې په توګه که همدا د مارچ په اتمه د ښځو د لمانځنې پېښې ته وګورو، وینو چې مبارزه د شلمې پېړۍ په لومړیو کې پیل شوه، د تاریخي لاسوندونو پر بنسټ، د لومړي ځل پاره د امریکا سوسیال ګوند کې فعالو ښځو د ۱۹۰۹ کال په فبرورۍ کې د ښځو ورځ ولمانځله. بل کال د «کارګرو ښځو ورځ» Working Women’s Day د ډنمارک په ګوپنهاګ ښار کې د سوسیالیستو ښځو په نړیوال کنفرانس کې تصویب شوه.

وروسته له هغې په راتلونکو کلونو کې، د رایې ورکولو د حق لپاره د ښځو غوښتنې زیاتې شوې. په پای کې د ۱۹۱۷ کال د مارچ په اتمه، د روسیې د پیټروګراد د نساجۍ په کارخونو کې، د ښځینه ګارګرانو پراخو لاریونونو دې مبارزې ته نوی رنګ ورکړ. کارګرو ښځو له کاره په لاس اخیستو او پراخو لاریونونو سره د «ډوډۍ او سولې» bread and peace شعارونه ورکړل. دا مبارزې په بېړه پراخې شوې او د هغه حکومت په پرځولو کې یې جدي رول ولوباوه، چې د ولادیمیر لېنین په مشرۍ د کمونستانو او سوسیالیستانو مبارزو یې ستنې سختې لړزولې وې. د دې لاریونو څخه ۷ ورځې وروسته، تزار له حکومته څنډې ته شو او په پای کې یې د لنین په مشرۍ بلشویکانو سوسیالیستي انقلاب بریا ته ورساوه.

له انقلاب وروسته په ۱۹۲۱ کال کې د «کمونستو ښځو د دویم کنفرانس» په جریان کې یو پرېکړه لیک تصویب شو، تر څو د کارګرۍ لاریونونو کې د ښځو د رول په پار، د مارچ اتمه ورځ د ښځو د مبارزو د لمانځنې لپاره ځانګړې شي. له دې نېټې وروسته، هر کال کمونستي نظام لرونکو هېوادونو د مارچ اتمه لمانځله، خو لا هم دا ورځ د ښځو د درناوي لپاره نړیواله ورځ نه ګڼل کېده.

۶۸ کاله، د ښځو د ورځې د لمانځلو له لومړنۍ ځپې وروسته، بالاخره د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې یو پرېکړه لیک تصویب کړ او د مارچ اتمه یې د ښځو نړیواله ورځ اعلان کړه. د دې ورځې نړیوال تصویب د دې لامل شو تر څو لږ تر لږه هر کال یوه ورځ د نړیوالو پام د ښځو په وړاندې نابرابرۍ او تبیعض ته را واوړي او د دې تبعیض د لمنځه وړلو لپاره اقدامات تر سره شي.

د ۱۹۰۹ کال راهیسې، چې لومړي ګامونه پورته شول، په ډېر هېوادونو کې ښځو د رایې حق نه درلود او په کار ځای کې یې هم د نارینه وو په پرتله لږ مزدوري تر لاسه کوله. له دې ورهاخوا د زور زیاتي په وړاندې له ښځو د ملاتړ قوانینو شتون نه درلود او ښځې له ډېری ټولنیزو فرصتونو محرومې وې. خو په تدریج، د مبارزې په دوام او پوهې کچې په لوړېدو سره دې وضعیت پل په پل بدلون وکړ. په ډېری هېوادونو کې ښځو نه یوازې د رایې حق پیدا کړ، بلکې د نوماندۍ او مشرۍ حق یې هم تر لاسه کړ.

اوس په ډېری ټولنو کې د ښځو او نارینه وو تر منځ د نابرابرۍ شاخص مخ پر کمېدو دی. که څه هم نابرابرۍ لا هم دوام لري او ځان ته بېلا بېل ډولونه نیسي، خو د ښځو مبارزې هم هره ورځ لا پیاوړې او منسجمېږي. په لوېدیځو ټولنو کې کابو هر کال، د ښځو د خوندیتوب او د جنسیت پر بنسټ ولاړ تبعیض د له منځه وړلو لپاره نوي قوانین رامنځ ته کېږي.

په دې ترتیب د نابرابرۍ پر وړاندې مبارزه کوم ساده کار نه دی او د وخت په یوه لنډه موده کې د عملي لاس ته راوړنې انتظار غیر واقعي دی، خو د مبارزې دوام، په ځانګړې توګه هغه لید چې افغان ښځو د هغې لپاره انځور کړی، له هغې جملې د «بشریت په وړاندې د جرم په توګه» د «جنسیتي توپیر» په رسمیت پېژندنه، کولی شي په داسې پایلو تمامه شي، چې نه یوازې ښځې، بلکې د افغانستان ټول وګړي، په پای کې د دې ناوړه وضعیت له منګولو چې اوس رامنځ ته شوی وژغوري. دا لاس ته راوړنه ترلاسه کېدونکې ده، خو زغم له یوې خوا او پراخ ګډون په ځانګړې توګه له ښځو سره په ملګرتیا کې د نارینه وو رول له بلې خوا د اوسني وضعیت بدلون ته اړتیا لري.

اړوندې لیکنې

طالبانو هرات کې ښځې یوټیوب چینلونو کې له فعالیته منع کړې، د دوه ښځینه اداکارانو د محرومیت او په کور کېناستو کیسه
دسته‌بندی نشده

طالبانو هرات کې ښځې یوټیوب چینلونو کې له فعالیته منع کړې، د دوه ښځینه اداکارانو د محرومیت او په کور کېناستو کیسه

۲۱ وری ۱۴۰۵
د افغانستان لرې پرتو سیمو کې خوندي زېږون ته د ښځو لاسرسی محدود دی
خبر

د افغانستان لرې پرتو سیمو کې خوندي زېږون ته د ښځو لاسرسی محدود دی

۲۰ وری ۱۴۰۵
د ښځو کیسې: د «زهرا» باد وړې هیلې
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې: د «زهرا» باد وړې هیلې

۲۰ وری ۱۴۰۵
طالبان: سېلابونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ تنه وژلي او ۱۸ ټپیان دي
خبر

طالبان: سېلابونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ تنه وژلي او ۱۸ ټپیان دي

۲۰ وری ۱۴۰۵
«د روغتیا نړیواله ورځ» د هغو خوږو ژوندونو په اړه چې له لاسه ځي
دسته‌بندی نشده

«د روغتیا نړیواله ورځ» د هغو خوږو ژوندونو په اړه چې له لاسه ځي

۱۹ وری ۱۴۰۵
د کډوالۍ کړاو، په جبر ایستل او وطن کې د بېوزلۍ درد
دسته‌بندی نشده

د کډوالۍ کړاو، په جبر ایستل او وطن کې د بېوزلۍ درد

۱۸ وری ۱۴۰۵

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه