زیبا بلخي
سایره جمالزاده، جوزجان ولایت کې یوازینۍ ټکسي چلوونکې ښځه ده، هغه ښځه چې درې کاله مخکې یې یوه سخته پرېکړه وکړه، موټر یې په ټکسي بدل کړی او په نرواکه او دود ځپلې ټولنه کې داسې یوه مسلک ته د ننه شوې، چې نارینه ګڼل کېږي.
۳۸ کلنه سایره، هر سهار شاوخوا شپږ بجې، له خپل موټر سره سړوکونو ته راوځي. د هغې لپاره چې یوه ښځه ده، د موټر جلب ته کېناستل، یوازې د یوې معمولي کاري ورځې پیل نه دی، بلګې له هغو ننګونو سره مخ کېدل دي، چې نارینه موټرچلوونکي هېڅ وخت نه ورسره مخ کېږي.
د خلکو سپک کاته او د ځینو نارینه وو ملنډې کوونکې خبرې، د سایرې اصلي ننګونې ګڼل کېږي: «زموږ خلک ډېر زاړه فکر دي. ملنډې وهي او کله کله سپکې سپورې او سپکاوی کوي. په غوږ مې وهي… د خلکو د خبرو له امله، مازیګر وختي کور ته ځم او تر ناوخته پورې کار نشم کولی.»
په ټول افغانستان کې د ښځو موټر چلول یو معمولي کار نه دی، څه دا چې ښځه دې ټکسي وچلوي. جوزجان کې ډېرې کمې مېرمنې تر سترګو کېږی، چې د موټر جلب ته ناستې وي، جوزجان کې یوازینۍ ټکسي چلوونکې ښځه سایره وايي، په دې ولایت کې د ښځو له خوا د ټکسي چلولو په اړه دودیز نظرونه خورا زیات دي.
له دې ټولو سختیو او پراخو ستونزو سره، چې د سایرې په وړاندې دېوال شوې، خو هغه درې کاله کېږي، له همدې لارې خپلې کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي. «خاوند مې مزدور کار دی، ګټه یې کمه ده. شپږ لونې او یو زوی لرم، دا نشم لیدلی، چې هغوی خوار وي.»
سایره وايي، ډېری سورلي یې ښځې او ماشومان دي.
سره له دې، چې د سایرې په وینا ډېرې ترخې خبرې یې اورېدلې، خو له ښځینه مسافرو یې ډېرې خوږې خبرې هم اورېدلې دي. «ډېری ښځې مې هڅوي او وايي ته یوه اتله مېرمن یې، وايي موږ ته هم موټر چلول را زده کړه.»
سایره وايي، تر اوسه یې د نېږدې خپلوانو یو شمېر نجونو او ښځو ته موټر چلول ور زده کړي او هیله لري، په راتلونکې کې د موټر چلولو د زده کړې یو مرکز هم پرانیزي.
طالبان د ښځو د موټر چلولو سره سخت جوړ نه دي. که څه هم په افغانستان کې د ښځو موټر چلول په مطلق او رسمي ډول بند شوي نه دي، خو هغه نسبي آزادي، چې ښځو له طالبانو وړاندې د موټر چلولو لپاره درلوده، له منځه تللې ده.
رخشانې رسنۍ له دې وړاندې له هرات ولایت څخه په څو راپورونو کې د ښځینه موټر چلوونکو په اړه معلومات ورکړي دي. په هغو راپورونو کې راغلي وو، د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر اداره ځینې وخت ښځینه موټر چلوونکې درولې او هغوی ته یې خبرداری ورکړی، چې له موتر چلولو لاس په سر شي.
هرات کې سرچینو مخکې رخشانې رسنۍ ته ویلي، طالبانو له درې کلونو راهیسې د نجونو او ښځو لپاره د موټر چلولو لېسنس ورکړه درولې ده.
سایره د دې لپاره چې د کار په اړه یې د طالبانو نظر او چلند څه ډول دی، خبرو کولو ته لېواله نه ده. ښکاري احتیاط کوي.
ولې سایرې موټر چلولو ته مخه کړه؟
موټر چلول یو طبیعي حق او د ژوند اړتیا ده، خو په افغانستان کې د ښځو لپاره یو امتیاز ګڼل کېږي. د سایرې کیسه بېله او په خپله وینا یې ترخه ده.
سایرې پنځه کاله وړاندې دو کلن زوی له لاسه ورکړ. هغه وخت یې هر چا ته مخ واړاوه، چې ماشوم یې یوه روغتون ته ولېږدوي، خو چا یې مرسته ونه کړه. د سایرې ماشوم یوه شپه ورځ په ځنډ روغتون ته ورسېد، خو ژوندی پاتې نه شو. هغه دا پېښه ترخه یادوي: «په همغه شپه مې چې زوی ناروغ وو، ورور ته مې و ویل، پلار ته مې و ویل، مېړه ته مې و ویل، چا روغتون ته ونه رساوه، که یې په وخت روغتون ته وړای وای او ډاکترانو هم ورته سمه پاملرنه کړې وای اوس به مې زوی ژوندی وای.»
سایره وايي، په تشه غېږ او له اوښکو ډګو سترګو کور ته راوګرځېده، خو له ځان سره یې ژمنه وکړه، چې موټر چلول به زده کوي او خپلې ستونزې به حلوي.
د سایرې لپاره په دې لار ګام اېښودل آسانه کار نه وو، مېرنه یې سخت د دې کار مخالف وو او د هغوی ژوند ان د طلاق تر بریده مخکې لاړ. «مېړه به مې تل راته ویل، ته جلب ته مه کېنه، خلک په ما ملندې وهي… تا ما ته نه ننګ راپرېښود نه عزت.»
سایره ۱۶ کلنه وه، چې د خپلوانو له یوه هلک سره یې واده وکړ. د دې په وینا، مجبوره شوه، واده وکړي. هغه د واده په خاطر له ښوونځي پاتې شوه، ځکه مېړه یې مخالفت کاوه.
د سایرې لپاره ګډ ژوند له تاوتریخوالي ډکو یادونو ډک دی او نه غواړي په اړه یې ډېرې خبرې وکړي، خو وايي، د وهلو ټکولو له امله یې یو ځل د لاسونو هډونکي هم مات شوي دي.
اوس مهال د سایرې مېړه، د دې له کار سره تر یوه بریده جوړ راغلی.
د سایرې دویمه ننګونه د موټر اخیستل وو. هغه وايي، له بانک یې د شاوخوا درې سوه زره پور په اخیستو سره، ځان ته موټر واخیست او د مسافرو وړلو ته یې مخه کړه. «یوه اندازه پور مې پرې کړی او ۲ لکه (دوه سوه زره) پاتې دی، چې باید خلاص یې کړم.»
سایره وايي، له دې مخالفتونو سره سره یې خپله پرېکړه عملي او له وروڼو یې موټر چلول زده کړل. هغه اوس له دې لارې د ورځې تر ۴۵۰ افغانیو پورې عاید لري.
سایره د شپږو لوڼو او یوه زوی مور ده. د خپلې ګټې ډېره برخه د خپلو لوڼو په زده کړه لګوي. «څلور لوڼې مې مدرسې ته ځي، کمپیوټر لولي، انلاین زده کړه کوي. د هرې یوې د مدرسې فیس ۲۰۰ او دوه نیم سوه کېږي. هره میاشت انټرنېت ته اړتیا لري، جامې او د مدرسې توکي په کار دي، هغه پیسې چې ګټم، په کور، ژوند او همدې شیانو لګول کېږي.»







