زحل آزاد
د تېر کال ژمي د سلواغې په یوه سړه شپه کې، د حمیرا مېړه، دا او زامن یې د دویم واده سره د مخالفت له آمله د کوره وشړل. حمیرا وايي، له کور او ژوند څخه یې برخه، چې دې د زړه په وینو جوړ کړی وو، له څو جوړه جامو پرته بل څه نه وو.
د پنځو اولادونو مور ۴۵ کلنه حمیرا* د کابل ښار دیارلسمه ناحیه کې ژوند کوي، هغه ښځه چې کلونه یې د کورني تاوتریخوالي سیورۍ وزغامه، خو په پای کې له همغه کوره «د باندې وشړل شوه» چې سختۍ یې جوړ کړی وو.
حمیرا وايي، له دې پېښې وروسته، د خپل حق تر لاسه کولو لپاره دیارلسمې حوزې ته ورغله، خو طالبانو یې ستونزې ته رسيدګي ونه کړه او دا یې د علماوو شورا ته ورولېږله.
افغانستان کې عدالت ته د ښځو د محدود لاسرسي په اړه اندېښنې زیاتې دي. ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې په دې اړه ویلي، افغانستان کې ښځې د نارینه وو په پرتله د عدالت رسمي مېکانېزمونو ته څلور برابره کم لاسرسی لري.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر ویلي، د دوی سروې ګانې ښيي، چې ډېر افغان ښځې د شخړو د حل یا د ناوړه ګټه اخیستوونکو د حساب ورکولو لپاره له خوندي یا اغېزمنو لارو بې برخې دي.
د علماوو شورا په غونډه کې حمیرا ته ویل شوي، چې د اولادونو د سرپرستۍ تر لاسه کولو لپاره باید له مهر او خپلو ماشومانو د میراث له برخې تېره شي، که نه نو ان د خپلې اته کلنې لور د لیدو حق به هم ونه لري.
د حمیرا یوې خپلوانې نادیه* چې د علماوو شورا غونډه کې یې حضور درلود، رخشانې رسنۍ ته ویلي دي: «حمیرا طلاق ته راضي نه شوه او مېړه یې هم کور ته د هغې له بېرته ورتګ سره موافقه ونه کړه، ویل یې، دا ښځه مې نور په کار نه ده. چې طلاق نه اخلي، نور نفقه هم نه ورکوم. ملا هم ټول حق سړي ته ورکړ او ویل یې د څلورو ښځو کول روان دي، او که وغواړي، چې نفقه ورنه کړي، مجبور نه دی.»
د علماوو شورا په افغانستان کې له دیني عالمانو جوړ یو مذهبي بنسټ دی، چې تر ډېره یې کار ټولنیزو او کورنیو ستونزو ته رسیدګي ده. په اصل کې د دې بنسټ پرېکړې قانوني بڼه نه لري، خو د خپل مذهبي حیثیت له امله، تر یوه بریده له ټولینز منښت څخه برخمن دی.
حیمرا پنځه ویشت کاله وړاندې د خپل پلار په پرېکړه د یوه داسې سړي سره واده وکړ، چې هېڅ وخت یې لیدلی نه وو، تاوتریخوالی هم د همغه ګډ ژوند له پیله ورسره مل وو او د وخت په تېرېدو لا زیات شو.
د دې په وینا: «مشره لور مې په ګېډه وه، چې د سختو وهلو ټکولو له آمله خونریزي راته پیدا شوه او که په وخت روغتون ته نه وای رسېدلې، ماشوم مې له منځه تله. هغه ډېر بد خویه انسان وو. که به یوه اوونۍ غلی وو، دوه اونۍ به په جنګ او جګرخونۍ تېرېدې، هېڅ کله مې ښه ورځې ترې نه ده لیدلې.»
حیمرا وايي، د لومړي ماشوم تر زېږېدو وروسته هم یو ځل د خاوند له خوا د کوره شړل شوې وه. خو بیا د دواړو کورنیو په منځګړیتوب، په دې شرط چې هېڅ وخت به د مېړه له خبرې سرغړونه نه کوي، بېرته کور ته ستنه شوه.
حمیرا په خواشینۍ سره کیسه کوي: «کلونه مې بدبختۍ، کړاونه او د مېړه بد مزاجۍ وزغملې او ویل مې ودرېږه، چې د لوڼو راتلونکې مې خرابه نه شي او څوک مې زامنو ته ونه وايي، چې مور دې طلاقۍ ده. مېړه مې ان یو ځل هم په خپل نوم غږ نه دی راته کړی، تل یې کنځاوې راته کولې او ما ته یې د “سپي لور” ویل، له زغم پرته مې بله لار نه درلوده.»
طلاق په افغانستان کې یو بد انګېروونکی عمل دی، چې ډېری ښځې پر هغې د تاوتریخوالي زغمل غوره ګڼي. لکه حمیرا چې باوري ده، د کورني تاوتریخوالي زغمل، که څه هم دردونکی دی، خو د «طلاقۍ له داغه» ورته د زغملو وړ دی. ځکه باور لري، چې په داسې شرایطو کې ټولنه تل ښځې ملامتوي.
حیمرا د ګډ ژوند په ټولو کلونو کې بې درېدو کار وکړ، له کرنیزو فارمونو تر غالۍ اوبدلو کارخونو او ان خصوصي ښوونځي پورې یې د صفاکارې په توګه کار وکړ، تر څو خپل او اولاد د ژوند لګښتونه برابر کاندي او د کورنۍ دروند بار په غاړه واخلي. خو د دې ټولو تر څنګ، له کوره د باندې د حمیرا د کار په اړه د هغې د خاوند شکونه او بدبینانه نظرونه یوه بله ستونزه وه، چې ژوند یې پرې تریخ کړی وو.
هغه په یاد لري: «په اول کال چې طالبان راغلي وو، په یوه خصوصي ښوونځي کې مې پخلی او پاک کاري کوله، یوه ورځ مې خاوند راغی، مدیر ته ورغی او ویلي یې وو، ښځه مې بدکاره [بداخلاقه] ده. له سړیو ناوړه ګټه اخلي. له ډېره شرمه نور ښوونځي ته لاړه نه شوم او ان پاتې تنخواه مې هم زوی راوړې وه.»
حمیرا دوام ورکوي: «نه یې خپل خرڅ راکاوه او نه یې زما کار کول منل. ویل یې کومې ښځې چې کوره د باندې په نارینه چاپېریال کې کار وکړ، بد اخلاقه ده. کله چې یې زما مخنیوی نه شوای کولی، کار ځای ته مې راغی او د ټولو په وړاندې یې زما آبرو یووړه.»
د حمیرا په وینا، ژوند په همغه غمونو کې تېرېده، تر دې چې د ۱۴۰۴ کال د سلواغې په نهمه د پنشنبې په مازیګر یې مېړه، پرته له دې چې کورنۍ یې خبره کړي، له بلې ښځې سره کور ته را ننوت او هغې ته یې د دویم واده خبر ورکړ. د حمیرا لپاره د دې خبر اورېدل یو سخت ګوزار وو، چې ژوند یې ور تر پښو لاندې کړ.
حمیرا بیانوي: «د زده وینې مې وخوړې، ځواني مې تر اولادونو ځار کړه، خو آخر هم زه بده شوم او لاړ دویمه ښځه یې وکړه. قسم په خدای، که له دې مخکې یې خبر راکړی وای، چې دویم ښځه یې کړې، دومره نه ځورېدم او ښايي مخالفت مې هم نه وای کړی. کله چې ما وپوښت، ولې دې دا کار وکړ. د اولادونو او نوې ښځې په وړاندې يې په مخ په څپېړه و وهلم ویې ویل، له کوره مې وځه، نور مې نه یې په کار، د رییس ساتېریو ته رسیدګي وکړه.»
په هغه شپه له ساعتونو تا ویل ما ویلو وروسته، مېړه، حمیرا او د هغې څلور اولادونه له کوره وشړل، د دې کار دلیل یې هم روښانه وو: له دویم واده سره یې د حمیرا مخالفت.
محمد تقي* چې د حمیرا په ګاونډ کې ژوند کوي او د هغې شپې یو له شاهدانو دی وايي: «د شپې کابو لس بجې وې، کوڅه کې د ژړا غږ پورته شو. د حمیرا مېړه خپل دواړه زامن تر سوکانو لاندې کړي وو او کنځاوې یې ورته کولې، چې مور بدو ژر مو رنګ ورک کړی، حمیرا ته یې هم کنځاوې کولې، لوڼو ته یې هم سپکې سپورې ویلي، دروازه یې بنده کړه او کور ته لاړ.»
د دې عیني شاهد په وینا، حمیرا هغه شپه د دوی کره سهار کړه، په سبا یې محمد تقي د سیمې د څو تنو مشرانو سره یو ځای د حمیرا مېړه ته ورغلل، تر څو اجازه ورکړي، چې اولادونه یې بېرته کور ته راشي، خو دا هڅې بې پایلې وې.
د محمد تقي په خبره: «دواړه پښې یې په یوه موزه کړې وې، چې دا ښځه [حمیرا] نوره نه غواړي. ویل یې اولادونه د دې وي او یوازې لور مې (د حمیرا اته کلنه لور) دې ماته راکړي، خپله چې هر ځای غواړي ولاړه دې شي. ویل یې داسې ښځه چې له کوره د باندې کار کوي او د مېړه خبر نه مني، د ده نه ده پکار.»
حمیرا او څلور اولادونه یې په یوه داسې خونه کې ژوند کوي، چې زره لمر نه ویني، دېوالونه یې د لندبل بوی ورکوي او غولی یې ان یوه ټوټ فرش هم نه لري. د کور کرایه یې د میاشتې ۲۵۰۰ افغانۍ ده او د ژوند ټول لګښتونه یې له غالۍ اوبدلو برابرېږي.
حمیرا و چهار فرزندش در اتاقی زندگی میکنند که ذرهای نور خورشید را در خود نمیبیند، دیوارهایش هنوز بوی رطوبت میدهند و کف آن حتی یک تکه فرش هم ندارد. کرایه ماهانه خانه ۲۵۰۰ افغانی است و تمام هزینههای زندگی آنها از راه قالیبافی تأمین میشود.
هغه په ژړا دوام ورکوي: «پوهېږې، هغه خدای ناترسه سړي په رشخند ما ته ویل، اوس د سړیو په منځ کې یې. هر ځای چې لاړې شې ته ملامت پېژندل کېږي، ان کله مې چې غوښتل محکمې ته لاړه شم، ویې ګواښلم، که ولاړې زیان به وکړې، ویل یې طالبانو ته وایم، چې ښځې مې کور پریښی، نافرماني یې کوله او له نامحرمه سړیو سره یې تګ راتګ درلود. له ځا سره مې فکر وکړ او مې لیدل، چې رښتیا وايي. که محکمې ته تللې وای، بیا یې هم حق هغه ته ورکاوه او ښايي تر دې درنده سزا مې په برخه شوې وای.»
د طالبانو مشر تېر کال د امربالمعروف قانون توشېح کړ. د بشري حقونو فعالان وايي، د دې قانون پلي کېدو، د ښځو په ژوند د تبعیض او محدودیت لمن پراخ کړې ده.
د «روادارۍ» په نوم د بشري حقونو سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي دي، د طالبانو د دې قانون «امربالمعروف او نهی عن المنکر» پلي کېدل، د افغان ښځو په وړاندې د تبعیض او نابرابرۍ لمن په پراخېدو تمام شوی او عدالت ته یې د هغوی لاسرسی خورا محدود کړی دی.
حیمرا له کلونو تاوتریخوالي زعملو وروسته اوس بې ملاتړه ژوند کوي، ټولنې او قانون هغه یوازې پرېښې ده.







