زیبا بلخی
۳۲ کلنه زرغونه* له دوو زیاتې لارې نه لري، یا به له خپلو اولادونو لاس اخلي او یا به مني، چې د خپل مرحوم مېړه د ورور ښځه شي.
د مېړه له مړینې وروسته، د کورنۍ له یوه بل نارینه غړي سره جبري واده، په افغانستان کې یو عام دود دی. په دې ډول واده کې معمولآ یوه ښځه اړ ایستل کېږي، چې د خپل مړه شوي مېړه له ورور سره واده وکړي.
زرغونې د ۱۴۰۳ کال په سلواغې میاشت کې خپل خاوند د ځیګر سرطان له امله له لاسه ورکړ. هغه پېښه چې د زرغونې لپاره یو معمولي غم نه وو. «د مېړ له مړینې مې چې یوه کال تېره شو، غیر مسقیم یې راته ویل، د دې لېوره (د خاوند ورور) سره چې واده وکړې، دا ډول نه ته بې سرپرسته پاتېېږي او هم به د اولاد پلار پیدا کړي.»
درې میاشتې کېږي، چې دې غیر مسقیم وړاندیز خپل ځای ګواښ ته پریښی دی. «نه له اولادونو جدا کېدای شم او نه هم کولای شم له خپل لېوره سره، چې لکه ورور داسې دی راته واده وکړم.»
زرغونه د درې ۹، ۶، او ۳ کلنو ماشومانو مور ده. د مړه شوي خاوند ورور یې هم له دې کشر دی او کوم حس چې د هغه په اړه لري، لکه د ورور په شان دی. «زه په داسې وضعیت کې یم، چې اړ یم یا اولادونه انتخاب کړم یا له هغه هلک سره واده وکړم، چې کلونه مې د ورور په سترګه ورته کتلي او لکه ورور داسې یې ګڼم.»
هغه څه چې زرغونه ورسره مخ ده، د افغانستان په ډېری سیمو کې د یوه ټولنیز دود یوه برخه پېژندل کېږي، چې د خلکو پېژندنې په کتلور کې ورته «لویرات» واده ویل کېږي.
که څه هم دا دود په تېرو کلونو کې تر یوې کچې کم رنګه شوی وو.
یو ټولنیز کارپوه تواب محمدي* وايي، د طالبانو تر سیوري لاندې عدالت ته د ښځو نه لاسرسي، دا ډول موضوعات بېرته ډېر کړي دي.
ښاغلي محمدي ویلي: «کله چې له اقتصادي پلوه ښځې تړلې وي، نه اقتصادي ملاتړ لري او نه هم عدالت ته لاسرسی، نو اړ کېږي، چې ناغوښتل شوي وړاندیزونه وټاکي او کورنۍ خپل پرېکړې په ساده ډول پر دې ښځو تحمیل کړي.»
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) ویلي، افغانستان کې مېرمنې د نارینه وو په پرتله، د عدالت رسمي مېکانېزمونو ته څلور برابره کم لاسرسی لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې استازې سوزان فرګوسن هم ویلي: «کله چې ښځې له عدالي بنسټونو ایستل کېږي، د دوی خوندیتوب، خپلواکي او هغه څو پاتې فرصتونه چې دوی یې له کوره بهر د مرستې غوښتلو لپاره لري زیانمنېږي. دا په ځانګړي ډول د هغو ښځو لپاره خورا مهم دي، چې له کورني تاوتریخوالي سره مخ دي.»
زرغونه هم نه د وکیل نیولو لپاره مالي توان لري او نه هم دا باور چې غږ به یې د طالبانو په محکمه کې واورېدل شي. دا زرغونې ته د یوه وکیل مشوره وه، چې ورکړې یې وه «محکمه تر ډېره د نارینه وو پر خوا ده، دا احتمال چې ماشومان مې ما ته راکړي، ډېر کم دی. هغه (وکیل) و ویل، که کېږي موضوع تر خپل منځ حل کړی او که محکمې ته هېڅ ور نه شې دا به ښه وي.»
ان د زرغونې کورنۍ په دې موضوع کې له دې ملاتړ نه دی کړی. «ای کاش کېدای شوای اولادونه مې واخلم او په یوازې ځان ژوند وکړم او چا بیا د واده کولو لپاره نه ګواښلی.»
هغه سړی چې ټاکل شوې د زرغونې خاوند شي، له دې شپږ کاله کشر دی.
افغانستان کې یو دیني عالم حسیب الله نصرتي وايي: «په اسلامي شریعت کې د ښځې خوښه د نکاح یو له اساسي شرطونو دی او هېڅ کس ان کورنۍ حق نه لري، چې ښځه واده ته اړ کړي، که خوښه نه وي، له شرعي پلوه دا ډول نکاح د منلو نه ده.»
دا دیني عالم باوري دی، چې دا ډول ودونه تر ډېره کلتوري ریښې لري او کومه دیني توجیه نه لري.
هغه څه چې اوس د زرغونې په څېر مېرمنې ورسره مخ دي، د یوه ناوړه ټولنیز دود سره پرېګوڼ له یوه پلوه او له بل لوري د طالبانو بې عدالتي ده.
یادونه: په دې نښه* نومونه د مرکه شویو کسانو د خوندیتوب په پار مستعار راغلي دي.







