د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بایسکل چلوونکې نجلۍ، پټ تمرین او المپیک ته د رسېدو خوبونه

۱۲ وری ۱۴۰۵
بایسکل چلوونکې نجلۍ، پټ تمرین او المپیک ته د رسېدو خوبونه

زحل آزاد

وروسته له هغې، چې هوا تیار شي، د بازار په تړل کېدو او د خلکو د ګڼې ګوڼې به کمېدو، ځوانه نجلۍ سودابه د خپل ورور کمیس پرتوګ اغوندي، بایسکل را اخلي او د ښار په شاتینو کوڅو کې، د طالبانو له سترګو لرې یې چلوي.

دا کابو د یوې لوبغاړې نجلۍ ورځنی کار دی، چې تمه لري یوه ورځ د باسکل ځغلولو المپیک سیالیو ته لار ومومي او د نړۍ له تر ټولو مسلکي لوبغاړو سره سیالي وکړي.

سودابه وايي، د نارینه جامو په اغوستو او د شپې په تیاره کې د بایسکل چلولو په مهاراتونو کار کوي.

هغه د نهم ټولګي زده کوونکې او د خپل استوګنې ولایت د بایسکل ځغلولو فدراسیون غړې وه، چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه، واک ته د طالبانو په بیا رسېدو سره له زده کړې او لوبو محرومه شوه.

په دې راپور کې هغه په مستعار نوم یاده شوې او د امنیتي ننګونو له امله یې ولایت، چې دا په کې ژوند کوي او سپورت ترسره کوي نوم هم ایستل شوی دی.

سودابه رخشانې رسنۍ ه وايي، کابو دوه کاله کېږي، چې په پټه او د نارینه جامو په اغوستو سره بایسکل چلوي.

واک ته د طالبانو له راتګ وروسته، افغان ښځې له سختو او ګڼو محدودیتونو سره مخ شوې دي. د ښځو ورزش په بشپړه توګه بند دی او نجونو نور لوبغالو او د لوبو میدانونو ته د ورتګ اجازه پیدا نه کړه.

ډېری لوبغاړي اړو شول، چې له خپلو هیلو او خوبونو تېر شي، یو شمېر له هېواده بهر لاړل او ځینې نورو په پټه توګه لوبو ته دوام ورکوي.

سودابه وايي، همغه د ماشومتوب له کلونو یې بایسکل چلولو پورې زړه تړلی وو. په دولس کلنۍ کې یې په پټه او د کورنۍ له نظره لرې، د ورور په بایسکل تمرینونه پیل کړل او په دې لار کې یې خپل لومړني ګامونه بورته کړل، چې وروسته یې په ستره موخه بدل شول.

هغې یو کال په همدې ډول خپلو تمرینونو ته دوام ورکړ او په پای کې په ۱۳۹۹ کال کې په یوه سیمه ییزه سیالۍ کې وتوانېده، چې مقام تر لاسه کړي.

دا لاس ته راوڼه د هغې په ورزشي لار کې یو مهم ټکی وګرځېده او د بایسکل ځغلونې فدراسیون کې یې د هغې د غړیتوب لپاره لار پرانسته، هغه لار چې د هغې پت راز یې هم څرګند کړ او کورنۍ یې له کړنو خبره شوه.

هغې و ویل: «یوازینۍ کس چې خوښ شو او مخالفت یې ونه کړ، مور مې وه، پلار او نیا مې تل ویل، چې په بایسکل سپرېدو سره یې ابرو او عزت وړم او د ګاونډیانو په وړاندې شرمېږي، او خپل خپلوان او قوم به مې پلار او ورور رشخند کړي. هر ځل به چې سیالي وه، پټه به تلم تر څو مې لږ تر لږه د وتو په وړاندې خنډ نه شي.»

دا ځوانه لوبغاړې چې دا لومړني پړاونه یې د وېرې او بې ځایه تومتونو په فضا کې شاته پرېښي وو، داسې ځای ته ورسېده، چې ډېره سخت و وهل شوه او لا هم د هغمه وهلو څخه د ورپېښو زیانونو سره لاس او ګرېوان ده. «ګاونډیانو زما پلار ته ویلي وو، چې لور دې ورزش کوي، خرابه ده، څرنګه دې اجازه ورکړې، چې په ښار کې په بایسکل ورګرځي؟»

ان د وهلو ټکولو له امله یې د بدن یوه غړي هم جدي زیان لیدلی دی. هغه نښې چې لا هم پاتې دي، خو د امنیتي ننګونو له امله د یادولو نه دي.

