د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هرات کې په ملکي شیعه ګانو د شوي برید د قربانیانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول

14 اپریل 2026
هرات کې په ملکي شیعه ګانو د شوي برید د قربانیانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول

عکس‌: عبدالله اخلاقی، خبرنگار محلی.

د هرات انجیل ولسوالۍ کې پر غیرنظامي شیعه وګړو د شوي وسله وال برید د قربانیانو جسدونو خارولو ته سپارلو سره سم، د دې ولایت سلګونو اوسېدونکو د دې خونړۍ پېښې په غبرګون کې لاریون وکړ.

رخشانه: د دې قربانیانو جسدونه نن (سه شنبې د وري ۲۵ مه) د هرات ښار له صادقیه جومات په اوږو او د زرګونو کسانو په ګډون «سلطان آقا زیات» او د انجیل ولسوالۍ «ده میري» کلي کې خاورو ته وسپارل شول.

د اتو تنو جسدونه د سلطان آقا په هدیره کې او د دریو تنو په ده میري کلي کې خاورو ته وسپارل شول.

د هرات هغه اوسېدونکو چې د دې قربانیانو د جسدونو خاورو ته سپارلو مراسمو کې یې ګډون کړی وو، د «الله اکبر» او «لبیک یا حسین» «مرګ په منافق» او «مرګ په ترهګرو» شعارونو ورکولو سره په غیرنظامي شیعه وکړو د برید په غبرګون کې لاریون وکړ.
په هغه ویډیوګانو چې د قربانیانو خاورو ته د سپارلو مراسمو څخه په ټولنیزو شبکو خپرې شوې، لیدل کېږي، چې د طالبانو وسله وال کسان د لاریون پر مهال د کورنو په بامونو ولاړ دي.

په ورته وخت د هرات اوسېدونکو هم رخشانې رسنۍ ته ویلي، چې د طالبانو نظامي ځواکونه، له نن سهار راهیسې، په څلور لارو، اصلي او فرعي سړکونو په پراخه کچه ځای پر ځای شوي او د ښار په بېلا بېلو برخو کې ګزمې کوي.

د څلور زیاتو ورځو په تېرېدو سره، لا هم د هرات انجیل ولسوالۍ کې په غیرنظامي شیعه وګړو د برید مسوولیت تر اوسه هېڅ کس او وسله والو ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

په دې اړه نور ولولئ...

تخار کې د یوه ماشوم هلک جسد موندل شوی دی

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ مورده ته رسېدلې دي

طالبانو او یوناما د دې پېښې د قربانیانو شمېر ۱۱ تنه اعلان کړی او ویلي یې دي، چې اته تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو ادعا کړې، چې د دغه برید په تړاو یې یو تن نیولی او د نورو وسله والو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي.

دې برید ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. د طالبانو مخالفین، دا ډله د خلکو، په ځانګړې توګه د دیني او مذهبي لږکیو د امنیت په تامین کې ناتوانه بولي او باور لري، چې دا برید د طالبانو په همکارۍ تر سره شوی دی.

اړوندې لیکنې

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده
خبر

ایران کې یوه افغان وګړي خپله ۱۵ کلنه مېرمن وژلې ده

13 اکتوبر 2026
د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د هزاره ټولنې ځینو فعالانو غوښتني، چې د «مهر دسمال» ډیزان دې د یوه مهشور برانډ شرکت له خوا په رسمیت وپېژندل شي

12 اکتوبر 2026
ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله
خبر

ربابه محمدي کاناډا کې د «کال غوره هنرمندې» جایزه وګټله

12 اکتوبر 2026
یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

یونیسف: له هرو دو افغان نجونو یوه یې ۱۸ کلنۍ ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

11 اکتوبر 2026
یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی
خبر

یونسکو: له وخته مخکې واده او امیندواري د نجونو د زده کړو په وړاندې لوی خنډ دی

11 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې له هرو ۸ نجونو یوې یې له ۱۸ کلنۍ وړاندې تجاوز یا جنسي تېری تجربه کړی

11 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه