زهرا سروري
دا زما کیسه ده. له لویو هیلو سره ۲۰ کلنه نجلۍ زهرا. هغه نجلۍ چې د کانکور په ازموینه کې یې ګډون کړی وو او تمه یې درلوده، چې راتلونکې کې قاضي شي. تر اوسه یې هغه ورځ، چې د کانکور پایلې اعلان شوې او د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځۍ ته یې لار ومونده او له خوښیۍ یې په زوره چیغې وهلې وې، ښه ترا په یاد لري. هغه شېبه چې کورنۍ یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.
په لومړی ورځ هغه شېبه، چې له خپلو ملګرو سره یې د کابل پوهنتون انګر کې پل ایښی وو، له یاده یې نه ده وتلې او هغه ژمنه چې له ځان سره یې کړې وه، چې سخته هڅه به کوي. زهرا کلونه مخکې خپل پلار له لاسه ورکړی وو او مور یې لکه غر تر شاه ولاړه وه. ان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې، زهرا د څه مودې لپاره د خپلو جامو په خاطر څو ساعته د طالبانو د امنیتي حوزې په بند خونه کې تېر کړل، همدا مور یې وه، چې ځان یې اور او اوبه کړ او لور یې بېرته کور ته راوسته.
د طالبانو له لوري د زهرا نیول د هغې د مور لپاره د یوه خوب لیدل وو. ځکه طالبانو نیول شوې ښځې بې رحمۍ ربړولې. د باندې چې هم راوتله، د ټولنې قضاوت کوونکي کاته یو بل له درده ډکه ننګونه وه. که څه هم زهرا د طالبانو په څو ساعته بند کې جسمي نه وه ربړول شوې، خو دې سپکاوي هغه د اوږدې مودې لپاره منزوي او څنډې ته کړه.
دا یې مور وه، چې بېرته یې د هغې لاس ونیو، زهرا بیا هم انګېزه واخیسته، چې خپل پوهنتون ته دوام ورکړي. دا ځل له سره تر پښو پورې په حجاب کې، چې ټول بدن یې پوښلی وو، پوهنتون ته تله راتله. ترخه تجربه، خو خوبونو ته د رسېدو لپاره یې د طالبانو تر تورې واکمنۍ لاندې اړینه وه. زهرا منلې وه، چې لږ تر لږه له پوهنتون نه تر فارغېدو پورې کولی شي دا رنځوونکی وضعیت وزغمي.
زهرا د خپل فارغت لپاره په وار وار فکر کړی وو. ان دا خیالونه یې جوړ کړي و، چې له پوهنتون نه وتلو باندې ښه جشن ونیسي. که څه هم دا احتمال یې ډېر ورکاوه، چې ښايي ډېری شیان په رښتیا د هغې ټاکنه نه وي، خو هېڅکله یې دا احتمال، چې له هغې به پوهنتون ته تګ واخیستل شي، په فکر کې نه و رغلي.
لکه د تل په څېر د کورنۍ ټول غړي یې په دسترخوان راتاوه او د ډوډۍ خوړلو په حال کې وو، چې له تلوېزیون نه بېړنۍ خبر خپور شو. ویاند په غرېو نیولي غږ و ویل: «طالبانو تر امرثاني پورې ټول ښوونیز مرکزونه د نجونو پر مخ وتړل.» درندې چوپتیا فضا ډکه کړې وه. ټولو یو بل ته په مات او حیرانه نظر کتل.
زهرا ان نه شوای کولی په خوله کې شته ګوله تېره کړي. دېوال ته یې ډاډه و وهله. هغه شېبه یې یوازې شی ته، چې فکر یې ورته وکړ. له لاسه ورکړي خوبونه یې وو. هغه شېبه یې په مغز کې خورا ستونزمنې پوښتنې تېرې شوې وې، چې تر اوسه بې ځوابه پاتې دي. مګر زموږ ګناه څه ده؟ ولې په افغانستان کې د نجلۍ والي بیه دومره درنده وي؟
له هغې شېبې کابو درې کاله او درې میاشتې تېرې شوې دي. زهرا په دې موده کې ګڼ خوبونه لیدلي. خو څو شپې مخکې یو خوږ خوب ورته راغلی وو، خوب یې لیده، چې وطن یې آزاد شوی دی.
سر ماخوستن یې وړې خور له کومې پلمې پرته ویلي وو، فکر نه کوي، چې طالبان دې له دې زیات موده پاتې شي. هغې ویلي وو، د خلکو د صبر کاسه تر مورګو شوې، له بېوزلۍ، له ظلمه، له بې عدالتۍ او له تبعیضه. دې لنډو خبرو د زهرا په مغز کې په لاشعورۍ ځای نیولی وو، هغې په همدې شپه د افغانستان د خپلواکۍ خوب ولید.
هغې خوب لیدلی وو، چې د خلکو د یو لوی ټولي منځ کې ولاړه ده او خبرې کوي. له وېرې پرته وینا کوي. «له لوڼو مو یې د خبرو کولو او زده کړې حق واخیست. هغوی خفه شوې، په ځان وژنه او ځان سوځونه یې لاس پورې کړی، موسکا یې هېره کړې، ډېری یې د یوې ګولې ډوډۍ لپاره پلورل شوې دي.»
زهرا لیدل چې ډېری نارینه وو له شرمه سرونه ښکته اچولي دي. یوې ښځې د خلکو له منځه غږ پورته کړ، دا نجلۍ رښتیا وايي. یوه سړي د خلکو له منځ غږ پورته کړ، چې که یو څاڅکی وینه یې په بدن کې پاتې وي، د وطن او خپلو لوڼو د خپلواکۍ لپاره به جګړه کوي. د نارینه وو ګڼه ګوڼه زیاتېده او سترېده.
په خوب کې وخت سره پاشل کېږي. دماغ د بیدارۍ په څېر وخت په لیکه او منظم نه ويني. د همدې لپاره زهرا یوه شېبه ویني، چې طالبان له ښاره په تېښته دي. خلک یې لیدل، چې په ښار کې په آزاده توګه نڅا کوي او سندرې وايي. په ښار کې د طالبانو د وېرې کوم خبر نه وو.
زهرا په خوب لیدلي وو، چې یو ناپېژانده سړي دې ته ویلي وو: «لورې موږ د څو کلنې چوپتیا په پار وبښۍ. له دې وروسته ټولې خپلواکه یاستۍ. اوس ورځۍ څه مو چې خوښ دي ویې لولۍ. خپل خوبونه او هیلې مو وڅارۍ.»
زهرا د مور په غږ له خوبه راویښه شوه. سهار شوی او د لمانځه وخت وو. د هېواد له خپلواکۍ هم کوم خبر نه وو. طالبان همداسې په ښار واکمن او سړي هم چوپ او بې اعتراضه وو. د افغان ښځو او نجونو د ژوند د خوبونه پای لا هم ورک دی.







