مرسل قیصاري- اسلام آباد کې محصله
کور تل یو ځای نه دی، کله غږ هم دی، کله یوه غېزه، کله یوه مور او کله هم یوه خاطره چې هره شپه په مغز کې راتاوېږي. ما د دې مانا هله درک کړه، چې مودې کېږي کور ته تګ راته په یوه خوب بدل شوی دی.
کره تېر کال په همدې وخت، زه ډېره خوښه وم، ورځې مې شمېرلې تر څو د اووړي رخصتۍ راورسېږي او بېرته خپل کور ته لاړه شم، خو سږ کال توپیر لري. که څه هم د پوهنتون د ګرمۍ تر رخصتیو پورې څو میاشتې لا پاتې دي، خو د هغه څه پر بنسټ چې په وروستیو میاشتو کې رامنځ ته شوې، ګمان نه کوم، چې سږ کال وتوانېږم کور ته لاړه شم. د تورخم لار د جګړو او سیاسي اختلافاتو له امله میاشت کېږي، چې تړلې ده.
د دې پولو تر شا زرګونه کسان دي، چې کورنۍ ته یې زړه تنګ شوی دی. د دې تړلې پولې تر شا زما په څېر زرګونه کسانو زړونه کور ته د تګ لپاره ټوپونه وهي، په وروستي ځل مې چې مور په غېز کې ونیوه، کابو یو کال تېر شوی، له وروستي ځله یو کال هغه ځل چې په کورنۍ کې وم، یو کال وروستی ځل، چې د خپلو خویندو تر څنګ کېناستم.
زه په داسې ځای کې ژوند کوم چې خوندي دی، خو پېژندونکی نه دی، په هغه ځای کې، چې کولی شم زده کړه وکړم. د خپلو خوبونو د پورله کولو لپاره هڅې وکړم او راتلونکې راته جوړه کړم. خو د هرې ورځې په تېرېدو مې زړه کې یو څه غلي کېږي. داسې څه چې هېڅوک یې نه ویني. خبرونه هره ورځ له تاوتریخوالي وايي. له سیاسته، له تړلو پولو، له افغانستان نه، له پاکستان نه او د منځنۍ آسیا له جګړو نه، خو څوک زموږ په اړه خبرې کوي؟ له هغو نجونو چې د سیاستونو تر منځ ورکې شوې دي. له هغه کسانو، چې ژوند یې په همدې پولو پورې تړلی دی.
د تورخم لار تړل شوې. دا جمله ښايي ساده تر نظره شي، خو زما لپاره خورا درنده جمله ده، چې اورېدلی یې شم. د دې پولې پورې غاړې ته مې کورنۍ ده. مور مې، خویندې، وروڼه او پلار مې، چې هره ورځ ماته سترګې په لاره دي. دا جمله، چې ښايي دا لرې والی لنډ مهالی نه وي.
خو زه لا هم هیله منه یم. درس وایم، پروګرامونه جوړوم او د بریا لپاره مې هڅې کوم. زه دوام ورکوم. هغې لارې ته چې خپله مې نه ده ټاکلې، خو پرېکړه مې کړې، چې پیاوړې په کې پاتې شم. هېڅ کډوال خپل کور د شوق له امله نه پرېږدي. ما خپل کور د خپلو خوبونو پوره کولو لپاره پریښی. د آزادۍ خوبونه، د درس ویلو او خپلواکیتوب، هغه حق چې په افغانستان کې له ما اخستل شوی دی.
خو دا خوبونه درنې بیې هم لري. هغه شپې چې په چوپتیا کې تېرېږي او په پټه اوښکې تویوم. څنګ لوري خلک مې تل ما پیاوړې نجلۍ بولي، خو دا ځواکمنتیا په دې مانا نه ده، چې درد حس نه کړې، زړه تنګې نه شې. دا په دې مانا ده، چې درد د بدن تر ژورو پورې حس کړې، خو نه درېږې.
دا یوازې زما کیسه نه ده، د بې شمېره نجونو کیسه ده، چې کورنۍ یې پرېښې دي. هغه نجونې چې د دې پولو تر شا بندې پاتې دي.
هغوی ته وایم: زما ګرانې کډوالې، که د زړه تنګوالي احساسوی، طبیعي ده. که د زړه د خپلې خوږې مور او ښکلې کورنۍ د غږ اورېدو ته تنګېږي، طبیعي ده. خو ته یوازې نه یې. د زموږ د ټولو افغان نجونو ګډ درد دی. هغه نجونې چې د خپل تر ټولو لومړني حق لپاره یې، خپله کورنۍ او وطن پريښی دی.
زما خوښېږي لکه څنګه چې د نورو له نظره پیاوړې ښکارم، همداسې پیاوړې پاتې شم. دا زما د زړه خبره هم ده. غواړم د دې زړه تنګي یادداشت ښکلی پای مې د امید خبره وي، په دې امید، چې ښايي نن پولې تړل شوې وي، ښايي سږ کال کور ته لاړې نه شو، ښايي دا واټن یو څه اوږده شي. خو کور ته به ځو. یوه ورځ به دا انتظار پای مومي، تر هغې ورځې موږ دوام ورکوو.







