د ایرلنډ پارلمان د «بهرنیو او سوداګرۍ چارو ګډې کمېټې» افغانستان کې د جنستي توپیر، په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه.
رخشانه: دا ناسته وړمه ورځ (سه شنبې د غوايي اوله) د بشري او ښځو د حقونو فعالانو په ګډون «د افغانستان روان وضعیت، په ځانګړې توګه د بشري حقونو او د ښځو او نجونو سره د چلند د څېړلو په موخه» جوړه شوې وه.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ په دې ناسته کې و ویل، د ۲۰۲۱ له اګست راهیسې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د پام وړ خراب شوی دی. له بشري حقونو سرغړونې نه یوازې افغان وګړي له خپلو حقونو محروموي، بلکې نړیواله سوله او امنیت هم تر اغېز لاندې راولي.
نوموړي د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته په اشارې وايي، د دې ډلې قوانین او فرمانونه ځپنه په رسمیت پېژني او هغه بنسټیزه کوي.
بنټ ویلي، دې ډلې په قانون پلي کولو بنسټونو بشپړه ولکه کړې ده. هغه بنسټونه او قوانین چې تر ډېره له ښځو د ځانګړي ملاتړ زمینه برابروله، په ځانګړې توګه د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي برخه کې، له منځه وړل شوي دي.
هغه زیاته کړه، نن په افغانستان کې هېڅ ښځینه قاضي یا څارنواله شتون نه لري او هېڅ ښځینه وکیله په رسمي توګه نه ده ثبت شوې. د بشري حقونو کمېسیون هم منحل شوی دی.
همدارنګه بنټ وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د دې ډلې د «امربالمعروف» قانون ډېری پلي شوي سیاستونه سره یو ځای کوي.
هغه ټینګار وکړ، چې د طالبانو د محکمو جزايي اصول نامې د دې ډلې ایډیولوژي تر ډېره تثبیت کړې او د بشري حقونو په اړه جدي اندېښنې رامنځ ته کوي. دا مقررې د حق غوښتنې عادلانه لاسرسي تضمینونه نه لري او د پراخه او خپل سري تفسیر زمینه برابروي.
د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د حقونو د سختو، پراخو او منظمو سرغړونو او د بشریت په وړاندې د جرم بېلګې لامل شوي، په ځانګړې توګه د جنسیت پر بنسټ او دا وضعیت کېدای شي د جنسیتي توپیر په توګه بیان شي.
هغه ویلي، د مدني فضا محدودېدل، په رسنیو او بیان پر آزادۍ سخت محدودیتونه، خپل سرنې غیرقانوني نیونې، ربړونې، د امنیتي ځواکونو او پخوانیو چارواکو په وړاندې هدفي وژنې، جبري ورکول او د لږکیو او زیان مننونکو ډلو ځپل هم روان دي.
بنټ وايي، افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړونو د مخنیوي لپاره یوې «هراړخیزه» کړنلارې او مداخلو ته اړتیا ده، چې وکولی شي بدلون رامنځ ته او د یوه خوندي، باثباته او پراخ بنسټ افغانستان د جوړېدو سره مرسته وکړي.
نوموړي د دوامداره او اصولي نړیوال فشار په ګډون، د طالبانو عادي کولو څخه د مخنیوي، د دې ډلې لپاره د نړیوال حساب ورکولو خوندیتوب، د جرم په توګه د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندلو او په افغانستان کې له مدني ټولنې د پیاوړي ملاتړ غوښتنه وکړه.
په دې ناسته کې د ښځو د حقونو فعالې محبوبه فیض و ویل، هغه څه چې افغانستان کې روان دي، د جنسیت پر بنسټ د بنسټیزې ځورونې او ظلم پر بنسټ ولاړ سیستم او د جنسیتي توپیر یوه بېلګه ده.
هغې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته په اشارې زیاته کړې، دا وضعیت له نړیوالو حقونو یوه جدي سرغړونه ګڼل کېږي. دا اقدامات د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د مخینوي له کنوانسیون سرغړونه ده.
د ښځو د حقونو دا فعاله وايي، د طالبانو پالیسیو د جنسیت پر بنسټ د تبعیض او ولکې یو منظم او بنسټیز سیستم رامنځ ته کړي، چې د جنستیي توکمپالنې پولې ته رسېږي. همدارنګه دا کړنې د روم قانون له مخې د بشریت په وړاندې د جرم په توګه ځورونه ګڼل کېږي، چې د یوې ځانګړې ډلې په وړاندې د اساسي حقونو څخه قصدي او سخت محرومیت هم په کې شامل دی.
د هغې په وینا، افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته د ښځو لاسرسی د طالبانو د مقرراتو پلي کولو پورې تړلی دی. هغه ښځې چې محرم ونه لري او یا یې حجاب ناسم تشخیص شي، ان په بېړنیو حالاتو کې هم له درملنې محرومېږي.
نوموړې د طالبانو د جزايي اصول نامې توشېح ته په اشارې ویلي، دې سند د بشري حقونو سرغړونې ته رسمیت ورکړی او ځپل یې په یوه قانوني چوکاټ بدل کړی دی.
د لږکیو د حقونو فعال حسن علي فیض هم په دې ناسته کې ویلي، طالبانو په دوامداره توګه د عامه خدماتو او پرمختیايي پروخو د وېش برخه کې د نورو قومي او مذهبي ډلو سره توپیر کوي.
هغه زیاته کړې، چې نړیوالې مرستې هم تر ډېره د طالبانو له لوري هزاره ټولنې ته نه وېشل کېږي او هزاره ګان او تاجکان په منظمه توګه له دولتي څوکیو لرې کېږي.
دی وايي، یوازې د بامیان پوهنتون څخه له ۵۰ زیات هزاره استادان لرې کړای شوي دي. له ځینو ولایتونو هم راپورونه ورکړل شوي، چې دولتي کارکوونکي د ایستلو د مخنیوي په خاطر، په رسمي اسنادو کې خپل قومي هویت ته بدلون ورکړی دی.
د ده په وینا، طالبانو پر مذهبي آزادیو سخت محدودیتونه لګولي. په څو ولایتونو کې د شیعه ګانو مذهبي مراسم ګډوډ شوي او سپکاوی ورته شوی دی. دې ډلې په اسماعیله شیعه ګانو زیات فشار راوړی، چې سني حنفي مذهب ته واوړي.
فیض پر دوام وايي، د هزاره تولنې ځورونه په منظم ډول روانه ده او د ۲۰۲۱ له اګست څخه د ۲۰۲۶ د اپریل تر ۱۶ مې پورې ۳۲ مستند بریدونه شوي، چې په مستقیم ډول یې هزاره ګان په نښه کړي یا هغوی اصلي قربانیان وو. د دې پېښو په ترڅ کې کم تر کمه ۳۴۴ تنه وژل شوي او ۶۲۳ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه د لږکیو د حقونو دې فعال ویلي، د LGBTQ+ وګړو وضعیت د بشري حقونو د سرغړونو یوه تر ټولو سخته بېلګه څرګندوي. د ۲۰۲۱ راهیسې تر اوسه پورې د دې ډول کسانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۸۲۵ پېښې ثبت شوې او له ۱۵۰ زیاتې نیونې تر سره شوې دي.
نوموړي ویلي، د دې ټولنې غړي عملآ د قانون له نظره په پام کې نه نیول کېږي او د هویتي اسنادو تر لاسه کولو لپاره اړ دي، چې خپل هویت پټ کړي. ډېری له هغوی د جبري واده او کورني تاوتریخوالي سره مخ دي.







