د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د تنخواوو ژور توپیر: افغانستان کې له جنسیتي توپیره د څو ښځینه ښوونکو کیسه

۷ وری ۱۴۰۵
د تنخواوو ژور توپیر: افغانستان کې له جنسیتي توپیره د څو ښځینه ښوونکو کیسه

انځور تزئیني دی / ټولنیزې رسنۍ

آزاده تران

دا په افغانستان کې د یو شمېر ښځینه ښوونکو کیسه ده، چې وايي، د دوی په ګمارولو کې جدي جنیستي تبعیض شتون لري او نارینه له ښځو شاوخوا دوه برابره زیاته تنخوا اخلي.

۲۵ کلنه شهلا [مستعار نوم] غزني کې د یوه خصوصي ښوونځي ښوونکې ده. شهلا د ۱۴۰۴ کال د کب میاشتې په لومړیو او د نوي ښوونیز کال د پیل په درشل کې، د خپلو حقوقو د زیاتوالي وړاندیز د ښوونځي ادارې ته ولېږه.

هغه وايي تر لاسه کړی ځواب نه یوازې ټکان ورکوونکی، بلکې ناهیلی کوونکی هم وو. «نېغ یې راته و ویل، ته غواړې د یوه نارینه ښوونکي په اندازه تنخوا ولرې.» د ښوونځي مدیر له ملاحظې پرته شهلا ته و ویل، که په میاشت کې په څلور زره افغانۍ کار نه کوې، لار دې پر مخ خلاصه ده.»

طالبانو په دولتي او نړیوالو بنسټونو کې د ښځو کار کول بند کړي دي. د طالبانو سختو محدودیتونو له ښځو ډېری نور کاري فرصتونه هم اخیستي دي. د ښوونې او روغتیا برخې هغه کم انتخابونه دي، چې لا هم ښځې په کې کار کولی شي.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان په کاري ځواک کې یو له لویو جنستي درځونو څخه لري. په بل عبارت، کابو ۸۰ سلنه افغان ښځې له زده کړې او کار محرومې دي.

همدې محرومیت د ښځو زیان مننه زیاته کړې ده. لکه شهلا چې د مجبوریت له امله د میاشتې په همغه څلور زره افغانۍ پاتې شوه. «دا یوازې زما ستونزو نه ده، د ټولو ښځو لمن یې نیولې.»

شهلا وايي، په افغانستان کې د ښځو لپاره ډوډۍ پیدا کول داسي دي، لکه په ډېران کې چې ستنې موندلو پسې ګرځې. «دا چې بېکاري زیاته کړه، یو یا دوه بسته چې اعلان شي، له ۲ سوه زیات کسان فورم ورته ډکوي.»

رسمي راپورونه شتون لري، چې د افغانستان د کار په بازار کې یوازې ۷ سلنه ښځې شتون لري.

شهلا کابو څلور کاله کېږي، چې په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې ده. هغه وايي، په دې ښوونځي کې د ښځینه او نارینه وو ښوونکو د تنخوا تر منځ توپیر کابو دوه برابره دی. شهلا په میاشت کې څلور زره افغانۍ اخلي، په داسې حال کې چې نارینه همکار یې اووه زره افغانۍ تنخوا لري.

دا توپیر له کومه راځي؟ شهلا وايي بست او کاري ساعتونه یو شان دي، په دې منځ کې یوازې د دوه تنو جنسیت سره توپیر لري.

شهلا د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ یوازې ډوډۍ پیدا کوونکې ده. د ښوونځي له کاري ساعت وروسته لاسي ګنډل کوي، تر څو وږې پاتې نه شي.

کابل کې د لیلا [مستعار نوم] لیدو  لپاره ورځم. ۲۵ کلنه ښوونکې چې دوه کاله کېږي د ښوونې دنده ترسره کوي. لیلا د ریاضي، انګلیسي او کمپیوټر ښوونکې ده. هغه د نجونو پر مخ د پوهنتونو تر تړل کېدو مخکې د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځې د دویم کال زده کړیاله وه.

لیلا وايي، له کال زیاده موده د کار په لټه کې وه، تر څو په دې خصوصي ښوونځي کې د میاشتې په څلور زره افغانۍ په دنده وګمارل شوه.

خو تبعیض د لیلا درد هم دی: لکه، زه د درې اساسي مضمونونو تدریس کوم او د دې لپاره چې د زده کوونکو د پوهې کچه پورته شي، زیاته خواري ورسره کاږم. خو همکار مې چې ښاغلی دی، لکه دري، انځورګري او خط غوندې مضمونونه تدریس کوي. درسي ساعتونه یې هم زما سره یو شان دي. خو هغه دوه برابره تنخوا اخلي. زه د ښځې توب په خاطر ۴ زره افغانۍ معاش اخلم. نارینه همکاران مې له ۵ زره نیولې تر ۸ زرو افغانۍ تنخوا اخلي.»

د بشري حقونو سازمانونه وايي، افغان مېرمنې د «تبعیض او تاوتریخوالي له تر ټولو جدي ډول» سره مخ دي. که څه هم نیوکې تر ډېره طالبانو ته متوجه دي، خو د لیلا په شان مېرمنو له نظره واقعیت دا دی، چې تبعیض یوازې طالبان نه کوي، بلکې په افغانستان کې جنیسي توپیر ژورې ریښې پیدا کړې دي.

لیلا وايي، د ښځینه ښوونکو په وړاندې تبعیض نورې اړخونه هم لري. هغه له ښځینه ښوونکو سره خشن چلند ته هم اشاره کوي. «هر څومره چې له ستونزو و وایو، بیا هم کمې دي. خو هېڅوک زموږ اعتراضونو ته غوږ نږدي، کوم څوک او ځای نشته، چې زموږ غږ واورېدل شي.»

کابل کې د دوه خصوصي ښوونځي له مدیرانو سره خبرو اترو کې، هغوی د ښځو په وړاندې د تبعیض خبره ومنله.

کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي مدیر و ویل: «په خصوصي ښوونځیو کې د ښاغلیو او آغلیو ښوونکو تنخواوې توپیر لري. دا یو واقعیت دی. په خواشینۍ سره دا عملآ وینو.»

ولې تبعیض؟

سهراب فرامرز [مستعار نوم] وايي، د طالبانو محدودیتونو په واقعیت کې دا مینه زیاته کړې ده. «کله چې یوه ښځه د باندې په آزاده توګه کار ونه شي کړای او د کار سرچینه یې یوازې ښوونکي توب او په روغتیايي مرکزونو کې وي، دا کاري محدودیت خپله د هغوی له حق نه د ناوړه ګټې اخیستنې زمینه رامنځ ته کوي او د ځینو ښوونځیو ادارې له دې فرصت نه په خپله ګټه کار اخلي.»

د یوه بل خصوصي ښوونځي مدیر میلاد شایګان [مستعار نوم] و ویل: «نن ورځ ډېری ښځې او نجونې چمتو دي، چې د ۲ زره افغانیو په بدل کې تدریس وکړي، خو پر کور کښېنه ني، دا محدودیت د ښوونځیو د مسوولینو لپاره یو ډېر ښه فرصت شوی دی، چې د ښځو تنخواوې پورته نه کړي.»

د ښاغلي شایګان له نظره دویم دلیل د ښځو ډېره بېوزلي ده. «دویم دا، ډېرې ښځې چې د کورنیو سرپرستانې دي، د لږ تنخوا په مقابل کې مقاومت نه کوي. د بېلګې په توګه موږ په ښوونځي کې ښځینه همکارانې لرو، چې خپلو کورنیو ته ډوډۍ پیدا کوونکې دي. دوی چمتو دي، چې د ۲ یا ۳ زره افغانیو په بدل کې هم کار وکړي.»

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، د ښځو تر سرپرستۍ لاندې دوه پر درېیمه برخه کورنۍ، د خوړو پیدا کولو توان نه لري.

۲۴ کلنه سیمه امیري [مستعار نوم] د ۸ کسیزې کورنۍ ډوډي پیداکوونکې ده. هغه په کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي ښوونکې ده. سیمه د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځۍ زدکړیاله وه، چې طالبانو د ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې او د هغې تحصیل هم په نیمه کې پاتې شو.

په دې اړه نور ولولئ...

د جګړې په وړاندې، وطن پالنه، باید په عدالت او اخلاقي ارزښتنو مشروطه وي (درېیمه برخه)

رخشانې رسنۍ د خبریالۍ شلم نړیوال فستیوال کې له افغانستان، نه د راپور ورکولو ستونزو په اړه غونډه جوړه کړه

هغه وايي: «د ښوونځیو مسوولین تر ډېره نارینه دي، پلمې لټوي، چې تاسو اسناد نه لرۍ یا کافي تجربه نه لرۍ. په همدې پلمو د نارینه وو په پرتله موږ ښځینه ښوونکې کمې راولي.»

سیمه د ورځې شپږ ساعته درس ورکوي او په میاشت کې یوازې پنځه زره افغانۍ تنخوا اخلي. هغه وايي په کوم ځای کې چې دا درس ورکوي، د یوې ښځینه ښوونکې لوړه تنخوا شپږ زره افغانۍ ده او د یوه نارینه ښوونکي تر ټولو ټيټه تنخوا هم شپږ زره افغانۍ ده. «تبیض د ټولو ښځو لپاره شتون لري، تر ټولو لویه بېلګه یې همدا د تنخوا کموالی دی.»

۲۸ کلنه نرګس [مستعار نوم] په خصوصي ښوونځیو کې د ښوونې له ۵ کلونو زیاته تجربه لري، هغې حساب داري لوستې ده. هغه څلور میاشتې کېږي، چې د ښځینه او نارینه ښوونکو د تنخواو تر منځ د توپیر له آمله یې دنده پريښې او په کور ناسته ده.

نرګس چې کابو پنځه کاله په یوه خصوصي ښوونځي کې د میاشتې په ۳ زره افغانۍ کار وکړ، وايي: «کله به یې په سند رانیولم او کله هم په تجربه. ما پنځه کاله هڅه او مقاومت وکړ، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په کور کېناستو څخه ځان وژغورم. خو ونه شوه. په هر ځای کې ښځو ته په کمه کتل کېږي او دا کلتوري ریښه لري.»

نرګس له درې میاشتو زیاته موده کېږي، چې د کار په لټه کې ده.

اړوندې لیکنې

ترانس ښځه- د نړۍ د فالوس مدارۍ په وړاندې بغاوت
دسته‌بندی نشده

ترانس ښځه- د نړۍ د فالوس مدارۍ په وړاندې بغاوت

۳۰ وری ۱۴۰۵
جوزجان کې له تاوتریخوالي، تبعیض او سپکاوي د ټکسي چلوونکې ښځې کیسه
دسته‌بندی نشده

جوزجان کې له تاوتریخوالي، تبعیض او سپکاوي د ټکسي چلوونکې ښځې کیسه

۲۹ وری ۱۴۰۵
د جګړې په وړاندې، د فاشېزم لويي په دروغو، وینو او جرمونو ولاړه ده (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

د جګړې په وړاندې، د فاشېزم لويي په دروغو، وینو او جرمونو ولاړه ده (دویمه برخه)

۲۸ وری ۱۴۰۵
معترضې ښځې: هرات کې په شیعه ملکي وګړو برید، د مذهبي ډلو سیستماتیک په نښه کول دي
خبر

معترضې ښځې: هرات کې په شیعه ملکي وګړو برید، د مذهبي ډلو سیستماتیک په نښه کول دي

۲۷ وری ۱۴۰۵
د جګړې په وړاندې، د تاوتریخوالي ضد ادبیاتو په اړه څه پوهېږو؟ (لومړۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

د جګړې په وړاندې، د تاوتریخوالي ضد ادبیاتو په اړه څه پوهېږو؟ (لومړۍ برخه)

۲۷ وری ۱۴۰۵
د ملګرو ملتونو راپور: د نجونو په زده کړو د بندیز دوام د کم عمره ودونو خطرونه زیاتوي
خبر

د ملګرو ملتونو راپور: د نجونو په زده کړو د بندیز دوام د کم عمره ودونو خطرونه زیاتوي

۲۶ وری ۱۴۰۵

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه