بهزاد دقیق [مستعار نوم]
په اندېښنې سره یې د کابل ښار د دریالسمې ناحیې د ودانۍ په انګړ کې قدم واهه. انتظار وم، چې د ناحیې مدیر راشي او زما د غوښتنلیک پاڼه لاسلیک کړي. باید د خپل کور د پاتې برخې، چې د سړک جوړولو په پلان کې ویجاړه شوې وه، د بیارغونې اجازه مې ترې اخیستې وای. د وخت تېرېدو لپاره مې څو شېبې په ټولنیزو شبکو کې ځان بوخت کړ. څو فسبوکي پوسټونه مې ښکته پورته کړل. ټول د ایران، امریکا او اسرائیلو د جګړې خبرونه وو، بېرته مې تلېفون بند کړ.
د ناحیې اړوند ودانۍ په دهیلېز کې یوه نسبتا ځوان ښځه ناسته وه او معلومه چې غمجن حالت لري. په فکر کې وم، چې ولې زما څنګ ته مېرمن اندېښمنه ده. غوښتل مې خبرې ورسره پیل کړم. ښځې ته ورنېږدې شوم. سلام مې وکړ. په حوصلې یې د سلام جواب راکړ، خو مخ یې بلې خوا ته واړواوه. څرګنده وه، نه یې غوښتل چې خبرې وکړي. ټکری یې لږ پر مخ راکش کړ.
کنجکاوي مې له سره پورته نه شوه او دا ځل مې وپوښتل: «خورې ستونزه دې درلوده، چې یوازې د دې دومره نارینه وو تر منځ انتظار ولاړه یې؟» ښځې مخ نیم لوڅ کړ ویې ویل: «که د ناحیې مامور وې، چې کار مې تمام شي ځم، په خدای کور کې څوک نه لرم.» ومې ویل نه! نه! زه هم ستونزه لرم او مدیر ته انتظار یم، چې عریضه مې لاسلیک کړي او ځم خپل نیم رنګ شوی کور بېرته رغوم.
ښځه په خبرو کې لږ هوسا شوه ویې ویل: «ورور جانه که واسطه لرې زما عریضه هم ونیسه او د مدیر لاسلیک راته واخله.» مثبت ځواب مې نه درلود. هلته مې هېڅوک نه پېژندل. اوس ټول کارکوونکي غیر هزاره دي. په عریضه کې د هغې [مستعار نوم ]نسیمه وو. د څلورو ماشومانو مور او د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې په قلعه قاضي سړک کې د یوه ساده او یو پوړیز کور خاونده. د هغې کور هم د سړک جوړولو په نقشه کې ویجاړ شوی وو. خو د طالبانو مامورینو اجازه نه ورکوله، چې پاتې برخه یې ورغوي، تر څو د استوګنې وړ شي.
دا یې لومړی ورځ نه وه، چې د طالبانو په اداره کې لالهانده وه. پر پاڼه یې درې لاسلیکونه شوي وو. له هغې جملې د ناحیې د مدیر لاسلیک، چې ویل یې وو، اصولآ د اجرآت وشي. په موسکا مې ښځې ته و ویل: «دا دی خورې ستا کار په عریضه کې له ما مخته تللی، مدیر صیب او دوه درې نورو کسانو هم لاسلیک کړې ده.»
په همدې خبرو کې وو، چې دهیلزې کې ګڼه ګوڼه شوه. ټولو یوه ټاکلي لور ته منډه کړې. ویل یې، د ناحیې «مدیر صیب» راغلی دی. پرته له دې، چې دغې ښځې ته څه و وایم، د «مدیر صیب» د دفتر دروازې ته مې منډه کړه، یو خشن سړي د ټوپک په میل ټول خلک لرې کړل. ویې ویل. د هر چا نوم چې واخستل شو، دفتر ته دې ننوځي.
ټول باید انتظار وای، تر څو خپل نوم واوري. خو دا مېرمن زموږ په ډله کې نه وه. له زیات ځنډ وروسته مې نوبت راورسېد. مدیر په بېړه زما د عریضې متن ولوست. خو له ځنډ پرته یې و ویل: «ستا کار کېدونکی نه دی. دا موضوعات به بیا ګورو، زه هم واک نه لرم او دا کار د اوس لپاره بند دی.»
ان دا اجازه یې رانه کړه، چې ټینګار وکړم. باید د مدیر له دفتره وتلای وای. په انګر کې مېرمن د دېوال تر څنګ ولاړه وه. ویل یې چې د طالبانو مامور دا دوانۍ له دهلیزه و ایستله.هغې ان د ودانۍ لپاره سمټ هم اخیستې وو. خو د طالبانو مامور اجازه نه وه ورکړې، چې کور یې بیاورغوي.
ویل یې نن شپه باران ورېږي او کور یې چت نه لري. په شک مې ترې وپوښتل، ولې دې خاوند په دې کار پسې نه رالېږې؟ ځواب یې زما لپاره ډېر تریخ وو. د نسیمې خاوند د دشت پرچي په سړکونو په لاسي کراچۍ کې مېوه او تازه سبزي پلورله. دوه کاله وړاندې په یوه چاودنه کې ټپي کېږي، کال وروسته د همغې چاودنې د ټپونو له آمله ژوند له لاسه ورکوي.
د نسیمې له خبرو معلومېده، چې سخت ژوند لري. ویې ویل: «لوڼې مې له ښوونځي پاتې شوې او غالۍ اوبدي او خپله هم په یوه کور کې کار کوم، نه مړه نه ژوندي زندګي لرو او د خدای شکر دی عزت لرو او کور مو درلود، د کور له کرایې بې غمه وو، چې اوس یې هغه پر موږ را چپ کړ.
نسیمې ته چا ویلي وو، که پیسې لرې، رشوت ورکړه. د دولت نقشه او دا خبرې هسې یوه پلمه ده. هدف دا دی، چې له خلکو پیسې واخلي. په هره پلمه چې وي. خو نسیمې چې پیسې نه درلودې: «زه نه واسطه لرم او نه پیسې، نیم ړنګ کور مې، چې نن شپه مو یوه برخه په پلاستیک وپوښله، تر څو له بارانه لرې او اولادونه مې ساړه ونه خوري.»
د طالبانو د ښاروالۍ قوانین داسې دي، چې د نویو ایستل شویو سړکونو شاوخوا جوړه او یا بیا ورغول شي. ځمکه باید لومړی له قانوني پلوه تثبیت شي او د ښاروالۍ نقشه واخیستل شي. خلک له دې سره ستونزه نه لري. خو د طالبانو د ادارو کار نه کول په رښتیا د خلکو تالو تریخ کړی دی.
د دې قانون پلي کوونکو ته یوه پلمه په لاس ورغلې او په ښکاره له هغې ناوړه ګټه اخلي. ان څوک دومره نه پرېږدي، چې د لاسوینځي او پخلنځي کاشیانې ورغوي او یا یې بدلې کړي. یو چا ویل یو مامور په سمټ پلورنځي کې ناست دی او همدا چې څوک سمټ واخلي، سملاسي ورځي او کور یې پلټي. ان خلک د اوبو نل، د برېښنا مزی، د پخلنځي کاشي نه شي جوړولو او یا کور نه شي رنګولی. یو چا ما ته و ویل، درې کاله کېږي، چې مامورین یې نه پرېږدي د خپل کور د باندې لوری پلستر (عایق) کړي. هر کال د ودانۍ د خښتو د چاکونو څخه د باران اوبه د کور د ننه ورځي او ګڼې ویجاړۍ رامنځ ته کوي.







