رها آزاد
روژه ماتي ته لا هم دوه ساعته پاتې دي. د فیض آباد آسمان ورځ دی او د تېرې ورځې د واورې ورېدو ساړه چې لا هم پر ځای پاتې دي، بدن لړزوي. د شهر نو په یوه څلور لاري کې لسګونه لاس پلورونکي ماشومان د واټ پر څنډه ولاړ دي او هر یو په خپل وار سره پېروونکي د ځان خوا ته راکاږي. «خاله هه له ما یې واخله، لږ پاتې ده، خلاصېږي ګرمه ډوډۍ ده.» خاله جانې مهرباني وکړه یو ځل یې وګور حتمن کلچې اخلې.» «ترورې ترکاري تازه ده، په ۲۰ افغانۍ اووه ګېډۍ.»
د فیض آباد ښار هېڅکله دا څېره ځان ته نه وه لیدلې. یوازې په یوه ساده تګ راتګ کولی شو، سلګونه لاس پلورونکي ماشومان و وینو، چې په څلورلاریو کې دورې وهي.
په افغانستان کې د بېوزلۍ له وضعیته د نړیوالو بنسټونو راپورونه اندېښمنوونکي دي. په ځانګړې توګه د ماشومانو بېوزلي. لکه د ماشومانو د ژوغورنې سازمان دا خبرداری چې اعلان یې کړی، په افغانستان کې، له یو پر دریمې برخې زیات ماشومان له سختې لوږې سره مخ دي.
خو ډګري واقعیت تر دې هم بد دی، لږ تر لږه بدخشان کې لاس پلورونکي ماشومان د پراخې بېوزلۍ ښکاره څېره ده، چې هېڅ وخت یې مخینه نه درلوده.
دا زما ادعاوې نه دي. له هر چا چې پوښتنه وشي، ځواب یې همدا دی. لکه محمد عتیق، چې د واټ پر څنډه د پیرکیو پلورلو یوه وړه غرفه لري. هغه خپله ۱۲ کلنه لور د مرستندویې په توګه ورسره راوستې ده. مروه پیرکي په کاغد کې نغاړي او پېرودونکي ته یې ورکوي.
عتیق و ویل: «لا هم نه شم کولای، اولادونو ته د اختر جامې واخلم. هر څومره کار چې کوم نه کېږي. د کور له کرایې تر پور او د مور تر مریضې یې نه خلاصېږم. په رښتیا وضعیت خراب دی.»
د خلکو په وینا، په ځینو کورنیو کې لږ تر لږه یو ماشوم اړ دی چې کار وکړي، تر څو د کورنۍ یوه اندازه ورځني لګښتونه برابر شي.
نن د روژې میاشتې پنځه ویشتمه ده. د واټ یوازې په یوه څلور لاري کې څو وړې کراچۍ لیدل کېږي، چې پر هغې کورنۍ کلچې، وچه ډوډۍ، کورني پیرکي او نور خواړه چیندل شوي دي. ماشومان یو یو موټرو ته نېږدې کېږي او هڅه کوي، یو څه وپلوري. د موټرو هارنګونه، د ماشومانو شورماشور چې پېرودونکو ته نارې وهي او د خلکو تګ راتګ د څلورلاري فضا ډکه کړې ده.
د هغوی له هر یوه سره مې چې خبرې وکړې، کیسه یې د بېوزلۍ وه. ډېری یې د ۷ تر ۱۷ کلونو ماشومان دي.
۱۳ کلنه صمیمه چې د واټ څنډې ته د لاسي کراچۍ تر څنګ ولاړه وه، ورنېږدې شوم. ټکری یې کلک تر ځان پېچلی وو، کله کله یې لاسونه موږل او کله یې د خپلې خولې په تاوو ګرمول. د خبرو پر مهال یې د خولې تاو په سړه هوا کې په نرۍ دوړه بدلېده.
صمیمې سږ کال د ښوونځي شپږم ټولګی پای ته رسولی او د کارګرو ماشومانو له لیکې سره یو ځای شوې ده. «له ښوونځي فارغه شوم، مور مې ویل اوس ښوونځی هم خلاص شو. باید له خپل ورور سره کار وکړې، تر څو مو ژوند مخ ته لاړ شي.»
صمیمې نن ۳۰ ورقي کلچې چې د فیض آباد د خلکو تر منځ ډېر مینه وال لري، د پلور په موخه د فیض آباد له ګڼې ګوڼې ډک ښار ته راوړې دي. هغه هره ورځ له ماسپښین وروسته ۳ بجې راځي او له روژه ماتي وروسته، له خپل ورور سره چې وچه ډودۍ پلوري، بېرته خپل کور ته ځي. «د ورځې ۳۰۰ او ۴۰۰ کار کوم.»

عکس: رسانهی رخشانه
صمیمه په یوه پنځه کسیزه کورنۍ کې ژوند کوي او پلار یې هم ورځنۍ مزدوري کوي. د هغې ورور ۱۶ کلن محمد صالح و ویل: «په نورو وختونو کې دومره خرڅلاو نه وي، خو چې روژه شي، ډېر وي. زموږ له کوڅې اته تنه یو، هر یو، یو څه پلورو. په هر کور کې یو یا دوه تنه کار کوي.»
صالح چې د ښوونځي په نهم ټولګي کې دی، هیله لري چې خور یې هم وکولای شي د ده په څېر ښوونځي ته ولاړه شي او پر واټ د کار پر ځای زده کړه وکړي.»
په دې ورځو کې د فیض آباد ښار په ځانګړې توګه له ګڼې ګوڼې ډکو څلورلارو کې، د لاس پلورونکو ماشومانو شتون د پام وړ زیات شوی دی. په ډېری څلورلارو کې د ماشومانو شمېر کله ۳۰ تر ۴۰ تنو رسېږي. هغه ماشومان چې د کاغذي دسمالونو په بستو او په کورنیو کې له جوړو خوراکي توکو ډکې کراچۍ یې لیکه کړې دي.
د صمیمې او صالح په شان زیات ماشومان لیدلی شو، څو څلورلار پورته، مې له دریو ماشومانو ۱۴ کلن مصطفی، ۱۳ کلن کریم او ۱۴ کلنې ثویبه سره، چې نسبتآ لویې کراچۍ لري او تازه سبزۍ پلوري خبرې وکړې. درې واړه د یوې کورنۍ غړي وو او ویې ویل، که لاسي توکي ونه پلوري، په کور کې د خوړو لپاره ډوډۍ نه لري.
ثویبې و ویل، کله کله د امربالمعروف ځري لاس پلورونکو نجونو ته هم د حجاب په اړه یادونه کوي. «موږ خپله د پیسو موندلو په غم کې یو، هغوی وايي حجاب. خپله پوهېږو چې حجاب مراعاتوو.»
څو متره هغه لور ته رمزیه او ۱۵ کلنه شعیبه هم په خپله لاسي کراچۍ کې د تناره ګرمه ډوډۍ د خرڅلاو لپاره بازار ته راوړې. دواړې ګاونډیانې دي.
رمزیه د شپږ کسیزې کورنۍ مشره لور ده. وايي پلار یې په یوه ولسوالۍ کې، په کان کې مزدوري کوي. څو میاشتې وروسته کور ته راځي، په همدې دلیل هغوی اړ دي، چې د پلار په نه شتون او لرېوالي کې کار وکړي، تر څو یې ورځنی ژوند تېر شي.
واقعیت دا دی، چې پراخه بېوزلي هره ورځ په افغانستان کې خلک ستونزو او سختیو ته راکاږي. د خلکو لپاره کاري فرصتونه له منځه تللي. ښايي د ډېری کورنیو لپاره د ماشومانو کار کول د ژوندي پاتې کېدو وروستۍ دریڅه شوې ده.
او اوس د روژه ماتي په رانېږدې کېدو، د څلورلارو ګڼه ګوڼه ورو ورو کمېږي. ماشومان خپلې کراچۍ راټولوي او هر یو کور ته روانېږي. خو څو تنه ماشومان لا هم د واټ پر غاړه ولاړ دي. سترګې یې پر هغه موټرو خښې دي، چې ورو ورو تېرېږي، تر څو د ورځې وروستي پېرودونکي پیدا کړي.