سره له دې چې ستونزې وې، خو د هغې تمرینونو په ناامنه کوڅو او له ګواښه ډکو ولایتي سړکونو کې دوام درلود. په هغه وخت کې هم د سیمې ډېری وګړو د ښځو د لوبو په اړه ډېر بد نظر درلود.

هغه په وار وار ګواښل شوې، موټر چلوونکو به یې په موټرو لار بندوله، تر څنګ به یې ګړندي تېرېدل تر څو خپل تعادل له لاسه ورکړي او ښکنځاو سره به یې هغه له دې لارې راګرځولو ته اړ کوله. دا فشارونه یوازې په کوڅو او واټونو کې په تاوتریخوالي سره پای ته ونه رسېدل، شاوخوا خلکو یې هم په غوسه کېدو او قضاوت، د ژوند کړۍ پرې راتنګه کړې وه.

سودابه وايي: «یوه ورځ چې تمرین ته تللې وم، یو موټر چلوونکی په سرعت سره راغی او بایسکل مې یې و واهه. سخته ټپي شوم او کار مې ان تر روغتونه ورسېد. خو هغه د دې پر ځای چې بښنه وغواړي، په غوسه یې ویل، مخې ته د ګوره، اصلآ د نجونو یې له بایسکل او سړک سره څه؟ ځه لاړه شه، پخلی زده کړه.»

پر واټ د تاوتریخوالي یوه بله خاطره یادوي: «یو ځل هم د تمرین پر مهال په یوه کوڅه کې بایسکل راته خراب شو، خلکو د مرستې پر ځای پر ما خندل. ځوان هلکان مې تر څنګ تېرېدل او پسخند یې کاوه، چې «دې لوده ته ګوره» نجونو هم تر شونډو لاندې په پس پس سره ویل: «دې بې شرمې ته ګوره.» هغه ورځ په ژړا کور ته لاړم.»

خو په څرګنده دې یوې ستونزې هم ونه شوای کولی د سودابې پر وړاندې خنډ شي، هغې په یوه نیم کال کې په مسلکي توګه بایسکل چلاوه او د پام وړ لاس ته راوڼې یې درلودې.

هغې د دې لاس ته راوڼو په اړه ډېر جزیات له رخشانې رسنۍ سره شریک کړي دي. خو د امنیتي ننګونو له امله د یادونې نه دي.

هغې د ۲۰۲۱ د اګست په لومړیو ورځو کې د «بامیان سفر» سیالیو کې د ګډون او د ملي لوبډلې سره د یو ځای کېدو لپاره چمتوالی نیوه. خو طالبانو د کابل په نیولو سره هر څه ناڅابه له منځه ولاړل: «تر ټولو سخته او ترخه شېبه، هغه وخت وه، چې طالبان زموږ ښار ته د ننه شول. هغه شېبه نړۍ راته پای ته رسېدلې ښکارېده.»

د طالبانو په راتګ سره سودابه هم د نورو سلګونو افغان نجونو په څېر، په میاشتو میاشتو په ناهیلۍ کې ژوند وکړ. خو لکه څرنګه چې خپله وايي، «هېڅکله ماته نه شوه.» او د دې تحمیلي انزوا د ماتولو لپاره یې بېله لار پیدا کړه.

سودابه وايي، په هره بیه چې وي، په المپیک لوبو کې د ګډون خوبونه به ژوندي ساتي. «یوه ورځ به بېرته میدان ته راوځم.»

پر بایسکل سپرېدل ان د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې هم د افغانستان په دودیزه ټولنه کې، د نجونو لپاره سرخوږی وو. خو اوس د طالبانو په واکمنۍ سره، په ښکاره د نجونو بایسکل چلول ناشونی کار دی.

سودابې ویلي دي: «په لومړیو کې مې د کور په انګړ کې تمرین کاوه، له ځان سره مې فکر کاوه، چې که کومه ورځ د باندې لاړه شم، ښايي طالبان راپسې او ستونزه راته پیدا شي. خو د شپې له خوا د هغوی هېڅ درک نشته، ولې له تیارې ګټه پورته نه کړم؟ له  سړک څخه د کابو درې کلونو په لرېوالي سره مې یو شپه د ورور جامې واغوستې او شاوخوا یو نیم ساعت مې په کوڅو کې بایډل و واهه، آه څه یو ښه حس یې درلود. داسې وه، لکه کوڅه مې چې فتحه کړې وي.»

په دې اړه نور ولولئ...

