رخشانې رسنۍ د ایټالیا هېواد په پروجا ښار کې د خبریالۍ شلم نړیوال فسیتوال کې د ښځینه خبریالانو په ګډون، افغانستان کې د جنسیتي توپیر د چلند پر مهال د راپور ورکولو موضوع باندې یوه غونډه وکړه.
رخشانه: د خبریالۍ نړیوال فستیوال د اپرېل په ۱۵ مه د څلورو ورځو لپاره د ایټالیا پروجا ښار کې جوړ شوی وو.
د «افغانستان کې د جنسیتي توپیر په دوره کې راپور ورکولو» تر سرلیک لاندې پنل د شنبې په ورځ د وري ۲۹ مه د رخشانې رسنۍ له خوا جوړ شو.
په دې پنل کې د رخشانې رسنۍ بنسټ اېښودونکې او مسوول مدیرې زهرا جویا، د سکای نیوز تلوېزیون خبریالې او کابل کې د رویټر پخوانۍ لوړ پوړې خبریالې او د رخشانې رسنۍ د بورډ غړې و ام فرېس- راتمن خبرې وکړې.
د انټرنیوز د اروپايي څانګې مشرې میرا سیلوا، چې د غونډې مدیریت یې پر غاړه وو، خپلې خبرې په دې جمله، دا ځای باید د افغان خبریالانو څخه ډک وای، تر څو یې خپلې کیسې بیان کړې وای خو نه شي کولی پیل یې کړې.
هغې پر دوام و ویل، نه پوهېږي ولې نړۍ د هغه څه په وړاندې، چې پر افغان ښځو تېرېږي دا ډول بې پروا ده او هغه یې د «نیمايي وګړو د حقونو له تاوتریخوالي ډک او منظم تخریب» وباله.
مېرمن سلوا څرګنده کړه، دا پنل په قصدي ډول د «جنسیتي توپیر» په اصطلاح کاروي، ځکه نړۍ توکمي توپیر په رسمیت پېژني، دا عمل د روم آساسنامه کې جرم ګڼل شوی او د جنسیت پر بنسټ د افغان ښځو په وړاندې جوړښتي او سیستماتیک تبعیض ورته جرم دی او باید ورته چلند ورسره وشي.
د رخشانې رسنۍ بنسټ اېښودونکې او مسوول مدیرې زهرا جویا په دې پنل کې و ویل، هغه څه چې په افغانستان کې تېرېږي جنسیتي توپیر دی او طالبانو پنځه کاله وړاندې دا سیستم له عمومي ژوند څخه د ښځو د منظم له منځه وړلو په موخه رامنځ ته کړی دی.
جویا په افغانستان کې د خپلې خبریالۍ کار ته په اشارې زیاته کړه، چې هېواد پرېښودو ته اړ شوه، ځکه ښځینه توب او نیوکه کوونکی خبریال دواړه طالبانو ته د منلو نه دي.
نوموړې زیاته کړه، رخشانه رسنۍ اوس په برېتانیا کې د یوه غیرانتفاعي خیریه بنسټ په توګه ثبت شوې او په افغانستان کې د هغې همکاران چې ډېری یې ښځې دي، په بشپړه ډول پټ او مخفي کار کوي.
د رخشانې رسنۍ مسوول مدیرې، د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامې ته په اشارې و ویل، دا قانون په څرګنده توګه مېړونو، وروڼو او پلرونو ته اجازه ورکوي، چې ښځې و وهي. هغې زیاته کړه، طالبانو د ښځو په وړاندې هر قانون په یوه وسله بدل کړی دی.
هغې په ځینو لوېدیځو ټولنو کې د هغه روایت په وړاندې، چې ګڼې افغان مېرمنې د خپل کلتور یا دین په خاطر ځپل مني غبرګون وښود او ویې پوښتل: «څوک آزادۍ نه غواړي؟ آیا فکر کوی دا ډول یو نه باور کوونکی بیان شتون ولري، چې افغان ښځې غواړي په کورونو کې بندیوانې وي؟»
جویا د رخشانې رسنۍ او ګارډین ورځپاڼې د ګډ راپور په اړه چې د طالبانو په بندخونو کې، د ښځو سره د جنسي تېري لومړی مستقیم ویډیويي شواهد یې خپاره کړل خبرې وکړې، هغه موضوع چې د هغې په وینا، نېږدې هېڅکله په رسنیو کې د هغې اصلي جریان نه پوښل کېږي.
د لږکیو ښځو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هغې و ویل، ټولې افغان ښځې د جنسیتي تبعیض سره مخ دي، خو د LGBT+ وګړو وضعیت تر نورو خورا خراب دی.
د رخشانې رسنۍ د بورډ غړې او کابل کې د رویټرز پخوانۍ لوړ پوړې خبریالې امي فرېس- راتمن، رخشانه رسنۍ په دوه هدفونو رسنۍ وبلله، په افغانستان کې د ننه، د هغه څه په اړه چې تېرېږي د ښځو، نجونو او نارینه وو خبرول او د نړۍ او پالیسي جوړونکو خبرول.
هغې و ویل، دا دلیل چې افغان مېرمنې توپیر لري، خپلواکي نه غواړي یا د کلتور او دین په خاطر ځپل مني، تل تکرارېږي.
مېرمن فرېس- راتمن دا روایت ناسم وباله او دا یې د تبعیض په دورو کې له تاریخي توجیهاتو سره پرتله کړ.
هغې و ویل: «فکر وکړۍ د توپير پر مهال ویل کېدل: ډېری تور پوستې اصلآ هغه هوټل ته نه تلل، نو ولې شکایت کوۍ؟ دقیقآ همدا د افغان مېرمنو په اړه وايي. خو دا چې دا د ښځو موضوع ده، دا په ښکاره ډېره د منلو وړ ده.»
همدارنګه مېرمن فرېس- راتمن د خپلو خبرو یوه برخه کې وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د خبریالۍ فعالیتونه، د دودیزه خبري دفتر سره هېڅ ورته والی نه لري.
هغې زیاته کړه، پنځه کاله وړاندې همدې خونې [رخشانې رسنۍ] په واقعي نومونو او انځورونو فعالیت کاوه، خو اوس په پټه کار کوي. د آغلې فرېس- راتمن په وینا، دا تضاد ښيي، چې څه ډول یوه ټولنه کولی شي په لنډه موده کې د خپلو نیمو وګړو لپاره وپاشل شي.
همدارنګه هغې په دې پنل کې په انټرنېټ کې د لوېدیځو نارینه وو، دې پدیدې ته چې له طالبانو سره مینه کوي او هغوی د «طالب ورور یا طالبانو وروڼو» بولي اشاره وکړه ویې ویل، دا مساله د دې لامل شوې، چې هغه څه چې افغان ښځې یې تجربه کوي، په نړیوالو رسنیو کې لږ پوښښ ورکړل شي.
د سکای نیوز لوړ پوړې خبریالې الکس کرافورد، د طالبانو بیا واک ته رسېدو ته په اشارې و ویل، هغه څه چې په افغانستان کې رامنځ ته کېږي، یوازې «محدودیت» نه دی، بلکې په بشپړه توګه د ښځو د زده کړو حذفول، د کار امکان له منځه وړل، د نجونو د ودې لارې پرېکول او د هغوی د غږ غلي کول دي.
هغې کیسه وکړه، چې څه ډول د زېږون له څانګې، چېرې چې هغې په خپل ګرځنده تلېفون کې د کم عمره نجونو د زېږون ویډیو کړې وه، د راپور ورکولو وروسته، عملآ افغانستان ته له بیا داخلېدو محرومه شوه.
الکس و ویل، که نن کوم خبریال افغانستان ته د ننوتو اجازه تر لاس کړي، باید د طالبانو له یوه مامور سره یو ځای سفر وکړي او د خپلو راپورونو لېست مخکې له مخکې ورته وسپاري.
دا زیاتوي، طالبانو دې ته ویلي وو، حق نه لري چې د نجونو او ښځو د زده کړې په اړه راپور چمتو کړي. هغې ټینګار وکړ، هغه نارینه خبریالان چې لا هم کولی شي افغانستان ته لاړ شي، دنده لري، چې له دې امتیاز څخه په ریښتینولۍ او زړورتیا ګټه پورته کړي، ښځینه چاپېریالونو ته ننوځي، د زېږون له څانګو راپورونه واخلي او هغه څه چې ویني بې پردې یې بیان کړي.
الکس د دې ناستې له ګډونوالو وغوښتل، چې د افغان ښځینه خبریالانو روزونکې شي، یو راپور ولیکي، له خپلو ټولنیزو شبکو ګټه پورته کړي، د پارلمان له غړو سره خبرې وکړي او ډاډ تر لاسه کړي، چې افغان ښځې په هر ځای کې چې د دوی د راتلونکې په اړه پرېکړې کېږي ګډون لري.
د خبریالۍ نړیوال فستیوال یوه نړیواله غونډه ده، چې هر کال د ایټالیا په پروجا Perugia ښار کې جوړېږي او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د رسنیو، خبریالۍ او ارتباطاتو د حوزې فعال غړي په کې ګډون کوي.
په دې فستیوال کې، لکه د ویناوو، ښوونیزو کورسونو او تخصصي غونډو په څېر پروګرامونه جوړېږي او د بیان د آزادۍ، جعلي او ناسمو خبرونو، نویو مهارتوو او په ټولنه کې د رسنیو د رول په شان موضوګانې څېړل کېږي.
دې پلېټفارم سږ کال د خپل فعالیت شلمه کلیزه هم ولمانځله.







