د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) په یوه راپور کې ویلي، له ۲۰۲۰ کال راهیسې نړۍ کې د ښځینه خبریالانو په وړاندې انلاین تاوتریخوالی دوه برابره شوی او له هرو څلورو تنو یو یې له وېرې او خفګان سره مخ دی.
رخشانه: دې سازمان نن (پنشنبې د غوايي ۱۰ مه) د مطبوعاتو د آزادۍ ورځې د رارسېدو په مناسبت په یوه راپور کې لیکلي، نېږدې نیمايي ښځینه خبریالانې په ټولنیزو شبکو کې د انلاین تاوتریخوالي له امله ځان سانسوري کوي او ۲۲ سلنه یې هم په خپل مسلکي کار کې ځان سانسوروي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې «د بدلون ټکی: د مصنوعي استخباراتو په دور کې د آنلاین تاوتریخوالي اغېزې، څرګندونې او حل لارې» د ښځو د بشري حقونو مدافعینو، فعالانو، خبریالانو او رسنیو کارکوونکو ۱۲ سلنه ویلي، چې دوی د خپلو شخصي انځورونو په ګډون د نېږدې یا جنسي منځپانې له رضایت پرته د خپرېدو سره مخ شوي دي.
د دې راپور په بنسټ، د ښځو د بشري حقونو مدافعین، فعلان، خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ۶ سلنه د «ډیپ فیک» قراني شوي او نېږدې درېیمه برخه یې د ټولنیزو رسنیو د پیغامونو له لارې جنسي پیغامونه تر لاسه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، دا ډول ناوړه ګټه اخیستنه تر ډېره قصدي او منظمه وي او موخه یې په عامه ساحه کې د ښځو غږونه غلي کول او د دوی مسلکي اعتبار او شخصي غزت کمزوري کول دي.
دې بنسټ زیاته کړې، د ښځینه ځواب ورکوونکو ۴۱ سلنه ویلي، دوی په ټولنیزو رسنیو کې د ځورونې څخه د مخینوي لپاره ځان سانسوروي او ۱۹ سلنه د آنلاین تاوتریخوالي له امله په خپل مسلکي کار کې ځان سانسوروي. دا وضعیت د ښځینه خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو لباره نوره هم د اندېښنې وړ ده.
د ملګروملتونو راپور راوړي، په ۲۰۲۵ کال کې ۴۵ سلنه ښځینه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو په ټولنیزو رسنیو کې د ځان سانسور راپور ورکړی او نېږدې ۲۲ سلنه ویلي، دوی په کار کې په ځان سانسور کې ښکېل دي.
ملګري ملتونه وايي، یو شمېر ښځو چې د انلاین تاوتریخوالي پېښې له پولیسو سره شریکې کړې، د ۲۰۲۰ کال په پرتله (۱۱سلنه) زیاتې شوې دي.
راپور ښيي، نېږدې څلورمه برخه (۲۴.۷ سلنه) ښځینه خبریالانې و د رسنیو کارکوونکې د آنلاین تاوتریخوالي پورې اړوند وېره یا خفګان تجربه کړی او نېږدې ۱۳ سلنه یې د ټراماتیک فشار وروسته اختلال (PTSD) اخته شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګړې مشرې کالیوپي مینګرو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په اړه ویلي، له ۴۰ سلنې لږ هېوادونه د آنلاین ځورونې یا تعقیب څخه د ښځو د خوندي کولو لپاره قوانین لري. په ټوله نړۍ کې ۲۴ سلنه ښځې او نجونې قانوني خوندیتوب ته لاسرسی نه لري.
د افغانستان د رسنیو د خوندیتوب سازمان څه موده وړاندې په یوه راپور کې لیکلي وو، په هېواد کې ۹۲ سلنه ښځینه خبریالانې اړ ایستل شوې، چې خپل راپورونه بدل یا سانسور کړي.
په هېواد کې له ۲۴ سلنه زیاتو ښخینه خبریالانو د «سانسور، له نارینه وو سره د مرکې بندیز، د محرم اړتیا، اجباري حجاب، څارنې او تجهیزاتو ته د محدود لاسرسي» له امله خپلې دندې پرېښې دي.
طالبانو د ښځو غږ عورت بللی او په همدې خاطر یې په وار وار په خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو غږ او انځور پرېکړی دی.
په رسنیو، خبریالانو او رسنیو فعالیتونو د طالبانو له لوري د لګولو شویو محدودیتونو له امله، دا مهال د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې هېڅ ښخینه خبریاله شتون نه لري.
دا مهال په ټول هېواد کې ۱۹۰ ښځینه خبریالانې فعالیت لري، په داسې حال کې، چې د کابل له سقوط مخکې، په ټول هېواد کې د ښځینه خبریالانو شمېر له ۲ زرو زیات وو.







