آزاده تران
هغه نڅا د ټولو ځپونو لپاره د غبرګون په پار چې تجربه کړي یې دي ټاکلې ده یا یې په خپل بیان: «کله چې ټولې لارې درباندې تړل کېږي، له کورنۍ نیولې تر ټولنې او دولت پورې په تا د ایجړا، نرښځي، نڅاګرې نومونه ږدي او ته د ویلو لپاره له چوپتیا پرته هېڅ ونه لرې، په داسې وضعیت کې یو انسان یوازې دوه غوراوي لري، یا به له د ننه له منځه ځي او یا دا چې د مقاومت لار به نیسې، ما دویمه لار غوره کړه، نڅا. نڅا یعنې زما مقاومت او خپلواکي او هغه څه ته چې یم رسېدل.»
دا راپور د ۱۶ کلن ویانتس کیسه ده. ویانتس د هغه چا هنرۍ نوم دی، چې په نارینه بدن او ښځینه میلان سره په افغانستان کې په پټه ژوند کوي.
ویانتس ۲۰۲۲ کال کې د آرواز «Arvaz» په نوم هنري ټیم، د طالبانو د حاکمیت له خوا د لګول شویو محدودیتونو او جنسیتي تبعیض په وړاندې او په افغانستان کې د ال جي بي ټي- کیو «+LGBTQ» ښځو د ملاتړ په موخه په لار واچاوه.
هغه په دې ټیم کې د څلورو نورو نجونو سره یو ځای د کي پاپ په هنري سبک نڅېږي.
«کي پاپ» د کوریا د موسیقۍ صنعت دی، چې په وروستیو کلونو کې په یوه نړیواله پدیده اوښتې او د ځوانونو تر منځ یې له هغې جملې په افغانستان کې ډېر مینه وال پیدا کړي دي.
ویانتس وايي، هغه وخت چې دی څلور کلن ماشوم وو، د نڅا سخت لېواله وو او کله نا کله به یې له خویندو سره یو ځای افغاني او هندي موسیقۍ ته نڅا کوله. خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې نڅا د مبارزې په توګه په مخه کړه.
هغه د لومړي ځل لپاره په یوازې ځان د کي پاپ په سبک ونڅېد او هغه یې په ټولنیزو شبکو کې خپره کړه. کال وروسته، په یوه پنځه کسیزه ټيم تبدیل شول.
افغانستان کې ان له طالبانو مخکې هم نڅېدل یو سرخوږی وو، خو د طالبانو په واکمنېدو سره، دا ډله موسقي او نڅا حرامه ګڼي او هغه یې بنده کړې، په داسې توګه کې چې په وار وار یې سازتوکي نیولي او له منځه یې وړي دي.
د ویانتس د نڅېدو تجربه هم له ترخو خاطرو ډکه ده. څه له طالبانو مخکې او څه وروسته، «کورنۍ مې راته ویل، په دې کار هغوی بې عزته کوم. باید د یوه نارینه په څېر ژوند وکړم، ګډا د ښځو کار دی، نه د یوه سړي. خپلوانو او قومیانو هم د ملنډو په توګه د نڅاګرې په نوم غږ راته کاوه.»
ویانتس او ورسره ډله یې، تر ډېره په بېلا بېلو مناسبتونو او پرانستو فضاوو کې خپلې اعتراضي نڅاوې تر سره کړې دي.
د ۲۰۲۴ میلادي کال په اګست میاشت کې په افغانستان د طالبانو د څلورمې کلیزې په مناسبت ویانتس او ورسره ټيم په آزاده او له ګڼې ګوڼې ډکه فضا کې ونڅل: «ډېره وېرونکې او ډاروونکې وه. تر اوسه مې چې دا صحنه یادېږي، حال مې سره ګډوډ شي… ځینو ویل چې ما باید طالبانو ته په لاس ورکړي.»
د هغوی د خوندیتوب په خاطر ځینې جزیات له راپوره لرې کړای شوی دي.
په یوه بل مورد کې، څو میاشتې وروسته یې یو ځل بیا دا کار تکرار کړ. د طالبانو په خوښه د زده کوونکو لپاره د ښوونځي یونیفورم کې د بدلون په اعتراض کې. «که څه هم هېڅ امنیت نه وو. ما افغاني کمیس او پرتوګ واچول او لنګوټه مې په سر کړه او همکار مې… چادري واغوسته. موږ دواړو د ښوونځي د هلکانو د یونیفورم د بدلولو په اعتراض کې نڅاه وکړه. طالبانو او ملاتړو ته یې زموږ د دې نڅاه پیغام دا وو، چې هغوی ښايي د ښوونځي د زده کوونکو جامې بدلې کړي او یا ښځې جبري حجاب ته مجبورې کړي، خو زموږ فکر ته بدلون نه شي ورکولی. موږ په هر ډول جامو خپل خوبونه پالو.»
طالبانو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په پیل کې زده کوونکي د نوي یونیفورم په اغوستو مجبور کړل. د هغې سره سم، نارینه زده کوونکي او ښوونکي باید خت او پرتوګ واغوندي او خولۍ یا لنګوټه په سر کړي.
ویانتس یو ځل نېږدې وو چې طالبان ونیسي، خو په پټېدو سره یې ځان ترې وژغوره، خو یو خپلوان یې ونیول شو او شپږ ورځې بندي شو.
هغه اوس کابل کې له خپلې کورنۍ لرې او پټ ژوند کوي. طالبانو یې کورنۍ ته ویلي: «که بیا وناڅم او دوی پیدا کړم نو د شریعت له مخې به مې سنګسار کړي.»
ویانتس وايي، له ډېره وخت یې د طالبانو له وېرې په ټولنیزو شبکو خپل فعالیت درولی دی. په دې موده کې هغې نقاشۍ ته مخه کړې ده. خو اوس یې بیا هنري کارونه له سره نیولي دي.

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی
له طالبانو ورپورته سرخوږي
د ویانتس مینه د هغې په خپله وینا له ماشومتوبه د نڅاه سره وه. خو دا هغه څه نه وو، چې ټولنې یې له هغې تمه درلود. تر هغه وخته چې د ویانتس عمر ډېر کوچینی و چا ورسره دومره کار نه درلود. خو اوس یې چې ځان پېژندلی سرخوږی هم ورته پیدا شوی دی.
لومړني مخالفین یې کورنۍ وه. نېږدې او لرې خپلوانو یې هم د نڅا او ظاهري بڼې د توپیر په خاطر په وار وار تر سپکاوي، روحي ربړونې او جنسي ځورونې لاندې نیولې ده.
لکه دا یوه قضیه: «څلور کاله وړاندې لوی اختر وو. زموږ کره مېلمانه راغلي وو، کله مې چې چای وروړو. د تل په څېر یې په خندا او ملنډو راته ویل، څه یو زنانه چای دې راوړی دی، د پلار د تره زوی مې یو د منځي عمر لرونکی سړی دی، کله یې چې چای وڅښه، ویل یې په رښتیا دا چای ښځینه خوند لري. ټولو د هغه په خبره وخندل. هغه زه وم، چې له د ننه نړېدم. بیا یوه بل ویل، څېره یې لږ د نجونو په څېر ده، نه ویل کېږي رښتیا نجلۍ نه وي. په همدې ملنډو مېلمانه لاړل. همدې د پلار د تره
زوی مې د کور په دهلیز کې چې څوک نه وو، له ما وغوښتل، چې پرتوګ ښکته کړم. تر څو دی وګوري، چې رښتیا هلک یم که نه. ټول بدن مې لړزې واخیست. هغه په خپله زما پرتوګ راباندې وایست او د بدن په ځانګړي ځای مې یې لاس و واهه او وروسته یې بېرته پرتوګ راواغوست.»
د جنست کټګوریو برخه کې، ویانتس خپل جنسي هویت د کویر په توګه نوموي، دا اصطلاح ډېری وخت هله کارول کېږي، کله چې یو څوک نه غواړي ځان د یوه ځانګړي جنسیت په کټګورۍ کې محدود کړي.
هغه په ښکاره نارینه بڼه لري، خو تمایل یې ښځینه دی. خوښېږي یې چې ښځینه جامې واغوندي، خپل وېښتان اوږده وساتي او له نجونو سره ناسته ولاړه ولري.
کله چې پوښتم ولې، ځواب یې له ترخو تجربو ډک دی، چې درلودې یې. دا یې د ښوونځي د وخت یو له خاطرو ده: «په لومړیو کې یې ما ته نرښځی (نجلۍ ډوله) ویل، وروسته یې ورو وررو زما بدن ته لاس راوړه. د بېلګې په ډول د شا له خوا به یې د پرتوګ منځ ته لاس راوړه. په شوخۍ به یې ویل، ګورم چې ته نجلۍ یې که هلک.»
هغه وايي، د خپلې ظاهري بڼې په خاطر یې ډېرې ځورونې لیدلې دي. هم په ښوونځي کې هم په واټونو.
ویانتس و ویل: «د حیرانۍ ځای دا وو، کله چې ما او مور مې دا خبره مدیر ته و کړه، هغه په ډېره آسانۍ زه ملامت کړم، چې ولې ځان ته پام نه کوې او هېڅ کله مې ټولګیوالو ته څه ونه ویل شول. دا راته ډېره دردونکې وه.»
ویانتس همدارنګه یو ځل شپږ کاله وړاندې د یوه ځوان سړي له خوا په خپل کوڅه کې تر جنسي ځورونې لاندې راغلی. هغه چې دا پېښه یوه وحشتنکه او غیر انساني بولي داسې بیانوي: «شپږ کاله وړاندې د محرم میاشتې اتمه وه، ما تورې جامې اغوستې وې. تر ډېره په تورو او نورو تت رنګه جامو کې زما څېره روښانه ښکاري، دا چې کور کې څوک نه وو، ومې غوښتل د خور کره لاړه شم. غرمه مهال وو. کله چې زموږ کوڅې ته ووتم، یو ځوان سړی مې مخې ته ودرېده او ناڅاپه یې د کوڅې په سمټو راچپه کړم. پرتوګ یې رانه وایست او په لاسونو یې زما ټول بدن لمس کړ.»
ویانتس وايي له نجونو سره ناسته ولاړه په دې خاطر خوښوي، چې هغوی خوندي دي. «اوس مې ټولې ملګرې نجونې دي. ځکه راته ثابته شوې، چې د هغوی له لوري هېڅ زیان نه رارسېږي.»
نوموړي زیاته کړې، اوس ورته نڅاه د مبارزې د وسلې حکم لري. د ماشومانو ځورولو، د طالبانو د تاوتریخوالي او د آزادۍ تر لاسه کولو سره مبارزه. «تر هغې ورځې چې هېڅوک دې ته اړ نه شي، چې ځان پټ کړي تر هغې به دوام ورکوم. ځکه هنر هغه څه نه دی چې کوم یې، هنر زه خپله یم.»
۲۰ کلنه نورا* د ویانتس نېږدې ملکرې او د نڅاه د ټیم یوه همکاره ده. هغې له رخشانې رسنۍ سره خبرو کې ویلي، د دوی د نڅا په خاطر یو ځل د ویانتس د کورنۍ یو غړی د طالبانو له لوري نیول شوی او بندي شوی دی. له هغې وروسته ویانتس د خپل ځان او کورنۍ د خوندیتوب په خاطر له خپل کور او کورنۍ لرې ژوند کوي.
نورا و ویل: «ان ګاونډیانو چې موږ ته نڅاګرې وايي، هم څو ځلې کورنیو ته ویلي، چې باید زموږ مخنیوی وکړي، که نه پایلې به یې ښې نه وي.
نورا چې له ماشومتوبه د ویانتس نېږدې ملګرې وه وايي، تر اوسه یې دا احساس نه درلود، چې د یوه هلک ملګرې ده: «تر کومه چې زه له ویانتس سره ملګرې یم، چې له ډېر پخوا څخه ده. زه تر اوسه دا فکر نه کوم، چې د یوه (هلک) ملګرې یم. یعنې ډېره ورسره هوسا یم او ذوقونه مو ګډ او د نجونو دي. هغه په څرګنده بېل خو د نجونو تمایلات لري او راته ویلي یې دي. په همدې خاطر ځورول شوی، تر دې چې ښوونځی یې پرېښود.»
نورا هم و ویل: «زما لپاره ویانتس او د هغې تمایلات ګران دي. ځکه هغه لکه زموږ ښځو په شان عاجز او بې ضرره دی. همدارنګه هغه له ما سره یو ځای هڅه کوي، تر څو د بې غږه افغان ښځو غږ شو.»







