زحل آزاد
زابل ته د سفر په لومړۍ ورځ، تل به یې ویل: «ټکرۍ د سم کړه، اوږدې جامې واغونده، مخ دې ولې لیدل کېږي؟ یوه نجلۍ ولې باید د نارینه وو کارونه تر سره کړي؟ خو نن ورځ همغوی هیله لري، چې لوڼې یې زما په څېر شي.»
دا ټولې خبرې د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکې ۲۳ کلنه شهمامه کوي. هغه نجلۍ چې کلي په کلي ګرځي او له نارینه وو سره اوږه په اوږه ودانیزو پروژو کې کار کوي. هغه ځایونه چې تر ډېره په کې د یوې نجلۍ شتون د سیمې د اوسېدونکو لپاره غیر عادي ښکاري.
د افغانستان په ځینو برخو کې چې لا هم ډېری ماشومان د زده کړې له لومړنیو فرصتونو بې برخې دي، شهمامه ملک هڅه کوي دا ناعادلانه محرومیتونه تر هغه ځای چې امکان لري جبران کړي.
هغه لرې پرتو کلیو ته سفر کوي، هغه ځایونو چې په ځینو برخو کې یې د ډېری ماشومانو لپاره ښوونځۍ یوازې یوه هیله ده او نجونې ان د زده کړې له مفهوم سره بلدتیا نه لري. شهمامه د خپل پلار تر څنګ چې انجینر دی، هڅه کوي، د دې ماشومانو لپاره د زده کړې چاپېریال او لومړني امکانات برابر شي.
هغوی د ودانیزو کارونو تر څنګ د سیمې خلک په ځانګړې توګه ښځې هڅوي، تر څو د سړکونو په جوړلو او د خپل سیمې د ژوند په ښه کولو کې ونډه واخلي. هممهاله د خپل یوټیوب چینل له لارې د دې ټولنو لپاره مالي مرستۍ راټولوي، داسې مرستې چې یوازې په درسي ټولګيو، د وړو بنسټونو زیربناوو ښه کولو او په کلیو کې د اوبو لګولو په پروژو لګول کېږي.
شهمامه د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځۍ د لومړي کال زده کړیاله وه، چې د میلیونونو نورو نجونو په څېر، د طالبانو د مشر په امر له زده کړې بې برخې شوه. هغې کابو یو کال د پوهنتونو د دروازو پرانستل کېدو ته انتظار وایست، خو په پای کې یې بېله لار غوره کړه، هغه لار چې وروسته یې د ژوند تر ټولو په یوه مهمه موخه بدله شوه.
ویې ویل: «په پیل کې مې تر ډېره د پلار سره د مرستې او خپلې بوختیا لپاره کار کاوه. خو کلیو ته له یو دوه سفرونو وروسته مې لیدلوری بدل شو. اوس دوه لویې موخې لرم: لومړی دا چې وتوانېږم، کلیو کې د زده کړې تخم وکرم او دویم دا چې په ودانیزو کارونو کې په خپل حضور سره د پلار او نورو نارینه همکارانو تر څنګ، د ښځو له وړتیاوو یو بېل انځور وړاندې کړم او له دې لارې د ټولنې د ودې سره مرسته وکړم.»
شهمامه په زابل کې د خپلو لومړنیو پروګرامونو یادونه کوي. وايي، کله یې چې هڅه وکړه، ښځې هم د پروژو په پلي کولو کې راګډې کړي، له چوپتیا او نه لېوالتیا سره مخ شوه، او هېڅوک چمتو نه وو چې رامخکې شي.

شهمامه/رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوي انځورونه
خو دې وضعیت په تدریجي توګه بدلون وکړ. د شهمامې د پرلپسې سفرونو او په ودانیزو کارونو کې دوامداره شتون او د کمرې مخې ته د راڅرګندېدو سره، هغې ورو ورو د کلي ښځو او نجونو ته جرآت ورکړ.
وايي، په بل سفر کې مخکې له دې چې هغه کلي ته ورسېږي، ځینو ښځو په پروګرامونو کې د ګډون لپاره ځانونه چمتو کول، ان کله به یې د شعرونو په ویلو له دې هرکلی کاوه.
د دې په وینا، «همغه کسان چې په لومړیو کې به یې ویل، ټکری د سم کړه، جامې د لنډې دي او ودانیز کارونه د نجلۍ لپاره نه دي، اوس غواړي خپلې لوڼې یې زما په څېر شي او زده کړې وکړي. په کلیو کې د انلاین کار او فعالیتونو تر څنګ زما شتون د دې لامل شو، چې د دوی لید لوری بدل شي، دا ورته په زړه پورې وه، چې له جاغوري یوه نجلۍ راځي او ښوونځی ورته جوړوي.»
د شهامې په وینا، دوی په زابل ولایت کې د «دوستۍ» په نوم د نجونو د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښوده، هغه ښوونځی چې د جوړېدو چارې به یې ډېرې ژر بشپړې شي.
پر زابل سربېره، شهامې په نورو ولایتونو کې هم ودانیزې او ښوونیزې پروژې مخ ته وړې دي، اروزګان ته له سختو سفرونو نیولي بیا د بدخشان، بغلان او دایکنډي په لرې پرتو کلیو کې تر کار پورې.
هغې د خپلو سفرونو کره شمېره ونه ښوده، خو وايي ګڼل سفرونه یې کړي، د بېلګې په توګه یوازې اروزګان ته له لس ځلې زیاته تللې، تر ټولو ډېر سفرونه یې دایکنډي، ارزوګان، بغلان، بدخشان، غزني او بامیان ولایتونو ته وو.
نوموړې بیانوي: «ګیزاب ته د سفر پر مهال د محرومیت له یوې داسې کچې سره مخ شو، چې اصلآ یې تصور نه شو کولای. خلکو ان لومړنۍ اسانتیاوې لکه تشناب نه درلود، او ښځې اړ وې، چې د خپلو لومړنیو اړتیاو د رفعه کولو لپاره په تیاره کې دښتو ته لاړې شي. له داسې نجونو سره مخ شوم، چې اصلآ نه پوهېدې، هیله څه مانا لري، له داسې ۱۸ کلنې نجلۍ سره مخ شوم چې ان په خپل عمر نه پوهېده، کله مې چې ترې وپوښتل، څو کلنه یې ویل یې، ښايي ۱۲ یا ۱۳ کلنه وي.»

شهمامه/رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوي انځورونه
هغه همدارنګه وايي، د سفرونو پر مهال هېڅ وخت تش لاس نه ده تللې، د ماشومانو او نجونو لپاره به یې کتابچې، قلمونه او لکه د ناولونو، افسانوي کیسو او هڅوونکي کتابونه هم وېشلي دي: «نجونې د مننې په دود په خپل لاس جوړې شوې د مریو غاړکۍ راته ډالۍ کوي.»
د شهمامې د فعالیتونو له پیله څلور کلونه تېرېږي، هغه وايي، په دې موده کې یې د پام وړ بدلونونه او پرمختګونه تجربه کړي دي.
ویې ویل: «تېر کال یې له ګیزابه راته زنګ وهلی وو، چې زهرا ، همغه نجلۍ چې مخکې د هیلې لرلو په مانا نه پوهېده، اوس یې انګلیسي زده کړې، باور مې نه کېده. یو متن مې ورته ولېږه، ومې لیدل چې ویې لوست، دومره خوشحاله شوم، چې ان په یاد مې نه دي، هغه شېبه مې څه ډول غبرګون وښود.»
په ودانیزو کارونو او پروګرامونو کې هم د ښځو ونډه د پخوا په پرتله څو برابره زیاته شوې ده. شهمامه وايي: «د دوه درې کلونو په پرتله د نن ورځې په پروژو کې ډېر بدلونونه وینم او ښځې د پخوا په نسبت ډېره ونډه اخلي. داسې نجونې مې ولیدې، چې خپلې ګاڼې یې وپلورلې تر څو په ګیزاب کې د اوبو رسولو یوه پروژه پلې شي. نن ورځ د کلي ښځې خپله رامخکې کېږي، غواړي په ویډیوګانو کې ولیدل شي او دې باور ته رسېدلې، چې له نارینه وو سره برابرې دي.»
خو د شهمامې لپاره دا یو کار هم آسانه نه وو او نه دی. هغه د سفرونو پر مهال په ځانګړې توګه په غرنیو لارو، اړ وه چې اوږدې جامې واغوندي او ان د اوړي په سوځنده ګرمۍ کې هم خپل مخ پټ وساتي.»
د دې تر څنګ، ټولنیز شرایط هم په دې لار کې یوه جدي ننګونه ده، شهمامه وايي: «موږ داسې کلیو ته ځو چې خلک یې ان د خپل ګاونډ کلیو له دود او دستور څخه هم خبر نه دي. په داسې ځایونو کې د داسې نجلۍ لیدل چې کمره یې په لاس وي او د نارینه وو د یوې ډلې تر څنګ کار کوي، یقینآ دوی ته یو خوندور انځور نه دی. په ډېری سیمه ییزو ناستو کې د خبرو کولو یا ویډیو اخیستو اجازه نه مومم، کله کله داسې چلند کوي، چې ګواکي له یوه ناپېژاندي موجود سره مخ شوي دي.»

شهمامه/رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوي انځورونه
شهمامه دوام ورکوي: «تاله و برفک ولسوالۍ ته د یوه سفر په ترڅ کې د اوبو د یوه بند جوړلو لپاره تللې وو او ټاکل شوې وه د سیمې د خلکو سره غونډه وکړو. خو د کلي خلکو زما پلار ته ویلي وو، دا نجلۍ باید دلته نه وي، که نه همکاري نه کوو. په هغه ورځ څو کیلومتره لرې ترې کېناستم او یوازې ننداره مې کوله، ان ومې نه شوای کولی هغوی ته ورنېږدې شم، ویډیو اخیستل خو پر ځای پرېږده.»
د شهمامې په باور د سړکونو جوړول ښايي کلي او ښارونه سره نېږدې کړي او د اوبو رسولو شبکې او بندونه هم د کرنې او اقتصاد سره لویه مرسته وکړي، خو دا ټول هغه وخت مانا پیدا کوي، چې د ماشومانو د زده کړې او زده کړو ته د نجونو د لاسرسي زمینه برابره شي.»
په کلک هوډ وايي: «که و وایم چې آسانه کار دی، خو نه دی، په وار وار ناهیلې شوې یم او غوښتل مې تسلیم شم، خو کله به مې چې نجونو ته فکر کاوه، چې ماته په هیله وې، هغوی ته چې نن ورځ کولی شي ولولي، ولیکي او په هر سفر کې په لېواتیا سره غواړي چې نوي کتابونه وروړم، له ځان سره وایم باید دوام ورکړم، ان که نن یې پایلې ونه وینم، ښايي لس یا شل کاله وروسته خلک پوه شي او نور د نجونو په زده کړو ونه شرمېږي.»
شهمامه دوام ورکوي: «د ټولنې یوه لویه ستونزه مذهبي او قومي مسائلو ته لمن وهل دي. هغه مضوع چې تر ډېره یې زیان ښځې او نجونې ګوري. څه موده وړاندې بغلان کې دوه نجونې چې د کمرې مخې ته یې ترانه ویله، کورنۍ یې د یوې مذهبي ډلې تر فشار لاندې راغلې او هغوی ته ویل شوي وو، چې ولې یې لوڼو سندره ویلې او د کمرې پر مخ راڅرګندې شوې دي.»
د هغې په وینا، تر ډېره دا ډول فشارونه په ښارونو کې د ټولنیزو محدودیتونو او لفظي ناوړه ګټې اخیستنې په بڼه څرګندېږي. خو په کلیوالي سیمو کې وضعیت ډېر سخت دی، د نوموړې په خبره، په ځینو سیمو کې لا هم د عمر لوی توپیر سره نابرابره ودونه لیدل کېږي او ښځې په دې ډول پرېکړو کې محدود رول او انتخاب لري.







