د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کوچینۍ روغتیايي ځاله، په هغه ځای کې لویه هیله، چېرته چې مرګ تر ژوند ښځو ته نېږدې وو

۶ وری ۱۴۰۵
کوچینۍ روغتیايي ځاله، په هغه ځای کې لویه هیله، چېرته چې مرګ تر ژوند ښځو ته نېږدې وو

تمنا تابان

همدا شپږ میاشتې وړاندې، د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ اړوند د «تی کو» سیمې یوې اوسېدونکې د زېږون پر مهال ژوند له لاسه ورکړ. د دې قرباني خپلوان وايي، هېڅ ډول روغتیايي خدماتو ته یې لاس نه رسېده که نه هغه به ژوندۍ پاتې وه.

د دې سیمې اوسېدونکي وايي، د محسنه [مستعار نوم] د مرګ غمیزه په تېرو کلونو کې د لسګونو ښځو د زېږون پر مهال د مړینې یوه بېلګه ده.

د سیمې اوسېدونکي ډېرې پېښې په یاد لري، چې خلک په ځانګړې توګه ښځو روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. لکه محسنه، چې د خونرېزۍ له امله، په سیمه کې یوه لرې پراته روغتیايي مرکز ته د لېږد پر مهال د سختو لارو په اوږدو کې مړه شوه.

یا هغه بله پېښه چې لا هم د ۲۳ کلنې کامله [مستعار نوم] په څرګنده توګه په یاد پاتې دی. «درې کاله وړاندې زموږ په ګاونډ کې یوه مېرمن چې خاوند یې د ښځې له زېږون شپږ میاشتې مخکې مړ شوی وو، هغه مهال چې د زېږون درد پرې راغی، کورنۍ یې بېوزلۍ او تنګ لاسۍ له امله ونه شوای کولی، چې پر وخت موټر ونیسي او هغه نېږدې کلېنیک ته ورسوي، همدا لامل شو، چې مړه شوه، هغې ښځې د زېږون له دوه شپو ورځو درد کاږولو وروسته ژوند له لاسه ورکړ.»

افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې لوړه کچه لري. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د تېر کال د غوايي په ۱۱ مه، په یوه پیغام کې اعلان وکړ، چې افغانستان کې د میندو د مړینې ۹۰ سلنه د مخنیوي وړ دي.

همدارنګه کامله د درې کاله وړاندې د رابعه [مستعار نوم] ۱۸ کلنې ښځې مړینه په یاد لري. هغه نجلۍ چې آپنډېکس شوې وه، خو دا چې روغتیايي مرکز ته یې لاسرسی نه درلود، ژوند یې له لاسه ورکړ. «تاسو فکر وکړۍ زموږ خلکو په څه ډول عادي ناروغیو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی. هر وخت چې رابعه را په یادېږدي زړه مې ټوټې ټوټې کېږي.»

د «تی کو» سیمې د ډېری اوسېدونکو په باور، د هغوی لپاره مرګ تر ژوند ډېر نېږدې وو او چاړه د خلکو پر هډ لګېدلې وه. د همدې لپاره هغوی د یوې روغتیايي سرپناه د جوړولو لپاره لاس په کار شول.

۴۱ کلنې حوا ګل [مستعارنوم] ویلي دي: «که به عاجل ناروغ و، تر څو به مو ډاکتر ته رساوه، د لارې په اوږدو کې به له منځه تله، له همدې امله خلکو پنځه کاله وړاندې پرېکړه وکړه، چې خپله یوه روغتیايي ځاله له خپله جېبه جوړه کړي، یو خټین روغتیايي مرکز، چې یوازې څلور خونې لري.»

د دې روغتیايي مرکز جوړېدو زیات لګښت نه درلود. شاوخوا پنځه سوه زره افغانۍ، خو د بېوزله اوسېدونکې لپاره، چې د ګټې اصلي سرچینه یې کروندګري ده، ډېر لګښت وو. د حوا ګل په وینا: «خلکو چا خپله غوا وپلورله، چا یوه مېږه، یوه راپور کړې، خو په هره ستونزه چې وه، دغه ځاله مو جوړه کړه.»

د افغانستان د مرکز په دایکنډي ولایت کې میرامور ولسوالي یوه غرنۍ سیمه ده. د دې ولسوالۍ یمې لکه د «تی کو» سیمه لرې پرته او د پېچلو لارو درلودونکې ده. د دې سیمې اوسېدونکي وايي، په تېرو کلونو کې هېڅ یوه روغتیايي دولتي پروژه په دې سیمه کې نه ده پلې شوې.

د جوړونې د تبعیض په برخه کې د مرکزي سیمو د خلکو شکایت تازه نه دی. د همدې لپاره په وروستیو کلونو کې روغتونونه، ښوونځي، د اوبو بند او نورې بنسټیزې پروژې د خلکو په لګښت جوړې شوې دي.

د تی کو سیمې د دې خټین روغتیايي مرکز تر جوړېدو وروسته یو بل ګام پورته کړ. هغوی د دې سرپناه د ملاتړ او فعال ساتلو لپاره ګڼو بنسټونو ته غوښتنلیکونه ولېږل.

حوا ګل په دې اړه و ویل: «له ډېرو غوښتنو وروسته، د (MOVE) موسسه چمتو شوه، چې د دې کوچیني مرکز ملاتړ وکړي، البته په ابتدايي خدماتو په کچه کې، هغه هم زموږ د خلکو لپاره ستره مرسته وه.»

په دې سرپناه کې ډېری ابتدايي درملنه تر سره کېده. خو د حواګل په وینا، د کیسې ښه والی په دې ځای کې وو، چې یوې قابلې به مدام هلته شتون درلود او له ښځو سره به یې مرسته کوله. «نور اړ نه و، چې د یو پاکټ پراستامول یا د زړه بدوالي ګولیو په خاطر مو اوږدې او سختې لارې طی کړې وايي، هملته مو د ډاکتر په تشخیص ګولۍ اخیستې، هغه قابله چې دلته د زېږون په برخه کې وه، ډېره مرسته یې کوله.

خو خلکو ته د نامعلومو دلایلو له امله د ۱۴۰۴ کال په وري میاشت کې دې روغتیايي موسسې خپل فعالیت په دې وړه روغتیايي سرپناه کې پای ته ورساوه.

یوې خبرې سرچینې رخشانې رسنۍ ته ویلي دي، دې موسسې د بودیجې د نشتوالي له آمله دا مرکز پرښی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، د امریکا محتده ایالاتو پراختیايي مرستو بندلو فرمان لاسلیک کړ.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي د تېر لمریز کال په غوايي میاشت کې ویلي دي، د روان میلادي کال په لومړیو کې د امریکا د مرستو بندېدو راهیسې، د ښځو او ماشومانو په ګډون کابو درې میلیونه کسانو، د ۳۶۴ روغتیايي مرکزونو په تړل کېدو سره روغتیايي خدماتو ته لاسرسی له لاسه ورکړی دی او ۲۲۰ نور مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

ویل کېږي، چې د محسنې مړینه هم له دې روغتیايي سرپناه څخه د موف موسسې د مرستې بندېدو له امله رامنځ ته شوې ده.

د دې روغتیايي ځالې تړل کېدو یو ځل بیا ګڼو اندېښنو ته لمن وهلې ده.

خو په دې وروستیو کې دغه روغتیايي ځاله ښځو او ماشومانو ته د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په تمرکز د یوې ښځې له خوا فعاله شوې ده.

آمنه رضايي له افغانستان نه د باندې ژوند کوي. هغې له روخشانې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي. «زموږ محروم خلک د یوې ساده ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي او یا له اوږد مهاله مزمنو ناروغیو سره مخ کېږي، په دې شرایطو کې چې موږ کولی شو له هرې لارې له خپلو خلکو سره مرسته وکړ، نو ولې لاس تر زنې کېنو او کار ونه کړو؟»

آمنه رضايي وايي، تر اوسه یې د دې روغتیايي مرکز په فعالولو شاوخوا ۱۳۰ زره افغانۍ لګولې دي او دا ژمنه ده، چې په دوامداره توګه به له دې مرکز څخه مالي ملاتړ کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

ترانس ښځه- د نړۍ د فالوس مدارۍ په وړاندې بغاوت

جوزجان کې له تاوتریخوالي، تبعیض او سپکاوي د ټکسي چلوونکې ښځې کیسه

له کومې لارې؟

آمنه وايي، د تی کو سیمې ښځو او نجونو خپلې لاسي صنایع هغې ته ولېږلې او هغې په رسمي جشنوارو کې د هغې په پلور سره، د دې بودیجې یوه برخه برابره کړې ده. «نجونو ماته یو شمېر په مریو اوبدل شوې لاسي صنایع رالېږلې وې، چې د لښتیو په ډول جوړې شوې وې. ما دغه غوږوالۍ له چمتو کړو افغاني خوړو سره یو ځای، په دې ځای کې په بېلا بېلو جشنوارو  کې پلورلې او له دې لارې مې د دې روغتیايي ځالې لپاره بودیجه چمتو کړه. دې کار له ما زیات وخت ونیوه، سره له دې، چې زه دلته رسمي کار لرم او بوختیا مې زیاته ده، خو له خپل خالي وخت څخه مې ګټه اخیستی او دا کار مې تر سره کړی دی.

د دې کار د دوام لپاره آمنه رضايي وايي، دا هڅه کوي، چې د لاسي صنایعو د خرڅلاو او د مرستندویه بنسټونو د مرستو له لارې دغه د ژوند سرپناه د خلکو لپاره په خپلو پښو درېدلې وساتي. «موږ نه باید د خپلو خلکو محرومیت هېر کړو.»

د خلکو لپاره هم د دې روغتیايي ځالې بیا فعاله کېدل یو ستر حکم لري. لږ تر لږه هغوی هغه ژمی شا ته پریښي، چې یوې ښځې د یوې ساده ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دې سیمې اوسېدونکې ۲۵ کلنه بهار په خوښۍ سره وايي: «که دا سرپناه نه وای فعاله شوې، خدای پوهېږي، موږ به په دې ژمي کې څومره سختۍ ګاللې.»

په [مستعار نوم] ۵۱ کلنه صابره، چې د روغتیايي خدماتو د محرومیت د قرباني شوې محسنې له نېږدې خپلوانو ده وايي، که دا ځاله فعاله وای، ښايي محسنه ژوندۍ وای.»

خو روغتیايي خدماتو ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې اندېښنې، په ټول افغانستان کې مخ پر زیاتېدو دي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي دي، د طالبانو له لوري د افغانستان تر نیول کېدو وروسته، د میندو مړینه زیاته شوې ده.

اړوندې لیکنې

د جګړې په وړاندې، د فاشېزم لويي په دروغو، وینو او جرمونو ولاړه ده (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

د جګړې په وړاندې، د فاشېزم لويي په دروغو، وینو او جرمونو ولاړه ده (دویمه برخه)

۲۸ وری ۱۴۰۵
معترضې ښځې: هرات کې په شیعه ملکي وګړو برید، د مذهبي ډلو سیستماتیک په نښه کول دي
خبر

معترضې ښځې: هرات کې په شیعه ملکي وګړو برید، د مذهبي ډلو سیستماتیک په نښه کول دي

۲۷ وری ۱۴۰۵
د جګړې په وړاندې، د تاوتریخوالي ضد ادبیاتو په اړه څه پوهېږو؟ (لومړۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

د جګړې په وړاندې، د تاوتریخوالي ضد ادبیاتو په اړه څه پوهېږو؟ (لومړۍ برخه)

۲۷ وری ۱۴۰۵
د ملګرو ملتونو راپور: د نجونو په زده کړو د بندیز دوام د کم عمره ودونو خطرونه زیاتوي
خبر

د ملګرو ملتونو راپور: د نجونو په زده کړو د بندیز دوام د کم عمره ودونو خطرونه زیاتوي

۲۶ وری ۱۴۰۵
په ښوونیز نظام کې د طالبانو له تحمیلي سیاستونو د یوه ښوونکي اندېښنې
دسته‌بندی نشده

په ښوونیز نظام کې د طالبانو له تحمیلي سیاستونو د یوه ښوونکي اندېښنې

۲۶ وری ۱۴۰۵
یونیسف: له ۱۵.۳ میلیونه زیات افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: له ۱۵.۳ میلیونه زیات افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي

۲۵ وری ۱۴۰۵

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه