د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اوچا: افغانستان ته ستنېدونکې ښځې او نجونې له تر ټولو زیانمنونکو ډلو څخه دي

23 اپریل 2026
اوچا: افغانستان ته ستنېدونکې ښځې او نجونې له تر ټولو زیانمنونکو ډلو څخه دي

عکس: OCHA Afghanistan

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، هغه ښځې او نجونې چې افغانستان ته ستنېږي، له تر ټولو زیانمنونکو ډلو څخه دي.

رخشانه: دې بنسټ نن (پنشنبې د غوايي ۳ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، ډېری هغه ښځې او نجونې چې افغانستان ته ستنول کېږي، د طالبانو له محدودیتونو سره مخ کېږي.

اوچا لیکي: «ډېری د هغوی له هېڅ شي پرته رارسېږي او خدماتو، زده کړې، ژوند او ملاتړ ته له کم لاسرسي سره مخ کېږي.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زیاته کړې «د دوی د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري ملاتړ خورا مهم دی.»

دا بنسټ په داسې حال کې افغانستان ته د زیانمنونکو ښځو او نجونو په اړه اندېښنه ښيي، چې پاکستان د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د ایستلو څپه ګړندۍ کړې ده.

د بشري حقونو څار ډلې پرون په یوه راپور کې لیکلي، پاکستان له طالبانو سره تر تازه جګړو وروسته، د افغان کډوالو د خپل سرو نیونو او په زور ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

شبانه راسخ: د افغان ښځو د تحصیلي بورسیو لپاره مې ۲.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو د څلور زره او ۵۸۲ پېښو د ثبت خبر ورکړی

دې بنسټ ویلي، د پاکستاني پولیسو عملیات د دې لامل شوي، چې زرګونه افغان ګډوال، له هغې جملې ماشومان، روغتیايي خدماتو، زده کړې او نورو اساسي خدماتو ته د لاسرسي له جندي ننګونو سره مخ شي.

د بشري حقونو څار ډلې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو په زور ایستل، د ربړونې په وړاندې د ملګرو ملتونو د کنوانسیو د یوه غړي په توګه د دې هېواد له کړیو ژمنو او دغه راز د نړیوال قانون له دې اصل نه چې «جبري ستنول» منع کوي، سرغړونه بللې ده.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي
خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تېرو دریو کلونو کې یو زر ۴۱۵ ماشومان وژل شوي او معلول شوي دي

10 اکتوبر 2026
ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی
خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو په واکمنۍ کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ۲۴ پېښو د ثبت خبر ورکړی

10 اکتوبر 2026
نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنې ته تر رسېدو وړاندې واده کوي
خبر

نړۍ کې هر کال له ۱۲ میلیونه زیاتې نجونې ۱۸ کلنې ته تر رسېدو وړاندې واده کوي

10 اکتوبر 2026
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري
خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې «بچه بازي» او د هلکانو ګمارل لا هم دوام لري

10 اکتوبر 2026
زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه
خبر

زکیه خدادادي د پاریس د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري پاراتکواندو» سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

10 اکتوبر 2026
«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه
خبر

«رواداری» بنسټ له افغان ښځو سره د پیوستون او طالبانو له خوا د ښځو ځپلو عادي کولو ته د نه ویلو په موخه غونډه وکړه

8 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه