جمشېد سحر (مستعار نوم)
نېږدې غرمه ده او زه د لمړ د آرامۍ تودخې لاندې د هټیو او لاس پلورونکو په اوږدو کې د یوه ښوونیز مرکز لور ته روان یم. ښار تر ډېره خالي دی. د هغه کسانو تر منځ چې په ښار او بازار کې د تګ راتګ په حال کې دي، ډېری نجونې لیدل کېږي، چې په لاسونو کې یې کتابونه دي او ښکاره ده، چې له یوه ښوونیز مرکز څخه راغلې یا هلته د ورتلو په حال کې دي.
له ځانه سره فکر کوم، چې دا نجونې څومره د زده کړو تږې دي. کابو پنځه کاله ناهیلیو، محدودیتونو او نیونو، ونه شوای کولای هغوی ودروي، که څه هم پوهېږم ښايي ډېری نجونې پاتې راغلې وي، له بل لوري دې ته په فکر وړی یم، چې د طالبانو وجدان او باور څومره په جګړه او ترهګرۍ کې ویلي شوی، چې د زده کړو لپاره د زده کوونکو دا مبارزه نه ویني.
خو د نجونو د غلي مقاومت په اړه خبرې کول تر هغې لا خوندور دي. له دې نجونو له یوې سره په لاره ملګری شوم. دا کار په شعوري ډول کوم، تر څو وپوهېږم، چې د هغوی په ذهن کې په رښتیا څه تېرېږي. هغه د لیلا په مستعار نوم یادوم. هغه ځوانه او ښکلې نجلۍ، چې د یوه ښوونیز مرکز ته ځي.
لیلا د طالبانو په نېږدې پنځه کلنه بیا واکمنۍ کې، انګلیسي ژبه تر لوړې کچې په یوه پټ مرکز کې زده کړې ده. خپله هم څو نجونو ته په انلاین بڼه ښودنه کوي.
وايي، دا پنځه کاله هر څه ساده نه دي تېر شوي. له یوې خوا طالبانو هره ورځ ښوونیز مرکزونه تړل او له بل لوري د طالبانو د امربالمعروف د ځریو له لوري ښوونیزو مرکزونو ته تګ راتګ آسانه نه وو. له نیولو او بندي کېدو یې وېره او ډار هره ورځ تجربه کړې.
کله چې حالات ورته ډېر سخت شول، آنلاین زده کړې ته یې مخه کړې ده. د همدې لپاره ده، چې له وېرې پرته وايي «موږ نه تسلیمېږو.»
د طالبانو د سخت نیوونکي او ځپوونکي نظام د اصول نامو او مقرراتو په پلي کېدو سره، د ښځو او نجونو لپاره په عمومي ځایونو کې شتون او څرګندېدل ډېر ستونزمن شوي دي. هغوی د طالبانو تر سیوري لاندې له ټولنیز امنیت او حقونو برخمنې نه دي. پر دې سربېره، د طالبانو په دیني او توکمي نظام کې د ښځو زده کړه سخت بنده شوې ده.
لیلا د طالبانو له بیا واکمنېدو درې کاله مخکې پای ته رسولی وو، خو د پوهنتون آرمان یې په زړه پاتې دی.
خو لیلا و ویل: «د حضوري ټولګیو د نه شتون په صورت کې، انلاین زده کړه ښه بدیل دی.»
په ښوونیزو مرکزونو کې د نجونو د پټ شتون په اړه د لیلا نظر دا دی، چې دغه پټ حضور د طالبانو ځپوونکي نظام ته وايي: «موږ دلته ولاړې یو او دوام ورکوو.»
کابو دوه میاشتې وړاندې، زما یو ملګري ماته د لیکوالۍ په یوه انلاین ټولګي کې د ګډون بلنه راکړه، لومړی مې نه غوښتل په هغې کې ګډون وکړم، خو له دې سره سره دې پایلې ته ورسېدم، چې په یو ځل ازمویلو ارزي.
له شاوخوا دوه اوونۍ وروسته ټولګی پیل شو. په ټولګي کې ډېری نجونې وې. هرې یوې نجلۍ په ډېر شور و شوق او خوښۍ سره له ویلو او لیکلو خبرې کولې. له هغو ناولونو او کتابونو چې لوستي یې وو، په وار وار مې له نجونو اورېدلي، چې په دې ټولګي کې له شتون څخه څومره خوښې دي. کټ مټ لکه هغه مرغه چې تازه له قفس څخه خوشی شي او وزرې وهي.
که له یوه لوري د آنلاین ټولګیو یو اړخ خوشي او د خپلواکۍ احساس دی، بل اړخ یې د حضوري ټولګیو د نه شتون آرمان دی. له دې نجونو هرې یوې، چې په هغو ټولګیو کې یې ګډون کولو، دا ارمان له ځان سره درلود. په ورته وخت اوس چې ښځې او نجونې په ښوونیزو بنسټونو کې له شتون څخه منع کړای شوې، آنلاین زده کړې، د طالبانو ځپونو په وړاندې د پوهې او پوهاوی تر لاسه کولو لپاره د دوی وروستی سنګر ګنل کېږي.
ځينې وخت له ځانه سره وایم، که نجونې ښوونځي او پوهنتون ته ولاړې شي او په آزاده توګه زده کړې وکړي، څه به وشي؟ آیا آسمان به ځمکې ته راټیټ شي؟ هغه څوک چې په یوویشتمه پېړۍ، چې د معلوماتو دوره ده، د ټولنې نیمايي برخه له زده کړو بې برخې کوي، په کومې دورې او زمانې پورې اړه لري. په پای کې یوازینی ځواب چې لرم یې دا دی، دا ډول کړنې یوازې د طالبانو په ډول په یو «اسلامي امارت» کې ممکن دی.
په اوسني ځپوونکي ستومانه کوونکي حالت کې، چې د طالبانو نظام پر خلکو تپلی، مجازي فضا او آنلاین ټولګي د خپلواکۍ د اوبو هغه څاڅکي دي، چې د افغاني زده کوونکو ، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په سخته تږې ځمکه ورېږي.







