امید امیني (مستعار نوم)
زهرا، خور مې هیله لري، چې خبریاله شي. په څلورم، پنځم او شپږم ټولګي کې چې وه، وېښتانه به یې د آس د لکۍ په څېر ځونډۍ کړل، کوټ او شلوار به یې واغوستل او د رڼې هیندارې مخ ته به یې د ویندويۍ تمرین کاوه.
هغه سره له دې چې عمر یې کم دی، خو غږ یې ښکلی او بیان یې فصح دی، دومره یې د خبرونو متن لیکلی او تمرین کړی، چې نېږدې روږدې شوې، د کورنۍ له غړو سره هم ادبي خبرې وکړي.
تر تېر کال پورې چې درېیم ټولګي کې وه، په لېوالتیا سره به یې د روښانه هیندارې مخ ته ویندويي کوله او بېلا بېل خبري پروګرامونه به یې څارل. اصل یې د ښوونځیو تړل کېدو ته فکر نه کاوه. هغې باور درلود، چې سږنی ښوونیز کال به توپیر ولري. هر څه ښه کېږي.
هر ځل به مو چې یو بل سره لیدل، په لېوالتیا سره به یې د خبري شبکو او تلوېزیوني ویاندویانو د پروګرامونو په اړه پوښتنې کولې. د پلانکۍ رسنۍ دفتر چېرته دی؟ د پلانکي تلوېزیون ویانده مېرمن … پېژنې؟ خوښېدل یې چې تل د همدې مسلو په اړه خبرې وکړم.
د ښوونځي له زده کړې سره، هممهاله د انګلیسي ژبې ټولګي ته هم تله. تل یې لومړیتوب انګلیسي ژبه وه. د ښوونځي درسونو ته یې لږ ارزښت ورکاوه، خو بیا یې هم په ښوونځي کې ښوونکي له درس او لیکلو خوښ وو. زهرا تل ویل: «د دې لپاره چې د پېژندل شویو نړیوالو رسنیو سره کار وکړم. باید په انګلیسي ژبه ښه واکمنه وم.»
کال چې نوی شو، په لېوالتیا سره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو پرانستل کېدو ته انتظار وه. د نوي کال او اختر د رخصتیو پای ته رسېدو وروسته یې څو ځلې له ما د ښوونځیو د پرانستل کېدو په اړه پوښتنه وکړه. دا سوال د هغه پوښتنو له ډلې وو، چې زه یې پر ځواب نه پوهېدم. یوازې هیله مې څرګنده کړه او دا چې هر څه سمېږي.
بالاخره د نوي کال او اختر روخصتیانې تېرې او د ښوونځیو درسونه هم پیل شول، خو نه د زهرا او په هېواد کې د هغې د میلیونونه ټولګیوالو لپاره.
په دې منځ کې زهرا هم پر دې پوهېدلې، چې سږ کال همغه آش او همغه کاسه ده. نه کال بدل دی او نه هر څه سم. چوپتیا یې غوره کړه او له هېچا سره خبرې نه کوي. تېره ورځ چې لیدو ته یې ورغلم، له پخلنځي راووته. مخکې مې هېڅ وخت هغه په پخلنځي کې نه وه لیدلې.
یا به د انګلیسي په کورس کې وه او یا هم د مطالعې په حال کې. ما به تل زهره کتاب په لاس لیدله. مور یې و ویل، څو ورځې کېږي، چې ان تلوېزیون یې هم نه دی کتلی.
زهرا له ځانه دوه مشرانې خویندې لري او هغوی دواړو وروسته له هغې، چې طالبانو نجونې له زده کړې محرومې کړې، واده ته غاږه کېښوده. یوه په دولسم ټولګي او بله په لسم ټولګي کې وه، چې طالبانو هېواد ولکه کړ. دواړو د دوه کلونو په توپیر یو په بل پسې واده وکړ او اولاد یې پیدا کړ. هغوی هم هر یوې د زهرا په شان لوړې موخې په فکر کې درلودې، چې اوس یې ټولې هېرې کړې دي.
ولړزېدم چې زهرا هم د خپلو خویندو په برخلیک اخته نه شي. په کم عمر کې واده ته غاړه ورنه کړي. له قانوني سن وړاندې د اولاد خاونده نه شي او له خپلو ټولو هیلو لاس په سر نه شي. ولې؟ د دې لپاره چې طالبانو هغه او په ټول هېواد کې میلیونونه نورې نجونې ښوونځي ته له تګه محرومې کړې دي. او د هغوی هیلو او موخو ته د رسېدو ټولې لارې یې تړلې دي.







