تمنا تابان
۴۵ کلنه انیس ګل* څلور کاله واړندې، کله چې طالبان په افغانستان واکمن شول او د دې مېړه (چې د ملي پولیسو غړی وو» خپله دنده له لاسه ورکړه، له خپلې کورنۍ سره تصمیم ونیوه، چې خپل ټول شته وپلوري او ایران ته کډه وکړي.
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له افغانستانه د کډوالۍ یوه لویه څپه په مخه شوه. له طالبانو وېره، بېوزلي، بېکاري، د ښځو د زده کړو او کار څخه مخنیوی، د دې کډوالۍ لوی لاملونه وو.
د طالبانو په لومړي او دویم کال د ډلیزه کډوالۍ څپه پراخه وه. د کډوالو نړیوال سازمان (آی او اېم) د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کې شاوخوا ۳.۶ ملیونه کسان له افغانستان څخه بېلا بېلو هېوادونو ته کډوال شول.
انیس ګل وايي: «له یوه لوري هم هېڅ تمه نه وه، پرېکړه مو وکړه، چې خپل هر څه وپلورو او ایران ته کډوال شو.»
انیس ګل او کورنۍ یې په قاچاقي لارو د افغانستان له لوېدیځو پولو ځان ایران ته ورساوه. هغه هم انساني قاچاق وړونکو ته د ۱۰۰ زره افغانیو د ورکړې په بدل کې. انیس ګل وايي، شاوخوا ۸۰ زره افغانۍ یې پور کړې وې.
د افغانستان په سقوط سره ګاونډیو هېوادونو، له هغې جملې ایران ته د سلګونه زره کډوالو ورماتېدل د کوربه هېواد په ټولنه کې د ګڼو غبرګونونو سره مخ شول. د انیس ګل تجربه هم له همدې پلوه نااراموونکې ده. «هېڅ وخت مې دومره فکر نه و کړی، چې په ایران کې به دومره خوارېږو. د هغوی تر ټولو ښه خبره موږ ته کنځاوې وې، افغاني کثافت یې تل د ژبې په سر وو.»
د انیس ګل کورنۍ د ایران په اصفهان ښار کې مېشت شوه. خاوند یې له دوو ۱۶ کلن او ۱۸ کلن زامنو سره ودانیز کارکوونکی شو او خپله یې په کور کې له دریو ماشومانو پالنه کوله.
د ایران حکومت د ۱۴۰۱ کال په پیل کې د کډوالو د ایستلو په موخه یو پراخ کمپاین په لار واچوه. لویه څپه یې د تېر کال په چنګاښ میاشت کې وه. هرات کې د طالبانو د ځايي چارواکو د شمېرو له مخې، په دوه ورځو کې تر ۶۰ زرو پورې افغان کډوال هم د افغانستان له لوېدیځو پولو بېرته راستانه کړای شوی دي، چې په پولو او پنډغالو کې یې یو لوی انساني ناورین رامنځ ته کړ.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د راپور له مخې، له ایران او پاکستان څخه له ۲.۲۳ میلیونه زیات افغان کډوال په جبري توګه خپل هېواد ته را ایستل شوي، چې ښځې او نجونې یې یو په درېیمه برخه جوړوي.
انیس ګل درې کاله وروسته د کډوالو ایستلو لړۍ په ترڅ کې، له خپلو درې ماشومانو سره په داسې حال کې، چې خاوند او دوه زامن یې په کار کې وو، تر پوله راواړول شوه. «ګمارل شوي کسان راغلل او موږ یې لکه یو مجرم له کوره پورته کړو، پنډغالي ته یې راوړو او له هغه ځایه یې تر پوله راواړولو. موږ مکمل یوه میاشت د اسلام کلا په پوله کې لالهانده وو. اصلآ نه پوهېدو چې څه وکړو.»
انیس ګل په پوله د انساني بحران د هغه ورځو د سترګو لیدلی حال څه داسې بیانوي: «هغه پنډغالي چې موږ یې هلته وروړو، له دې امله چې خلک په کې زیات وو، خپل هوښ مو ورک کړی وو. لکه د قیامت د ورځې په څېر هر سړی په خپل غم اخته وو، ګرمه او سوځېدونکې هوا، خدای ښه پوهېږي، چې څومره سختۍ مو کش کړې. هلته مې له ځان سره ویل، که په خپل کور او وطن کې له لوږې مړه شو، له دې وضعیت څخه ښه ده.»
له یوې اوونۍ سرګردارۍ وروسته انیس ګل له خپلو دوه ۱۱ او ۹ کلنو زامنو او اوه کلنې لور سره یو ځای هرات ښار ته راغلل. هغه ځای چې د انیس ګل تر ټولو لویه وېره په کې وږي او بې کوره پاتې کېدل وو. کله چې د انیس ګل خاوند او دوه زامن له ۲۰ ورځو وروسته هرات ته راورسېدل، ټول کابل ته لاړل.
انیس ګل او کورنۍ یې کابو درې میاشتې بې کوره په کابل کې ژوند وکړ. «اول خو هېڅ کرايي کور نه پیدا کېده، ځکه کډوال زیات وو، که به کور پیدا هم شو، کرایه به یې دومره لوړه وه، چې د ډېرو په توان کې نه وه.»
د کابل لوېدیځ ته په یوه تر ټولو لرې پرته سیمه کې، چې د انیس ګل په بیان «لکه کنډواله» داسې وه، مېشت شول. هغه پیسې چې له ځان سره یې راوړې وې، د تمامېدو په حال کې وې. په دومره کچه، چې یو څو ورځې که نور په کابل کې پاتې شي، نو بامیانو ته د تګ پیسې به ونه لري. ځکه کابل کې ژوند نېږدې ناممکن شوی وو. د انیس ګل د کورنۍ نارینه ان یوه ورځ هم نه وو توانېدلي، چې کار پیدا کړي.
انیس ګل او کورنۍ یې بامیانو ته هم ستانه شول، دا ښار نور هغه پخوانی ځان نه وو. د طالبانو سیوري له یوه لوري، ګرانۍ، بېوزلۍ او بېکارۍ له بل لوري چیغې وهلې. «وروسته له هغې، چې بامیانو ته راغلي یو، تر اوسه مې خاوند او زامنو کار نه دی پیدا کړی، یو زوی مې د موټر منځلو په یوه کارخونه کې شاګرد دی، چې د ورځې ۱۰۰ افغانۍ مزدوري ورکوي او هغه زموږ وچه ډوډۍ هم نه کېږي.»
د انیس ګل ۴۹ کلن خاوند رحمان* هم هره ورځ د کار په لټه له کوره وځي، خو ډېر کم دا پښېږي، چې کور ته تش لاس ستون نه شي. «هره ورځ هغه سرای ته ورځم، چې ټول کارګران په کې راټولېږي. کله چې یو تن په کارګر پسې راشي، څلوېشت تنه کارګر ترې راچاپېرېږي، ټول وايي ما بوځه، بامیانو کې د کارکوونکو وضعیت څه داسې دی.»
د طالبانو واکمني، د نړیوالو مرستو کمېدل، د کډوالو پراخه راستنېدنه، بېوزلي او بېکاري، له هغه څه چې تصور کېږي، خورا لوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی، چې «افغانستان کې د لوږې بحران ۱۷ میلیونه وګړي ګواښي.»
د رحمان په وینا، له هغه وخت چې هېواد ته راستانه شوي دي، تر اوسه پورې نه دي توانېدلي، چې په مړه کېډه یو وخت ډوډۍ وخوري: «له کله یې چې موږ له ایران نه راایستلي یو، موږ په دسترخوان یو سمه او حساب کېدونکې ډوډۍ نه لرو، زموږ د ژوند وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، زه وېرېږم که کار پیدا نه شي، ښايي داسې ورځې راشي، چې ونه شو کولی ان وچه ډوډۍ د اولادونو د خوړو لپار پیدا کړم. خدای مو دې له هغې ورځې وساتي.»







