رها آزاد
دا راپور چې ځوروونکي جزیات لري، د ۱۸ کلنې ځوانې «ترانس جندر» کریمې* د برخلیک کیسه کوي، چې له سختو رواني، بدني او ان جنسي ځورونو سره مخ شوې ده.
«دوه کاله وړاندې د ژمي لومړۍ شپې ورځې وې، ډېر خفه ښکارېده، له بېرونه راغله او ما ته یې و ویل، یوه طالب و وهله او ورته یې ویلي، بیا ټکرۍ په پر سر (وانغوندې) نه کړې او نوکان دې هم رنګ نه وي، ګناه لري له خدایه و وېرېږه او د انسان په شان ژوند وکړه» دا د تاوتریخوالي د دې قرباني یو تن خپلوان وايي.
په لومړي ځل مې کریمه ولیده، د ۱۴۰۲ کال په پسرلي کې په یوه واده کې وو. د کریمې لاسونه په نکروزو نخچیر شوي وو او د سپینو زرو څو ګوتمۍ یې په ګوتو وې. نوکان یې سره رنګ کړي او شین ته ورته ټکری یې په سر وو. له ما یې وپوښتل فیض آباد څه ډول ځای دی، روانې او بې نیمګړتیا خبرې یې کولې. یوازې نارینه جامه یې چې اغوستې وه، هغه د ښځو په منځ کې بل ډول ښودله.
خو اوس، درې کاله وروسته، کله چې ما د هغې له یوې ګاونډۍ څخه د کریمې درک تر لاسه کړ، له هغې يې یو بېل انځور راکړ. د دې معلوماتو لپاره چې په دې موده کې پر کریمه څه تېر شوي، زه د هغې په خپلوانو او ګاونډیانو پسې ورغلم.
رخشانه رسنۍ ونه توانېده، چې خپله له کریمې سره خبرې اترې وکړي. هغې خپل عادي رواني حالت نېږدې له لاسه ورکړی دی. خپلوان یې وايي، کریمه ځان ښځه احساسوي، په داسې حال کې، چې د یوه نارینه بدن سره ژوند کوي. هغه د ښځینه جامو اغوستلو، سینګار او د ښځو سره کېناستو ته لېوالتیا لري. د خپلوانو په وینا یې، د هغې د خبرو طرز ، غږ او چلند هم «ښځینه» دی.
خو له فزیکي پلوه، د نارینه وو د بلوغ نښې یې په څېره کې لیدل کېږي.
له بیانونو داسې ښکاري، چې کریمه یوه ترانس ښځه ده، هغه کس، چې که څه هم د هغې بدن د نارینه وو په څېر لیدل کېږي، خو احساسات یې ښځینه دي. دا هویت په ډېری ټولنو کې په رسمیت پېژندل شوی. خو په دودیزه لکه د افغانستان په شان ټولنو کې د دا ډول هویت درلودل، تر ډېره له تاوتریخوالي، قضاوت، ګواښ سره مخ وي او یو ډول ګناه ده.
کریمه د افغانستان په شمال کې د یوې لرې پرتې سیمې اوسېدونکې ده. د اوسېدو کره ځای د هغې د خوندیتوب په پار په دې راپور کې نه یادېږي.
کریمه د یوې اته کسیزې کورنۍ غړې ده. د کریمې یو خپلوان ویلي، هغه د مور له مړینې وروسته او د خپل جنسیتي هویت په دلیل، د خپلو وروڼو له خوا له کوره شړل شوې ده.
کریمه هېڅ وخت ښوونځي ته نه ده تللې او اوس هم یوازې ژوند کوي.
د کریمې یوه نېږدې خپلوانه ۲۴ کلنې پروین* ویلي دي: «هغه کومه شپه [زموږ] کور ته راځي، یوه یا دوې شپې پاتې کېږي او بېرته ځي. کله د ګاونډي په کور کې وي، کله هم د یوه بل خپل خپلوان او قومي په کور کې. د مور له مړینې وروسته، وروڼه سره جوړ نه شول او هغه بېچاره یې د ډېرو وهلو ټکولو تر څنګ، اخر له کوره وایسته، اوس په کوڅو او د خلکو په کورونو کې لالهانده ده.
پروین په اندېښنې سره وايي، له کوره د باندې کابو ټول کریمه ځوروي: «مخکې ډېره هوښیاره وه، خو اوس چې زیاته تر فشار لاندې وه او وهل ټکول شوې، رواني وضعیت یې ښه نه دی، له چا سره ډېرې کمې خبرې کوي.»
ان له طالبانو وړاندې ترانس جنسیت لرونکو افغانستان کې سخت ژوند درلود او ډېری د هغو په انزوا کې ژوند کاوه.
کریمې خپل پلار هغه مهال چې دا ۱۲ کلنه وه له لاسه ورکړی وو او درې کاله وړاندې یې هم مور د سرطان ناروغۍ له امله د لاسه ورکړې ده. هغه د اته کسیزه کورنۍ تر ټولو کشره غړې ده.
د کریمې یو ګاونډۍ ۲۳ کلن غلام* چې دا یې کله کله کور ته ورځي وايي: «په لومړیو کې ډېره ځورول کېده، اوس هم هر څوک هر څه ورته وايي، خو دا چې په رواني لحاظ یې لږ ستونزه پیدا کړې او له چا سره خبرې نه کوي، لږ ځورول کېږي.»
هغه زیاتوي، د ښځینه جامو په اغوستلو او سینګار کول، په وار وار سړیو ځورولې ده: «داسې ښکارېده، چې ګنې ټوکې ورسره کوي، خو په حقیقت کې یې هغه ځوروله.»
غلام یوه پېښه څه داسې بیانوي: «د ۱۴۰۱ کال ژمی وو، یو ماښام چې موږ ټول له هلکانو سره وو، کریمه د کوڅې له ښکته را روانه وه او درې سړي، چې شاوخوا ۳۰ یا ۳۲ کاله عمر یې درلود، په هغې پسې وو. کله چې نېږدې شول، و مو لیدل، چې په ټوکو کې هر څه ورته وايي. کریمه تېزه تله، چې کور ته ورسېږي. خو یو له هغې سړیو، له شا ونیوه، په سینو یې ورته لاس و واهه او ویې ویل، ګورم، سینګار چې کوې، چې سینې هم لرې که نه. کریمې ځان شا ته کش کړ او په ژړا کور ته لاړه، خو نورو پرې خندل، دوی هغې ته… ښځینه ساز وايي.»
خلک عموما د تاوتریخوالي دې قرباني ته د نارینه په نوم غږ کوي.
په ډېری هېوادونو کې، هغه کسان چې جنستي هویت یې له خپل بدن څخه متفاوت دی. د «جنسیتي لږکیو» په توګه پېژندل کېږي او برابر ټولنیز حقونه او خوندیتوب لري.
خو د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی، چې دا کسان په محافظه کاره او دودیزه ټولو کې د تاوتریخوالي له لوړ ګواښ، ټولنیزو شړلو او جنسي ځورونو سره مخ دي.
او دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو او د طالبانو له راګرځېدو وروسته، د دې ډول کسانو لپاره د ژوند چاپېریال خورا سخت شوی دی.
د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې، د بشري حقونو څار ډلې راپور ورکړ، چې د طالبانو له راتګ وروسته، د ایجړاګانو سخت تر ګواښ لاندې دی.
دې سازمان په ۴۳ مخیزه راپور کې، چې په هغې کې یې د افغانستان د ننه او بهر له ۶۰ تنو ترانسانو «ایجړاګانو» سره مرکې کړې، هغه بریدونه او ګواښونه مستند کړي، چې د طالبانو د واکمنېدو راهیسې، همجنس بازان، دوه جنسه او ترانس جندر خلک ورسره مخ شوي دي.
ان دوه تنه چې په دې راپور کې ورسره خبرې شوې، ویلي دي، چې د طالبانو غړو جنسي تېری پرې کړی دی.
۲۱ کلنه سایزه*، د کریمې یوه نېږدې خپلوانه، چې له ماشومتوبه ورسره لویه شوې وايي: «لومړی کال چې طالبان راغلل، هغې د ښځو جامې اغوستې، اوس یې نه اغوندي، یوازې یو ټکری په سروي، ګاڼې اچوي او کله کله نوکان رنګوي.»
هغه هم یوه پېښه چې کریمه ورسره مخ شوې داسې بیانوي: «د طالبانو د لومړي کال د لړم میاشت وه، دوه مجاهدینو کریمه، د ښځینه جامو اغوستلو په خاطر وډبوله، ګوته یې بې بنده وه، سره او مخ یې په وینو وو، جامې یې ترې و ایستې او په زور یې د نارینه جامې ورواغوستې، ان ویې ګواښله، چې که بیا دې د ښځو جامې واغوستې، مرګ به دې زموږ په غاړه وي.» دې حقیقت ته نغوته، چې ښايي وبه یې وژني.
د سایرې په وینا، دا فشارونه د دې لامل شول، چې کورنۍ یې هم هغه تر فشار لاندې راولي: «هر څوک راتلل او وروڼو ته یې ویل، چې دا کارونه یې ګناه ده، اخر یې هم له کوره و ایستله.»
سایره د هغه ټولنیزو ځورونو په اړه چې کریمه یې ویني وايي: «د تېر کال په پسرلي کې زموږ په کلي کې یو واده وو. د نکروزو په شپه څو سړیو ترې غوښتي وو، چې وناڅي. کله چې و نه نڅېده، ګواکي، چې په ټوکو یې د هغې لاس او پښې کلک ونیول. یوه یې په خوله کې نصوار و تف کړل او وروسته ټولو وخندل. په همغه شپه زموږ کره راغله، هېڅ خبرې یې ونه کړې. خو معلومه وه، چې ډېر بد اغېز یې پرې کړی وو.»
د کورني ملاتړ نه درلودلو او د داسې ټولنې په منځ کې چې توپیر نه مني، د کریمې ژوند به ورځ تر بلې محدود او لا سخت شي. هغه له کوره شړل شوې، په کوڅو کې له سپکاوي او ځورولو سره مخ ده او په داسې چاپېریال کې ژوند کوي، چې د خوندیتوب پر ځای وېره تجربه کوي.
د بشري حقونو فعاله او د پوهنتون استاده راضیه سینا*، وايي: «هغه کسان، چې بېل جنسیتي هویت لري، په داسې ټولنو کې د تاوتریخوالي، محرومیت او محدودیت له جدي خطرونو سره مخ دي.»
د بشري حقونو دې فعالې په اندېښنې سره ویلي، په افغانستان د طالبانو واکمني په جنسیتي، مذهبي او قومي لږکیو د فشار زیاتوالي لامل شوې ده او د دې ډلو په وړاندې یې عمومي چاپېریال لا محدود او نا امنه کړی دی.
د هغې په وینا، په داسې شرایطو کې نه یوازې قانوني او ټولنیز ملاتړ کم شوی، بلکې د ځورونې او تاوتریخوالي وېره هم لا زیاته شوې ده.
ملګرو ملتونو په خپل وروستي غبرګون کې ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو بحران دوام لري.
یادونه: هغه نومونه چې په دې * نښه شوي، د خوندیتوب په پار مستعار راغلي دي.







