د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضې ښځې: پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت اندېښمنونکی دی

23 اپریل 2026
معترضې ښځې: پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت اندېښمنونکی دی

عکس: جنبش متحد زنان افغانستان برای آزادی/ ارسالی به رسانه رخشانه

د «آزادۍ لپاره د افغان ښځو د یوالي غورځنګ» پاکستان کې د افغان کډوالو په وضعیت اندېښنه ښودلې او هغه یې «خراب» ښودلی دی.

رخشانه: د دې اعتراضي غورځنګ غړو نن (پنشنبې د غوايي ۳ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، دا کډوال په ځانګړې توګه د بشري حقونو فعالان، خبریالان او پخواني نظامیان له امنیتي ګواښونو، رواني فشارونو، قانوني محدودیتونو له هغې جملې د وېزې د نوي کولو جدي ستونزو سره مخ دي.

معترضو ښځو ویلي، «دا کډوال خپل هېواد ته د خوندي ستنېدو امکان نه لري او له کافي ملاتړه برخمن هم نه دي.»

دوی له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې بېړني او ګټور ګامونه پورته کړي او د «د هغوی بیا مېشتېدنه کړنلاره ګړندۍ او بېړني ملاتړ» ورته برابر کاندي.

معترضو ښځو همدارنګه درېیمګړي هېواد ته د افغان پناه غوښتونکو په ځانګړې توګه د ښځو او ګواښ سره مخ افرادو د لېږد زمینې رامنځ ته کولو غوښتنه کړې ده.

هغوی خبرداری ورکړی، چې پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته نه پاملرنه کولی شي نه جبرانېدونکې پایلې له ځان سره ولري.
د آزادۍ لپاره د افغان ښځو د یووالي غورځنګ د دې بحران په اړه د نړیوالې ټولنې د بېړني اقدام پر کولو ټینګار کړی دی.

د بشري حقونو څار ډلې پرون په یوه راپور کې لیکلي، پاکستان له طالبانو سره تر تازه جګړو وروسته، د افغان کډوالو د خپل سرو نیونو او په زور ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

دې بنسټ ویلي، د پاکستاني پولیسو عملیات د دې لامل شوي، چې زرګونه افغان ګډوال، له هغې جملې ماشومان، روغتیايي خدماتو، زده کړې او نورو اساسي خدماتو ته د لاسرسي له جندي ننګونو سره مخ شي.

د بشري حقونو څار ډلې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو په زور ایستل، د ربړونې په وړاندې د ملګرو ملتونو د کنوانسیو د یوه غړي په توګه د دې هېواد له کړیو ژمنو سرغړونه بللې ده.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه