رها آزاد
په کال ۱۴۰۲ کې د بدخشان پر پوله د افغانستان- تاجکستان د ګډ بازار له پرانستل کېدو وروسته، طالبانو دغه بازار ته د ښځو په ورتګ بندیز ولګاوه، هغه بازار چې پر پوله پرتو ولسوالیو د ډېری ښځو لپاره د ګټې او عاید اصلي سرچینه وه.
طالبان ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې ګډ بازار ته لاړې شي، نه د لیدونکو ښځو لباره او نه د هغه ښځو لپاره چې خپل لاسي صنایع د پلور لپاره دغه بازار ته وړي.
په دې راپور کې پلورونکو رخشانې رسنۍ ته ویلي، د افغانستان او تاجکستان ګډ بازار ته د ښځو په روتګ له بندیز وروسته، د هغوی اونیزه ګټه له څو زرو افغانیو تر ټولو کمې کچې ته رسېدلې ده.
د بېلګې په توګه ګل نسا ویلي دي، د طالبانو له دې محدودیته وړاندې یې، په دې بازار کې د لاسي صنایعو د پلور له لارې د کورنۍ ورځنۍ چارې چلېدې.
د امنیتي ننګونو له امله په دې راپور کې نومونه مستعار ټاکل شوي دي.
۲۷ کلنه ګل نسا، د څلورو لوڼو مور ده او د اشکاشم ولسوالۍ په یوه کلي کې ژوند کوي. هغې دغه پر پوله کوچیني بازارګي ته د ښځو د ورتګ له ممنوعیت وړاندې، هره اوونۍ لکه، رنګه په لاس اوبدلي جاکټونه، خولۍ او دستکش، چې د مور په مرسته یې چمتو کول، د پلور لپاره دغه بازار ته وړل.
د ګل نسا په وینا «هره اوونۍ یې درې تر څلور زره افغانۍ پلور درلود» هغه عاید چې اوس په ډېر زیار په یوه میاشت کې هم نه تر لاسه کېږي.
بدخشان ولایت د افغانستان په شمال ختیځ کې د تاجکستان له بدخشان ولایت سره پر پوله پنځه ګډ بازارګوټي، په اشکاشم، شغنان، نسی، مایمي او خواهان ولسوالۍ کې لري.
دغه بازارګوټي د جمهوریت په دوران کې جوړ شوي او په اوونۍ کې یوه ورځ د دواړو لورو د اوسېدونکو پر مخ خلاص وي.
خو په ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، تاجکستاني چارواکو د افغانستان د سیاسي وضعیت له امله، دغه بازارګوتي بند کړلو چې کابو دوه کاله وړاندې پرانستل شول.
په دې بازارګوټو کې د دواړو هېوادونو افغانستان او تاجکستان خپل توکي او محصولات، تر ډېره لاسي صنایع پلور ته وړاندې کوي.
ګل نسا په ارمان سره وايي: «کاش موږ هم د نارینه وو په څېر اجازه درلودای، چې ګډ بازار ته ولاړې شوې او خپل توکي وپلورو. لکه د تاجکستان مېرمنې، چې د پولې پورې غاړې نه راځي او خپل محصولات پلوري.»
دغه بازارګوټي د خلکو تر منځ په شنبې بازار هم مشهور دي. نو ځکه د دواړو لورو د اوسېدونکو پر مخ د شنبې په ورځ پرانستل کېږي.
ګل نسا وايي، له طالبانو وړاندې لیدونکو او پلورونکو مېرمنو په آزاده توګه کولای شي بازار ته لاړې او راشي. «هره اوونۍ مې له درې تر څلور زره افغانیو پلور خرڅلاو درلود، زموږ محصولات د هغوی لپاره ډېر آرزانه وو او اخیستل یې، خو اوس په میاشت کې دوه زره نه کېږي.»
دا چې د ګل نسا مېړه د دید ستونزه لري، د ورځي ژوند د لګښتونو برابرولو برخه کې ډېره مرسته نه شي کولی. د همدې لپاره په دې بازارګوتي کې د ګل نسا لپاره د لاسي توکو پلورل، خورا مهم دي.
ګل نسا وايي، اوسنۍ حل لار چې دې پر مخه کړې، چندان ځواب ویونکې نه ده. هغه خپل لاسي توکي بسته بندي کوي او د خرځلاو لپاره یې د خاوند په لاس ګډ بازار ته لېږدوي. «کاش خپله مې د تګ اجازه درلودای، خو په دې وطن کې د ښځو خبرې ارزښت نه لري، څه دا چې کار او زیار ته یې وګوري.»
دا د ۲۴ کلنې سعیدي د ژوند کیسه هم ده، هغه ښځه، چې له دې محدودیتونو وړاندې یې کرنیز محصولات لکه، مېوه او تازه سبزي، چې د خپل کور په باغچه کې یې کرله، د مایمي ولسوالۍ پر پوله بازارګوټي ته وړله.
سعیده، د مایمي ولسوالۍ د درواز اوسېدونکې ده، د درې لوڼو او یوه زوی مور او د یوې اته کسیزه کورنۍ سرپرسته. «کله مې چې د تګ اجازه درلوده، هره شنبې به مې درې کارتنه مڼې او یوه اندازه تازه سبزي په ټوکرۍ چې چیندله او شاوخوا دېرش دقیقې به مې پلی مزل کاوه، تر څو ګډ بازار ته ورسېږم، له خپل خسر سره تلم او هره اوونۍ مې شاوخوا دوه درې زره افغانۍ پلور درلود.»
هغه اوس خپله نه شي کولای بازار ته لاړه شي، سعیدې ویلي دي. «مېړه مې هم زده کړې نه لري، خسر مې د ناروغۍ په بستر پروت او کمزوری شوی دی او نه شي کولای په خرڅلاو کې راسره مرسته وکړي، ماشومان مې هم واړه دي.»
۴۰ کلنه شکریه د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکې ده او له اتو کلونو زیاته موده کېږي، چې خیاطي کوي. هغه یوه وړه کارخانه لري چې خیاطي، سنۍ او جاکټ اوبدل تر سره کوي. لږ تر لږه ۳۰ نورې ښځې او نجونې هلته کار کوي او له ۳۰ زیات شاګردان لري، چې د دې ولسوالۍ په مرکز کې په کار بوخت دي.
شکریه وايي. د هغوی محصولات نارینه بازار ته وړي او پلوري یې، خو د هغې ګتې یوازې یوه برخه ښځو ته پاتې کېږي. «که خرڅلاو هر څومره زیات هم وي، د توکي پیسې یوې خوا ته ځي او ګټه یې نیمايي کېږي. د بېلګې په توګه که له کوم توکي زر افغانۍ ګټه وکړو، ۵۰۰ افغانۍ هغه کس ته ورکوو چې توکي وړي او پاتې پنځه سوه موږ ته پاتې کېږي. دا د هغه زیار په بدل کې چې موږ یې کازو لږ دي.»
شکریه چې په یوه شپږ کسیزه کورنۍ کې ژوند کوي وايي، د کورنۍ لګښت یې د کرنې او مالدارۍ له لارې برابرېږي. هغه زیاتوي، که څه هم کار یې زیات مسوولیتونه لري، خو بیا هم کار کولو ته لېواله ده او دا فعالیت د دې لامل شوی، چې په دې ولسوالۍ کې ډېرې ښځې پر کار شي.
طالبانو د افغان ښځو پر ژوند زیات محدویتونه لګولي دي. له هغې جملې یې د ښځو تګ راتګ او سفر محدود کړی دی.
د پولې دواړ خواو ته اوسېدونکي دې ګډ بازارګوټي ته د تګ لپاره وېزې ته اړتیا نه لري. خو د افغانستان وګړي کولي شي یوازې څو ساعته هلته تېر کړي او د ماښام له آذان مخکې باید په پله تېر شي او خپلې خاورې ته وګرځي.
ویل کېږي، د دې بازار امنیت تر ډېره د تاجکستان په لاس کې دی.
۲۵ کلنه شهناز تر دې محدودیتونو وړاندې پر پوله پرته نسی ولسوالۍ کې دې بازار ته د لیدو لپاره په وار وار ورغلې ده. «له طالبانو مخکې تلم، خو اوس اجازه نه لرم. هلته مې له تاجک مېرمنو سره خواله کول او محصولات مې یې کتل، ډېر ښه وو، هم یوه مشغولتیا وه او هم د هټۍ والو لپاره ګټه.»
شنهاز واضح کوي، چې بازار کې د ښځو شتون یوازې تر پېر او پلور پورې نه محدودېده. «هلته زموږ مېرمنو دا زده کول، چې خپل محصولات په ښه ډول عرضه کړي، موږ هم همدارنګه له تاجک مېرمنو سره تجربې شریکولې او د هغوی له کاري کړنلارو مو الهام اخیست. زموږ او سوداګرو مېرمنو لپاره بازار یوه عملي زده کړه وه. هغوی افغان مېرمنې ډېرې هڅولې، ان په بازارګوتي کې یې زموږ لپاره ښوونیز پروګرامونه جوړول. د خوړو چمتو کولو کړنلارې، د پېر او پلور یې او همدارنګه د لاسي صنایعو په اړه یې خبرې کولې.»
شنهاز د طالبانو له واکمنۍ مخکې د بدخشان پوهنتون د انګلسي زبې او ادبیاتو د څانګې محصله وه، وايي، د طالبانو دې محدودیت نه یوازې سوداګریز فرصتونه له ښځو اخیستي، بلکې د هغوی ډېری ټولنیز او ښوونیز فعالیتونه یې هم محدود کړي دي.
۲۵ کلنه فرخنده چې یوه سوداګره ښځه ده او د ښځو د حقونو په برخه کې هم فعالیت کوي وايي: «ګډ بازارونه کولی شي د دواړو هېوادونو د ښځو لپاره د کاري مهارت، سوداګریزې تجربې او کلتوري تبادلې ښه فرصت وي، خو د طالبانو په ممنوعیت سره، ښځې له دې فرصتونو محرومې کړای شوې دي.»
لاسیني صنایع د افغانستان د کار په بازارونو کې د ښځو لپاره یوازینۍ فرصت دی. ډېری ښځو او نجونو په دولتي او نړیوالو ادارو کې د کار کولو له ممنوعیت او د ښوونځیو او پوهنتونو له تړل کېدو وروسته، دې کار ته مخه کړې ده.
خو بیا هم له زده کړې او کار څخه محرومیت د افغان ښځو په وړاندې اصلي ننګونه ده. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) د سږ کال په پسرلي کې په «افغانستان کې د جنسیت شاخص» تر سرلیک لاندې یوه راپور کې ویلي، شاوخوا ۸۰ سلنه افغان ښځې له زده کړې او کار څخه محرومې دي.