د جګړې په وړاندې، وطن پالنه، باید په عدالت او اخلاقي ارزښتنو مشروطه وي (درېیمه برخه)

رخشانې رسنۍ د خبریالۍ شلم نړیوال فستیوال کې له افغانستان، نه د راپور ورکولو ستونزو په اړه غونډه جوړه کړه

په پیل کې د سودابې سره د پېژندل کېدو وېره تل وه، خو لکه څنګه چې خپله وايي، بایسکل چلول ښايي د ډېرو لپاره یو ورزش وي، خو د هغې لپاره د ژوند یوه برخه ده. «هره شپه چې د تمرین لپاره وځم، له دې وېرېږم، چې ومې نه پېژني او وبه مې نیسي. په دورو به مې و وهي او ان امکان لري سنګساره شم، خو نه شم کولی له دې لارې لاس په سر شم، ځکه احساس کوم، چې له بایسکل څخه په لاس اخیستو سره به مې د ژوند ټوله مبارزه او ملا ماتوونکې ځورونې او سپکاوي، چې له خلکو مې لیدلي، هېڅ شي.»

د سودابې وېره بې بنسټه نه ده، د راپورونو له مخې، طالبانو په وار وار  ښځینه لوبغاړې او روزونکي د روزنې یا تمرین په خاطر نیولي دي.

تازه پېښه یې هرات کې د تکواندو روزونکې خدیجه احمدزاده، چې په پټه یې نجونو ته روزنه ورکوله، د طالبانو د امربالمعروف له خوا نیونه او دوې اوونۍ زنداني کول دي.

سودابه وايي، ښايي ونه شي کولی په مسلکي توګه بایسکل وچلوي، خو همدا اوسني تمرینونه یې لامل شوي، چې احساس یې ژوندی، هیلې تازه او په روښانه سبا یې زړه ډاډمنه وساتي، هغه څه چې د ترهګرۍ په دې پړاو کې حیاتي او اغېزمن دي، نه یوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره، بلکې د مبارزې لپاره هم.

د سودابې لپاره دا هر څه په یوه جمله کې رانغښتي دي: «نه غواړم خوبونه مې له ما یوسي.» هغه جمله چې ښايي ساده تر نظره شي، خو په خپله زړه کې د هغه نسل آرام مقاومت څرګندوي، چې لا هم ان په تیارو کې خوځښت ته دوام ورکوي.

له غږه یې په لېوالتیا سره معلومېږي، چې وايي: «نه غواړم د زړه وروستۍ پاتې هیله مې له لاسه ورکړم. د هغو شرایطو له امله چې اصلآ عادلانه نه دي، او موږ خپله هم نه دي غوره کړي، اجازه نه ورکوم، چې دا یوه زره هیله مې هم رانه واخستل شي، ان که اړتیا شي، کلونه به په تیارو کې او په نارینه هویت سره د ځان او  خپلې خاورې د نجونو د راتلونکې لپاره مبارزه وکړم.»

اړوندې لیکنې

ترانس ښځه- د نړۍ د فالوس مدارۍ په وړاندې بغاوت
دسته‌بندی نشده

ترانس ښځه- د نړۍ د فالوس مدارۍ په وړاندې بغاوت

۳۰ وری ۱۴۰۵
جوزجان کې له تاوتریخوالي، تبعیض او سپکاوي د ټکسي چلوونکې ښځې کیسه
دسته‌بندی نشده

جوزجان کې له تاوتریخوالي، تبعیض او سپکاوي د ټکسي چلوونکې ښځې کیسه

۲۹ وری ۱۴۰۵
د جګړې په وړاندې، د فاشېزم لويي په دروغو، وینو او جرمونو ولاړه ده (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

د جګړې په وړاندې، د فاشېزم لويي په دروغو، وینو او جرمونو ولاړه ده (دویمه برخه)

۲۸ وری ۱۴۰۵
معترضې ښځې: هرات کې په شیعه ملکي وګړو برید، د مذهبي ډلو سیستماتیک په نښه کول دي
خبر

معترضې ښځې: هرات کې په شیعه ملکي وګړو برید، د مذهبي ډلو سیستماتیک په نښه کول دي

۲۷ وری ۱۴۰۵
د جګړې په وړاندې، د تاوتریخوالي ضد ادبیاتو په اړه څه پوهېږو؟ (لومړۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

د جګړې په وړاندې، د تاوتریخوالي ضد ادبیاتو په اړه څه پوهېږو؟ (لومړۍ برخه)

۲۷ وری ۱۴۰۵
د ملګرو ملتونو راپور: د نجونو په زده کړو د بندیز دوام د کم عمره ودونو خطرونه زیاتوي
خبر

د ملګرو ملتونو راپور: د نجونو په زده کړو د بندیز دوام د کم عمره ودونو خطرونه زیاتوي

۲۶ وری ۱۴۰۵

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه