زحل آزاد
له ندیمې* سره مې تلېفوني خبرې وکړې. هغې په لیکه په احتیاط سره خبرې کولې: «کله چې وینه رانغله، مېړه مې په مخ په دسمال و ویشتم او په غوسه یې و ویل، د چا (کوم کس) سره وې، نجلۍ د (بکارت پرده) دې څه ډول له لاسه ورکړې ده؟ ډېرې کنځاوې یې وکړې او داسې خبرې یې کولې، چې په ویلو یې شرمېرم»
د ندیمې له واده شپږ کاله تېرېږي، هغه کلونه چې ندیمه یې په بیان کې وايي، په سپکاوي، دوامداره تاوتریخوالي، ګواښلو او د ګناه په احساس تېرېږي.
ندیمه یوه ځوانه ښځه او د افغانستان د مرکز په یوه لرې پرته سیمه کې اوسېږي، د هغې د استوګنې کره ځای او عمر د خوندیتوب په خاطر، له دې راپور څخه لرې کړای شوی دي.
ندیمه وايي، ژوند یې د یوه ناسم کلتور او غلط ټولنیز باور قرباني شوی دی. هغه د واده په اوله شپه، له مېړه سره تر یو ځای کېدو او وینې تر نه لیدو وروسته، د بکارت پردې په نه لرلو او له واده مخکې اړیکې په درلودو تورنه شوه.
د ندیمې کورنۍ د ۱۳۹۹ کال په پسرلي کې پرېکړه وکړه، چې هغه د خپلوانو یوه سړي ته په نکاح ورکړي. د واده مراسم په بېړه او ان پرته له دې، چې یو ځل په دې اړه له ندیمې پوښتنه وشي، تر سره شول.
ندیمه وايي، د واده په اوله شپه یې سپین دسمال په وینه رنګ نه شو او په همدې خاطر یې دا له واده مخکې په اړیکې درلودو تورنه کړه.
هغه دسمال چې ندیمه یې یادوي، یوه سپینه ټوټه ده، چې د افغانستان په ډېری سیمو او په عمومي ډول په دودیزه ټولنو کې، د نوې ناوې د «پاکۍ» یا «عفت» د نښې په توګه کارول کېږي. په دې دود کې د واده یا زفاف په اوله شپه د دې ټوټې په وینه کېدل، د ښځې د پاکۍ او باکره والي ثبوت ګڼل کېږي.
د هغه شپې په سبا د ندیمې خاوند دا موضوع له خپلې مور او خواښې (د ندیمې له مور) سره شریکوي. هغوی د کورنۍ د آبرو ساتلو او د کلي ښځو د خبرېدو د مخنیوي لپاره، له غږ پورته کولو پرته د «تخت جمعۍ» مراسم لغوه کړل.
د «تخت جمعۍ» مراسم هغه دود دی، چې معمولآ د ناوې د مور له خوا د واده له اولې شپې وروسته تر سره کېږي او په دې مراسمو کې ټولو ښځو ته په وینه رنګ دسمال په ښودلو سره د خپلې لور باکره والی لمانځي.
رخشانه رسنۍ ونه توانېده، چې د ندیمې له مور سره مرکه وکړي، خو د ندیمې په وینا، مور یې په زاریو او ژړا سره وتوانېده، چې مقابل لوری راضي کړي، تر څو دا موضوع له چا سره شریکه نه کړي.
ندیمې و ویل: «په هغه شپه مې تر سهاره وژړل، قسمونه مې ورته وکړل، چې کوم غلط کار مې نه دی کړی، خو مېړه مې ونه منله. مور او … هم ډېر راباندې غوسه شول او ان ویل یې که و وايي، چې له چا سره وم نو له ګناه دې تېرېږو.»
دا وېره، چې پلار او وروڼه یې له پېښې خبر نه شي، د دې لامل شوه، چې ندیمه تر نن ورځې پټه خوله شي. او تر څنګ یې د خاوند ناوړه چلندوه او د خواښې بدګمانۍ هم وزغمي.
ندیمه د هغې شپې د پېښې په اړه په سختۍ سره خبرې کولی شي. هغه وايي، په هغه شپه یې دا ژمنه ورکړه، چې د یوې غلامې په توګه به ژوند کوي، خو چې څوک له دې موضوع خبر نه شي. «مور مې، … او مېړه ته قسم ورکړ، چې چا ته څه ونه وايي او په بدل کې به یې زه د مېړه او خواښې هر امر ته غاړه ږدم. هر څه چې هغوی وايي زه به یوازې وایم په سترګو او هر کار چې وغواړي له کومې نیوکې یا پلمې پرته به یې تر سره کوم. شپه او ورځ لکه حیوان کار کوم او د ځان له درده که مړه هم شم، حق نه لرم چې غږ پورته کړم.»
افغانستان کې د بکارت پردې نه درلودل هغه تور دی، چې په دودیزه افغان ټولنه کې یو لوی شرم ګڼل کېږي. یوه پېغوري خبره، چې ډېری نجونې یې د غمونو لار ته غورځولې دي.
د ندیمې په وینا، د هغې وهل ټکول او سپکاوی یوه عادي خبره ګرځېدلې ده او مېړه یې ورسره نېږدې هره ورځ هېڅ سم چلند نه لري. هغه وايي، مېړه یې په وار وار ورته ویلي، چې که یې د مور او خواښې خاطر نه وای، وختي به یې طلاق ورکړی وای: «وايي، له داسې ښځې سره ژوند کول، چې له واده مخکې یې ځان بایللی وي، لوی شرم دی او هر څوک که د ده په ځای وای تر اوسه به یې پرېښې وای.»
هغه یادوي: «ژمی یې…، رانه وغوښتل، چې واوره ورسره پاکه کړم، خو د ځان درده او کمزورۍ له امله ونه توانېدم ورشم. داسې یې وډبولم چې پر بدن مې سپین ځای نه وو پاتې. څه وکړم له زغملو پرته بله چاره نه لرم. که ګیله وکړم خبره یې تیاره په خوله ده، چې ته بدکاره وې او دا زه وم چې ته مې وکړې.»
په ژړا سره دوام ورکوي: «نه پوهېږم چې په څه وو، خو له کوره یې وایستلم او د پلار کره لاړم. مور مې هم ترټلم چې ولې دلته راغلې یې؟ ویل یې که بېله شې پوهېږې څه به وشي؟ پلار او وروڼه دې که خبر شي ژوندۍ د نه پرېږدي، همدا ښه ده، چې د خاوند له لاسه و وژل شې. یو ګیلاس چای مې هم ونه څښه بېرته راغلم.»
ندیمه په تکرار وايي، له زغم پرته بل چاره نه لري. د هغې په وینا، خاوند یې د یوه مجرم په شان چلند ورسره کوي او تل دا احساس ورکوي، چې ګواکي یوه نه بښل کېدونکې ګناه یې تر سره کړې ده. « که لوښو وینځلو پسې لاړه شم او ځنډ وکړم، باید ځواب ورکړم او قسم ورته وخورم چې بل ځای نه وم تللې. له هېچا سره د خبرو کولو اجازه نه لرم، که غواړم چېرې لرې لاړه شم، خپله راسره ځي.»
ندیمې ویلي، په تلېفون خبرې کول هم ورته ګران دي او یوازې هغه وخت کولی شي خپلوانو ته زنګ وکړي، چې په کور کې نه وي.
دا پوښتنې د ندیمې په ژوند کې بې ځوابه پاتې دي، هغه پوښتنې چې هره ورځ یې ذهن کې راګرځي: څه ګناه یې کړې، چې باید دا ډول تاوان یې ورکړي؟ څه ډول کولی شي خپله پاک لمني ثابته کړي، تر څو د دې قضاوتونو له شره خلاصی و مومي؟ او تر څه وخت د یوه درواغجن تور بیه په چوپتیا، وېرې او تاوتریخوالي سره پرې کړي؟ «که په زوره آه وباسم، … وايي نارې سورې مه وهه، خپله دې غوښتي. که مېړه ته په زور ځواب ورکړم، وايي: پر ما د غږ اوچت کړ. ولاړ شم پلار ته دې و وایم چې لور یې څه وه. څه وکړم، له صبر پرته بله چاره نه لرم.»
روغتیا پالان وايي، هغه مفهوم چې په دودیزه باورونو کې د «بکارت پردې» په نوم پېژندل کېږي، تر ډېره یوه عامه انګېره نه ده او په اړه یې بېلا بېل نظرونه شتون لري.
کابل کې د نسايي ولادي متخصصه عاقله شېرزاد رخشانې رسنۍ ته وايي، له طبي پلوه د «بکارت پرده» په هغې مانا سره چې په ټولنه کې دود ده، علمي او کره تعریف نه لري او تر ډېره په کلتوري مفکورو کې ریښه لري. د هغې په وینا، دا اصطلاح په حقیقت کې د تناسلې آلې د سوري شاوخوا د مخاطي نسج نرۍ او انعطاف مننونکې طبقې ته اشاره کوي.
دغه ډاکتره زیاتوي، دا جوړښت په بېلا بېلو کسانو کې په بېلا بېلو ډولونو شتون لري او په ځینو وختونو کې د زېږون سره شتون لري. د هغې په وینا، دا لایه کولی شي د سپورتي فعالیتونو، درندو کارونو یا ان د میاشتني عادت د جریان په دوران کې د بدن د طبیعي بدلون له امله تغیر و مومي.
د ښځو د حقونو فعاله او شنونکې مزدا مهرګان وايي، په دودیزه تولنو کې د «بکارت» په اړه باورونه د یوه واحده فکتور پایله نه ده، بلکې د مذهب، دود او د نرواکي جوړښت ترکیب دی، هغه جوړښت چې په کې د ښځې بدن د نارینه وو د ملکیت په توګه تعریف شوی او د ښځې د جنسي اړیکې کابو کول، د نر د حق په توګه مشروعیت پیدا کوي.
د مېرمن مهرګان په وینا، دا لید د دې لامل شوی، چې د ښخو لپاره یو سخت نیوونکی معیار او د نارینه وو له پاره هېڅ ورته معیار شتون ونه لري، په داسې ډول چې ان په ځینو وختونو کې د نارینه جنسي اړیکه یو امتیاز ګڼل کېږي، خو د ښځو لپاره د قضاوت، ځپنې او ټولنیز لمنځه وړلو په توکي تبدیلېږي.
دغه شنوونکې باوري ده، چې په داسې یوه فضا کې، د ندیمې په څېر مېرمنې تر سخت ټولینز فشار لاندې راځي، په داسې ځای کې چې یو نه ثابت شوی تور کولی شي، د هغوی په تاوتریخوالي، بې باورۍ او د ژوند په دایمي کابو کولو تمام شي.
د هغې په وینا، د کورنۍ او ټولنې له قضاوته وېره او د سخت تاوتریخوالي ګواښ د ښځو د چوپتیا سبب کېږي او دا چوپتیا خپله د تاوتریخوالي د ارټ له دوام سره مرسته کوي.
د ښځو د حقونو دغه فعاله ټینګار کوي، چې د ګټورو ملاتړو بنسټونو په نشتوالي کې د دې ارټ د کمېدو یوازینې لار پوهه ورکول او د ښځو د بدن او ژوند په اړه د ټولنې د لید بدلول دي. له دې پرته، دا ټول باورونه به په همدې توګه د کابو کولو او ځپنې د توکو په توګه دوام وکړي.
افغانستان کې د بکارت پردې ازموینه
ان له طالبانو مخکې افغانستان کې د بکارت پردې آزموینې تر سره کېدې. تر ډېره هغه ښځې چې له کوره په تېښتې تورنېدې، په ځینو وختونو کې اړ وې چې د بکارت پرده یې وازمویل شي. د بشري حقونو بنسټونو په هغه وخت کې په دې موضوع جدي نیوکې درلودې.
د طالبانو په واکمنۍ کې داسې ښکاري، چې دا ستونزه لا سخته شوې ده. که څه هم طالبان د دې ډول پېښو په اړه د هېڅ ډول معلوماتو ورکولو ته چمتو نه دي.
خو د ښځینه وو یو متخصص ډاکتر د هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي دي: «ډېر کم پېښېږي، چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې لږ تر لږه د بکارت پردې د ازموینې یوه پېښه ونه لرو، څه په روغتون کې او څه په شخصي کتنځای کې. ډېری مراجعه کوونکې د ۱۸ او ۲۵ کلونو تر منځ ځوانې نجونې دي، چې ډېری وخت د کورنیو په خوښه راوستل کېږي.»
هغه په دې اړه یوې پېښې ته په اشارې سره زیاتوي: «د کال پیل د وري میاشتې په دویمه اوونۍ کې یې یوه ۱۹ کلنه نجلۍ ، چې د کورنۍ په وینا یې له زینې لوېدلې وه، د بکارت پردې د ازموینې لپاره ما ته راوستې وه.»
دا ډاکتر د یوې بلې پېښې یادونه هم کوي: «د تېر (۱۴۰۴) کال په مني کې یوه ۲۲ کلنه نجلۍ له یوه سړي سره یو ځای د اړیکې درلودو په تور، د بکارت پردې ازموینې لپاره د کابل یوه دولتي روغتون ته راوستل شوې وه تر څو دا تور وڅېړل شي.»
د هغه په وینا، د ازموینې له ترسره کېدو او پایلې تر لاسه کولو وروسته، نر او ښځه دواړه اړونده بنسټونو ته ولېږدول شول او دی یې د برخلیک په اړه یې معلومات نه لري.
یو ټولنپوه چې دا مهال په کابل پوهنتون کې استاد هم دی، د بکارت پردې په څېر بد انګېرنو، چې د طالبانو د واک تر سیوري لاندې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ارټ لا ګړندۍ کړی اندېښنه څرګندوي وايي، له محدودیتونو سره د ټولنې ناسمو باورو ګډون، کولی شي د ښځو لپاره جدي پایلې ولري او هغوی د لا زیات تاوتریخوالي او بې عدالتۍ سره مخ کاندي.
هغه ویلي دي: دا وضعیت هغه مهال لا اندېښمنوونکی کېږي، چې نجونې و نه شي کولی له ځانه دفاع وکړي یا د واقعیت د اثبات لپاره بې پرې بنسټونو ته ورشي. په داسې حال کې، چې له طبي پلوه، د بکارت نشتوالی کېدای شي بېلا بېل لاملونه ولري او الزمآ د جنسي اړیکې د درلودو په مانا نه ده، خو په هغه ټولنه کې چې د ښځو لپاره د سخت محدودیت او کابو کولو سره مل ده، دغه توپیر په پام کې نه نیول کېږي.»
یادونه: مستعار نومې ندیمه* د تاوتریخوالي قرباني شوې ښځه ده.







