د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

برېتانیا: د افغان ښځو په زده کړه او کار د طالبانو محدودیتونه د ټولو راتلونکې ګواښي

29 اپریل 2026
برېتانیا: د افغان ښځو په زده کړه او کار د طالبانو محدودیتونه د ټولو راتلونکې ګواښي

عکس: رسانه رخشانه

د افغانستان لپاره د برېتانیا سفارت (UK For Afghanistan) اعلان کړي، چې د افغان ښځو پر زده کړه او کار د طالبانو محدودیتونه، د دې هېواد د ټولو وګړو راتلونکې له ګواښ سره مخ کوي.

رخشانه: دې سفارت پرون ناوخته (سه شنبې د غوايي ۸ مه) د یونیسف د راپور په خپرولو سره لیکلي، دا راپور «اندېښمنوونکی وو او د طالبانو د اوږد مهاله سیاستونو زیان څرګندوي.»

د افغانستان لپاره د برېتانیا سفارت یو ځل بیا د دې «لنډ فکره محدودیتونو» د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

یونیسف پرون په یوه راپور کې ویلي، د افغان نجونو په زده کړه او ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونه کولی شي، تر ۲۰۳۰ پورې دا هېواد د ۲۵ زره څخه زیاتو ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سر مخ کړي.

د یونیسف د «په افغانستان کې د نجونو د زده کړې او ښځو د کار ځواک د ګډون په اړه د بې کیفیتۍ لګښت» راپور کې رغلي وو، په ملکي خدماتو کې د ښځو ونډه په ۲۰۲۳ کال کې له ۲۱ سلنې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۷.۷ سلنې ته راټيټه شوې ده.

دې بنسټ د دغه محدودیتونو د دوام په اړه خبرداری ورکړی لیکي: «که دا وضعیت تر ۲۰۳۰ پورې دوام وکړي، له دوه میلیونه ډېرې نجونې به په داسې یوه هېواد کې، چې دا مهال په نړۍ کې د ښځینه سواد تر ټولو ټیټه کچه لري، له لومړنیو زده کړو پورته زده کړو څخه محرومې شي.»

په دې اړه نور ولولئ...

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبانو په تېرو کابو پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو په وړاندې د محدودیتونو په لګولو سره هغوی، له خپلو لومړنیو بنسټیزونو حقونو او آزادیو له هغې جملې د زده کړې او کار له حق څخه بې برخې کړې دي.

یادې ډلې په دې موده کې د نړیوالو غوښتنې ته په نه پاملرنې سره، نه یوازې د ښځو او نجونو د حقونو او خپلواکیو په وړاندې محدودیتونه لغوه کړي نه دي، بلکې لا یې زیات کړي دي.

نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو بنسټونو طالبان تل د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو له حقونو په سرغړونې تورن کړي او له ښځو سره د دې ډلې چلند یې «جنسیتي توپیر» بللی دی.

اړوندې لیکنې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده
خبر

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه